لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷)
د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره او د استدلال قوت
اصل موضوع : د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره او د استدلال قوت
امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله) په اسلامي فقه کې یو له لویو مجتهدینو څخه و، امام اعظم صاحب د استنباط او استدلال ځانګړې تګلاره لري، او د مذهب په نړۍ کې د څلورو فقهي مذاهبو له ډلې، د استباط د کړنلارې او استدلال له پلوه تر ټولو لومړنۍ غوره مذهب دی، چې له دې خبرې هېڅوک هم سترګې نه شي پټولی. دا چې د یاد مذهب د استباط تګلاره څه ده؟ او د استدلال قوت يې په څه کې دی؟ دا پوښتنې په دې مقاله کې ځواب شوې دي. هېره دې نه وي چې مقاله پر دوو بحثونو وېشل شوې ده.
لومړی بحث: د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره
الف: د استنباط عمومي تګلاره:
د مسائلو د استنباط د عمومي تګلارې په هکله خپله امام أبو حنیفه رحمه الله داسې فرمايي: إني آخذ بكتاب الله إذا وجدته، فما لم أجده فيه أخذت بسنة رسول الله -صلى الله عليه وسلم, والآثار الصحاح عنه التي فشت في أيدي الثقات، فإذا لم أجد في كتاب الله ولا سنة رسول الله -صلى الله عليه وسلم, أخذت بقول أصحابه من شئت, وأدع قول من شئت، ثم لا أخرج عن قولهم إلى قول غيرهم، فإذا انتهى الأمر إلى إبراهيم والشعبي وابن المسيب -وعدَّد منهم رجالًا, فلي أن أجتهد كما اجتهدوا. ([1])
ژباړه: کله چې په کتاب الله کې حکم وي په هغه عمل کوم، او که هغلته مې پیدا نه کړ، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو او هغه صحیح روایاتو عمل کوم چې د ثقه راویانو په لاس رانقل شوي وي، او که په کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم کې مې مسئله پیدا نه کړه، بیا د صحابه کرامو له ډلې چې مې د چا قول خوښ شو په هغه عمل کوم، او نور پرېږدم، او د صحابه کرامو له قول څخه د بل چا قول ته نه ځم.
خو کله چې خبره ابراهیم، شعبي، او ابن المسیب(تابعينو) ته را ورسیږي، نو بیا زه هم کولی شم چې اجتهاد وکړم لکه چې هغوی اجتهاد کړی.
په بل روایت کې وايي:
مَا جَاءَ عَن رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم فعلى الرَّأْس وَالْعين وَمَا جَاءَ عَن أَصْحَابه اخترنا وَمَا كَانَ غير ذَلِك فَنحْن رجال وهم رجال. ([2])
کوم حکم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم راغلی وي هغه په سر او سترګو، او کوم چې له صحابه کرامو راغلي وي، په هغو کې یو خوښوو، او کوم چې له دې پرته وي نو هغوی هم سړي دي موږ هم سړي یوو.
إِذا جَاءَ عَن النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم فعلى الرَّأْس وَإِذا جَاءَ عَن أَصْحَابه نَخْتَار من قَوْلهم وَإِذا جَاءَ عَن التَّابِعين زاحمناهم. ([3])
کوم حکم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم راغلی وي هغه په سر کې، او کوم چې له صحابه کرامو راغلي وي، په هغو کې یو خوښوو، او کوم چې له تابعینو راغلی وي، نو له هغوی سره دليل وايو.
له پورتنيو روایاتو څخه څرګندېږي چې امام ابو حنیفه رحمه الله تر هرڅه وړاندې په قرآن کريم عمل کوي کله چې په قرآن کريم کې کوم حکم صریح او په قطعي ډول راغلی وي پر هغه عمل کوي، او که هغلته نه وي نو بیا سنت، ورپسې اقوال صحابه او بیا قیاس ته مخه کوي.
باء: د احکامو د استباط له پاره د امام صاحب اووه ګوني اصول:
1 – قرآن کریم
امام اعظم ابوحنیفه په هر حکم کې لومړی قرآن کریم ته مراجعه کوله ځکه قرآن د شریعت تر ټولو مهمه او معتبره سرچېنه ده، هر حکم چې په قرآن کې واضح نص درلود، ابوحنیفه به په هماغه باندې عمل کاوه.
لکه: د ربا (سود) حرمت، چې په صریح ډول په قرآن کې منع شوی دی. (سورة البقرة: ۲۷۵-۲۷۹). نور په کې اجتهاد ته ضرورت نشته.
2 – سنت (حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم)
امام صاحب که به په کومه مسئله کې صریح قرآني حکم پیدا نه کړ، بیا به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو (احادیثو) ته مراجعه کوله او یواځې په هغه حدیث به يې عمل کاوه، او د استدلال په توګه يې کاراوه چې په صحیح سند ورته رسېدلی و، او په ضعیفو او مشکوکو حدیثونو یې له استدلال څخه ډډه کوله.
د حديث منلو اصول
1 – د حدیث د منلو معیارونه
امام ابوحنیفه (رحمه الله) به په خپلو فقهی استنباطونو کې یوازې صحیح او موثق حدیثونه منل. هغه په دې برخه کې ډېر سخت معیارونه درلودل، ترڅو د دین د اصولو او احکامو په وړاندې احتیاط وکړي. د هغه د حدیث منلو مهم اصول په لاندې ډول وو:
د حدیث سند او راويان: امام ابوحنیفه به یوازې هغه احادیث منل چې راویان یې ثقه، عادل او حافظه یې قوي وه. هغه به د راویانو د عدالت، تقوا، او صداقت په اړه څېړنه کوله.
مشهور او متواتر حدیثونه: امام ابوحنیفه به هغو حدیثونو ته ترجيح ورکوله چې په پراخه کچه او په متواتر ډول نقل شوي وو، ځکه چې دا ډول حدیثونه د خلکو تر منځ په پراخه کچه منل شوي دي.
غریب حدیثونه: هغه د غریب حدیثونو (هغه حدیثونه چې یو یا دوه راویان لري) په منلو کې ډېر احتیاط کاوه، ځکه چې دا ډول حدیثونه د سند د ضعف احتمال لري.
۲ . د حدیث د منلو شرایط
امام ابوحنیفه رحمه الله د حدیث د منلو لپاره ځانګړي شرایط ټاکلي وو:
۱- حدیث باید د قرآن او متواتر سنت سره په ټکر کې نه وي.
۲- حدیث باید د عقل، عامه مصلحت او فقهي اصولو سره سمون ولري.
۳ – حدیث باید له مشهورو او منل شویو علماوو څخه نقل شوی وي.
۳. د خبر واحد منل
امام اعظم به د خبر واحد (هغه حدیث چې یو راوي یې نقل کړي) د منلو په اړه ډېر محتاط و، په ځانګړې توګه که هغه حدیث به د عمومي اصولو او اجماع سره په ټکر کې و. هغه باور درلود چې د خبر واحد حدیث باید په احتیاط سره وکارول شي او په مهمو عقیدوي او حقوقي مسائلو کې پرې تکیه ونشي، پرته له دې چې راوي یې ډېر موثق وي.
۴. اجماع (د علماوو اتفاق)
امام ابوحنیفه رحمه الله اجماع (د یوې مسئلې په اړه د علماوو اتفاق) یوه معتبره سرچېنه ګڼله، که د یوې مسئلې په اړه په قرآن او سنت کې وضاحت نه و، هغه به د صحابه کرامو یا تابعینو اجماع ته مراجعه کوله.
د اجماع تعریف او مفهوم:
اجماع په لغت کې د “یووالي” او “اتفاق” په معنی ده.
او په علم اصول کې: د کومې مسلې په اړه د کوم شرعي دليل پر بنست، په یوه زمانه کې د اسلامي امت د ټولو علماوو راټولېدنې او اتفاق ته “اجماع” وايي.
د اجماع شرطونه:
د اجماع منل کېدلو لپاره علماوو څلور شرطونه ټاکلي دي:
۱ ـ په کومه زمانه کې چې اجماع راځي د وخت ټولو علماوو ته به يې حکم رسېدلی وي.
۲ ـ له حکم اورېدلو وروسته به دومره وخت تېرشوی وي چې هغوی پرې غور او فکر کړی وي.
۳ ـ له غور او فکر وروسته به ټول په یوه خوله وي.
۴ ـ اجماع به د شرعي دلیل “قرآن او حدیث” خلاف نه وي.
نو که ټول خلک د کوم شرعي دلیل خلاف سره همغږي شي بیا هم ورته ((صحیح اجماع)) نه شو ویلی ([4]) .
د اجماع سند
د کــوم دليل پر بنسټ چې اجمــاع مخې تــه راځي هماغه دلیل ته ((د اجماع سند)) وايي.
لکه: د نيا (جدې) د ميراث په هکله خبر واحد د اجماع سبب دی.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
([1]) الفكر السامي في تاريخ الفقه الإسلامي (1/ 424).
([2]) مختصر المؤمل في الرد إلى الأمر الأول (ص: 62) رقم (147).


