Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)
اسلامي علما پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)
د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره او د استدلال قوت (ادامه)
۴. قیاس:
په کومه مسئله کې به چې واضح نص یا اجماع موجوده نه وه، نو امام اعظم رحمه الله به له قیاس څخه کار اخيست. له  قیاس موخه د یوې مسئلې د حکم پر اساس د بلې ورته مسئلې د حکم استنباط کول دي، خو په دې شرط چې دواړه مسئلې مشترکې ځانګړتیاوې ولري.
مثال: د شرابو پر اساس د نورو نشه‌يي موادو حرمت، ځکه چې د دواړو د استعمال په پایله کې عقل زوال مومي.
امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله) د قیاس په کارولو کې یو ځانګړی مهارت درلود، او دا یې د فقهي استنباط یوه مهمه سرچېنه ګڼله. هغه باور درلود چې قیاس د شریعت د اصولو سره سم د نوو فقهي مسئلو د حل لپاره یوه معتبره او مشروع وسیله ده. له همدې امله، د حنفي فقهې په مکتب کې قیاس یو مرکزي رول لري، او کارونه یې د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې منل شوې ده. د امام اعظم صاحب دې منهج اسلامي فقهې ته یوه نوښتګره او عصري بڼه ورکړې، چې د وخت او ځای له تحولاتو سره تطبیقېدلی شي.
د قیاس مفهوم:
قیاس: په لغت کې پرتله کولو ته وايي.
او په اصطلاح کې:  د کوم  ګډ لامل (علت) له امله پر یوه شي باندې د بل په څېر حکم لګولو ته  ((قیاس)) وايي.
ايا قياس شرعي دليل شمېرلی شو؟
پوښتنه:  ایا د دې خبرې دلیل شته چې قیاس هم شرعي دلیل دی؟
ځواب:  هوکې!  په قرآن کریم  او حدیثونو کې بې شمېره دلیلونه شته چې پر بنسټ يې “قیاس” د شرعي دلیلونو په  ډله کې شمېرل شوی دی.
لومړی:   الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د قیاس کولو حکم کړی.  لکه:  فَاعْتَبِرُوْا يٰااُولِي الْاَبْصَارِ.(الحشر:۲)
دلته له  (( اعتبار)) څخه  ((قیاس)) مراد دی ([1]).
دويـم :  رسول الله صلی الله علیه وسلم هم قیاس کړی دی:
۱- یوسړی رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته راغی ورته يې ووېل: پر پلار مې حج فرض شوی خو هغه  دومره  سپین ږيری  شوی چې پر سورلۍ نه شي سپرېدلی ایا  زه  مې د پلار پر ځای  حج ادا کولای شم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ووېل:
أَرَأَيْتَ لَوْ كَانَ عَلَيْهِ دَيْنٌ فَقَضَيْتَهُ أَكَانَ مُجْزِئًا.قَالَ نَعَمْ. قَالَ: فَحُجَّ عَنْ أَبِيكَ ([2]).
۲- يوځل یوه صحابي رضی الله عنه په روژه کې خپله مېرمن ښکل کړې وه او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته راغی او ورته یې وویل: یا رسول الله! نن خو مې ډېر ناوړه کار کړی، هغه دا چې په روژه کې مې مېرمن ښکل کړې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
أَرَأَيْتَ لَوْ تَمَضْمَضْتَ بِمَاءٍ وَأَنْتَ صَائِمٌ ؟ فَقُلْتُ: لَا بَأْسَ بِذٰلِكَ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم : فَفِيمَ ؟ ([3])
دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنې د ښکولولو مسئله ، په خوله کې اوبو رغړولو باندې قیاس کړې ده.
دريم:  صحابي د قیاس کولو خبره کړې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره منلې، لکه د معاذ رضی الله تعالی عنه په تېر حديث کې چې هغه وېلي:
أَجْتَهِدُ رَأْيِي وَلَا آلُو، قَالَ: فَضَرَبَ صَدْرِي بِيَدِهِ وَقَالَ: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَفَّقَ رَسُولَ رَسُولِ اللهِ لِمَا يُرْضِي رَسُولَ اللهِ ([4]) .
څلورم: د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات وروسته لومړۍ مسئله چې صحابه کرامو قیاس کړی ،  هغه  د خلافت  او مشرتوب  مسئله  وه،  چې څوک باید خلیفه شي؟
عمر رضی الله عنه  ووېل:  رَضِيَهُ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم لِدِيْنِنَا فَكَيْفَ لاَ نَرْضَاهُ لِدُنْيَانَا. فَاقْتَنَعُوْا وَاتَّفَقُوْا عَلَى تَوْلِيَةِ أَبِيْ بَكْرٍ ([5])
دلته عمر رضی الله عنه  د  امامت کبری (خلافت)  مسئله د لمانځه پر امامت قیاس کړې او دا هرڅه د ټولو صحابه کرامو په وړاندې شوي هيچا هم پرې نیوکه نه لرله.
۵. استحسان:
امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله) د اسلامي فقهې په اصولو کې استحسان یو ځانګړی او مهم اجتهادي اصل ګڼلو. هغه په ډېرو مواردو کې استحسان ته د قیاس پر ځای ترجیح ورکوله، ځکه چې استحسان د خلکو د اړتیاوو، اسانتیاوو، او د شریعت د اساسي موخو سره زیات تطابق لري. په دې تفصیل کې به د استحسان تعریف، د امام ابوحنیفه لخوا د استحسان کارونه، او د هغه په فقه کې د دې اصل اهمیت بیان کړو.
امام ابوحنیفه د استحسان اصل هم کاراوه، چې په کې قیاس ته ترجیح ورکول کېږي که د هغې کارول خلکو ته سختي رامنځته کړي. استحسان په اصل کې د عامو خلکو مصلحت او اسانتیا ته په پام سره د حل لارې موندل دي.
د استحسان تعریف او مفهوم:
استحسان:  په لغت کې  غوره کولو او خوښولو ته وايي.
او په اصطلاح کې:  د قوي دلیل له امله  د يوې مسئلې حکم له  نورو ورته مسئلو څخه بېلولو ته ” استحسان” وايي.
او یا: د څرګند قیاس پرځای په پټ او قوي قیاس عمل کولو ته “استحسان” وايي.
۶. عرف او عادت:
امام اعظم رحمه الله د خلکو عرف (عادت او دود) ته هم ځانګړی اهمیت ورکاوه. هغه باور درلود چې عرف باید د شریعت سره موافق وي او کولی شي د فقهی استنباط پر مهال په پام کې ونیول شي.
مثال: د تجارتي معاملاتو په اړه د خلکو دودیز چلند د فقهي اصولو د تفسیر لپاره اساس ګرځېدلای شي.
د عرف او عاداتو تعریف:
عرف په لغت کې د “پیژندنې”، “منلو”، او “رواج” په معنی دی.
او په اصطلاح کې: هغه چارې چې د یوې  سيمې او یا هیواد ډېری خلک يې  يو ډول پرمخ بیا يي، هغه ته  ((عرف او عادت)) وايي.
د عرف او عادت توپير:
په ټولنیزو چارو کې  عرف او عادت دواړه یوه معنا ورکوي؛ خو د یوه فرد یا وګړي په هکله “عرف او عادت ” په خپلو کې توپیر مومي هغه دا چې د یوه وګړي کړنې ته “عرف” نه شو وېلی، او عادت کله کله د یوه شخص له کړو وړو سره هم تړاو لري او شرعي حکم ورپورې تړلی وي.
لکه : د مېرمنو میاشتنۍ ناروغي (حیض) عادت، چې د هرې مېرمنې بېل او حکم يې له هغې سره تړلی وي.
  1. د صحابه کرامو رایې او عمل
امام ابوحنیفه رحمه الله د صحابه کرامو د نظرونو او عملونو ډېر احترام کاوه. هغه به د هغوی فتواوې او د فقهي اصولو څخه استفاده کوله.
مثال: د امام ابوحنیفه په نظر، که د یوه صحابي نظر د کومې مسئلې په اړه موجود و، نو هغه به یې د قیاس پر ځای منلو ته ترجیح ورکوله.
د صحابه کرامو رایې ته د امام ابوحنیفه د پاملرنې دلایل
  • صحابه کرامو د رسول الله ﷺ سره مستقیم تړاو درلود، صحابه کرام هغه خلک وو چې د رسول الله ﷺ له مستقیم تعلیم او تربیت څخه یې ګټه پورته کړې وه. د دې لپاره، د هغوی رایې د شریعت په پوهه کې یوه مهمه سرچېنه بلل کېده. امام ابوحنیفه پوهېده چې صحابه کرام د اسلام بنسټیزو اصولو او د رسول الله ﷺ د سنتو سره ښه اشنا وو، نو د هغوی رایې په فقه کې ارزښتمنې وبلل شوې.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
(1)    اصول السرخسي،باب القياس.
(1)    رواه النسايي فی سننه باب تشبيه قضاء الحج بالدين. (رقم:۲۶۵۲).
([3])    رواه الطحاوي فی شرح معانی الآثارباب قبلة الصائم ، عن عمر(رقم: ۳۱۱۷) .
([4])    مشكل الآثارللطحاوي عن معاذبن جبل (رقم الحديث: ۳۰۵۰)
([5])    مسند الشافعي عن عائشة رضی الله عنها(رقم: ۳۳۹)
مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleله مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۶)

دوشنبه _22 _جون _2026AH 22-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۵)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD7 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸) د مسائلو…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤٤)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه: ٤٤) د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ د اړیکې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD28 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷) د مسائلو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.