لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه: ٤٤)
د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ د اړیکې په اړه د «آرثر ادوارد» نظریات
په تېر بحث کې مو د «آرثر اډوارډ» د هغو نظریاتو یوه برخه ولوسته چې د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ د تړاو او اړیکو په اړه یې وړاندې کړي وو. په دې برخه کې د نوموړي د دغو نظریاتو یوه بله برخه څېړو.
ښايي د آرثر په لیکنو کې نوی ټکی د فراماسونرۍ او صلیبي جګړو ترمنځ ټینګه اړیکه واوسي؛ ځکه نوموړی د معبد شوالیان (د معبد اړوند جنګي سپاره) د فراماسونرۍ بنسټ او ریښه ګڼي. او دا چې پخپله هم د یوې مسیحي ټولنې غړی دی، ځکه له دا ډول اړیکې پرده پورته کوي.
له همدې امله وایي: «هغه وخت راورسېد چې غوره فراماسونري د سپېڅلي یوحنا له درجې سره یوځای شوه، په همدې ډول د صلیبي پاچاهانو او اشرافو له لارې نورو سیمو ته ولېږدول شوه، اروپا ورسره آشنا شوه او د ایټالیا، هسپانیې، فرانسې او انګلستان په هېوادونو کې ماسوني ټولنې رامنځته شوې. کله چې “شهزاده ادوارد تور” له اتمې او وروستۍ صلیبي جګړې څخه راستون شو، نو په انګلستان کې د دې ډلې ملاتړی او مدافع شو، او هماغلته د «فراماسونرۍ» نوم پرې کېښودل شو.»[1]
په دې وینا کې هغه، د دغو دووخوځښتونو ترمنځ د اړیکو له ثابتولو سربېره، په صلیبي جګړو کې د فراماسونرۍ رول هم بیانوي؛ هغه جګړې چې د مسیحیت سمبول ګڼل کېږي. آرثر وروسته داسې معلومات وړاندې کوي چې له مخې یې ماسونانو صلیبي جګړو ته ستر خدمتونه کړي دي؛ له همدې امله د لوېدیځ (غرب) خلکو د فراماسونرۍ په غړیتوب سره د هغوی قدرداني وکړه. په حقیقت کې دوی همدا موضوع د فراماسونرۍ له سپینو او ویاړمنو پاڼو څخه ګڼي.
د ده په اند، د دې مرستو هدف له مسلمانانو څخه د بیتالمقدس بېرته نیول ؤ. هغه وایي: کله چې هغه وخت راورسېد چې د اروپا پاچاهانو، شهزادګانو او مؤمنانو بیتالمقدس د کفر او «شورشیانو» له ولکې (چې د هغه موخه ترې اسلام او مسلمانان دي) آزاد کړي، نو ماسونانو خپلې ټولې هڅې او خدمتونه د همدې سترې پروژې، یعنې صلیبي جګړو لپاره وقف کړل.
د آرثر په وینا، ماسونانو په مېړانه او زړورتیا کې داسې بېسارې او حیرانوونکې کارنامې وکړې چې له امله یې صلیبي پاچاهان او اشراف په ډېر زیات خواهش او ټینګار سره د فراماسونرۍ د غړیتوب غوښتونکي شول، او په پای کې د غړیتوب اجازه ورکړل شوه.
د مسلمانانو په اړه د هغه د ناسم تعبیر ترڅنګ، باید وویل شي چې فراماسونان تل د جاسوسۍ په چارو کې ښکېل پاتې شوي او دا د دوی له مهمو او خاصو ځانګړتیاوو څخه شمېرل کېږي. له همدې امله دا هیڅ د حیرانتیا ځای نه دی چې هغوی به په همدې لار کې د جاسوسۍ دنده ترسره کړې وي.[2]
یهودیان د ماسونانو استادان ګڼل کېږي، او د تاریخ په اوږدو کې د دوی عادت همدا ؤ چې له غوښتنې پرته د زورواکو په ګټه کار وکړي.
دوی تل او په هر حالت کې د واکمن ځواک تر څنګ ولاړ وي؛ که هغه واکمن هټلر وي او که د قیصر هغه وزیر چې د هغوی د عامې وژنې لامل شوی و. ترڅو چې هغه ځواکمن وي، د هغه خدمت اوملګرتیا کومه ستونزه نه ګڼي؛ خو کله چې کمزوری شي، نو مخ ترې اړوي او پر ضد یې راپورته کېږي. په دې برخه کې د هلاکو، هټلر او نورو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.[3]
«آرثر اډوارډ» یوازې د یهودیت او فراماسونرۍ په یووالي بسنه نه کوي، بلکې تر دې هم لویه هیله لري. هغه وایي:
«د فلسطین شوالیان، چې د ماسوني ورورولۍ بنسټاېښودونکي او مشران وو، د هغو دردناکو پېښو غمجن شاهدان وو چې د یهودا د پاچاهۍ د سقوط لامل شوې. هغوی په ګڼو پټو ځایونو کې خپاره شول؛ ځکه د ناوړه پېښو دسيسو او د یهودي ملت بشپړې تباهۍ هغوی دې کار ته اړ کړي وو. دوی په هماغو سختو شرایطو کې د داسې راتلونکي انقلاب په تمه وو چې یو ځل بیا به یې خپلو میراثونو، یعنې د خپلو نیکونو میراث ته ور وګرځوي او د درېیم ځل لپاره به هغوی ته دا توان ورکړي چې خپل سپېڅلی معبد بېرته ودان کړي او خپل کارونه په مبارکه دایره کې له سره پیل کړي.»[4]
له دې وینا څخه څرګندېږي چې آرثر، ماسونان او یهودیان یو ګڼي، او په ډېره لېوالتیا د داسې انقلاب انتظار باسي چې هغوی بېرته خپلې خاورې ته ستانه کړي او مقدس معبد یې بیا ورغوي.
باید پوه شو هغه څه چې آرثر یې دې ته هڅولی چې له فراماسونانو مننه وکړي او هغوی د بیتالمقدس د ژغورونکو په توګه معرفي کړي، هغه د «یهودیانو د شړلو د توطئې» نظریه ده. د دوی په باور مسلمانانو غوښتل چې یهودیان له خپلې خاورې وشړي، او فراماسونانو وژغورل. حال دا چې که تورات او د تورات تعلیماتو ته وګورو، نو څرګندېږي چې د هغوی شړل او جلاوطنه کېدل د دوی د خپلو کړنو او بدو اعمالو پایله وه، او دا د الله تعالی له لوري ورته مقررشوي وو.
په تورات کې، د “پیغمبرارمیا” د ویناوو یوه برخه داسې ده:
«ای د یعقوب کورنۍ او د اسرائیلو ټولو کورنیو! د څښتن تعالی کلام واورئ. خدای داسې وایي: ستاسو پلرونو په ما کې کوم ظلم وموند چې له ما څخه لرې شول، باطل پسې ولاړل او خپله هم باطل شول؟ کاهنانو ونه ویل چې خدای چېرته دی. د شریعت اهل زه ونه پېژندم، مشرانو (څارونکو) زما نه سرغړونه وکړه، او پیغمبرانو د بعل په نوم نبوت وکړ او هغو شیانو پسې ولاړل چې هېڅ ګټه نه لري. له همدې امله به زه بیا له تاسو سره محاسبه وکړم، او ستاسو له اولادونو سره به هم حساب وکړم. آیا کوم ملت خپل خدایان بدل کړي دي، حال دا چې هغوی په اصل کې دعبادت وړ نه دي؟ خو زما قوم خپل عزت په هغه څه بدل کړ چې هېڅ ګټه نه لري.
ای آسمانونو! پر دې کار تعجب وکړئ او سخت ولړزېږئ؛ ځکه زما قوم دوه سترې بدۍ وکړې: زه یې پرېښودم، حال دا چې زه د ژوندیو اوبو چینه یم، او د ځان لپاره یې ماتې ذخيرې جوړې کړلې چې اوبه نه شي ساتلای.»[5]
د پیغمبرارمیا په یوه بله وینا کې لولو چې:
«د اورشلیم په کوڅو کې وګرځئ، وګورئ او پلټنه وکړئ؛ آیا داسې څوک مومئ چې عدالت پلی کړي او د حق غوښتونکی وي، ترڅو زه له دې ښاره تېر شم؟ که هغوی ووايي: “قسم په ژوندي خدای!” نو په دروغو قسم خوري. د دوی ګناهونه ډېر شوي او سرغړونې یې زیاتې شوې دي.
زه څنګه تا وبښم؟ ستا اولادونو زه پرېښودم او پر هغو شیانو یې قسمونه وخوړل چې خدایان نه دي. کله چې مې هغوی ماړه کړل، زنا یې وکړه او د فاحشو ښځو په کورونو کې راټول شول. هغوی د چاغو او خوشې شویو اسونو په څېر شول؛ هر ی ود خپل ګاونډي د ښځې په لټه کې و. آیا پر داسې کړنو سزا ور نه کړم؟ (خدای وایي) او آیا له داسې قوم څخه غچ وانه خلم؟
دهغوی دېوالونو ته وخېژئ او ویې نړوئ، خو په بشپړه توګه یې له منځه مه وړئ؛ څانګې یې پرې کړئ، ځکه هغه د خدای نه دي.
د اسرائیلو او یهودا کورنۍ له ما سره خیانت وکړ( خدای وایي) هغوی له خدای څخه انکار وکړ او ویې ویل: هغه نشته دی، مونږ به له ستونزو سره مخ نه شو، موږ ته به نه جګړه راشي او نه قحطي.
ځکه چې هغوی داسې خبرې کوي، نو زه به ستا په خوله کې خپل کلام اور وګرځوم، او دا خلک به د لرګیو په څېر وي چې همدغه اور به یې وسوځوي.
زه به له لرې څخه پر تاسو یو قوم راولم، اې د اسرائیلو کورنۍ! داسې ځواکمن او لرغونی قوم چې په ژبه به یې نه پوهېږۍ او خبرې یې نه شئ درک کولای.
د هغوی غشي د پرانیستي قبر په څېر دي، او ټول پهلوانان دي. هغوی به ستاسو حاصلات او ډوډۍ وخوري، هغه څه چې ستاسو زامن او لوڼې یې خوري. ستاسو پسونه، غواګانې، د انګورو باغونه او د انځرو ونې به له منځه یوسي، او ستاسو مضبوط ښارونه، چې پرې باورلرئ، په توره به یې وران کړي. خو له دې ټولو سره سره، په هاغه ورځو کې به مو په بشپړه توګه له منځه نه وړم.»[6]
او کله چې تاسوو وایاست: «زموږ رب ولې له موږ سره داسې وکړل؟» نو هغوی ته ووایه: «لکه څنګه چې تاسو زه پرېښودم او په خپله خاوره کې مو د پردیو معبودانو عبادت وکړ، همداسې به په داسې خاوره کې د پردیو خدمت کوئ چې ستاسو نه وي.
دا واورئ، اې ناپوه او جاهل قومه! سترګې لرئ خو څه نه وینئ، غوږونه لرئ خو څه نه اورئ. آیا له ما څخه نه وېرېږئ؟ ــ څښتن وایي ــ او آیا زما له حضور څخه نه رېږدېږئ؟»[6]
د تورات له دې اوږده متن او د پیغمبر ارمیا له ویناوو څخه په څرګند ډول معلومېږي چې د دې قوم ډېری ګناهونه او سرغړونې هغه لاملونه وو چې د هغوی د شړلو او جلاوطنۍ سبب شول.
دا برخه به د پیغمبرارمیا په لاندې وینا پای ته ورسوو: «ګورئ! زه به پر دې قوم داسې بلا راولم چې د خپلو فکرونو پایله به یې وي؛ ځکه هغوی زما خبرو ته غوږ ونه نیوه او زما شریعت یې رد کړ.
اوس به د شمال له لوري یو قوم راشي، او د ځمکې له لرې سیمو څخه به یو ستر ملت راپورته شي. هغوی به غشي او نېزې په لاس کې لري، بېرحمه به وي او هېڅ رحم به نه کوي. د هغوی غږ به د سمندر د څپو په څېر وي، پر اسونو به سپاره وي، او د جنګ لپاره به د یوه منظم لښکر په څېر ستا پر وړاندې ودرېږي، اې د صهیون لورې!»[7]
نو که د فراماسونرۍ پلویان، په ځانګړي ډول آرثر، د یهودیانو پر ضد د یوې دسیسې خبره کوي، د پیغمبرارمیا د وینا له مخې دا د رب العالمین او د بنیاسرائیلو د خدای پرېکړه وه، نه د کوم بهرني انسان توطئه. ځکه بنیاسرائیلو کفر او سرکشي وکړه، نو الله تعالی هغوی ته د آشوریانو په لاس سزا ورکړله؛ لکه څنګه چې د تورات سپېڅلی کتاب دا حقیقت بیانوي.
نو په حقیقت کې د بنیاسرائیلو پر ضد توطئه چا کړې وه ؟ چې اوس د هغې د دفع کولو لپاره له فراماسونانو څخه مننه اود هغوی ستاینه کېږي؟
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، ص: ۲۶.
[2]. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۵۶-۵۷.
[3]. الیهود والتحالف مع الأقویاء، ص: ۷۸- ۱۰۱، کتاب الأمة، ۱۴۱۲ه.ق.
[4]. الماسونیة عقدة المولد وعارالنهایة، ص: ۲۸.
[5]. د ارمیا نبی کتاب، اصحاح دوم: ۴-۱۳.
[6]. د ارمیا نبی کتاب، اصحاح پنجم، ۱-۲۲.
[7]. د ارمیا نبی کتاب، اصحاح ششم، ۲۲-۲۳.


