Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه : ٤٥)
فراماسونري سه شنبه _30 _جون _2026AH 30-6-2026AD

فراماسونري (برخه : ٤٥)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه : ٤٥)
د فراماسونرۍ د موخې او له یهودیت سره یې د اړیکې په اړه د “ماکبراید” نظریه
په تېرو بحثونو کې مو د فراماسونرۍ او یهودیت د اړیکې او تړاو په اړه ځینې مطالب بیان کړل. اوس د یوه بل غربي فراماسون نظر څېړو، چې د «آرثر» په څېر هغه هم په واضحه توګه خپل دریځ څرګندوي.
ماکبراید باور لري چې د فراماسونرۍ اصلي موخه د هیکل (معبد) بیا رغول دي؛ ځکه د هغه په اند، د موجودو شواهدو له مخې همدا حقیقت دی. د فراماسونانو رسالت د هغه معبد جوړول دي چې د ده په وینا د بشري ورورولۍ لپاره  یې بنسټ اېښودل شوی دی. هغه وایي چې دغه معبد داسې ځای دی چې د انسانانو روحونه پکې روزل کېږي او بڼه ورکول کېږي، څو له هغه ستر او آرماني معبد سره همغږي شي. د ماکبراید په وینا، د فراماسونري محفل پیل او پای د همدې موخې ترلاسه کول دي.
سره له دې چې د هغه خبرې دا ثابتوي چې د فراماسونرۍ اساسي موخه د هیکل جوړول دي، خو د حیرانتیا ځای دا دی چې یو څوک په داسې تصور خلک وغولوي چې محفل یا معبد داسې ځای معرفي کړي چې ګواکې د انسانانو ارواح پکې قالب‌ او روزل کېږي؛ ته وا له کومې جادویي فضا سره مخ یو، چې د ماشومانو کیسو او کارټوني فلمونو ته ډېر ورته والی لري.
حال دا چې که د تورات او یهودیت لارښوونو ته وکتل شي، نو څرګندېږي چې همدې معبد له خپل قوم سره څه کړي دي؟ همدارنګه، که د ارمیا نبي هغو ویناوو ته مراجعه وشي چې په تېرو بحثونو کې هم یادې شوې وې، نو معلومېږي چې دغه هیکل هېڅ ډول سپېڅلتیا او روحاني ځانګړتیا نه لرله.
ما‌کبراید د خپلو خبرو په دوام کې وایي: «د سلیمان معبد د فراماسونرۍ په سمبولیک میراث کې تر ټولو لوړآرمان او مرکزي محور دی. که څه هم دا معبد په مادي توګه لنډمهالی و، خو د انسانانو پر ذهنونو یې اغېز تر هر بل څه ډېر ژور پاتې شوی دی. هغه سرګردانه کډوال چې په پېړیو پېړیو د نړۍ په هر ګوټ کې تحقيرشوي او ځورول شوي دي، بیا هم توانېدلي چې خپل ځانګړی هویت وساتي.
او په حقیقت کې، همدې بې‌ساري استقامت ته په کتو، هغوی تل په بې پایه هیلو د بېرته ستنېدو ارمان په زړونو کې ژوندی ساتلی دی؛ دا هیله چې یوه ورځ به بېرته اورشلیم ته ستانه شي، او دغه ستر هیکل به یو ځل بیا د ځلېدونکي لمر په رڼا کې وځلېږي، د صهیون د ستاینې نغمې به یې بیا دننه انګازې وکړي، او د خوشبویۍ او قربانیو لوګي به یو ځل بیا د هیکل سپېڅلي تالارونه ونيسي.
دغه معبد د پیغمبرانو، شاعرانو، فیلسوفانو او تاریخ‌پوهانو لپاره د الهام اخیستلو ځای او د هغوی د مطالعې موضوع پاتې شوی دی؛ خو هېڅکله یې داسې مقام نه دی موندلی لکه د فراماسونرۍ په اصولو او سمبولونو کې یې چې لري.»[2]
دا ډول تعبیرونه د دې پر ځای چې یو بې‌طرفه او پر واقعیت ولاړ تحلیل واوسي، تر ډېره د داسې مین ستاینه اوصفت ښکاري چې د خپل محبوب په وړاندې یې کوي.
ویلی شو چې ماکبراید یو ستر فراماسون دی، چې د صهیونیزم درس یې په بشپړ ډول یاد کړی او بیا یې په ادبي بڼه سینګار کړی دی. حضرت سلیمان علیه السلام، چې د معبد خاوند و، تورات، پخپله یهودیانو، هېڅ یوه د معبد او د هغه د قوم په اړه دومره له ژورې مینې اولېوالتیا ډکې خبرې نه دي کړې، لکه ماکبراید چې کړې دي.
دا هماغه مینه ده؛ هغه مینه چې کله ناکله خپل خاوند هم له منځه وړي، او تر دې لا زیانمنه دا چې حقیقت هم له منځه وړي.
بې‌ له شکه، که ماکبراید شاعر وای او همدا خبرې یې د شعر په بڼه ویلې وای، نو یهودیانو به ورته د نوبل جایزه ورکړې وای؛ ځکه نن سبا دا جایزه ډېری وخت د هغوی یا د هغوی د پلویانو په برخه کېږي.
اړینه ده چې د فراماسونرۍ په اړه لیکل شوي متنونه د تورات د ښوونو په رڼا کې وڅېړل شي، څوحقایق او واقعیتونه روښانه شي؛ ځکه فراماسونان حقایق بدلوي او واقعیتونه سرچپه وړاندې کوي.
د ماک‌براید له لیکنو څخه یوه بله نښه، چې د یهودیت او فراماسونرۍ د اړیکې د اثبات په برخه استدلال پرې کېدای شي، د تاریخ په اوږدو کې د یهودیانو د ځورونې موضوع ده. ماکبراید او د صهیونیزم نور پلویان تل یوازې د تاریخ په اوږدو کې د ټولو ملتونو په منځ کې د یهودیانو د ځورونې یادونه کوي، خو هېڅکله دا پوښتنه نه مطرح کوي چې ولې یوازې د یوه ځانګړي قوم لپاره داسې حالت رامنځته شوی؟ د دې موضوع څېړنه به په راتلونکې برخه کې وکړو.
ادامه لري…
مخکينۍ برخه
سرچېنې:

[1]. الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، ص: ۴۷. نقل له: «الماسونیة التأملیة، رسالتها وتطورها ومعالمها» ص: 8، اثر ماکبراید، دگلاسکوچاپ.

[2]. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۶۱.

فراماسونري مکاتب نظریات
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٩٢)
Next Article مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤٤)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (۲۳ او وروستۍ برخه)

یکشنبه _21 _جون _2026AH 21-6-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨) شپږمه شبهه:…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD8 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰) امام ابوحنيفة النعمان…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه : ٤٥)

سه شنبه _30 _جون _2026AH 30-6-2026AD14 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه : ٤٥) د فراماسونرۍ د موخې او له یهودیت سره…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٩٢)

دوشنبه _29 _جون _2026AH 29-6-2026AD10 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٩٢) مرغان؛ د الوتنې، ځواک او الهي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.