لیکوال: ابوعائشه
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)
دوهمه شبهه: د آکل (خوړونکي) او مأكول (خوړل شوي) په اړه شبهه
د قیامت په ورځ چې الله تعالی انسان له همدې مادي بدن سره بېرته راژوندی کوي، یعنې هم د انسان جسم او هم یې روح بېرته راګرځي، نو دلته دا ستونزه پیدا کېږي چې که د انسان بدن خاورې شي او د ونو، بوټواو مېوو برخه وګرځي، بیا بل انسان هغه مېوه یا بوټی وخوري او د هغه د بدن برخه شي، یا د بېلګې په توګه د قحطۍ په کلونو کې یو انسان د بل انسان له غوښې تغذیه وکړي (د بل انسان غوښه وخوري)؛ نو د قیامت په ورځ به دغه خوړل شوي ذرات د کوم یوه بدن ته ورګرځي؟
که د لومړي انسان بدن ته ور وګرځي، نو د دوهم (خوړونکي) بدن به ناقص شي او که برعکس د دوهم انسان د بدن برخه پاتې شي، نو لومړی به ناقص او یا له منځه ولاړ شي.
د شبهې ځواب
که څه هم ویل کېږي چې د دې شبهې لپاره بېلابېل ځوابونه وړاندې شوي دي، خو سم او قانع کوونکی ځواب یې ډېر مهم او اړین دی؛ ځکه ځینو علماوو چې د دې شبهې مناسب ځواب نه دی موندلی، د جسماني معاد اړوند آیتونه یې توجیه اوتأویل کړي او د انسان حقیقت یې یوازې په روح او روحي صفاتو پورې محدود بللی، لکه مخکې چې یادونه وشوه.
موږ دلته د «مجموعهای کامل از عقاید اهل سنت» له کتاب څخه د دې شبهې ځواب راوړو؛ هغه ځواب چې د قرآن کریم له آیتونو سره همغږی دی او د ننني ساینس له مخې هم د منلو وړ دی.
۱- موږ پوهېږو چې د انسان د بدن برخې د ماشومتوب له وخته تر مرګه څو ځلې بدلېږي. آن د مغزو حجرې هم، سره له دې چې شمېر یې نه کمیږي او نه زیاتيږي، د خپلو برخوله پلوه بدلون مومي؛ ځکه له یوې خوا تغذیه کیږي او له بلې خوا تحلیل اوټوټې کېږي، او همدا چاره د وخت په تېرېدو سره د هغوی د بشپړ بدلون سبب ګرځي.
لنډه دا چې د لسو کلونو څخه په کمه موده کې د انسان د بدن نږدې ټولې پخوانۍ ذرې بدلېږي او پخوانۍ ذرې یې نه پاتې کېږي. خو دې ټکي ته باید پام وشي چې پخوانۍ ذرې، کله چې د له منځه تلو او مرګ پړاو ته نږدې کېږي، خپلې ټولې ځانګړنې او اغېزې نوو او تازه حجرو ته سپاري. له همدې امله د انسان جسماني ځانګړنې؛ لکه رنګ، بڼه، څېره او نور بدني خصوصیات، د وخت په تېرېدو سره ثابت پاتې کېږي. دا ثبات یوازې د دې لپاره دی چې پخوانۍ ځانګړنې نوو حجرو ته لېږدېږي.
نو په همدې اساس د هر انسان د بدن وروستۍ برخې چې له مرګ وروسته خاورې کېږي، د هغو ټولو ځانګړنو لرونکې دي چې انسان د خپل عمر په اوږدو کې ترلاسه کړې وي او د انسان د ټول ژوند د جسماني حالاتو روښانه تاریخ ګڼل کېږي.
٢- دا سمه ده چې د انسان د شخصیت بنسټ او اصل د هغه روح جوړوي، خو باید دې ټکي ته پام وشي چې روح له جسم سره یوځای وده او تکامل مومي او دواړه پر یو بل متقابل اغېز لري. له همدې امله لکه څنګه چې دوه جسمونه او ټولې برخې یې، یو شان نه وي، همداسې دوه روحونه هم له هره اړخه په یو ډول نه وي.
نو ځکه هېڅ روح له هغه جسم پرته چې ورسره روزل شوی او بشپړ شوی وي، بشپړ او پراخ فعالیت نه شي ترسره کولای. له همدې امله به په قیامت کې هماغه پخوانی جسم بېرته راګرځي، څو روح ورسره یوځای شي او خپل فعالیت په لوړ اومهم پړاو کې بیا پیل کړي او د خپلو کړنو پایلې ترلاسه کړي.
٣- د انسان د بدن هره ذره د هغه ټولې جسماني ځانګړنې له ځان سره لري؛ یعنې که د بدن هره حجره داسې وروزل شي چې په بشپړ انسان بدله شي، نو هماغه انسان به د اصلي شخص ټول صفات او ځانګړنې ولري.
آیا انسان د پیدایښت په پیل کې له یوې حجرې پرته بل څه وو؟ هماغې یوې «د نطفې حجرې» د هغه ټول صفات له ځان سره درلودل، وروسته ورو ورو په دوو حجرو بدله شوه، بیا څلور، او په همدې ډول د انسان د بدن ټولې حجرې رامنځته شوې.
نو د انسان د بدن هره حجره د هماغې لومړنۍ حجرې یوه څانګه ده، چې که د هغې په څېر وروزل شي، نو په هراړخیز ډول به هماغسې انسان رامنځته کړي او د هغه ټول صفات به ولري.
اوس د پورتنیودرېیو مقدمو په رڼا کې د اصلي نیوکې ځواب ته راځو:
د قرآن کریم آیتونه په ښکاره وایي چې د انسان د بدن وروستني ذرات چې د مرګ پر مهال په بدن کې موجود وي، د قیامت په ورځ بېرته هماغه بدن ته راګرځي. نو که بل انسان له هغه څخه تغذیه کړې وي، دغه ذرات به د هغه له بدنه ووځي او خپل اصلي خاوند ته به بېرته ور وګرځي. دلته یوازې دا خبره پاتې کېږي چې حتما ً د دوهم انسان بدن به ناقص شي؛ حقیقت دادی چې دوهم بدن نه ناقص کیږي، بلکې یوازې به کوچنی شي.
ځکه د لومړي انسان د بدن ذرات د دوهم انسان په ټول بدن کې خپاره شوي وو، نو کله چې ترې واخیستل شي، د هماغې اندازې په کچه به د دوهم بدن وزن او حجم کم شي.
د بېلګې په توګه که یو شپېته کیلویي انسان څلوېښت کیلو هغه ذرات له لاسه ورکړي چې په اصل کې د بل انسان وو، نو یوازې به د یوه ماشوم په اندازه کوچنی بدن ترې پاتې شي.
خو آیا دا موضوع کومه ستونزه رامنځته کوي؟
هېڅکله نه؛ ځکه دغه کوچنی بدن هم د دوهم انسان ټول صفات او ځانګړنې له کمښت پرته له ځان سره لري، او د قیامت په ورځ به لکه دیوماشوم وده وکړي او په بشپړ انسان به بدل شي. په عقلي او نقلي توګه دغه ډول تکامل او وده د قیامت په ورځ ستونزه نلري.
آیا دغه وده او تکامل به په قیامت کې سمدستي وي او که تدریجي؟
دا موږ ته روښانه نه ده؛ خو دومره پوهېږو چې هر ډول وي، هېڅ ستونزه نه رامنځته کوي، او په دواړو صورتونو کې مسئله حل ده.
یوازې یوه پوښتنه پاتې کېږي، هغه دا چې که د یو انسان ټول بدن د بل انسان له برخو جوړ شوی وي، نو بیا به څه کېږي؟
د دې پوښتنې ځواب هم څرګند دی؛ هغه دا چې دا کار اصلًا ناشونی دی.
د «خوړونکي او خوړل شوي» مسئله هغه وخت مطرح کېږي چې لومړی یو بدن موجود وي، بیا د بل بدن له برخو تغذیه وکړي او وده ومومي. په دې صورت کې ناشونې ده چې د لومړي بدن ټول ذرات د دوهم بدن څخه جوړ شوي وي؛ ځکه لومړی باید یو مستقل بدن موجود وي، څو له بل بدن څخه تغذیه وکړي. نو د بل بدن برخې به حتمي د هغه د بدن یوه برخه جوړوي، نه دا چې د خوړونکي شخص ټول وجود جوړ کړي.
له دې ټولو خبرو څرګندېږي چې له همدې بدن سره جسماني معاد هېڅ ډول ستونزه نه لري، او موږ د هغو آیتونو د تأویل اړتیا نه لرو چې په ښکاره ډول دا حقیقت ثابتوي.[1]
امام رازي رحمهالله فرمایي: «په حشر او بیا راژوندي کېدو کې معتبره خبره دا ده چې د انسان هغه اصلي برخې چې د عمر له پیل څخه تر پایه پورې پاتې وي، بېرته را وګرځول شي، نه هغه برخې چې د خوړو او تغذیې له لارې ترلاسه شوي وي. نو د آکل او مأكول (خوړونکي او خوړل شوي) په مسئله کې هماغه اصلي برخې بېرته راګرځي چې د انسان حقیقي ذات جوړوي، نه هغه بدلېدونکې برخې؛ ځکه همدا اصلي برخې د انسان د ژوند له پیل څخه تر پایه پورې پاتې وي.»[2]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. مکي، دوكتورمجد، «د اهل سنتو د عقایدو بشپړه ټولګه»، ژباړن: فیض محمد بلوچ، دوهم ټوک، ۱۳۹۴ هـ.ش، مخونه: ۶۹۶ تر ۶۹۸.
[2]. المقدم، جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر في مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹ م، ص ۶۳.


