لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)
تغذیه، روغتیا او د ناروغیو مخنیوی
بشري پوهه او له علومو سالمه استفاده
یو معاصر مفکر د دې پوښتنې په ځواب کې چې: «له لوېدیځ تمدن څه را واخلو او څه را وانخلو؟» وویل: موږ د هغوی پوهه را اخلو، نه د هغوی ارزښتونه او باورونه.
احساس، کلتور او د ارزښتونو نظام د هر ملت خپل ځانګړی ملکیت دی؛ خو علم د ټولو انسانانو ګډ میراث دی. بشري کلتور د شاتو په څېر دی چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تمدنونو له ګلونو راټول شوی او په ټول بشریت پورې اړه لري. په همدې اساس، له علمي لاسته راوړنو استفاده نه یوازې یو مشروع عمل دی، بلکې یو عقلي او انساني ضرورت هم ګڼل کېږي.
په سرطاني ناروغیو اغېزناک عوامل او اندېښمنوونکی زیاتوالی
په وروستیو لسیزو کې د خطرناکو تومورونو (سرطانونو) د پېښو شمېر په اندېښمنوونکی ډول زیات شوی دی. ډېری څېړونکي دا پدیده د معاصر ژوند له سبک او د انسان د بدن په طبیعي نظام کې له پراخو لاسوهنو سره تړي. د دغو ناروغیو د رامنځته کېدو ځینې مهم عوامل په لاندې ډول دي:
۱. د اکتسابي دفاعي سیستم کمزورتیا: د انسان دفاعي سیستم ډېر پېچلی او منظم جوړښت لري، چې د یو بشپړ پوځ په څېرعمل کوي؛ چې د تشخیص، دفاع، مقابلې او ترمیم واحدونه پکې شامل دي. دا سیستم کولای شي په لومړیو پړاوونو کې د حجرو انحراف تشخیص کړي او د خپرېدو مخه یې ونیسي.
۲. نوي کیمیاوي عوامل: نوې جنیټیکي څېړنې ښيي چې د انسان په بدن کې داسې جینونه موجود دي چې د سرطان د رامنځته کېدو لامل کیدلای شي، خو په طبیعي ډول د ځانګړو مهارونکو له خوا کنټرولېږي. ځینې بهرني مواد، لکه ډېر واړه پلاستیکي ذرات، کولای شي دا مهارونکي غیر فعال کړي.
۳. د پلاستیک ناسم استعمال: په پلاستیکي لوښو کې د ګرمو یا تېزابي موادو کارول او یا هم په پلاستیک کې د بندو خوړو تراشل، د دې لامل ګرځي چې بدن ته پلاستیکي ذرات داخل شي.
۴. د نفتي مشتقاتو او راډیو اکتیفو موادو اغېزې: بدن ته د دغو موادو ننوتل، که په مستقیمه توګه وي او که په غیر مستقیمه توګه، د سرطان د خطر په زیاتېدو کې مهم رول لري.
۵. رواني فشارونه او مزمنه اندېښنه: شدید او اوږدمهاله تشویشونه، چې نن سبا د معاصر انسان د ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې، په مستقیم ډول دفاعي سیستم کمزوری کوي. ذهني سکون، باطني امنیت او ایمان د جسمي او رواني روغتیا له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي.
د ناروغیو په مخنیوي کې د دفاعي سیستم او تغذیې رول
ساینسپوهان په دې باور دي چې د انسان د دفاعي سیستم وړتیا تر ډېره د هغه له رواني حالت او تغذیې سره تړاو لري. مینه، ارامي، هیله او رواني امنیت د دې سیستم د پیاوړتیا سبب ګرځي؛ په داسې حال کې چې ویره، غوسه، اضطراب او کینه دا سیستم کمزوری کوي.
له بلې خوا، ځینې خوراکي مواد د بدن د دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې مستقیمه ونډه لري. د بېلګې په توګه، د «سیاهدانې» په اړه علمي څېړنو ثابته کړې چې دا نبات د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې د پام وړ اغېز لري؛ هغه سیستم چې د ساري او خطرناکو ناروغیو پر وړاندې د مبارزې مسؤلیت په غاړه لري.
شین چای او له سرطان سره د مبارزې په برخه کې یې رول
د چایو نړيوال مصرف هر کال ميليونونو ټنو ته رسېږي چې يوه مهمه برخه یې شين چای جوړوي. علمي څېړنو ښودلې ده چې شين چای ځینې داسې فعاله مرکبات لري چې:
-
د سرطان ضد اغېز لري؛
-
په بدن کې د سرطاني کيمياوي موادو مخه نيسي؛
-
په ځانګړې توګه د هاضمې سيستم د سرطانونو په مخنيوي کې اغېزناک رول لري.
په جاپان کې د خوړو ترڅنګ د شين چای څښل يو عام عادت دی او همدا چاره د هغو عواملو له ډلې ګڼل کېږي چې په دې هېواد کې د ځينو سرطانونو د پېښو کچه د نړيوال اوسط په پرتله ټيټه ساتي.
مرکبات او د ژمي په موسم کې یې د پیدایښت حکمت
مرکباتي مېوې، په ځانګړي ډول مالټه او لیمو، په حیرانوونکي ډول د ژمي د موسم له اړتیاوو سره سمون لري. دا مېوې د ويټامين C غني سرچینې دي چې د انسان د بدن لپاره ډېرې ګټې لري، لکه:
۱. د دفاعي سیستم پیاوړتیا؛
۲. د التهاباتو مخنیوی؛
۳. د پوستکي، هډوکو او د هاضمې سیستم د روغتیا ساتنه؛
۴. له ګڼو زهري موادو سره مبارزه.
یوازې یوه مالټه کولای شي د بدن د ويټامين C ورځنۍ اړتیا پوره کړي. لیمو هم د خپلې قوي بکتریایي ضد ځانګړنې له امله د اوبو په پاکوالي او د ځینو ساري ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن رول لري.
کېله؛ د انرژۍ او معدني موادو بډایه سرچینه
کېله له هغو مېوو څخه ده چې لوړ غذایي ارزښت لري. دا مېوه له انرژۍ، ویټامینونو او مهمو معدني موادو لکه پوتاشیم، کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او فلور څخه ډکه ده. د کېلې متوازن استعمال، په ځانګړي ډول د ماشومانو او فعاله کسانو لپاره د انرژۍ په برابرولو او د بدن په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
الله تعالی د جنتيانو د مېوو په بیان کې فرمایي: «وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ»[۱] ژباړه: او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی.
بقدونس/مقدونس (ګشنیز)؛ کوچنی بوټی؛ لویې ګټې
هر څومره چې د الهي نښو په اړه د انسان پوهه زیاتېږي، هماغومره یې د الله تعالی په اړه هم پوهه لوړېږي؛ ځکه کله ناکله ځینې داسې شیان وجود لري چې د انسان ذهن یې تصور نه شي کولای. د ګشنیز بوټی هم د نادرو عناصرو لروونکی دی چې په خپل ترکیب کې د اړتیا وړغوړي لري. دوه کاشوغې ټوټه شوي ګشنیز کولای شي د بدن یو پر درېیمه برخه د ویټامین A، دوه پر درېیمه برخه د ویټامین C او یو پر اتمه برخه د اوسپنې ورځنۍ اړتیا پوره کړي.
په ګشنیزو کې د آرسنیک، بور، مس او تیتانیوم په نوم نادر مواد موجود دي. له همدې امله ځینو طبيبانو ویلي دي: هر څه په اعتدال سره وکاروئ، ځکه په هره ماده کې داسې ترکیبات شتون لري چې د بدن د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.
سرکه؛ ساده خو له روغتیايي ګټو ډک خواړه
په نبوي احادیثو کې له سرکې د «غوره طعام» په توګه یادونه شوې ده.
له جابر رضیاللهعنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له خپلې کورنۍ خواړه وغوښتل، هغوی وویل: له سرکې پرته بل څه نه لرو. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سرکه را وغوښته، خوراک یې پیل کړ او وروسته یې فرمایل: «نِعْمَ الإدامُ الخَلُّ»[۲] ژباړه: (سرکه ښه خواړه دي!)
علمي څېړنو ښودلې ده چې سرکه:
۱. د باکتریاوو ضد ځانګړتیا لري؛
۲. د خوړو په هضم کې مرسته کوي؛
۳. غوړ کموي؛
۴. او د هاضمې سیستم په روغتیا کې مرسته کوي.
سرکه، په ځانګړي ډول د مڼې سرکه، د دیني لارښوونو او علمي موندنو ترمنځ د اړیکې یوه روښانه بېلګه بلل کېږي.
مسواک (سواک) او د خولې روغتیا
علمي څېړنو ښودلې ده چې د مسواک لرګی (سواک)، په ځانګړي ډول د اراک د ونې مسواک، داسې قوي باکتریایي ضد مرکبات لري چې اغېز یې د ځینو انټيبیوتیکونو سره د پرتلنې وړ دی. د دې وسیلې سمه او معتدله کارونه د خولې، غاښونو او آن د هاضمې سیستم په روغتیا کې مهم رول لري.
پایله
د انسان روغتیا الهي امانت او ټولنیزه پانګه ده. سالمه تغذیه، رواني ارامي او د ژوند په چارو کې د اعتدال اصولو ته ژمنتیا د ناروغیو په مخنیوي کې بنسټیز ارزښت لري. ډېری هغه ساده خوراکي مواد چې موږ ورته لاسرسی لرو، په حقیقت کې طبیعي درمل دي چې که په سمه توګه وکارول شي، د بدن او ذهن روغتیا تضمینولای شي.
ویل کېږي چې: تر ټولو غوره درمل هغه دي چې خواړه واوسي، او تر ټولو غوره خواړه هغه دي چې درمل واوسي.[۳]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الواقعة: ۲۹.
[2]. سنن أبي داود، كتاب الأطعمة، باب في الخل، رقم الحدیث: ۳۸۲۰، ج ۳، ص ۴۲۴ ط مع عون المعبود.
[3]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج ۲، ص ۱۵۹-۱۵۱.


