لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۷)
پنځلسم درس: لمونځ، د پېغمبرانو او صالحانو د پاملرنې محور
یو ځل بیا د حضرت ابراهیم علیهالسلام دعا ته ورګرځو، ابراهیم علیهالسلام الله تعالی ته دعا کوي چې: «ای زما ربه! ما مې خپل ځینې اولادونه ستا د مبارک کور ترڅنګ په یوه شاړه دره کې مېشت کړل.» حضرت ابراهیم علیهالسلام یو څو اولادونه د بیتالحرام ترڅنګ په یوه وچه او شاړه دره کې مېشت کړل. ابراهیم علیهالسلام وروسته په دې شاړه دره کې د خپلو اولادونو د مېشت کولو موخه داسې بیانوي: «ای زما ربه! تر څو لمونځ قائم کړي.» یانې ابراهیم علیهالسلام د دې لپاره په دې په دې شاړه دره کې خپل اولادونه مېشت کړل، کړاوونه او محرومیتونه یې وزغمل تر څو اولادونه یې لمونځ قائم کړي.
بیا وایي: «نو له هغوی سره د خلکو محبت پیدا کړه (د هغوی پر لور د خلکو زړونه مایل کړه).» په دې عبارت کې د حضرت ابراهیم علیهالسلام د بیان لطافت او معنوي ښکلا تر سترګو کېږي؛ زړونه د هغو وزر لرونکو مرغانو په توګه پکې انځور شوې دي چې د شاړې درې د اوسېدونکو د کورنو پر لور الوت کوي. داسې نرم او لطیف تعبیر چې دښتې د زړونو په لطافت سره تر او تازه کوي.
«او له مېوو څخه روزي ورکړه.» یعنې د هماغو زړونو په وسیله چې له هرې خوا د هغوی په لور الوت کوي… ولې؟ یوازې د دې لپاره چې وخوري او ګټه ترې پورته کړي؟ هو، خو د هغې موخې د لاسته راوړلو لپاره چې حضرت ابراهیم علیهالسلام یې هیله درلوده: «ښایي چې شکرګزاره شي.»
په دې توګه د بیتالحرام ترڅنګ د خپلو اولادونو له استوګن کولو څخه په ډاګه کېږي، چې د ابراهیم علیهالسلام اصلي موخه په خالص او بشپړ ډول د الله تعالی لپاره د لمانځه قائمول دي. همدارنګه دا هم ترې په ډاګه کېږي چې د زړونو د مایلېدو او د روزۍ غوښتنه د دې لپاره وه چې انسانان د نعمت ورکوونکي او سخي الله تعالی شکر ادا کړي.
د ابراهیم علیهالسلام د دعا په رڼا کې د قریشو چلند چې د بیتالحرام په ګاونډ کې پرته وو، په بشپړه توګه څرګندیږي. هغوی نه د الله تعالی لپاره لمونځ قائمولو او نه یې د دعا له قبلېدو، د زړونو له مایلېدو او د مېوو له ترلاسه کولو وروسته شکر ادا کاوه.
حضرت ابراهیم علیهالسلام خپله دعا د نیتونو، دعاوو او شکرونو په اړه د الله تعالی د بشپړې پوهې په بیانولو سره پای ته رسوي؛ ځکه اصلي موخه تظاهر، تشې دعاګانې، چکچکې او نارې وهل نه، بلکې د زړه له کومي هغه الله ته متوجه کېدل دي چې پټ او ښکاره ټول ور مالوم دي، په ځمکه او اسمان کې هېڅ شی ترې پټ نه دی.
«اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې پر هغه څه چې مونږ يې پټوو او پر هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او له الله څخه هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې.»[۱]
شپاړسم درس: له اولادونو سره په مهمو چارو کې مشوره کول
کله چې حضرت ابراهیم علیهالسلام ته په خوب کې امر وشو چې خپل زوی حضرت اسماعیل علیهالسلام قرباني کړي، د قربانۍ په اړه د پلار او زوی ترمنځ له خبرو اترو ځینې مهم درسونه په لاس راځي چې لاندې یې ذکر کوو.
د اولاد حالت ته پام له هغه سره مشوره کول
کله چې حضرت ابراهیم علیهالسلام خپله خبره په «ای زما زویه!» سره پیلوي، دا د هغه د مهربانۍ، شفقت، زړهسواندۍ او د خپل زوی پر وړاندې د ژورې پاملرنې څرګندونه کوي. همدارنګه، کله چې پوښتنه ترې کوي: «نو ته وګوره، څه فکر کوې؟»، نو هدف یې دا دی چې له هغه سره مشوره وکړي، تر څو:
– زوی ته د انتخاب حق ورکړي او زوی یې احساس کړي چې په دې لویه موضوع کې د منلو او نه منلو اختیار لري.
– د زوی د اطاعت کچه امتحان کړي؛ تر څو څرګنده شي چې دا زوی تر کومه حده چمتو دی، چې د الله تعالی د رضا لپاره له خپل ځان څخه تېر شي.
– زوی ته فرصت ورکړي چې په خپله خوښه د الهي امر پر وړاندې تسلیم شي؛ نه دا چې یوازې د مجبوریت له مخې غاړه ورته کېږدي.
حضرت اسماعیل علیهالسلام په همدې لنډ، خو له معناوو ډک ځواب سره د پلار ټول اهداف پوره کړل: «ای زما پلاره! د کوم څه امر چې درته شوی، پر ځای یې کړه.»
له زوی سره مشوره؛ یو تربیوي میتود
د خپل زوی پر وړاندې د حضرت ابراهیم علیهالسلام دا ډول چلند د سالمې او اغېزناکې روزنې له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي. پلار په دې کار سره خپل زوی ته پر ځان باور وربخښي او داسې شخصیت ورکوي چې د سمو او مناسبو پرېکړو کولو توان ولري. د زوی پر وړاندې د پلار دا ډول تواضع د مینې او درناوي فضا لا پیاوړې کوي او اړیکو ته استحکام وربښي.
اوولسم درس: ریښتینی ایمان د الهي قضا او قدر پر وړاندې رضا او فداکاري غواړي
د حضرت اسماعیل علیه االسلام د قرباني کولو په اړه د ده او پلار ترمنځ له خبرو اترو بل درس دا اخیستلی شو چې ایمان یوازې شعار نه بلکې عملي فداکاري ده.
کله چې حضرت ابراهیم علیهالسلام خپل زوی ته وویل: «یَا بُنَیَّ إِنِّی أَرَى فِی الْمَنَامِ أَنِّی أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى.»[۲] ژباړه: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟
او حضرت اسماعیل علیهالسلام یې په ځواب کې وویل: «قَالَ یا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ.»[۳] ژباړه: «پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.»
د حضرت ابراهیم علیهالسلام او حضرت اسماعیل علیهالسلام ترمنځ مکالمه د ایمان حقیقت څرګندوي. ایمان یوازې د ژبې پر سر شعار او ادعا نه ده، بلکې په پشپړه توګه د الله تعالی د ارادې پر وړاندې تسلیمېدل او د الله تعالی په لار کې د هر ارزښتناک او قیمتي شي قرباني کول دي.
د ایمان له مخې حضرت ابراهیم علیهالسلام د خپل یوازیني زوي په قربانولو او حضرت اسماعیل علیهالسلام د خپل ژوند په نذر کولو سره د هغه الله تعالی په لار کې لویه قرباني ورکړه چې د هغه په لاره کې هر څه اسانه کېږي.
د الله تعالی د رضا او له دنیا سره د محبت ترمنځ توپیر
موږ په دې زمانه کې چې هر څه د دنیا د فاني خوندونو په خاطر بېارزښته شوي او خلک د همدې فناکېدونکې دنیا په خاطر له خپل دین څخه لېرې شوي او بندګان یې ګرځېدلي دي، دې درس ته څومره اړتیا لرو. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «تَعِسَ عَبْدُ الدِّینَارِ وَعَبْدُ الدِّرْهَمِ وَعَبْدُ الْخَمِیصَةِ، تَعِسَ وَانْتَکَسَ وَإِذَا شِیکَ فَلَا انْتَقَشَ.»[۴] ژباړه: د دینار بنده، د درهم بنده او د ښایسته جامو بنده بدبخته دی او بدبخته دې وي، او که په پښه کې یې اغزی لاړ شي، نو هېڅکله دې نه ترې رغېږي.
موږ هغو کسانو ته څومره اړتیا لرو چې د الله تعالی د اطاعت او د هغه د رضا د ترلاسه کولو په لار کې یې خپل ځانونه قربان کړي، لکه څنګه چې حضرت اسماعیل علیهالسلام له کوم شک او پوښتنې پرته خپل پلار ته وویل: «یَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ.»
نوموړي له هر ډول وېرې پرته او په پوره ډاډ سره د الهي رضایت، اجر او ثواب د ترلاسه کولو په موخه دې امر ته غاړه کېښوده.
پر الهي قضا او قدر رضایت؛ د آرامتیا راز
موږ هغو انسانانو ته څومره اړتیا لرو چې د الله تعالی په قضا او قدر راضي وي؛ ځکه دا رضا هغوی له غم، اندېښنې، خپګان او پر الله تعالی له بدګمانۍ څخه ژغوري. شیطان ډېر کله د غضب او شهوت په حالت کې پر انسان برلاسی کېږي، خو کله یې چې په زړه کې د رضایت احساس ځای ونیسي، نو نفساني غوښتنې ترې وځي؛ ځکه رضا او نفساني غوښتنې هېڅکله په یوه زړه کې نه سره یوځای کېږي.
د الله تعالی رضا؛ تر ټولو لوی اجر
هغه څوک چې له قضا او قدر څخه راضي وي، نو د الله تعالی رضا ترلاسه کوي. د الله تعالی رضا له جنت او د جنت له ټولو نعمتونو څخه لوړه ده؛ ځکه رضا د الله تعالی صفت دی، حال دا چې جنت د هغه مخلوق دی. الله تعالی فرمایي: «وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ.»[۵]
ژباړه: الله تعالی د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده.
اتلسم درس: د الله تعالی پر وړاندې د ادب رعایت او هر څه د الله تعالی ارادې ته سپارل
خپل پلار ته د حضرت اسماعیل علیهالسلام په دې وینا کې چې: «که الله وغواړي، ته به ما له صابرانو څخه ومومې»، څو مهم ټکي نغښتي دي:
لومړی: کومه خبره چې حضرت اسماعیل علیهالسلام وکړه د خپل رب پر وړاندې د ادب لوړ مقام څرګندوي. خپل صبر یې د الله تعالی ارادې ته وسپاره او په دې کار سره یې څرګنده کړه چې دی کمزوری دی او د دې لویې قربانۍ د زغملو لپاره د الله تعالی مرستې ته اړتیا لري.
دوهم: دا جمله دې حقیقت ته اشاره کوي چې د الله تعالی له توفیق پرته له ګناه څخه د ځان ساتنې او د الله تعالی له مرستې او اسانتیا پرته د اطاعت لپاره بل هېڅ ځواک شتون نه لري. دا هماغه مطلوب همت دی چې د الله تعالی له ذات سره تړلی دی. که چېرې همت د الله تعالی پر وړاندې له رښتینې، خالصې او سپېڅلې ارادې سره وتړل شي، نو په یوه داسې لوړ همت بدلېږي چې انسان ژر خپل هدف ته رسوي.[۶]
درېیم: له دې امله چې حضرت اسماعیل علیهالسلام په خپله وینا کې «انشاءالله» وویل، نو الله تعالی د صبر په لوړو درجو کې حساب کړ. ابن قیم رحمهالله وایي چې صبر درې درجې لري:
– د الله تعالی لپاره صبر: د الله تعالی لپاره صبر د صبر تر ټولو لوړه درجه ده، چې د الهي اجر له امید او د الهي عذاب له وېرې څخه راولاړېږي. دا ډول صبر د الله تعالی له الوهیت سره تړاو لري او د نورو درجو په پرتله بشپړ او برتر دی.
– د الله تعالی په مرسته صبر: دا صبر د ربوبیت له صفت سره تړاو لري او مانا یې دا ده چې انسان د صبر په برخه کې له الله تعالی مرسته وغواړي. دا مرتبه د مؤمن او کافر ترمنځ شریکه ده.
– د الله تعالی پر احکامو صبر: دا ډول صبر د الهي قضا او قدر پر وړاندې صبر کول دي. خو «د الله تعالی لپاره صبر» تر دې هم لوړ دی؛ ځکه پر احکامو صبر ډېری وخت د اړتیا له مخې وي، خو د الله تعالی لپاره صبر د اختیار، ایثار او مینې پر بنسټ وي.
له همدې امله د خپل قوم د اذیتونو پر وړاندې د نوح، ابراهیم، موسی او عیسی علیهمالسلام په څېر پېغمبرانو صبر، د ناروغۍ پر مهال د حضرت ایوب علیهالسلام له صبر څخه لوړ او بشپړ و؛ ځکه د هغوی صبر د انتخاب او د خپل قوم پر وړاندې د درېدو له مخې و.
همدارنګه، د الهي امر د پلي کولو پر مهال د حضرت اسماعیل او د هغه د پلار حضرت ابراهیم علیهماالسلام صبر، د حضرت یعقوب علیهالسلام له صبر څخه، چې د حضرت یوسف علیهالسلام په فراق کې یې کړی و لوړ او بشپړ و.
له همدې کبله، «د الله تعالی لپاره صبر» د صبر تر ټولو لوړ مقام دی، هغه مقام چې حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهماالسلام ته ورپه برخه شو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. ابراهیم: ۳۸.
[2]. الصافات: ۱۰۲.
[3]. الصافات: ۱۰۲.
[4]. أخرجه ابن ماجه في کتاب الزهد، الحديث (٤١٣٦)، امام بخاری با لفظی مختصر در کتاب الجهاد والسير آورده است، الحديث (٢٨٨٦).
[5]. التوبه: ۷۲.


