Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)
اسلام یکشنبه _19 _اپریل _2026AH 19-4-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)
د قرآن کریم، سنت او طب علم په رڼا کې د خوراکي بوټو ارزونه
۱. یقطین (کدو): نبوي خواړه او طبیعي درمان
یقطین یا کدو د هغو بوټو له ډلې څخه دی چې په قرآن کریم کې په څرګند ډول یادونه ترې شوې ده. الله تعالی د حضرت یونس علیه‌السلام د کیسې په ترڅ کې فرمایي: «وَأَنبَتنَا عَلَیهِ شَجَرَةً مِّن یقطِینٍ.»[۱] ژباړه: « او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه.»
مفسرینو ویلې دي چې له پورته آیت څخه موخه دا ده چې پر حضرت یونس علیه‌السلام د کدو بوټی هغه وخت راشین شو کله چې د ماهي له نس څخه راووت؛ ځکه کادو داسې بوټی و چې هم یې سیوری درلود، هم خواړه و او هم یې د درملنې ځانګړتیاوې درلودې.
په نبوي سنت کې هم له کدو سره د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ځانګړې مینه په ښکاره ډول را نقل شوې ده. انس بن مالک رضي‌الله‌عنه وایي: «یو خیاط رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ډوډۍ ته دعوت کړ. انس رضي‌الله‌عنه وایي: زه هم له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره یوځای هلته لاړم. خیاط رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته ډوډۍ او داسې شوروا راوړه چې له کدو او غوښې څخه تیاره شوې وه. ما ولیدل چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په کاسه کې کدو لټوي (او کدو یې خوښېږي).«فلم أزل أحب الدباء من یومئذ»[۲]، نو زما هم له هماغې ورځې له کدو سره علاقه پیدا شوه.»
ویل کېږي چې انس بن مالک رضي‌الله‌عنه به د کدو د خوړلو پر مهال ویل: «یا لک شجرة ما أحبک إلا لحب رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم إیاک.»[۳] ژباړه: «اې بوټیه! زه تا یواځې د دې لپاره خوښوم چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به خوښیدې.»
امام ابن کثیر رحمه‌الله د دې آیت په تفسیر کې د کدو ګڼې فایدې یادوي او لیکي: «وذكر بعضهم فی القرع فوائد منها سرعة نباته وتظلیل ورقه لكبره ونعومته وأنه لا یقربها الذباب وجودة تغذیة ثمره، وأنه یؤكل نیئا ‌ومطبوخا ‌بلبه وقشره أیضا وقد ثبت أن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم كان یحب الدباء ویتتبعه من نواحی الصحفة.»[۴]  ژباړه: ځینو علماوو د کدو (قرع/ دباء) ګټې داسې بیان کړې دي: چټکه وده کوي، د لویو او نرمو پاڼو له امله ښه سیوری برابروي، مچان نه ور نږدې کېږي، او مېوه یې د تغذیې له پلوه ډېره ګټوره ده. کدو هم خام او هم پوخ خوړل کېږي، هم یې دننه برخه او هم یې پوستکی د خوړلو وړ دی. دا هم ثابته ده چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم کدو خوښېده او د خوراک په کاسه کې به یې لټاوه او خواړه به یې.
 ابن قیم جوزیه رحمه‌الله په «زاد المعاد» کې لیکي چې کدو یخ او لوند طبیعت لري: «یقطین (کدو): د دودیز طب له نظره یخ او لوند مزاج لري، غذایي ارزښت یې لږ خو لطیف دی. هضم یې چټک دی، او که له هضم مخکې خراب نه شي، نو په بدن کې ښه او مطلوب اخلاط رامنځته کوي. دا بوټی لطیفه او اوبیزه ماده لري، رطوبتي او بلغمي غذا برابروي؛ په همدې اساس د ګرمو مزاج لرونکو کسانو لپاره ګټور دی، خو د سړو مزاج لرونکو او هغو کسانو لپاره چې بلغم پرې غالب وي، چندان مناسب نه دی.»
د کدو اوبه تنده له منځه وړي، او که وڅښل شي یا سر پرې ومینځل شي، نو د تودوخې له امله رامنځته شوي د سر دردونه کموي. کدو هر ډول چې وکارول شي، د نس نرمونکی دی او د ګرمو مزاج لرونکو کسانو لپاره له چټکو اغېز لرونکو درملو څخه شمېرل کېږي.
د کدو روغتیايي ګټې په لاندې ډول دي:
۱. که چېرې کدو په خمیره کې ونغاړل شي او په تنور کې پوخ کړل شي، بیا یې اوبه راواخیستل شي او له نرمو مشروباتو سره یو ځای وڅښل شي، نو د شدیدې تبې په حالت تودوخه راکموي، تنده له منځه وړي او مناسبه تغذیه برابروي.
۲. که اوبه یې له ترنجبین او د میوې له مربا سره وڅښل شي، نو صفرا په خالص ډول دفع کوي.
۳. که کدو پوخ شي او اوبه یې له کم مقدار شاتو او کم مقدار نطرون سره یو ځای وڅښل شي، نو بلغم او صفرا دواړه په یو وخت دفع کوي.
۴. که کدو وټکول شي او د ضماد په توګه د سر پر نرمه برخه (یافوخ) کېښودل شي، نو د دماغو ګرم پړسوب ته ګټه رسوي.
۵. که د کدو د ښاخونو شیره را واخیستل شي او د ګلاب له تېلو سره ګډه کړل شي او څو څاڅکي یې غوږ ته واچول شي، نو د غوږ د ګرمو پړسوبونو درملنه کوي. همدارنګه د کدو ښاخونه د سترګو د ګرمو پړسوبونو او د نقرس (د بندونو پړسوب) لپاره هم ګټور تمامېږي.
کدو د ګرم مزاج او تبه‌لرونکو کسانو لپاره ډېر ګټور دی؛ خو که په معده کې له فاسد اخلاط سره مخ شي، نو ښايي هماغه حالت غوره کړي، فاسد شي او په بدن کې ناوړه خلط را پیدا کړي. د دې زیان د مخنیوي په برخه کې سپارښتنه شوې چې له سرکې یا ترشې چکنۍ سره یوځای وخوړل شي.[۵]
«وبالجملة فهو من ألطف الأغذیة، وأسرعها انفعالا ویذكر عن أنس رضی‌الله‌عنه أن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم كان یكثر من أكله.» ژباړه: «په ټوله کې کدو له تر ټولو نرمو او چټک اغېز لرونکو خوړو څخه دي. همدارنګه له انس رضي‌الله‌عنه څخه روایت شوی چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به کدو ډېر خواړه.»[۶]
نوې طب هم دغه موندنې تائیدوي. کدو له طبیعي قندو، د A او B وېټامینونو، اوسپنې، کلسیم، فعالو مرکباتو لکه «ککوربیتاسین» او امینو اسیدونو لکه «لوسین» څخه بډای دی. یاد بوټی اراموونکی، هاضم، لندونکی، ملین او د التهاب ضد ځانګړتیاوې لري، او د هاضمې، ادراري، قلبي ناروغیو، شکر، بې‌خوبۍ، قبض، بواسیرو او عمومي کمزورۍ په درملنه کې ګټور بلل شوی دی.
په طب کې یوه بنسټیزه قاعده وایي: «غوره درمل هغه دي چې د غواړو په بڼه واوسي او غوره خواړه هغه دي چې درمل واوسي.» او کدو د دې اصل یوه روښانه بېلګه ده.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینېې:

[1]. الصافات: ۱۴۶.

[2]. صحيح البخاري، كتاب البيوع، باب: ذكر الخياط، رقم الحدیث: ۱۹۸۶، ج ۲، ص ۷۳۷.

[3]. سنن الترمذي، أبواب الأطعمة عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم، ‌‌باب ما جاء في أكل الدباء، رقم الحدیث: ۱۸۴۹، ج ۴، ص ۲۸۴.

.[4] تفسير ابن كثير – ط العلمية: ۷/۳۶.

[5]  مُري: د نان‌خورش یا قاتق یو ډول دی چې د پخوانیو طبیبانو په نظر له لرغونو درملو څخه شمېرل کېږي.

[6]. زاد المعاد» ت الرسالة الثاني: ۴/۳۷۱.

اسلام، قرآن اعجاز قرآن معجزه
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۷)

چهارشنبه _8 _اپریل _2026AH 8-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)

یکشنبه _19 _اپریل _2026AH 19-4-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰) د قرآن کریم، سنت او طب…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD12 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹) د زیتون تېل: مبارک خواړه او…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD14 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰) د نوي الحاد…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کاپېټالیزم (۱۵ او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _15 _اپریل _2026AH 15-4-2026AD14 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل‌زهي کاپېټالیزم  (۱۵ او وروستۍ برخه) د هغو هېوادونو بېلګې چې کاپېټالیستي اقتصاد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)

یکشنبه _19 _اپریل _2026AH 19-4-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.