لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۵)
لسم درس: د کورنۍ د دنيوي چارو پر ځای ديني مسایلو ته لومړيتوب ورکول
الله تعالی په قرآن کریم کې حضرت اسماعیل علیهالسلام ستایي، ځکه چې خپله کورنۍ به یې د لمانځه او زکات ادا کولو ته رابلله. له دې ستاینې څخه په ډاګه کېږي چې اسماعیل علیهالسلام د خپلې کورنۍ د دنيوي چارو په پرتله د ديني چارو سمون ته ډېر پام کاوه. دا ډول چلند لکه څنګه چې امام فخر رازي هم اشاره ورته کړې، د ډېرو خلکو له عام چلند سره توپير لري.
له همدې امله د دين مبلغینو او روزونکو ته په کار ده چې مسلمانان د خپلو کورنیو پر وړاندې له خپل مهم مسئولیت څخه خبر کړي، خپلې کورنۍ د الله تعالی اطاعت ته وهڅوي او د شرعي احکامو پابندي ورباندې لازمه کړي، تر څو خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له هغه اور څخه وژغوري چې قرآن کریم اشاره ورته کړې ده: «یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَاَهْلِیْكُمْ نَارًا وَّقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَیْهَا مَلٰٓىِٕكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا یَعْصُوْنَ اللّٰهَ مَاۤ اَمَرَهُمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ.»[۱] ژباړه: «اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل ځانونه او خېلخانې مو له هغه اور څخه وژغورئ چې خس خاشاك يې انسانان او ډبرې دي، چې پر هغه به غوسه ناك، سخت زړې پرېښتې ولاړې وي، كوم چې د الله له حكمه سرغړونه نه كوي او چې څه امر ورته كيږي هغه پر ځاى كوي.»
د اولاد روزنه: د عباداتو له عملي زدهکړې، د عقایدو تر عواملو
د روزنې او تربیت یوه بنسټیزه اړتیا دا ده چې ماشومانو ته له وړوکوالي څخه د عباداتو عملي زدهکړه ورکړل شي. لکه څنګه چې په نبوي حدیث کې راغلي دي[۲]، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم امر کړی چې ماشومان دې له اووه کلنۍ څخه لمانځه ته وهڅول شي او که په لس کلنۍ کې لمونځ پرېږدي، نو تأدیب دې شي.[۳] دا لارښوونه د دې خبرې څرګندونه کوي چې والدین باید د خپلو اولادونو د ديني احکامو زدهکړې ته له کوچنیوالي جدي پاملرنه وکړي.
سربېره پر دې، د والدینو بله مهمه دنده دا هم ده چې خپل اولادونه د سمې عقیدې پر بنسټ وروزي. دا مهم اصل خپلو اولادونو ته د حضرت ابراهیم علیهالسلام او حضرت یعقوب علیهالسلام په وصیت کې په ښه ډول څرګند شوی دی، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي دي: «وَوَصّٰی بِهَاۤ اِبْرٰهٖمُ بَنِیْهِ وَیَعْقُوْبُ ؕ— یٰبَنِیَّ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰی لَكُمُ الدِّیْنَ فَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ.»[۴] ژباړه: «پر همدې مسلك د تللو وصیت (سپارښتنه) ابراهيم علیه السلام خپلو زامنو ته كړې وه او یعقوب علیه السلام (هم)، چې اې زما زامنو! بېشکه چې الله غوره کړی دی تاسې ته دین (د اسلام) نو مه مرئ تاسې مګر په هغه حال کې چې تاسي مسلمانان یاست.»
هغه والدین چې خپل اولادونه د سمې عقیدې او نیکو اخلاقو پر بنسټ روزي، په حقیقت کې داسې صالح او مصلح نسلونه ټولنې ته وړاندې کوي چې د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي او په ټولنه کې فضیلت خپروي. د خیر دا لړۍ به تر قیامت پورې دوام مومي؛ ځکه چې همدا اولادونه به خپل راتلونکي نسلونه هم د همدغو ارزښتونو پر اساس روزي. له همدې امله، د دغو اولادونو نېک عملونه د والدینو د عمل دوام ګڼل کېږي، اجر او ثواب یې حتی د هغوی له وفات وروسته هم په پرلهپسې ډول هغوی ته رسېږي.
په دې ځای کې اړینه بولو چې هغه څه هم را نقل کړو چې امام فخر رازي رحمهالله د حضرت ابراهیم علیهالسلام له وصیت څخه استنباط کړي دي. هغه وایي:
د حضرت ابراهیم علیهالسلام وصیت ځینې داسې ژورې نکتې لري چې انسان د دین منلو ته هڅوي:
– د وصیت اهمیت: الله تعالی ونه فرمایل چې ابراهیم امر وکړ، بلکې ویې فرمایل: وصیت یې وکړ. د «وصیت» په کلمه کې تر «امر» ډېر ټینګار موجود دی؛ ځکه وصیت عموماً له مرګ څخه د وېرې پر مهال کېږي، په همدې وخت کې انسان د خپل دین په اړه ډېر احتیاط او پوره پام کوي. نو کله چې څرګنده شي چې هغه په دې حساس وخت کې دې چارې ته ځانګړې پاملرنه کړې او ټینګ پرې ولاړ و، نو په مقابل لوري ډېر اغېز کوي او منلو ته یې غاړه ږدي.
– اولادونو ته د وصیت ځانکړې کول: ابراهیم علیهالسلام خپل وصیت یوازې خپلو زامنو ته ځانګړی کړ؛ ځکه د نورو په پرتله له خپلو اولادونو سره د انسان زړهسواندي او مینه زیاته وي. د ژوند په وروستیو شېبو کې خپلو زامنو ته د وصیت ځانګړي کول، دا ښيي چې د ابراهیم علیهالسلام لپاره د دې موضوع اهمیت خورا زیات و.
– د وصیت عمومیت: ابراهیم علیهالسلام خپل وصیت ټولو اولادونو ته واوروه او هېڅ یو یې ترې مستثنا نه کړ؛ چې دا هم د هغه د ژور اهتمام څرګندونه کوي.
– له زماني او مکاني محدودیت ورها خوا: ابراهیم علیهالسلام خپل وصیت له هر ډول ځانګړي زماني او مکاني قید پرته بیان کړ او وروسته یې په خورا ټینګار سره خپلو اولادونو ته وویل چې غیرمسلمان باید له دنیا ولاړ نهشي. دا هم د دې مسئلې پر اهمیت د زیات ټینګار څرګندونه کوي.
– په وصیت کې اخلاص: ابراهیم علیهالسلام له دې وصیت سره بل هېڅ وصیت ګډ نه کړ؛ چې دا هم د دې موضوع په اړه د ابراهیم علیهالسلام د ځانګړې اهمیت څرګندونه کوي. او دا چې ابراهیم علیهالسلام د فضیلت، ښې طریقې او بشپړ سیرت له پلوه غوره شخصیت و، نو د دوی له وصیت څخه دا پایله اخیستل کېږي چې یاده مسئله د ډېرې پاملرنې او مراعات وړ ده.[۵]
یوولسم درس: زغم
زغم د انسان له تر ټولو شریفو ځانګړنو او د مبلغینو له تر ټولو ضروري صفاتو څخه دی. الله تعالی حضرت اسماعیل علیهالسلام په ګڼو صفاتو ستایلی دی، چې تر ټولو مهم یې حلم (زغم) دی. زغم لوړ اخلاقي صفت دی؛ ځکه زغم د انسان عزت ساتي، بدن ته یې سکون وربخښي او د نورو د ستاینې وړ ګرځي.
امام غزالي رحمهالله وایي: «زغم د غوسې تر کنټرول لوړ مقام لري؛ ځکه د غوسې کنټرول دا معنا لري چې انسان ځان په زحمت سره د زغم څښتن ښکاره کوي. دا کار یوازې هغه څوک کوي چې غوسه یې راپارېدلې وي چې دا یوه سخته مجاهده غواړي. خو کله چې انسان له دې کار سره عادت شي، نو دا صفت په هغه کې ثابتېږي، داسې چې غوسه یې نه راپاروي او که راپارېږي هم نو کنټرولول یې ورته ستونزمن نه وي. دا هغه فطري زغم دی چې د عقلي کمال، عقلي واکمنۍ، د غوسې د ځواک د ماتېدو او د عقل پر وړاندې د هغې د تسلیمېدو نښه ده. دا فضیلت په لومړي سر کې د تکلفي تمرین او د غوسې د کنټرول له لارې پیلیږي، خو وروسته د تمرین په وسیله په یوه اکتسابي عادت بدلېږي.»[۶]
جاحظ وایي: «زغم د ستاینې وړ دی، خو که د مقام د ټیټوالي یا د سیاسي فساد لامل شي، نو بیا د ستاینې وړ نه دی.»[۷]
ابن حبان رحمهالله وایي: «زغم تر ټولو ښکلی صفت دی او دا صفت له هغه چا ظاهریږي چې د انتقام توان لري. زغم د پوهې، صبر، وقار او تفکر مجموعه ده او څوک چې په دې صفت متصف وي، د لوړ مقام، لویې درجې، ستایل شوي اجر او غوره عمل څښتن وي. د دې صفت د ارزښت له امله، الله تعالی خپله ځان په همدې صفت متصف کړی او ځان یې (حلیم) بلل دی.»[۸]
دا ډېر غوره کار دی چې انسان ځان او هغه کسان چې د روزنې مسؤلیت یې په غاړه لري د زغم پر ګاڼه سینګار کړي.
څومره غوره ده چې انسان له تاوتریخوالي او د زړه له سختوالي، چې د حلم (زغم) د نشتوالي پایله ده ځان وساتي؛ ځکه تاوتریخوالی او سختزړیتوب د خلکو کرکه او نفرت راپاروي، میراثي دښمنۍ زېږوي او له خلکو د خیر د منلو روحیه اخلي. دا حالت مبلغین له خلکو جلا کوي، د دعوت بهیر ځنډوي او د خلکو پر زړونو ناهیلي او مایوسي خپروي.
الله تعالی فرمایي: «فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِیظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِی الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ یحِبُّ الْمُتَوَكِّلِینَ»[۹]
ژباړه: « نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي.»
همدې آیت کریمه ته په کتو، اړتیا ده چې په خلکو کې د زغم صفت خپور کړو او نوی نسل پرې وروزو، ځکه په دې کار سره به په ټولنه کې عفوه او بښنه حاکمه شي، مینه، دوستي او رحمت به پراخ شي، امنیت او سکون به ټینګ شي. الله تعالی هغه کسان بښي چې زغم لري او نورو ته عفوه کوي.
الله تعالی فرمایي: «وَلْیعْفُوا وَلْیصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن یغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِیمٌ»[۱۰]
ژباړه: «عفوه او تېرېدنه دې وكړي، آيا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وكړي او الله خو ډېر بخښونكى مهربان دى.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] التحریم: ۶.
[2]. عبدالکریم، زیدان، المستفاده من قصص القرآن للدعوه والدعاه، ج۱، ص۲۲۱.
[3]. اخرجه أبوداود فی کتاب الصلاه، شمارۀ حدیث: ۴۹۵.
[4]. البقره: ۱۳۲.
[5]. محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج۴، ص۷۳-۷۲.
[6]. محمد بن محمد، الغزالی، إحیاء علوم الدین، دمشق: دار الفکر، ج۳، ص۱۷۶.
[7]. الجاحظ، تهذیب الأخلاق، قاهره: دار الصحابه للتراث، بیتا، ص۲۳.
[8]. ابن حبان، روضة العقلاء ونزهة الفضلاء، بیروت: دار الکتب العلمیه، ۱۳۹۷ق، ص۳۰۸.
[9]. آل عمران: ۱۵۹.
[10]. النور: ۲۲.


