لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۴)
اووم درس: پر هغو کسانو شفقت او ترحم چې روزنه ورکول کېږي یا دعوت ورته کېږي
کله چې حضرت ابراهیم علیهالسلام خپل پلار د شیطان د عبادت پر ځای د مهربانه خدای تعالی عبادت ته راباله نو ورته ویې ویل: «یا أَبَتِ إِنِّی أَخَافُ أَن یمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمَن فَتَكُونَ لِلشَّیطَانِ وَلِیاً»
ژباړه: « اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې.»
د حضرت ابراهیم علیهالسلام له لوري په دې بڼه د خپل پلار مخاطب کول د ژور شفقت او د الله تعالی له عذابه څخه د وېرې څرګندونه کوي. له همدې امله خپل پلار د هغې لارې له بد انجام څخه خبروي چې ورباندې روان دی.
پورته آیت د حضرت ابراهیم علیهالسلام د غوره تربیې او لوړ ادب څرګندونه کوي. ده په مستقیم ډول خپل پلار ته ونه ویل چې «عذاب به درباندې راشي»، بلکې خپله وېره او زړهسواندي یې ورته څرګنده کړه، او په ادب سره یې د هغه زړه نرم کړ.
د دین د روزونکو او مبلغینولپاره دا ډېره مهمه ده چې د پېغمبرانو او رسولانو، په ځانګړي ډول د حضرت ابراهیم علیهالسلام او حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم په څېر په خپل دعوت کې ادب او تربیه مراعت کړي، او له دعوت شوو کسانو سره په چلند کې د نرمۍ او زغم له فضیلت څخه کار واخلي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم عایشې رضیاللهعنها ته وفرمایل: «ای عایشې! الله مهربان دی او مهرباني خوښوي، او کوم څه چې د مهربانۍ له امله ورکوي د تاوترخوالي او بل هېڅ شي له امله یې نه ورکوي.»[۲]
دا ځکه چې مهرباني زړونه سره نږدې کوي او هغه خلک چې له مهربانۍ څخه ډک چلند کوي د خلکو ترمنځ محبوبیت پیدا کوي، خو تاوتریخوالی له کرکې او دښمنۍ پرته بله هیڅ پایله نه لري. لکه څنګه چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم عایشې رضیاللهعنها ته وفرمایل: «نرمي هر شي ته ښکلا وربښي، له کوم شي څخه چې نرمي واخلې، نو بدرنګه کېږي.[۳]
له پورته خبرو څخه څرګندېږي چې حضرت ابراهیم علیهالسلام له خپل پلار (آزر) سره په خبرو کې یوازې د موضوع یوه اړخ ته پام ونه کړ، بلکې یوه بشپړه او څو اړخیزه موضوع یې په داسې ښایسته طریقه مطرح کړه، چې د هغه د علم، حلم او نېکۍ څرګندونه یې کوله. هغه د یوه روزونکي او مبلغ په توګه په خپل منهج کې تر ټولو غوره لار خپله کړه. ده له خپل تر ټولو نږدې کس (خپل پلار) څخه پیل وکړ او د یوه مینهناک لفظ («ای پلاره!») په وسیله یې دعوت ورکړ.
وروسته یې خپل پلار د بتانو له عبادت څخه راوګرځوه او د بتپرستۍ نیمګړتیاوې او عیبونه یې ورته څرګند کړل؛ مثلا ورته ویې ویل چې بتان نه کوم څه ویني او نه اوري، دوی له خپل ځان سره مرسته نشي کولای نو له نورو سره به څه مرسته وکړي؟
حضرت ابراهیم علیهالسلام خپل دعوت له هغېعقلي برهان څخه پیل کړ چې د ګوتو په شمار دوه کسان هم انکار نه ترې کوي. ابراهیم علیهالسلام د دوی د خیالي بتانو په اړه دا ټولې خبرې د دې لپاره وکړې، چې ښايي خپل پلار یې دې ته وهڅوي چې د هغه کامل خدای تعالی په اړه پوښتنه ترې وکړي چې هېڅ ډول نقص نه لري، او یا هم د خپلو معبودانو پر عاجزۍ اعتراف وکړي.
وروسته یې د خپل وړاندې کړي برهان پخلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دا خبرې یې د هغه علم پر بنسټ دي چې الله تعالی ورکړی دی. دی داسې علم لري چې نور یې نه لري، نو پر هغو کسانو چې دی یې دعوت کوي لازمه ده چې پیروي یې وکړي او سمه لار ومومي.
وروسته د خبرداري او وېرولو وار راورسېد، او د هغو کسانو بد انجام یې بیان کړ چې په خپله ګمراهۍ ټینګ پاتې کېږي. د دې لپاره چې د دعوت خبرې اغېز پرې وکړي، دعوت ته یې ژر مثبت ځواب ووایي او له نن او سبا کولو څخه لاس واخلي، له الهي عذاب او سزا څخه یې ووېرول.
په دې توګه، حضرت ابراهیم علیهالسلام د نصیحت او تبلیغ په لار کې له خپل ټول توان څخه کار واخېست.
په دې توګه د ابراهیم علیهالسلام منطقي او تدریجي دعوت د ده پر پلار اغېز وکړ. سره له دې چې ابراهیم علیهالسلام پر هغو بتانو نیوکه کوله چې د آزر لپاره له لوړ مقام څخه برخمن وو، خو د خپلو بتانو په مینه کې ډوب پلار پرته له دې چې د خبرو په اوږدو کې د خپل زوی خبرې ور پرې کړي او یا یې تر برید لاندې راولي، ابراهیم علیهالسلام ته پوره فرصت ورکړ چې خپلې ټولې خبرې بیان کړي او موضوع له بېلابېلو اړخونو وڅېړي.
حضرت ابراهیم علیهالسلام نه یوازې د بتانو نیمګړتیاوې بیان کړې، بلکې د حق بدیل یې هم وړاندې کړ، او همدارنګه یې د انسان د دښمن او رټل شوي شیطان، او د قیامت، دوزخ او ثواب په باب هم خبرې وکړې.
اتم درس: ثبات او صداقت د بریا دوه بنسټیز عوامل
ثبات او صداقت د مبلغینو د دعوت د بریا اساسي لاملونه دي. دا مفهوم د حضرت ابراهیم علیهالسلام له کیسې سره نږدې تړاو لري. ابراهیم علیهالسلام د استقامت او اخلاص بشپړ سمبول دی، چې خپل روح یې د جسمي کړاوونو او چاپېریالي فشارونو پر وړاندې خم نه کړ او په پای کې بریالی شو.
کله چې نمرود پرېکړه وکړه چې په اور کې یې وسوځوي، ابراهیم علیهالسلام کولای شول د وېرې له امله له خپلو عقایدو تېر شي؛ خو د بشپړ ایمان او پر الله تعالی د ټینګ باور له مخې یې د سوځېدو درد او کړاو د روحي سکون او الهي رضا پر وړاندې هېڅ وګاڼه. دا ثبات نه یوازې د هغه د ایمان د رښتینولۍ نښه وه، بلکې د دې لامل هم شو چې الله تعالی یې په اور کې خوندي وساتي. دا معجزه د ابراهیم علیهالسلام د هغه استحکام مستقیمه پایله وه، چې خپل جسم یې د روح غوښتنو ته وسپاره.
همدارنګه، د بتپرستانو پر وړاندې د ابراهیم علیهالسلام ټینګ دریځ راتلونکو نسلونو ته الهام ورکړ او خلک یې توحید ته راوبلل. هغه د ټولنې د فشارونو، آن د خپل پلار پر وړاندې، له دعوت څخه لاس وانخیست. همدا ثبات او استحکام په پای کې د هغه د دعوت د بریا سبب شو او ویې ښودله چې یو انسان څنګه کولای شي د ایمان او اخلاص په مټ د فاسد نظام پر وړاندې ودرېږي او د تاریخ لوری بدل کړي.
د ابراهیم علیهالسلام کیسه موږ ته دا را زده کوي چې که مبلغین او روزونکي په صداقت او استقامت سره خپل مسیر ته دوام ورکړي، نو په پای کې به بریالي شي او پیغام به یې ټولنه د جهالت او شرک له تیارو څخه خلاصه کړي.[۵]
نهم درس: د والدینو او ټولنو نېکمرغي صالح نسل پورې تړلې ده
حضرت ابراهیم علیهالسلام الله تعالی ته دعا وکړه چې داسې زوی ورکړي چې هم صالح وي او هم په خپل رسالت کې مرسته ورسره وکړي. صالح اولاد یې په دې وغوښت چې د «صلاح» صفت تر ټولو بشپړه، جامع او لوړه ځانګړنه ده او ټول خیر پکې نغښتی دی.
دغې لوړ ارزښت د نورو پېغمبرانو په دعاوو کې هم انعکاس موندلی دی. حضرت ابراهیم علیهالسلام نه یوازې د خپل اولاد لپاره، بلکې د ځان لپاره هم د «صالحینو» مقام وغوښت. لکه څنګه چې فرمایي: «رَبِّ هَبْ لِی حُكْماً وَأَلْحِقْنِی بِالصَّالِحِینَ.»
ژباړه: « زما ربه! ماته حكم (علم او نبوت) راکړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړې.»
همدارنګه، حضرت سلیمان علیهالسلام، سره له دې چې په دین او دنیا کې لوړ مقام لري، بیا هم له الله تعالی څخه غوښتنه کوي:
«وَأَدْخِلْنِی بِرَحْمَتِكَ فِی عِبَادِكَ الصَّالِحِینَ»
ژباړه: «او په خپل رحمت سره مې خپلو نېكو بندګانو كې شامل كړې!.»
د حضرت ابراهیم علیهالسلام کیسه موږ ته دا را یادوي چې کله له الله تعالی څخه د اولاد غوښتنه کوو، باید یوازې په لرلو یې بسنه ونه کړو؛ بلکې د صلاح او نېکۍ لپاره یې هم دعا وکړو، ځکه د والدینو او ټولنو نېکمرغي د یوه صالح او پرهېزګاره نسل شتون پورې تړلې ده.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
مریم: ۴۵.
د صحیح مسلم روایت، البر کتاب، د حدیث شمېره ۶۵۴۴.
هماغه، ۶۵۴۵.
عماد زهیر حافظ، القصص القرآني بین الآباء والأبناء، مخ ۸۲.
مصطفی السباعي، السيرة النبوية دروس و عبر، سوریه: چاپ او نشر: عدنان زرزور، ۱۳۹۲هـ ق، مخ ۵۷.
الشعراء: ۸۳.
النمل: ۱۹.


