لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ۳۴)
د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه
د دې لپاره چې یهودیت او صهیونیزم د فراماسونرۍ د خوځښت اصلي چوکاټ او تګلاره ټاکي؛ لازمه ده چې له یهودیت او صهیونیزم سره د فراماسونرۍ اړیکه وڅېړو. په حقیقت کې، ګڼو څېړونکو او محققینو په خپلو لیکنو او اثارو کې دې حقیقت ته اشاره کړې ده چې فراماسونري د یهودیت یو پیاوړی دی، او له همدې لارې په نړۍ کې خپلې دینې موخې عملي کوي.
د یهودو لنډه پېژندنه
په پیل کې هڅه کوو چې د یهودو تاریخ ته لنډه کتنه وکړو. البته باید ووایو چې په دې لیکنه کې د یهودو تاریخ په بشپړه توګه نه څېړل کېږي؛ ځکه د یهودو د تاریخ په اړه ګڼ تحقیقات ترسره شوې دي. موږ په دې هم بحث نه کوو چې یهودیان عبري ریښې لري او له حضرت ابراهیم علیهالسلام سره یو ځای راغلي دي، د حضرت یعقوب علیهالسلام له نسله څخه دي، او که هغه خلک دي چې حضرت موسی علیهالسلام له سمندر څخه تېر او د سینا په صحرا کې مېشت کړل؛ موږ د یهودانو په اړه د یوې انساني ټولنې په توګه چې د ځانګړي دین پر بنسټ رامنځته شوې ده بحث کاوه؛ هغه دین چې د حضرت ابراهیم، حضرت موسی، حضرت عیسی او حضرت محمد علیهمالصلاةوالسلام د نبوت له انکار وروسته یې رامنځته جوړ کړ او یو بشپړ مخالف مسیر یې غوره کړ. دغې دین په وروستیو پړاوونو کې بدلون وموند او په تدریجي ډول یې د چل، کینې او له نورو انسانانو سره د دښمنۍ بڼه خپله کړه.
که څه هم دوی د تاریخ په یوه مرحله کې دولت درلود (هغه هم د دوو سترو پېغمبرانو، حضرت داوود او حضرت سلیمان علیهماالسلام په زمانه کې)، خو د فلسطین خاورې د مالکیت دعوه یې په بشپړه توګه بېبنسټه ده، او د دوی خپل توراتي متنون هم پر دې موضوع شاهدي ورکوي.
۱. له عبریانو مخکې فلسطین
فلسطین د حضرت ابراهیم، حضرت یعقوب، حضرت داوود، حضرت سلیمان او حضرت موسی علیهمالصلاة والسلام له پیدایښت وړاندې، یوه عربي ځمکه وه او د عربي کنعان د اولادونو ملکیت و. د یهودو تورات هم دې حقیقت ته اشاره کړې او دا سیمه یې «د کنعان ځمکه» بللې ده. یوناني مورخ (هرودوت) او نورو معتبرو تاریخلیکونکو، هم له میلاد څخه د مخکې دورې تاریخلیکونکو او هم د وروسته دورې تاریخلیکونکو، دا روښانه کړې چې فلسطین یوه عربي سیمه وه چې کنعانیانو، آشوریانو او فینیقیانو د عبریانو له راتګ وړاندې آباده کړې وه.[۱]
عبریان شاوخوا ۲۳۰۰ کاله مخکې، هغه هم د کډوالو په توګه، د شکیم (نابلس) په شاوخوا کې مېشت شول. سربېره پر دې، په سینا، فلسطین، سوریه، عراق او مصر کې د لرغونپوهنې موندنې (لوحې، لیکنې او د هغه وخت تاریخي مکاتبې) ټول دا حقیقت تأییدوي.
د قدس ښار، چې په یوه دوره کې د حضرت داوود او حضرت سلیمان علیهماالسلام لاس ته ولوېد او یهودیان یې په دروغو او تحریف سره د خپلو مقدساتو په سر کې راولي، د دوی د خپلو دیني متونو له مخې هم یو عربي ښار دی. په «سفر حزقیال» کې راغلي دي: «ای د انسان زویه! اورشلیم له خپلو ناپاکیو خبر کړه او ورته ووایه: یهوه اورشلیم ته وایي: ستا ریښه او زېږېدنه د کنعان له ځمکې څخه ده؛ ستا پلار اموري او مور دې حِتّی ده.»[۲]
د حِتّی قوم او اموري قوم دواړه عرب اقوام دي او د عرب کنعانیانو له خپلوانو څخه شمېرل کېږي.
۲. د یهودي واکمنۍ لنډه دوره
حضرت داوود علیهالسلام په ۱۰۴۸ ق.م کې د جګړې او نښتو په پایله له «یبوسیانو» د قدس ښار ونیو، او همدارنګه له ده وروسته د حضرت سلیمان علیهالسلام دوره یوه لنډه دوره وه او له تاریخي پلوه یې امکان نه درلود چې دغه سیمه د هغوی هویت خپل کړي؛ ځکه چې لږ وخت وروسته بېرته سره وپاشل شول.
آن د حضرت موسی علیهالسلام له لوري د هغوی بېرته یو ځای کېدل هم په فلسطین کې د دوی د حضور د ټینګښت سبب ونه ګرځېد؛ ځکه چې الله تعالی پر هغوی بختنصر واکمن کړ، د بختنصر هدف دا و چې د فلسطین له اصلي اوسېدونکو سره مرسته وکړي. بختنصر په ۵۸۷ ق.م کې، دوی په داسې حال کې چې په بند او ذلت کې یې ژوند کاوه، بابل ته تبعید کړل؛ څو د هغوی ځواک مات کړي او ځمکه یې له شر څخه پاکه کړي. په فلسطین کې یوازې کمزوري او بېوسه کسان پاتې شول. دا برخلیک د دوی د خپلو کړنو پایله وه.[۳]
په «سفر أخبار الأیام الأول» (۳۶: ۱۴–۲۰) کې راغلي دي چې د کاهنانو، مشرانو او خلکو خیانت اوج ته ورسېد، د نورو قومونو په څېر یې ناپاک اعمال ترسره کړل، په اورشلیم کې یې د خدای مقدس کور ککړ کړ، د الله استازي یې مسخره کړل، د خدای خبرې یې سپکې وګڼلې او پېغمبران یې له پامه وغورځول؛ تر دې چې د الله غضب پرې نازل شو او نور د اصلاح لاره پاتې نه شوه.
وروسته د کلدانیانو پاچا پر هغوی یرغل وکړ، د هغوی ځوانان یې په مقدس کور کې ووژل، نه یې په سپین ږیرو رحم وکړ او نه په ځوانانو، نه یې ښځې پرېښودې او نه نارینه، ټول یې د هغه لاس ته وسپارل، مالونه او خزانې یې بابل ته یوړې، د خدای کور یې وسوځاوه، د اورشلیم دېوالونه یې ونړول او پاتې کسان یې اسیران کړل.[۴]
۳. بېرته راستنېدل او د اختلاف دوام
کله چې کوروش په ۵۲۹ ق.م کې له اسارت وروسته بېرته فلسطین ته راستانه کړل او د کلبد په جوړولو کې یې مرسته ورسره وکړه، بیا یې فساد، فحشا او تباهۍ ته مخه کړه، او کاهنان یې د دې انحرافاتو په سر کې وو؛ ځکه چې قدس د هغوی په باور رښتینی تقدس نه درلود او کلبد یوازې یو پوښ و چې پر عربي خاوره د برید په موخه کارېده. د دوی له راستنیدو وروسته بیا هم داخلي اختلافات زیات شول، له یو بل سره یې جګړې وکړې او بیا یې پر ځمکه فساد ترسره کړ.
په یوه بله مرحله کې، الله تعالی دوه رومي قومندانان، په ۶۳ ق.م کې «پومپي» او په ۵۶ ق.م کې«ګابینیوس» پرې مسلط کړل، چې پایله یې پراخې وژنې او بېځایه کېدل وو. دې حالت، یعنې تفرقه او عمومي کرکه (هغه کرکه چې د دوی د چلند، دسیسو او د نورو انسانانو پر وړاندې د کینې پایله وه) دوام وموند، تر دې چې په ۷۰ میلادي کال کې، د وسپاسیان زوی او د نرون ځایناستي (تیتوس) زرګونه کسان ووژل، د قدس او کبلد ټول آثار یې له منځه یوړل، له قدس او کبلد سره تړلي ټول شیان یې وسوځول، له یو کم شمېر کمزورو کسانو پرته چې له یهودیت څخه یې انکار کړی و نور ټول له سیمې وشړل او هلته یې د دوی حضور پای ته ورساوه. دا پېښه د هغې ډلې رښتینی پای و چې خپل لنډ حضورته یې د یوه اسماني او ابدي حق په سترګه کتل.[۵]
حضرت عیسی علیهالسلام پخوا د دوی د برخلیک په اړه داسې وړاندوینه کړې وه: «اې د اورشلیم خاورې، اې د اورشلیم خاورې! اې د پېغمبرانو وژونکې او د استازو سنګسار کوونکې؛ څو وارې مې وغوښتل چې ستا اولادونه د هغې مرغۍ په څېر چې خپل بچي تر خپلو وزرو لاندې راټولوي، راټول کړم، خو تاسو ونه غوښتل؛ اوس به مو کور وران شي او له لاسه به یې ورکړئ.»[۶]
۴. معاصر یهودیان او د نسب ادعا
ننني یهودیان ځان د حضرت ابراهیم، حضرت یعقوب، حضرت داوود او حضرت سلیمان علیهمالصلاة والسلام اولادونه او د حضرت موسی علیهالسلام پیروان بولي، خو موجود واقعیت دا ادعا برعکس ثابتوي؛ ځکه چې معاصر یهودیان هماغه تاریخي ډله نه ده او د هغوی مستقیم نسل نه ګڼل کېږي. هغوی د بېلابېلو قومونو یو ټولګه ده چې د نړۍ له مختلفو سیمو لکه روسیې، پولنډ، امریکا، فرانسې او انګلستان څخه د یهودي مشرانو دعوت پر بنسټ راغلي او ټول د یوه واحد دین تر چتر لاندې راټول شوي دي؛ داسې دین چې پر رذالت، پستۍ او نامشروع ګټو ولاړ دی او له خپلې شتمنۍ څخه د لا زیاتې واکمنۍ لپاره استفاده کوي. دوی ته دا مهمه نده چې دا کار یې د ټولې نړۍ د خلکو په ګټه تمامیږي او که زیان.
هغوی خو دې سیمې ته د کډوالو په توګه راغلې دي، او په تاریخي لحاظ یې یوازې د ډېر لنډ وخت لپاره هلته ژوند کړی؛ اوس پوښتنه داده چې د فلسطین د خاورې د حق خبره له کومه راولاړېږي؟ هغوی نن هم له بېلابېلو ژبو او نسلونو سره دې خاورې ته راځي، او یوازینی عامل چې هغوی سره تړي، د نورو پر وړاندې دښمني او د نورو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
د نړۍ ډېریو هغو دولتونو، چې د دوی له جاسوسۍ، خیانت، طمعې او رذالت څخه زیانمن شوي وو، داسې ګومان کاوه چې په فلسطین کې د هغوی راټولول به یې د دوی له شر څخه خلاص کړي؛ خو دې تګلارې لا پېچلی بحران وزېږاوه: له یوې خوا ځینې خلک بېځایه شول، ځینو مقاومت وکړ او دې کار ته یې غاړه کېنښوده، او له بلې خوا یې داسې یوه حریصه ډله راوټکوله چې نه قناعت لري او نه یې ستونزې پای ته رسیږي. همدا حالت د دې لامل شو چې ملتونه په تدریجي ډول راویښ شي او درک کړي چې د سیاسي موخو قرباني شوي دي؛ چې همدا درک د دې بهیر پر ضد مخالفت ته لار هواروي او د پای ته رسولو غوښتنه یې زیاتیږي.
په پای کې باید وویل شي چې د یهودیانو په اړه د نړۍ ګڼو سیاستوالو او مفکرینو څرګندونې او قضاوتونه کړې دي چې که اړتیا شوه، ځینې به یې را نقل کړو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. قدح، محمود عبدالرحمن، موجز تاریخ الیهود والرد علی بعض مزاعمهم الباطلة، ص: ۲۳۳، مجلة کلیة الدعوة وأصول الدین، الجامعة الإسلامیة.
[2]. سفر حزقیال نبی، ۱۰۶-۲۷، بیتا، بیجا.
[3]. موجز تاریخ الیهود والرد علی مزاعمهم الباطلة، ص: ۲۵۷.
[4]. القس، أنطونیوس فکری، سفر أخبار الأیام الأول، ص: ۳۲، ۴۱، ۴۲، بیتا، بیجا.
[5]. الدوسری، عبدالرحمان، الیهودیة والماسونیة، ص: ۱۷، دار السنة، چاپ اول، ۱۴۱۴هـ.ق.
[6]. انجیل متی، ۸۶/ ۶۷، بیتا، بیجا.
[7]. هماغه اثر، ص: ۲۰.


