لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)
د معاد په اړه بېلابېل مذهبونه
په دې برخه کې د جسمي او روحاني معاد د اثبات په اړه د اهل سنت او جماعت ځینې دلایل وړاندې کوو؛ خو مخکې له دې چې د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د اهل سنت او جماعت رایې ته ور وګرځو په پیل کې اړینه بولو چې د قرآن کریم په رڼا کې د معاد په اړه د یهودیت او مسیحیت رایې ته لنډه کتنه وکړو:
په یهودیت او مسیحیت کې د معاد اثبات
د یهودیت دین
هغه یهودي دین چې حضرت موسی علیهالسلام د الله تعالی له لوري راوړی و هم پر آخرت ایمان درلود، هم له مرګ وروسته پر بیا راژوندي کېدو او هم پر حساب او کتاب. الله تعالی په قرآن کریم کې د حضرت یوسف علیهالسلام له قوله فرمایي: «إنی ترکت ملة قوم لا یؤمنون بالله وهم بالآخره هم کافرون»[۱] ژباړه: «بېشکه ما د داسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي.»
په بل ځای کې فرمایي: «رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ»[۲]
ژباړه: «زما ربه! خامخا ماته دې واكمني راكړې او (اصلي معنا ته) د خبرو ورګرځولو پوهه راكړې ده، د آسمانونو او ځمكې پېدا کوونکیه! همدا ته مې په دنيا او اّخرت كې کار جوړوونكى يې، د مسلمانۍ حالت كې مې درواخلې او صالحانو سره مې يو ځاى كړې.»
د مسیحیت دین
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل په مسیحیت کې هم ثابت شوې دي؛ له مسیحیت څخه زموږ موخه هغه دین دی چې پر حضرت عیسی علیهالصلاة والسلام نازل شوی و. دې کې شک نشته چې له تحریف او بدلون څخه وړاندې، د مسیحیت دین هم د نورو آسماني ادیانو په څېر له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ثابتوي.
الله تعالی بل ځای د حضرت عیسی علیهالسلام له قوله فرمایي: «وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا»[۳]
ژباړه: «او په امان کې یم زه د شیطان او د هغه د ملګرو نه زما د پيدایښت په ورځ او زما د مړ کیدلو په ورځ او زما د بیرته راژوندي کیدلو په ورځ په قیامت کې، نو زه په دې دریو واړو هیبتناکو ځایونو کې شیطان نه یم ګډوډ کړی.»
څېړنې ښيي چې سره له دې چې انجیلونه تحریف شوي دي خو په همدې تحریف شوو بڼو کې هم د جسمي او روحي معاد یادونه شوې ده؛ ځکه معاد د مسیحیت دین یو اصل دی. د بېلګې په توګه، په متی انجیل، لوقا انجیل، یوحنا انجیل او مرقس انجیل کې جسمي او روحي معاد ته ګڼې اشارې شوې دي.[۴]
د یادونې وړ ټکی دا دی چې د معاد په اړه د یهودیت او مسیحیت نظر د هغوی له تحریف او بدلون څخه مخکې حالت ته ورګرځي؛ نن ورځ په یادو دینونو کې پر معاد د باور په اړه کوم څه نشته او ډېری کتابونه ذکر کوي چې اوسنی یهودیت او مسیحیت له معاد څخه انکار کوي.
د جسمي او روحاني معاد په اړه د اهل سنت او جماعت نظر
د «العقائد النسفیة» په تشریح کې له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو او معاد په اړه داسې راغلي دي: «(له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل حق دي) او له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل په دې مانا دي چې الله تعالی مړي له قبرونو راپاڅوي، د هغوی اصلي برخې بېرته سره یو ځای کوي او روح یې بیرته ورګرځوي.»[۵]
د «العقیدة الطحاویة» د کتاب شارح علامه عبدالغني غینمي حنفي رحمهالله د امام طحاوي رحمهالله د دې وینا په شرحه کې: «موږ له مرګ وروسته پر بیا راژوندي کېدو ایمان لرو.» لیکلي:
«الله تعالی ټول بنده ګان په خپله اصلي (پخوانۍ) بڼه؛ هغه بڼه چې انسان د ژوند له پیل څخه د ژوند تر پایه پورې ژوند ورسره کوي بېرته راژوندي کوي، روحونه یې بېرته ورګرځوي او د محشر په ورځ یې د قضاوت او پرېکړې لپاره وړاندې کوي.»[۶]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. د یوسف سورت، ۳۷ آیت.
[۲]. د یوسف سورت، ۱۰۱ آیت.
[۳]. د مریم سورت، ۳۳ آیت.
[۴]. عواجی، د. غالب بن علي، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۱۲۰-۱۲۱. د موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې یاد کتاب ته مراجعه وشي.
[۵]. تفتازاني، سعدالدین، شرح العقائد النسفیة، چاپ لومړی ۱۳۹۴هـ.ش، خپروونکی: شیخ الإسلام احمد جام، ص ۲۶۰.
[۶]. غینمي دمشقي حنفي، عبدالغني، شرح العقیدة الطحاویة، تحقیق: محمد مطیع الحافظ او محمد ریاض المالح، ۱۴۱۲هـ.ق/۱۹۹۲م، ص ۱۱۷.


