Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)
متفرقه شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)
د طبیعت‌پالنې مهمې ادعاوې
په تېره برخه کې مو «د نوي الحاد بنسټونه» تر سرلیک لاندې بحث ترسره کړ او ومو ویل چې طبیعت‌پالنه د نوي الحاد تر ټولو بنسټیز اصل او نړۍ‌لید دی. همدارنګه مو زده کړل چې له طبیعت‌پالنې موخه پر دې باور درلودل دي چې ټول شته شیان همدا طبیعت دی او له طبیعت پرته بل شی وجود نه لري؛ په بل عبارت، طبیعت‌پالنه په دې باور ده چې حقیقت له طبیعت او طبیعي ځواکونو پرته بل څه نه دی.
د طبیعت‌پالنې ادعاوې د ملحدینو ګډ نړۍ‌لید ګڼل کېږي. د څیړنې په دې برخه کې د طبیعت‌پالنې ځینې مهمې ادعاوې څېړل شوې دي. په ټولیز ډول لاندې پنځه ټکي د ملحدینو ترمنځ د مشترک نړۍ‌لید په توګه د طبیعت‌پالنې تر ټولو مهمې ادعاوې بللی شو:
۱. له طبیعت پرته، چې انسان او د انسان فرهنګي تولیدات هم پکې شامل دي، بل هېڅ شی وجود نه لري؛ نه خدای، نه نفس او روح او نه هم له مرګ وروسته ژوند. یعنې هستي تر مادې، انرژۍ او فزیکي قوانینو محدوده ده، د خدای، روح یا آخرت په څېر مفاهیم د انساني ذهن زېږنده بلل کېږي او عیني حقیقت نه لري.
۲. طبیعت په خپل ذات قائم دی او د خدای مخلوق نه دی؛ د دې ادعا له مخې نړۍ او د نړۍ قوانین هېڅ خالق یا بهرني علت ته اړتیا نه لري، بلکې په خپلواک او ابدي ډول شتون لري، یا دا چې د هغوی رامنځته کېدل تصادفي او د نامعلومو طبیعي بهیرونو پایله ده.
۳. که څه هم انسان په نړۍ کې هدفمند ژوند کوي خو نړۍ په حقیقت کې هېڅ هدف نه لري؛ یعنې کاینات او د هغه بهیرونه مخکې له مخکې ټاکل شوی هدف او پروګرام نه لري او د ژوند مانا یوازې د انسان د خپل انتخاب او هڅې زېږنده ده، نه کوم الهي مقصد.
۴. د دې لپاره چې خدای وجود نه لري، نو ټول علتونه په مطلق ډول طبیعي دي او یوازې د علم له لارې درک کېدای شي؛ د دې ادعا له مخې د نړۍ د هرې پدیدې د پېژندلو لپاره باید یوازې پر مادي علتونو او علمي مشاهدو تکیه وشي، ماورایي عواملو ته رجوع کول له عقلاني او تجربوي مېتود څخه انحراف ګڼل کېږي.
۵. ټولې ځانګړتیاوې طبیعي دي: د انسان د هوش او چلند په شمول د ژوندیو موجوداتو ټولې ځانګړتیاوې په پای کې د طبیعي عواملو پر بنسټ تبیین کېدای شي او نن ورځ دا کار عموماً د علمي چوکاټونو او د دارویني تکامل په رڼا کې د امکان وړ دی.[۱]
پورته ادعاوې، په ځانګړي ډول وروستي دوه موارد په ډاګه کوي چې طبیعت‌پالنه یوازې د نړۍ د جوړښت په اړه یو ساده باور نه دی، بلکې په یوه څېړنیز پروګرام او تبییني )علت موندونکې) ایدیولوژۍ بدلېږي. په دې اساس هره پدیده که څه هم ژوره او شخصي واوسي باید په پای کې د فزیک، کیمیا، بیولوژۍ او په ځانګړي ډول د تکامل د نظریې په ژبه وژباړل شي او تقلیل ورکړل شي.
همدا تقلیل‌پاله لیدلوری پخپله د هر ډول قدسي امر، خالص معنویت او عیني اخلاقي ارزښتونو د رد لامل ګرځي؛ ځکه چې قدسي امر، خالص معنویت او عیني اخلاقي ارزښتونه ټول یوازې د بقا پېچلي میکانیزمونه او د عصبي بهیرونو انعکاس بولي.
له همدې امله، طبیعت‌پالنه یوازې د نړۍ توصیف نه دی، بلکې د ځان په اړه د انسان د پوهې، په هستۍ کې د هغه د ځای، اخلاقي بنسټونو او معنا لپاره ژورې پایلې لري. طبیعت‌پالنه بېلابېل ډولونه لري، چې په عمومي ډول یې کولای شو په هستي‌پوهنیزه، مېتودولوژیکه او پوهنپوهنیزه طبیعت‌پالنه ووېشو.
هستي‌پوهنیزه طبیعت‌پالنه، چې د طبیعت‌پالنې تر ټولو قوي بڼه ده، په مستقیم ډول د وجود ماهیت ته مخه کوي او له طبیعت پرته د بل هر شي شتون ردوي.
مېتودولوژیکه طبیعت‌پالنه یو څه عمل‌محوره دریځ لري، د مېتودولوژیکې طبیعت‌پالنې وړاندیز دا دی چې د علمي پرمختګ په برخه کې پرته له دې چې د نهایي حقیقت په اړه فلسفي قضاوت وکړو باید په داسې بڼه څېړنې ترسره کړو لکه یوازې طبیعت چې شتون لري.
پوهنپوهنیزه طبیعت‌پالنه بیا پر دې باور ولاړه ده چې یوازینۍ معتبره او رښتینې پوهه هغه ده چې د طبیعي علومو د مېتودونو له لارې تر لاسه شي.
نوی الحاد تر ډېره له هستي‌پوهنیزې طبیعت‌پالنې څخه په ګټه اخېستو پر پوهنپوهنیزې نسخې ولاړ دی او پوهنپوهنیزه نسخه له هستي‌پوهنیزې طبیعت‌پالنې څخه د دینونو د مابعدالطبیعي بنسټونو پر وړاندې د وسیلې په توګه کار اخلي او د متعالي (ماورایي) چارو په اړه هر ډول بحثونه ردوي.
په همدې اساس د نوي الحاد عقلاني چلند په اصل کې له وړاندې ټاکل شوی دریځ دی، چې هر هغه څه چې د طبیعي او تجربوي علم له دایرې بهر وي—لکه دیني مفاهیم—د «عقلانیت» په نوم ردوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
  1. شهبازي او نور، 1395: 168.
  2. بیکران­بهشت او شیخ رضایي، 1398: 87-89.

الحاد ملحد ملحدین نوی الحاد د نقد په تله کې
Previous Articleد بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)

چهارشنبه _25 _مارچ _2026AH 25-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD6 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵) د طبیعت‌پالنې مهمې…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲)

پنجشنبه _2 _اپریل _2026AH 2-4-2026AD12 Views

لیکوال: مهر الله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲) مفهوم…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD13 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹) سریزه  په تېره…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲) څلورم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲)

پنجشنبه _2 _اپریل _2026AH 2-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.