Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۳۱)
فراماسونري سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۳۱)
په ماسوني تفکر کې د مقدسو شمېرو دلالتونه (دوام)
په تېره برخه کې مو په ځينو شمېرو بحث وکړ، په دې برخه کې د ځينو نورو شمېرو پټې موخې او پيغامونه څېړو او څرګندوو چې ماسونيان يادې شمېرې د کومو اهدافو لپاره کاروي.
د (۴) شمېرې دلالت
که څه هم د څلور شمېره په اکثرو تمدنونو کې د کال څلورو فصلونو، څلور خواوو، څلورو بادونو او همدارنګه د ځمکې د څلورو بنسټيزو عناصرو څرګندونه کوي، خو په بودايي دين کې «څلورو سپېڅلو حقيقتونو» ته (د کړاو پېژندنه، د کړاو د سرچينې پېژندنه، د کړاو د پای ته رسولو څرنګوالی او هغه لار چې د کړاو د له منځه تلو لامل کېږي) اشاره لري؛ په همدې ډول په مسيحيت کې ياده شمېره د صليب د څلورو څنډو، څلورو انجيلونو او څلورو بنسټيزو فضيلتونو (حکمت، زغم، عدالت او ځان ساتنې) نښه بلل کېږي.[1]
خو په ماسوني تفکر کې (۴) شمېره د لویو ماسوني فضيلتونو (اعتدال، زړورتيا، احتياط او عدالت) نښه ده.[2]
د (۵) شمېرې دلالت
پنځه شمېره په يهودي دين کې د هغو پنځو کتابونو نښه ده چې د الله تعالی له لوري پر پېغمبر (موسی علیه‌السلام) نازل شوي دي او همدارنګه هغو پنځو کتابونو (د غزلونو غزل، روت، مراثي ارميا، ټولنه او استر) ته اشاره کوي، چې د يهودي اخترونو پر مهال لوستل کېږي.
خو په ماسوني تفکر کې د (پنځه) شمېره هغې مرحلې ته اشاره کوي چې د ماسونيت غړيتوب ته نوماند کس د «تقديس – تثبيت» مرتبې ته پکې رسېږي؛ هغه مرحله چې د تقديس – تثبيت مرتبې ته رسېدونکی کس د ماسوني معبد پر پنځو زينو پورته خېږي او د پنځه‌ کونجه ستوري په اړه غور کوي.
په همدې ډول یاده شمېره د ماسونيت له نظره د پنځو ممتازو علومو (جاذبې علم، هندسه، توليد، نبوغ او عرفان) نښه هم ده. [3]
د (۶) شمېرې دلالت
د (شپږ) شمېره د کار، زحمت، بندګۍ او هغې ازادۍ له نشتوالي سره اړيکه لري چې په «اوومه» ورځ بېرته ترلاسه کېږي، لکه څنګه چې د خروج سفر په (۲۱:۱) کې راغلي دي: «که يو عبري بنده وپېرې، نو شپږ کاله به خدمت کوي او په اووم کال دې پرته له عوض او بدلې ازاد شي.» همدارنګه شپږ شمېره د انسان شمېره هم بلل کېږي؛ ځکه چې انسان د خلقت په شپږمه ورځ پيدا شو، لکه څنګه چې د پيدايښت په سفر (۱:۲۶) کې راغلي: «او خدای وويل: انسان به د خپل صورت او بڼې له مخې جوړ کړو، چې د سمندر پر کبانو، د اسمان پر مرغانو، ټولو څارويو، پر ټوله ځمکه او ټولو حشراتو واکمني ولري.»[4]
شپږ شمېره په همدې ډول د شریرې ملکې «عثليا» د شپږ کلنې واکمنۍ نښه هم ده، هغې د داوود عليه‌ السلام د نسل د پاچاهۍ ټول وارثان له منځه ېوړل او بيا يې پر ځمکه واکمني وکړه، څنګه چې د دويمو پاچاهانو په سفر (۱۱:۱–۲) کې راغلي دي: «کله چې د اخزيا مور «عثليا» وليدل چې زوی يې مړ شوی دی، نو را پاڅېده او د پاچاهۍ ټول نسل يې له منځه وېوړ.»[5]
خو له دې ټولو سره سره په ماسوني تفکر کې (۶) شمېره د «عالم اکبر» (لوی جهان) نښه ده، يعنې هغه نړۍ چې په شپږو ورځو کې پيدا شوې ده او همدارنګه د ماسوني نړيوال انسان د خاتم (سليمان عليه ‌السلام) سمبول بلل کېږي. د شيطان يا «وحش» عدد هم ګڼل کېږي چې د «لوی تنګنا» په زمانه کې راڅرګندېږي، لکه څنګه چې د يوحنا په رويا (۱۳:۱۸) کې راغلي دي: «دلته حکمت دی، څوک چې پوهه لري، د وحش شمېر دې حساب کړي؛ ځکه چې دا د انسان شمېر دی او شمېر يې شپږ سوه شپږ شپېته (۶۶۶) دی.»[6]
د (۷) شمېرې دلالت
د (۷) شمېره په عمومي ډول په يهودي تفکر او په ځانګړي ډول په ماسوني تفکر کې له سپېڅلو شمېرو څخه ګڼل کېږي.
په يهودي تفکر کې دا شمېره د هغو مراسمو د عبادت او طهارت نښه ده چې د يهودي شريعت پر بنسټ ولاړ دي. همدارنګه دا د خدمت او کار نښه هم ده، لکه د راحيل لپاره د حضرت يعقوب عليه ‌السلام اووه کلن خدمت. اووه شمېره د سيادت، کمال او بشپړتيا نښه هم بلل کېږي او هغو اوو کلونو ته اشاره کوي چې د الله تعالی پېغمبر حضرت سليمان عليه ‌السلام د خپل هیکل (معبد) د بشپړولو لپاره تېر کړل؛ هغه مهال چې د صوري کارګرانو مشر «حيرام» ته يې د معبد د جوړولو امر وکړ.[7]
خو په ماسوني تفکر کې اووه شمېره د دې څرګندونه کوي چې د ماسوني محفل جوړېدل هغه وخت قانوني او سم بلل کېږي چې د غړو شمېر يې اوو تنو ته ورسېږي؛ دوی هر پنځلس ورځې وروسته سره راټولېږي او د هر محفل لپاره ځانګړې جامې اغوندي؛ له همدې امله اووه ‌شاخه شمعدان د محفل د بنسټ ايښودونکو غړو د شمېر نښه ګڼل کېږي.
په همدې ډول دا شمېره د انسان د عاطفې، طهارت او پيدايښت (تکوين) او له خدای سره د يووالي سمبول هم بلل کېږي.[8]
د (۸) شمېرې دلالت
اته شمېره په ماسوني تفکر کې د انسان د عقل نښه ګڼل کېږي او پر دې ټکي دلالت کوي چې انسان بايد خپل عقل پر عاطفې برلاسی کړي. خو د ماسوني قبالا (کبالا) له نظره دا شمېره د توازن، هوساينې او اعتدال سمبول ګڼل کېږي.[9]
د (۱۲) شمېرې دلالت
دولس شمېره په يهودي او مسيحي تفکر کې ځانګړی او مهم ځای لري.
په يهودي تفکر کې (دولس) شمېره د حضرت يعقوب عليه ‌السلام د دولسو زامنو (دولسو اسباطو) نښه ده، چې د يهودو دولس قبيلې ترې جوړې شوې او د هغوی د قبيلوي سیادت او رهبرۍ د بشپړتيا څرګندونه کوي.
دولس شمېره همدارنګه د ژوند سمبول هم بلل کېږي؛ د ژوند سمبول ځکه بلل کېږي چې حضرت موسی عليه‌ السلام په خپله امسا ډبره ووهله، نو دولس چينې ترې روانې شوې.[10]
دولس شمېره په مسيحيت کې هم ځانګړی مقام لري؛ ځکه چې دا د حضرت عيسی عليه‌ السلام د دولسو حواريانو نښه ده او همدارنګه د هغه سپېڅلي ښار سمبول دی چې دولس دروازې لري، دولس فرښتې يې ساتنه کوي او دېوالونه يې پر دولسو ستنو ولاړ دي، لکه څنګه چې د «يوحنا په رويا» (۲۱: ۲–۳، ۱۲–۱۶) کې راغلي دي: «او ما يوحنا، سپېڅلی ښار، نوی اورشليم وليد چې د خدای له لوري د هغې سينګار شوې ناوې په څېر چې د خپل مېړه لپاره سينګار شوې وي له اسمانه راکوزېده… ما له اسمانه يو لوی غږ واورېدو چې ويل يې: ګوره! د خدای استوګنځی له خلکو سره دی… ښار لوی او لوړ دېوال درلود، دولس دروازې يې لرلې، پر دروازو يې دولس فرښتې وې او د بنی‌اسراييلو د دولسو اولادونو نومونه پرې ليکل شوي وو… د ښار دېوال دولس ستنې درلودې چې د دولس رسولانو نومونه پرې ليکل شوي وو… ښار په مربع بڼه جوړ شوی و، اوږدوالی او پلنوالی يې سره برابر وو، اندازه يې دولس زره فرسخه وه او اوږدوالی، سور او لوړوالی يې يو شان و.»[11]
خو په ماسوني تفکر کې د (دولس) شمېره د نوې سپېدې د راختلو او نوي ماسوني نړيوال نظام د پيل نښه بلل کېږي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا شمېره د «ساعت» له سمبول سره يوځای شي. داسې انګېرل کېږي چې دا نښه د ماسونيانو د پټې هيلې او غوښتنې څرګندونه کوي چې غواړي پر ټولې نړۍ واکمني ټينګه کړي او يو نوی نظام رامنځته کړي چې د فراماسونري او يهودي فکر دعوه ولري او د هغوی هغه بنسټيز هدف چې ټول اديان، په ځانګړي ډول د اسلام مبارک دين له صحنې څخه وباسي. دا موضوع هغه مهال لا ښه څرګندېږي چې دولس شمېره د ساعت له سمبول سره یوځای شي.[12]
د پورته شمېرو په څېړلو سره موږ د فراماسونرۍ د افکارو او اندونو له حقيقت سره چې پر ټولې نړۍ د برلاسۍ غوښتنه کوي، لا زيات اشنا شوو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleد بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)

اړوند منځپانګې

کپټالیزم

کپیټالېزم (برخه: ۱۱)

دوشنبه _30 _مارچ _2026AH 30-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۰)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فرماسونري (برخه: ۲۹)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD4 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۳۱) په ماسوني تفکر کې د مقدسو شمېرو دلالتونه (دوام)…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD10 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱) لنډیز د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټالېزم (برخه: ۱۱)

دوشنبه _30 _مارچ _2026AH 30-3-2026AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهی کپیټالېزم (برخه: ۱۱) د کپیټالېزم منتقدین (دوام) د کپیټالېستي نظام اصلي…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵)

دوشنبه _30 _مارچ _2026AH 30-3-2026AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵) الهي آیتونه او پر ځمکه د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۳۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.