لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهی
کپیټالېزم (برخه: ۱۱)
د کپیټالېزم منتقدین (دوام)
د کپیټالېستي نظام اصلي منتقدین سوسیالیستان (کارل مارکس، فریدریک انګلس، ولادیمیر لینین، ماو تسهتونګ، فیدل کاسترو) او انارشیستان (لکه بنجامین تاکر، نوام چامسکي) دي. همدارنګه بعضې ادیان هم د دې نظام له ځینو برخو سره مخالفت لري؛ د بېلګې په توګه یهودیت، مسیحیت او اسلام. یاد ادیان د سود اخیستل حرام ګڼي؛ خو سود د کپیټالېستي نظام مهمه برخه ده.
پر کپیټالېستي نظام ځینې نیوکې په لاندې ډول دي:
۱. د شتمنۍ او واک ناعادلانه او غیر مؤثر وېش؛
۲. د بازار انحصاري بڼه؛
۳. د رقابتي بازار او د بازار د آزادۍ نشتوالی؛
۴. امپریالیزم او د کلتوري او اقتصادي استثمار بېلابېلې بڼې؛
۵. د کلتوري پردیتوب، نابرابرۍ، بېکارۍ او اقتصادي بېثباتۍ په څېر پدیدې؛
۶. د اقتصادي نابرابرۍ زیاتوالی (شتمن لا پسې شتمن کېږي او بېوزلان لا پسې بېوزله کېږي)؛
۷. د کار ځواک استثمار (ټیټ معاشونه او سخت کاري شرایط)؛
۸. پرلهپسې اقتصادي بحرانونه؛
۹. د چاپېریال زیانمن کېدل (له حد نه زیات د طبیعي سرچینو مصرف).
منتقدین په دې باور دي چې د ازاد تجارت او د پانګهوالو د شخصي ملکیتونو ترکیب په ذات کې د انحصاري ساختارونو لامل ګرځي. سیاسي اقتصاد په دې اړه د پام وړ بحثونه ترسره کوي. سیاسي اقتصاد په ډاګه کوي چې کپیټالېزم تر کومه حده د اقتصادي استثمار، امپریالیستي جګړو، استعماري سیاستونو، همدارنګه د کارګرانو، د هغوی د اتحادیو د ځپلو او حتی د نسلوژنې په برخه کې مسؤول دی.[2]
د کپیټالېزم یو ضعف د بحرانونو دورې ګڼل کیږي. ځینې کسان لکه مارکس د بحرانونو دورې د دې نظام کمزوري ګڼي. مارکس د همدې ضعف پر بنسټ د بحران تیوري وړاندې کړه. مارکس په خپله تیورۍ کې ادعا کوي چې کپیټالیستي نظام به بلاخره له منځه ځي. د مارکس له نظره په دې نظام کې ټولنیزه ازادي شتون نه لري او کارګره طبقه په محدود حالت کې ساتل کېږي او شتمن کسان لا پسې شتمن کوي. خو د ځینو نورو له نظره د بحرانونو دورې د کپیټالیزم بنسټونه لا پسې پیاوړي کوي.
د مارکس په اند له هر بحران وروسته د کپیټالیزم بنسټونه لړزېږي. مارکس باور لري چې همدا اقتصادي بحرانونه به بلاخره یوې داسې کچې ته ورسیږي چې له امله به یې کارګران اعتصابونه وکړي او په یوه شدیده مبارزه به لاس پورې کړي چې په پایله کې به یې د تولید وسایل د محدودو مالکانو له لاس څخه ازاد شي او اجتماعي بڼه به خپله کړي.[3]
ماکس وبر د خپلو تاریخي مطالعاتو په ترڅ کې چې د پروتستانېیزم او کپیټالېستي نظام د پرمختګ او تکامل په اړه یې ترسره کړي د «پروتستان ریفورماسیون» اغېز ته په ځانګړې توګه اشاره کړې، چې له ۱۵۱۷ څخه تر ۱۵۶۵ میلادي کال پورې یې دوام درلود. دی همدارنګه «پروتستانتي اخلاق» د صنعتي کېدو په بهیر کې پر هغو هیوادونو چې د پروتستانتي عیسویت په فکري اصولو یې تکیه درلود اغېزناک بللې دي. وبر باور درلود چې په نوې لوېديځه ټولنه کې د افرادو چلند د «موخهلروونکي/ هدفمند عقلانیت» تر کنترول لاندې دی. له همدې امله وبر وړاندوینه کوله چې صنعتي کپیټالیزم به په لوېدیځ کې دوامداره او ثابت پاتې شي.[4]
اسلام هم د کپیټالیزم منفي پایلو ته اشاره کوي او د ناسمو کړنو، اخلاقو او فعالیتونو له مخې یې څیړي. که شتمني او پانګه په سمه او انساني طریقه ونه کارول شي، د ټولې بشري ټولنې په خدمت کې ونه اوسي او یوازې د وسایلو یا وسیلو په بڼه پاتې شي او د یوې ځانګړې ډلې د موخې او اصل په توګه زیرمه شي، نو مردوده ده. په بل عبارت، د کپیټالېزم منفي اړخ مردود ګڼل شوی دی؛ ځکه چې د ناعادلانه فعالیتونو، ظالمانه او انساني ضد لارو چارو لروونکی دی او آزاد بازار چې د لوېدیځې مدني ټولنې د لیبرال-کپیټالېزم بنسټ دی په حقیقت کې په همدې کړنو او لارو چارو تکیه لري.[5]
پانګهوالي (کپیټالیزم) د عام مفهوم او منفي بُعد له مخې د بشري تاریخ له تر ټولو ناوړه، ویجاړوونکو او غیراصولي پدیدو څخه شمېرل کېږي. د دې پدیدې د منځته راتګ له پیل څخه تر اوسه پورې، بله داسې ویجاړوونکې او زیانرسوونکې پدیده نه ده لیدل شوې؛ ځکه چې یا یې پخپله انسانان نابود کړي او تېری یې پرې کړی دی او یا هم د تاریخ د ټولو ظالمانو او جلادانو نږدې ملاتړې پاتې شوې ده.
که په پخوانیو زمانو کې بدني، کورني یا قبیلوي ځواکونه واکمن وو، یا وروسته نظامي او استبدادي سیاسي ځواکونو د ظلم او تېري لار خپله کړې ده او یا هم په معاصره دوره کې صنعتي او نظامي ځواکونه د تېریو، ظلمونو او د بشري حقونو د نقض اصلي سرچینه ګرځېدلي ده، د ټولو اساسي ریښه پانګهوالۍ او بېحسابه مالي ځواک ته رسیږي.
په لویه کې د کپیټالېزم ځانګړنه دا ده چې د ځانغوښتنې او منفعتطلبی اصلي سرچینه او د بېنظمۍ، ویجاړۍ، تبعیض، محرومیت، شخړو او ګډوډیو بنسټ بلل کېږي. په یوه محدوده برخه کې د پانګې تمرکز او د یوې ځانګړې ډلې لهخوا د شتمنۍ راټولول تل ویجاړوونکې پایلې لرلې دي او افراد، ټولنې، آن طبیعت او چاپېریال یې هم له زیان او تباهۍ سره مخ کړي دي.[6]
پانګهوال اقتصاد او مدني ټولنه د سیکولاریستي تعبیر له مخې یو غیر الهي نظام او طاغوتي اقتصادي چاپېریال دی؛ داسې نظام چې بېمهاره، بېحده، له عدالت څخه تېښته کوونکی او قانون ماتونکی دی، له خپلو ځانګړنو پرته بل هېڅ قانون، آزادۍ، طریقې او تګلارې ته درناوی نه لري او د حق او عدالت په نوم کوم څه نه پېژاني.[7]
پانګهوالي د اقتصادي لیبرالیزم د معیارونو له مخې د تاریخ په اوږدو کې یوه ظالمانه او طاغوتي پدیده پاتې شوې ده. نن ورځ چې تر پخوا وسایل او امکانات پرمختللي شوې دي پانګهوالي تر پخوا ډېره پېچلې، سخته او ضد انساني شوې ده. تېری یې له سیمهییزو حدودو او ځانګړو هېوادونو اوښتی او نړیواله بڼه یې خپله کړې ده او نه یوازې د انسانانو له حریم څخه اوښتې، بلکې د طبیعت او طبیعي سرچینو حریم ته یې هم لاس غځولی دی؛ ان د ځمکې د امنیتي کمربند، یعنې د اوزون طبقه یې هم له اغېزو خوندي نه ده پاتې شوې.
د تعجب ځای دا دی چې سره له دې ټولو، بیا هم د اصلاح غوښتنې او قانونپالنې دعوه کوي او د بشري حقونو او آزادۍ خبرې کوي! قرآن کریم په څومره عالي او ژوره توګه د دوی حالت انځور کړی دی: «وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ»
ژباړه: « او كله چې دوى ته وويل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: يقينًا همدا خبره ده چې مونږ خو بس اصلاح كوونكي يو.»[8]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، مخ۵۶۳، ژباړن: میر معزی، سید حسین، اوړی ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.
[2]. آمارتیا، سن، اخلاق و اقتصاد، مخ۲۷۴، ژباړن: فشارکی، حسن، تهران، نشر شیرازه، لومړۍ چاپ: ۱۳۷۷هـ.
[3]. وبر، ماکس، اخلاق پروتستان و روح سرمایهداری، ژباړن: انصاری، عبدالمعبود، ص۱۹۲، لومړۍ چاپ: ۱۳۷۱هـ، تهران انتشارات سمت.
[4]. هماغه اثر.
[5]. زیوداری، مهدی، تقابل اخلاق ایمانی و اخلاق سرمایهداری و شکلگیری نظامهای اقتصادی، ص۷۳۴، مرکز مطالعات تکنولوژی دانشگاه صنعتی شریف، چاپ کال: ۱۳۸۶هـ – ایران.
[6]. آمارتیا، سن، اخلاق و اقتصاد، ص۳۶۵، ژباړن: فشارکی، حسن، تهران، نشر شیرازه، لومړۍ چاپ: ۱۳۷۷هـ.
[7]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص۴۳۱، ژباړن: میر معزی، سید حسین، اوړی ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.
[8]. سورۀ بقره، آیه: ۱۱-۱۲.


