Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)
اسلام یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق
له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)
د معاد د منکرینو حکم
که څه هم بڼې او بېلګې یې توپیر سره لري خو دې کې شک نشته چې له معاد څخه انکار ایمان له منځه وړي[1]؛ ځکه څوک چې له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل نه مني، نو په حقیقت کې د قرآن کریم له ډېریو هغو آیتونو څخه انکار کوي له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه راغلې دي.
پر دې ایمان درلودل چې انسان له مرګ وروسته بیا ژوندی کېږي د دین یو ښکاره او اړین اصل دی او څوک چې له دې اصل څخه انکار وکړي، نو له اسلام څخه وځي.[2]
د دې لپاره چې موضوع نوره هم ښکاره او واضح شي لاندې ځینې آیتونه راوړو. له دغو آیتونو څخه په ډاګه کیږي چې هغه کسان چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل نه مني، کافران دي او ځای یې دوزخ دی:
د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د بیا ژوندي کېدو د انکار حکم
که د قرآن کریم آیتونه په دقت سره وڅېړو، نو راته څرګنده به شي چې هغه کسان چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل نه مني د قرآن کریم د حکم پر اساس کافران دي او د هغوی په کفر کې هېڅ شک نشته. الله تعالی په قرآن کریم کې په ښکاره ډول فرمایي:
«وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ»[3]؛
ژباړه: « او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې(وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي.»
په «اللباب في علوم الکتاب» کتاب کې د پورته آیت په تفسیر کې راغلي دي: «له دې آیت څخه معلومېږي چې هغه کسان چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل او قیامت نه مني، کافران دي. لامل یې دا دی چې له بیا را ژوندي کېدو څخه انکار د الله تعالی له قدرت، علم او رښتینولۍ څخه د انکار لامل کیږي…» [4]
په نورو آیتونو کې د یوه مؤمن له قوله چې له کافر سره خبرې کوي داسې راغلي دي: «وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُدِدْتُ إِلَى رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِنْهَا مُنْقَلَبًا قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلًا»[5]؛
ژباړه: «او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم، ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې»
په بل ځای کې رب العالمین داسې فرمایي: «وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا»[6]؛
ژباړه: «او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كوو، په دې حال كې چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو. دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره»
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د منکرینو حکم
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو له څېړلو څخه څرګندېږي چې هغه کسان چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل نه مني، نو لکه د الله تعالی تکذیب چې کوي.
په یوه مرفوع حدیث کې له حضرت ابوهریره رضی‌الله‌عنه څخه روایت دی چې الله تعالی فرمایي: «د آدم اولاد زه دروغجن وبللم، حال دا چې دا کار د هغه لپاره مناسب نه و. او د آدم اولاد ما ته بد رد وویل، حال دا چې دا کار هم د هغه لپاره مناسب نه و. تکذیب دا دی چې وایي: الله تعالی نشي کولای ما بېرته را ژوندی کړي؛ حال دا چې د هغه لومړنۍ پیداېښت تر بیا را ژوندي کولو آسانه نه دی [یعنې کله چې الله تعالی په لومړي ځل له کومې نقشې پرته پیدا کړ، آیا نشي کولای چې له مرګ وروسته یې بیا راژوندی کړي او اجزا یې بېرته سره یوځای کړي؟] او د هغه بد رد دا دي چې وایي: الله تعالی زوی انتخاب کړی دی؛ حال دا چې زه بې‌نیازه یم، نه له ما څخه څوک زېږېدلي دي، نه زه له چا زېږېدلی یم او نه مې شریک او سیال شته.» [7]
د امت د اجماع او د علماوو د اقوالو په رڼا کې له مرګ وروسته د بیا ژوندي کېدو د منکر حکم
پر دې خبره اجماع شوې ده چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل حق دي او همدارنګه د امت علماوو پر دې هم اجماع کړې ده چې د دې حقیقت منکر کافر دی. دا اجماع ګڼو علماوو را نقل کړې ده، چې ځینې اقوال یې په لاندې ډول دي:
قاضي عیاض رحمه‌الله فرمایي: «…او همدارنګه هغه څوک چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل یا حساب او کتاب نه مني… نو د اجماع له مخې کافر دی؛ ځکه چې په دې اړه صریح نص شتون لري او امت یې د نقل پر صحت په متواتر ډول اتفاق لري.» [8]
علامه سفارینی رحمه‌الله فرمایي: «له بعث څخه مراد په جسماني بڼه بېرته راژوندي کېدل دي؛ ځکه چې د معاد له ظاهري معنا څخه همدا مفهوم اخیستل کېږي؛ او دا هغه څه دي چې باید باور پرې ولرو او څوک چې انکار ترې وکړي، نو کافر کېږي .»[9]
امام ابن عبدالبر رحمه‌الله فرمایي: «مسلمانان پر دې خبره اجماع لري چې څوک له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل و نه مني، نو نه ایمان لري او نه یې شاهدي منل کېږي. په دې اړه داسې دلایل شته چې د هرچه لپاره بسنه کوي. سره له دې، په قرآن کریم کې د بیا ژوندي کېدو پر منلو ډېر ټینګار شوی او د انکار لپاره یې هېڅ لاره نشته.» [10]
بهوتي رحمه‌الله فرمایي: «څوک چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل و نه مني، کافر دی؛ ځکه دا ډول شخص په دې توګه د الله تعالی کتاب، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت او د امت اجماع ردوي.»[11]
ابن حزم رحمه‌الله فرمایي: « سره له دې چې فرقې یې سره بېلې دي خو ټول اهل قبله پر دې باور متفق دي چې له مرګ وروسته په قیامت کې بیا را ژوندي کېدل حق دي، او څوک چې انکار ترې وکړي، نو کافر دی.»[12]
ابن حزم رحمه‌الله په یوه بل ځای کې لیکي: «یا که څوک له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل و نه مني، نو د ټول امت په اتفاق له اسلام څخه وتلی دی.»[13]
امام شوکاني رحمه‌الله فرمایي: «د خبرو لنډه پایله دا ده چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل داسې موضوع ده چې ټولو الهي شریعتونو پرې اتفاق کړی دی، د الله تعالی ټولو کتابونو یې حقیقت بیان کړی او له لومړني څخه تر وروستني پورې ټولو پیغمبرانو علیهم‌الصلاة والسلام پرې موافقه کړې ده، هېچا یې مخالفت نه دی کړی. همدارنګه د ټولو امتونو د پیغمبرانو پیروانو هم پرې اتفاق کړی او هېچا نه دي ویلي چې انکار یې ترې کړی دی.»[14]
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (بعث بعد از موت) د ایمان یو اصل او بنسټیز رکن دی، له دې پرته د انسان ایمان نېمګړی دی. څوک چې ایمان او باور پرې ونه لري، نو د ټولو مسلمانانو په اجماع کافر دی.[15]
باید پوه شو چې له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل او معاد یو لوی حقیقت دی چې انکار یې ممکن نه دی او هېڅوک ترې د تېښتې لاره نه لري؛ ځکه الله تعالی په دې نړۍ کې د انسان شاوخوا ګڼې داسې نښې نښانې ځای پر ځای کړې دي ترڅو له منلو او اعتراف پرته بله هیڅ لار پاتې نه شي. برعکس له دې موضوع انکار کول د داسې یوه حقیقت له پامه غورځول دي چې د آخرت د ورځې جزا لپاره یې د الله تعالی حکمت او عدالت غوښتنه کوي.[16]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. عبداللطیف، د. عبدالعزیز بن محمد، نواقض الإیمان القولیة والعملیة، ۱۴۲۷هـ.ق، ص ۲۲۲.

[2]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۷۳.

[3]. سورة الرعد، آیۀ ۵.

[4]. دمشقی، أبوحفص عمربن علی، اللباب في علوم الکتاب، تحقیق: الشیخ أحمد عبدالموجود والشیخ علی محمد معوض، ۱۴۱۹هـ.ق/۱۹۹۸م، ج ۱۱، ص ۲۵۲.

[5]. سورة الکهف، آیۀ ۳۶-۳۷.

[6]. سورة الإسراء، آیۀ ۹۷-۹۸.

[7]. بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، تحقیق: محمد زهیر بن ناصر، باب قوله: «وأمراته حمالة الحطب»، جلد ۶، ص ۱۸۰، ۱۴۲۲هـ.ق.

[8]. عبداللطیف، د. عبدالعزیز بن محمد، نواقض الإیمان القولیة والعملیة، ۱۴۲۷هـ.ق، ص ۲۲۷.

[9]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۶۱.

[10]. عبداللطیف، د. عبدالعزیز بن محمد، نواقض الإیمان القولیة والعملیة، ۱۴۲۷هـ.ق، ص ۲۲۷.

[11]. پخوانی اثر، ص ۲۲۹.

[12]. اندلسی، ابن حزم، علی بن أحمد، الفصل فی الملل والأهواء والنحل، بی‌تا، ج ۴، ص ۶۶.

[13]. اندلسی ابن حزم، علی بن أحمد، الدرة فیما یجب اعتقاده، دراسة وتحقیق: عبدالحق الترکمانی، ۱۴۳۰هـ.ق/۲۰۰۹م، ص ۲۱۵.

[14]. عبداللطیف، د. عبدالعزیز بن محمد، نواقض الإیمان القولیة والعملیة، ۱۴۲۷ هـ. ق، ص ۲۲۸.

[15]. الراجحی، عبدالعزیز بن عبدالله، شرح تفسیر ابن کثیر، بی‌تا، ج ۱۰۴، ص ۲.

[16]. الذیب، نجاة بنت موسی، العقل مکانته ودلالته الشرعیة علی الأصول الاعتقادیة، المملکة العربیة السعودیة-ریاض، بی‌تا، ص ۴۸.

، د معاد منکران له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل مرګ معاد منکر منکرین
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۳۰)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD3 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل (برخه: ۱۸) د معاد د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۰)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD4 Views

ليکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۳۰) د بې‌ساه شيانو سمبولونو او ځانګړې ماناوې (دوام) د راايستل…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD7 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷) هغه مشهورې ډلې چې له…

نور یی ولوله
فراماسونري

فرماسونري (برخه: ۲۹)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD15 Views

لیکوال: ابورائف فرماسونري (برخه: ۲۹) په تېرو بحثونو کې مو د هغو سمبولونو، بڼو او…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۰)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.