لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹)
د اسحاق عليه السلام د زېږېدو د زېري په اړه د حضرت ابراهیم علیه السلام دریځ
کله چې ملايکو حضرت ابراهیم علیه السلام ته د اسحاق عليه السلام د زېږېدو زېرى ورکړ، نو حضرت ابراهیم علیه السلام په حیرانتیا سره ترې وپوښتل: «قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِی عَلَى أَن مَّسَّنِی الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ.»[1] ژباړه: «ابراهيم عليه السلام وويل: ايا تاسې په دې زوړوالي کې ماته زېری راکوئ؟ د څه زېری راکوئ!؟»
په دې وينا کې حضرت ابراهيم عليه السلام څرګند او عجيب امر د نامعلوم امر پر ځای راوړی دی؛ ځکه چې دا ډول پېښه تقریبا ناممکنه ښکارېده، خو حضرت ابراهیم علیه السلام پوهېده چې ملايکې په خپل زېري کې رښتینې دي، نو د نوموړي پوښتنه یوازې د حیرانتیا له مخې وه.
د ملايکو ځواب دا و چې دوی (ابراهيم عليه السلام) ته يو رښتينی زېری ورکوي او هېڅ شک پکې نه شته. دا ځواب د حضرت ابراهیم علیه السلام د هغه تصور د ردولو لپاره و، چې دا زېرى یې تقریبا ناممکن ګاڼه. د دوی خبره په حقیقت کې د ده د پوښتنې مستقیم ځواب نه و، بلکې د ده د استبعاد ردول و؛ ځکه د ابراهيم عليه السلام پوښتنه حقیقي نه وه، بلکې د حیرانتیا له مخې وه.
کله چې ابراهيم عليه السلام په دې پوه شو چې زيری ورکوونکي د الله تعالی له لوري ورته رالېږل شوي، نو ملايکو نوموړی له دې څخه منع کړ چې دا کار ناممکن ونه ګڼي؛ ځکه تر دې وروسته يې ناممکن ګڼل د الله تعالی له رحمت څخه د ناهيلۍ په معنا و. هغوی ورته وويل: «قَالُواْ بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُن مِّنَ الْقَانِطِینَ.»[2] ژباړه: «وويل (ملايکو ابراهيم عليه السلام ته) چې زېری کړی دی موږ تاته په يقيني خبره، نو مه کېږه ته له ناهيلي کېدونکو څخه.»
دا چې ابراهيم عليه السلام د حيرانتيا له امله د داسې يوې پېښې رامنځته کېدل ناممکن ګڼل، نو دا د دې معنا لري چې عادي او معمولي چارو يې په ذهن کې ژورې ريښې کړې وې؛ داسې چې ان څرګند او قطعي خبر هم ونه توانېد چې دا باور له منځه يوسي. له همدې امله د هغه په زړه کې یو څه شک پاتې شو، چې حالت یې د هغو کسانو له حالت سره نږدې کاوه چې د الله تعالی له فرمان څخه ناهیلي کېږي؛ خو دا چې د ابراهیم علیه السلام د نبوت مقام له ناهیلۍ څخه پاک و، نو فرښتو هغه ته په مناسبه او درنه لهجه نصیحت وکړ او له دې څخه یې منع کړ، چې د ناهیلو کسانو په ډله کې شامل شي. دوی دا ګومان ونه کړ چې ګواکې هغه ناهیلی شوی دی، بلکې یوازې خبرداری يې ورکړ چې هسې نه د ناهيلې کېدونکو له ډلې څخه شي. د ابراهيم عليه السلام دریځ په دې حالت کې د هغې کیسې له دريځ سره ورته و، چې الله تعالی په اړه را نقل کړې دي: «وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِیمُ رَبِّ أَرِنِی كَیفَ تُحْیِی الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّیطْمَئِنَّ قَلْبِی.»[3] ژباړه: «او کله چې ابراهيم وويل: ای ربه! ته را وښايه چې مړي څرنګه را ژوندي کوې؟ ويې فرمايل: ايا باور نه کوې؟ ويلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي (ايمان مې ډېر شي.»
له دې نصیحت څخه وروسته ابراهیم عليه السلام را په ياد کړل او ویې ویل: «قَالَ وَمَن یَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلاَّ الضَّآلُّونَ.»[4] ژباړه «وويل (ابراهيم عليه السلام) ناهيلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه، مګر ګمراهان.»
دا ډول انکاري پوښتنه د رد معنا لري، له همدې امله «له ګمراهانو پرته» یې استثنا کړي دي. یعنې هغه د الله تعالی له رحمت څخه ناهیلی شوی نه و، بلکې عادي او معمول چارو پرې اغېز کړی و، له همدې امله د ده د حېرانتیا لامل شو. دا حالت د یو معلوم حقیقت په اړه د غفلت په څېر و او کله چې فرښتو په ډېرې کوچنۍ اشارې هغه پوه کړ، نو بېرته یې په یاد شول.[5]
په دې وینا کې د «رَّحْمَةِ» لغت د حضرت ابراهیم علیه السلام په كلام کې ځان څرګندوي، چې د دې متن له سريزې سره سمون لري او له دې سره یوځای دا عمومي حقیقت را څرګندېږي چې «إِلاَّ الضَّآلُّونَ»[6] ګمراهان هغه کسان دي چې د الله له لارې منحرف شوي دي؛ د هغه روح نه درک کوي، رحمت یې نه حس کوي او د هغه مهرباني، نېکي او پاملرنه نه درک کوي؛ خو هغه زړه چې د ایمان او له الله تعالی سره د اړیکې پر اساس تازه وي، هېڅکله نه ناهیلی کېږي، که څه هم سختي يې راګیر کړي، ستونزې پرې درنې شي، د هیلو فضا پرې تیاره شي او واقعیت ورته دروند او سخت ښکاره شي؛ ځکه د الله تعالی رحمت مؤمنانو او هدایت شوو زړونو ته نږدې دی. د الله تعالی قدرت هم دلایل منځته راوړي او هم نتایج او هم واقعیت ته بدلون ورکوي؛ څنګه چې وعده وکړي، په هماغه ډول يې رښتیا کوي.
د دې زېري پر وړاندې د حضرت ابراهيم عليه السلام د مېرمنې دریځ
سارا رضي الله عنها هم د خپل خاوند په څېر د دې زېري په اورېدو سخته حېران شوه. هغې چیغه ووهله، هاغسې عکس العمل یې وښود لکه څنګه یې چې مېرمنې په داسې حالاتو کې ښيي او خپل مخ پر لاسو هي. الله تعالی د هغې دا غبرګون داسې بیانوي: «فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِی صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِیمٌ.»[7] ژباړه: «مېرمن یې وړاندې راغله، په داسې حال کې چې(له حیرانتیا څخه) یې چیغې وهلې، خپل مخ یې واهه او ویل یې: زه یوه شنډه زړه ښځه یم (ایا امکان لري چې په دې عمر کې ماشوم وزېږوم او اولاد نړۍ ته راوړم!؟»
هغې دغه راز وویل: «قَالَتْ یا وَیلَتَى ءَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِی شَیخاً إِنَّ هَذَا لَشَیءٌ عَجِیبٌ.»[8] ژباړه: « هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دی، بېشکه دا يو عجيبه شی (کار) دی.»
د هغې حیرانتیا، لکه څنګه چې په بل ایت کې یادونه ترې شوې د دوو شیانو له امله وه: د اسحاق د زېږون او له هغه څخه وروسته د یعقوب علیه السلام د زېږون زیری. قرآن کریم یې په لاندې ډول بیانوي: «فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاء إِسْحَاقَ یعْقُوبَ.»[9] ژباړه: «موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق څخه وروسته د یعقوب زېری ورکړ.»
کله چې ملایکو د هغې حیرانتیا ولیده، نو ورته یې وویل: «قَالُواْ أَتَعْجَبِینَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَیكُمْ أَهْلَ الْبَیتِ إِنَّهُ حَمِیدٌ مَّجِیدٌ.»[10] ژباړه: «هغوی (فرښتو) ويل: ايا د الله له کاره تعجب کوې؟ ای د (دې) کور خلکو! د الله رحمت او برکتونه دې پر تاسو وي، بېشکه هغه ستايل شوی او د لوی شان والا دی.»
يعنې مناسبه نه ده چې د هغه کار په اړه حيران شئ چې د الله تعالی له لوري ترسره کیږي او هېڅ شی نه شي کولی چې د الله تعالی د ارادې مخه ونيسي. د ملايکو په وینا کې د سارا د حېرانۍ انکار څرګند دی او دلیل یې دا و چې هغې په داسې کور کې ژوند کاوه چې د ایتونو، معجزو او خارق العاده چارو ځای و؛ نو د دې وړ وه چې باوقاره وي او د هغو ښځو په شان چې د نبوت په کور کې نه وي رالویې شوې حېرانه نه شي. د حېرانۍ پر ځای باید د الله تعالی ستاینه او تسبیح وویل شي. ملايکو هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ويې ویل: «د الله رحمت او برکات پر تاسو، ای د نبوت کورنۍ .» د دوی موخه دا وه چې داسې چارې او ورته نور هغه ځانګړي برکتونه چې الله تعالی تاسو (د نبوت کورنۍ) ته ځانګړي کوي او تاسو ته عزت درکوي، نو د حېرانۍ ځای نشته: له حېرانۍ څخه ډډه وکړه؛ ځکه د الله متعال له لوري داسې رحمتونه او برکتونه ستاسو لپاره ډېر دي.[11]
مهمه یادونه
دلته د دې مهم ټکي يادونه ضرور ده چې د ابراهيم عليه السلام او د هغه د مېرمنې سارا رضي الله عنها حيرانتيا د اسحاق عليه السلام د زېږېدو د زيري په اړه دا معنا نه لري چې دوی دې د الله جل جلاله مطلق ځواک او اراده کمه ګڼلې وي، بلکې دا حيرانتيا د عادت او طبيعت د روانو سنتونو د اغېز له امله وه. د دې دلیل دا دی چې حضرت ابراهیم علیه السلام لږ تر لږه د یادونې یا اشارې له مخې سمدلاسه پوه شو او ویې ویل: «قَالَ وَمَن یقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلاَّ الضَّآلُّونَ.»[12] ژباړه: «وويل (ابراهيم عليه السلام) ناهيلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه، مګر ګمراهان.»
په همدې ډول د الله تعالی ځواک هېڅ حد نه پېژني او د هېڅ قانون یا خپلو سنتونو له مخې نه محدوېږي؛ ځکه هغه د دې ټولو قوانینو او سنتونو خالق دی.
استاد سید قطب رحمه الله د «قَالُواْ أَتَعْجَبِینَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ.»[13] ایت په تفسیر کې وايي: د الله جل جلاله د کار په اړه باید حېران نه شو؛ ځکه دا چې یو کار له عادت سره سم پېښېږي، دا معنا نه لري چې هغه سنت نه بدلېدونکی دی. الله متعال چې څه وغواړي هماغسې پېښیږ. موږ باید الله تعالی د هغو سنتونو په چوکاټ کې محدود نه کړو، چې یوازې په یو محدود دور کې جریان لري؛ ځکه موږ د هستۍ د ټولو پېښو په اړه معلومات نه لرو.[14]
سید قطب رحمه الله د یاد ایت د تفسیر په دوام کې زياتوي: هغه کسان چې د الله تعالیاراده د هغو قوانینو له مخې چې دوی پرې پوهېږي محدودوي، الهي حقیقت لکه څنګه چې الله تعالی په خپل کتاب کې بیان کړی دی نه پېژني؛ ځکه د الله تعالی وینا وروستی او قاطع حکم دی او د بشر عقل په دې اړه هېڅ هم نه شي ویلی. ان هغه کسان چې د الله تعالی اراده په هغو قوانینو پورې چې الله متعال پخپله ټاکلي دي محدودوي، بیا هم الهي حقیقت نه درک کوي. د الله تعالی اراده خپلواکه ده، د هغو قوانینو له حدودو څخه پورته ده چې په خپله یې ټاکلي دي او د هغه اراده هېڅکله په دې قوانینو پورې نه ده تړلې. هو! الله تعالی دا نړۍ د هغو قوانینو پر اساس چلوي چې خپله یې ټاکلي دي، دا یوه خبره ده او دا چې ووایو د الله تعالی اراده د دې قوانینو په شتون کې محدودېږي، بله خبره ده. قانون هر ځل چې عملي کېږي، د الله تعالی د ارادې پر اساس عملي کېږي او په خپل سر عمل نه کوي؛ که خدای جل جلاله په یوه ځانګړې قضیه کې یو قانون د تېرو قضیو په پرتله په بل ډول پلي کړي، نو هغه څه پېښېږي چې الله ټاکلي دي. د هستۍ قانون د دې نوې ټاکنې پر وړاندې درېدو ته تیار نه دی؛ ځکه اصلي قانون چې نور ټول قوانین یې تابع دي، د الله تعالی د ارادې مطلقه ازادي ده، بې له کوم شرط او محدودیت څخه او هر ځل چې یو قانون تحقق مومي، نو تحقق د یوې ځانګړې ټاکنې او ازادۍ له مخې پښېږي.[15]
د حضرت اسحاق عليه السلام نبوت
حضرت اسحاق علیهالسلام هم یو پیغمبر و؛ څنګه چې قرآن کریم په بېلابېلو ایتونو کې ورته اشاره کړې ده، لکه چې وايي: «وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِیاً مِّنَ الصَّالِحِینَ* وَبَارَكْنَا عَلَیهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِن ذُرِّیتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِینٌ.»[16] ژباړه: «او هغه ته مو په اسحاق زېری ورکړ، له صالحانو څخه يو نبي دی او موږ په ده او اسحاق برکت اچولی و او د هغوی دواړو له اولاده ځينې نېک او څوک د خپل ځان لپاره ښکاره ظالمان دي.»
په دې توګه هغه زېری چې ملايکو حضرت ابراهیم علیه السلام او د هغه میرمنې ساره رضي الله عنها ته ورکړی و، پوره شو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الحجر: 54.
[2]. الحجر: 55.
[3]. البقره: 260.
[4]. الحجر: 56.
[5]. محمد طاهر، ابن عاشور، التحریر والتنویر، ج14، ص60-58.
[6]. الحجر: 56.
[7]. الذاریات: 29.
[8]. هود: 72.
[9]. هود: 71.
[10]. هود: 73.
[11]. عبدالله بن احمد بن محمود، النسفی، تفسیر النسفی، بیروت: دار الکتاب العربی، 1402ق، ج2، ص197.
[12]. الحجر: 56.
[13]. هود: 73.
[14]. محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج4، ص1912.
[15]. هماغه اثر.
[16]. الصافات: 112-113.


