Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)
دینونه سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)
د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې (دوام)
۲. تعقیبي لارې چارې
د الحادي شیطان‌پرستې فرقې له پراخېدو سره یو شمېر کسانو شیطان‌پرستۍ ته مخه کړې ده. که څه هم دا بهیر په اسلامي هېوادونو کې د غیر اسلامي هېوادونو په پرتله کم دی، خو بیا هم د دې ستونزې د حل لارې سنجول، د دې پدیدې تعقیب او د هغو کسانو درملنه چې دې فرقې ته جذب شوي دي اړین او ضروري کار دی.
د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې تعقیبي لارې چارې په لاندې سرلیکونو کې راټولېدای شي:
د منحرفو او الحادي ډلو د ریښو له منځه وړل
د اسلامي حکومت یوه مهمه دنده او مسؤلیت له مفسدینو او د فساد او انحراف له مظاهرو سره مقابله ده. شیطان‌پرستي چې نن سبا د انحراف او الحاد تر ټولو خطرناک ډول بلل کېږي، دا ایجابوي چې اسلامي حکومتونه د شیطان‌پرستۍ د مظاهرو له منځه وړلو ته جدي پاملرنه وکړي. یو لړ اقدامات چې د تعقیبي لارو چارو په توګه مطرح کېدای شي په لاندې ډول دي:[۱]
الف. په اسلامي هېوادونو کې د پردیو مکتوبو څارنه او د هغوی د درسي موادو او تعلیمي مېتودونو ارزونه؛
ب. د ګرځندویانو او هغو کسانو څارنه چې په پرله‌پسې ډول له پردیو هېوادونو څخه هېواد ته داخلېږي؛
ج. د مطبوعاتو کنټرول او د شیطان‌پرستۍ له مظاهرو سره قانوني چلند؛
د. د امکان تر بریده د مجازي شبکو کنټرول؛
هـ. د موسیقۍ د ترویج کوونکو پر وړاندې قانوني چلند، په ځانګړي ډول د لوېدیځې او نامفهومې موسیقۍ پر وړاندې؛
و. د نشه‌يي او مخدره موادو (شراب، نشه‌يي ګولۍ او…) د خپروونکو مخنیوی او له دا ډول اشخاصو سره جدي قانوني چلند کول.
پوهاوی او ویښتیا
د یادې الحادي فرقې تر ټولو ډېر جذبېدونکي کسان کم‌عمره ځوانان دي، چې د ناپوهۍ او نادانۍ له امله دې ډلې ته مخه کوي. دا ډول کسان د لاندې لارو چارو په وسیله پوهول کېدای او بایداره کېدای شي:
الف. د شیطان‌پرستۍ فرقې الحادي ماهیت روښانه کول؛
ب. له دا ډول الحادي ډلو سره د یوځای کېدو ځاني او مالي خطرونه په ډاګه ګول؛
ج. د انحرافي بهیرونو تر شا د اسلامي دښمنانو د پټو پروګرامونو افشا کول؛
د. د هغو کسانو د پایلو او برخلیک بیانول چې له دا ډول ډلو سره یوځای شوي دي؛
هـ. له دې ډلو سره د یوځای کېدو د شرعي (دنيوي او اخروي) او قانوني پایلو بیانول.
د شبهاتو رفع کول او د توبې غوښتنه
یو شمېر کسان د اسلام او دین‌دارۍ په اړه د ځینو راپورته شویو شبهاتو له امله شیطان‌پرستۍ ته مایل شوي دي. د دې ستونزې د حل لاره دا ده چې د رغنده خبرو او سالمو بحثونو له لارې دا ننګونه حل شي، لکه:[۲]
الف. له دا ډول کسانو سره د صمیمانه اړیکې ټینګول او د هغوی په وړاندې خیرخواهي ښودل؛
ب. د رغنده خبرو له لارې د دین او اړوندو مسایلو په اړه د شبهاتو له منځه وړل؛
ج. د شیطان‌پرستۍ او شیطان‌پالنې له افکارو څخه د رجوع او توبې غوښتنه؛
د. پر شیطان‌پرستۍ د اخته کسانو اقتصادي، کورنیو او ټولنیزو ستونزو ته پاملرنه او د حل هڅه؛
هـ. د شیطان‌پرستۍ پر لور د میلان د علت یا علتونو پېژندنه او د له منځه وړلو او دفع کولو لپاره یې هلې ځلې.
د هغو کسانو درملنه چې پر شیطان‌پرستۍ اموخته شوې دي:
د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ د شیطان‌پرستۍ پر لور د میلان یو مهم علت د افرادو روحي او رواني ستونزې دي.
روان‌پوهان په دې باور دي چې د شیطان‌پرستۍ ډېری پیروان، یا هغه کسان چې د  شیطان‌پرستۍ پر لور د تمایل په حال کې دي، له شخصيتي کمزورۍ څخه رنځ وړي؛ داسې چې د پرېکړې کولو او د ارادې په لرلو کې ډېر متزلزل وي، نو له همدې امله ړانده تقلید ته مخه کوي.[۳]
په همدې اساس د شیطان‌پرستۍ پر لور د تمایل لرونکو کسانو روحي او رواني تداوي د دې ننګونې د تعقیبي بهیر یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
مسلمان روان‌پوهان وايي:[۴] د اوسني عصر د انسانانو تر ټولو ستره روحي او رواني ستونزه له الهي وحې څخه د هغوی لرېوالی دی. الله تعالی فرمایي: «أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ»
ژباړه: خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي.[۵]
له همدې امله پر شیطان‌پرستۍ او شیطان‌پالنې د مبتلایانو لپاره باید د تداوی ځانګړي صحي مرکزونه رامنځته شي او د یوې مودې لپاره پر شیطان‌پرستۍ اخته کسان د عقلي–عصبي متخصصینو او روان‌پوهانو تر څارنې لاندې تر درملنې لاندې ونیول شي.
د شرعي حد اقامه
یو شمېر کسان سره له دې چې د دې فرقې له الحادي ماهیت څخه خبر دي، بیا هم پر خپلې منحرفې او الحادي لارې ټینګار کوي، ځانونه شیطان‌پرستان معرفي کوي او له خپلو کړنو څخه توبې کولو ته چمتو نه دي. له دا ډول کسانو سره د مقابلې یوازینۍ لاره پر هغوی د شرعي حد تطبیق دی. دا کسان په حقیقت کې د هغو ویروسونو په څېر دي چې که مخه یې ونه نیول شي، نو ټولنه به مسمومه او تباه کړي.[۶]
خو د یوه مسلمان د ارتداد تثبیت او پر هغه د شرعي حد د تطبیق څرنګوالی د صلاحیت لرونکې اسلامي محکمې مسؤلیت دی. له همدې امله هېڅوک باید په هېڅ ځای کې په خپله خوښه او خپل‌سري ډول (د خپل ګومان پر بنسټ) د شرعي حدودو د تثبیت او تطبیق په اړه اقدام ونه کړي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[۱] عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیة، ص ۴۸۱؛ الدجني، یحیی، مخاطر عبادة الشیطان علی الدعوة الإسلامیة، ص ۳۵؛ الغانم، یحیی، «عباد الشیطان»، مجله نصف الدنیا، ص ۷۲–۷۳؛ الزوبی، ممدوح، عبدة الشیطان، ص ۱۲۲.

[۲] وزارة الأوقاف والشؤون الإسلامیة، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ټوک ۳، مخ ۱۷۵.

[۳] الضومط، ریما سلیم، «عبادة الشیطان شکل من أشکال التمرد علی السلطة»، ص ۱۲؛

حنفي، عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیة، ص ۴۸۴.

[۴] نجاتي، محمد عثمان، القرآن وعلم النفس، قاهره: دار الشروق، لومړی چاپ، ۱۴۰۲ق، ص ۲۴۱.

[۵] الرعد: ۲۸.

[۶] الباش، حسن، عبدة الشیطان وحرکات انحرافیة أُخری، ص ۱۲؛ قرضاوي، یوسف، جریمة الردة وعقوبة المرتدین، بیروت: المکتب الإسلامي، درېیم چاپ، ۱۴۱۸ق، ص ۴۴–۴۵؛ علوان، عبدالله ناصح، حریة الاعتقاد في الشریعة الإسلامیة، قاهره: دار السلام، څلورم چاپ، ۱۴۱۴ق، ص ۱۱۱.

خدای جل جلاله ته پناه وړل او د شیطان له دوکې څخه ځان ساتل د دینونو، افرادو او ټولنو لپاره د شیطان‌ پرستۍ خطر شی شیطان پرستي شیطان‌پرستي، انحراف، عقاید
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۱۷)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴) د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD6 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۷) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې وړاندې تر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه سریزه په تېرو برخو کې مو وویل چې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.