لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)
(۴) پر معاصر تناسخ باور
ساينټولوژېستان که څه هم د معاد او قيامت له شتون څخه انکار کوي، خو د روح پر ژوندي پاتې کېدو او دوراني بهير باور لري. د دوی پر باور ثېتن (روح) د بدن له مرګ څخه وروسته ژوندی پاتې کېږي او يو نوي بدن ته داخلېږي.
په ساینټولوژۍ کې د انسان روح ته «ثېتن» ویل کېږي. د دوی پر باور روح ابدي دی، د انسان له زېږون څخه مخکې هم موجود و، څو ځله یې بېلا بېل بدنونه تجربه کړي دي او له مرګ څخه وروسته بېرته بل بدن ته لېږدول کیږي.
دا باور په اصل کې د ارواحو د تناسخ له عقیدې سره ډېر ورته والی لري؛ هغه عقیده چې په ځینو ختیځو مکتبونو، لکه هندوییزم او سیکیزم کې منل شوې ده؛ خو پوښتنه دا ده چې ولې هابارډ د «تناسخ» له اصطلاح څخه کار نه دی اخیستی؟ د دې لامل دا دی چې نوموړي غوښتل خپل دین له ختیځو ادیانو څخه بېل او متفاوت وښيي. سربېره پر دې د «تناسخ» اصطلاح په لوېدیځ کلتور کې دروند فلسفي او مذهبي ارزښت لري او هابارډ هڅه کوله چې دا باور علمي وښيي، نه دیني مفهوم.
سره له دې که د دواړو لید لورو منځپانګه سره پرتله کړو، نو په ساینټولوژۍ کې د روح د ژوند دوراني بهیر او د روح لېږد، په لږ توپیر سره هماغه د ارواحو د تناسخ باور دی. له همدې امله دا ليد لوری «معاصر تناسخ» یا «بیا تفسیر شوی تناسخ» ګڼلی شو.
(الف) د تناسخ تعریف
تناسخ په عربي ژبه کې له مرګ وروسته بل بدن ته د روح د لېږدېدو په معنا دی. په پخوانیو وختونو کې عربانو د «تناسخ» کلمه د شیانو پرله پسې والي او له یو شي څخه بل شي ته د اوښتو په معنا کاروله. هغوی باور درلود چې زمانې، پېړۍ او حکومتونه تکرارېږي او د یو او بل ځای نیسي.
په ساده توګه شیان «تناسخ» مومي، یعنې د یو بل بدیل کېږي، لکه حکومتونه یا تاریخي دورې. همدارنګه د «نسخ» کلمه د هغوی په فرهنګ کې د یو شي د له منځه وړلو او د بل شي د ځای پر ځای کولو په معنا وه، لکه د پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام پرله پسې لېږل کېدل، چې یو تر بل وروسته او بې وقفې راځي. [۱]
په قاموسونو کې ویل شوي دي: «د شیانو تناسخ» یعنې یو شي د بل شي ځایناستی کېدل او «د ارواحو تناسخ» یعنې له یوه بدن څخه بل بدن ته د روح انتقال، که هغه د انسان په بڼه وي او که د حیوان، چې روح د هغو نېکو یا بدو کړنو په بدل کې، چې په پخواني ژوند کې یې ترسره کړې وي، ثواب یا سزا وویني. [۲]
د فلسفي فرهنګ له مخې هم «تناسخ» په همدې معنا راغلی دی، یعنې له مرګ څخه وروسته له یو جسم څخه بل جسم ته د روح لېږد.[۳]
ځینې کسان دا باور «تفصص» هم بولي چې د تجزیې او وېش معنا لري او د دې لید لوري له مخې روح د دې عمل ترسره کوونکی ګڼل کېږي. د دې باور له مخې روح یو ابدي او پایداره جوهره دی، خو جسم یوازې موقتي او فنا کېدونکی لوښی دی، چې روح یې پرېږدي او نوي لوښي ته ترې ننوځي.[۴]
(ب) د تناسخ ډولونه
د دې عقیدې د ځینو پیروانو د لید لوري له مخې، تناسخ په څلورو ډولونو یا څلورو پړاوونو وېشل کېږي:
(۱) نسخ: په دې پړاو کې روح له یو انسان څخه بل انسان ته لېږدول کېږي. دوی دا پړاو «نسخ» بولي؛ ځکه روح له یو شخص څخه جلا کېږي او د بل شخص په بدن کې را څرګندېږي.
(۲) مسخ: دا پړاو هغو انسانانو پورې اړه لري چې د ناسمو کړنو او ګناهونو له امله د هغوی روح له مرګ وروسته د حیواناتو بدنونو ته انتقالېږي. په دې حالت کې د روح انتقال د حیواني جنس په محدوده کې ترسره کېږي.
(۳) رسخ: په دې پړاو کې روح نباتي موجوداتو ته لېږدول کېږي. د دوی په باور رسخ تر نسخ ډېر سخت او دروند دی؛ ځکه لومړی دا چې انتقال له یوه جنس څخه بل جنس ته کېږي، لکه د انسان روح چې نبات کې ننوځي. دویم دا چې روح په دې حالت کې د اوږدې مودې لپاره په یو ثابت او بېحرکته حالت کې پاتې کېږي، لکه نبات یا ان ډبره چې ډېر ثبات لري.
(۴) فسخ: دا پړاو د نورو پړاوونو خلاف دی او تر هغو نباتاتو ځانګړی دی چې پرې کېږي او یا تر هغو حیواناتو چې ذبح کېږي؛ داسې موجودات چې له نابودېدو وروسته یې اثر نه پاتې کېږي. په دې پړاو کې د ارواحو تر ټولو ټیټه مرتبه پای ته رسېږي او د تناسخ دوره انجام ته رسېږي.[۵]
په راتلونکې برخه کې به د اسلام له نظره د تناسخ د عقیدې باطلوالی وڅېړو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. تناسخ الأرواح، أصوله وحکم الإسلام فیه، ص ۲۳۱.
[۲]. المعجم الوسیط، مجمع اللغة العربیة، قاهره، ص ۵۵.
[۳]. المعجم الفلسفي، مجمع اللغة العربیة، قاهره، ص ۵۵.
[۴]. أمین طلیع، التقمص، ص ۱۱.
[۵]. تناسخ الأرواح، أصوله وحکم الإسلام فیه، ص ۲۰۱، د دې اثر له مخې: ضحی الإسلام، ټوک ۱، ص ۲۵۰؛ والفلسفة الإسلامیة، ص ۱۳۴.


