لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۵)
له معاد (قیامت) څخه د انکار کوونکو شکونه
(۱) له معاد څخه د انکار کوونکي شک: انکار کوونکی د زړو او خرابو شویو هډوکو په کتو سره، د هغوی بیا ژوندي کېدل ناشوني ګڼي او وايي: “مَنْ یُحْیِ الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیمٌ.”
د خدای جل جلاله ځواب:
(الف) خدای جل جلاله انسان ته یادونه کوي چې ته خپله هم پخوا هېڅ نه وې او خدای جل جلاله ته له یوې ناچیزې نطفې څخه پیدا کړې، نو هماغه ذات چې ته یې له نه شتون څخه شتون ته راوستې، د دې وړتیا لري چې تا بیا را ژوندی کړي. (قُلْ یُحْیِیهَا الَّذِی أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّهٍ.)
(ب) الله جل جلاله پر خپلو ټولو مخلوقاتو، ان د خرابو شویو هډوکو تر ټولو وړو ذرو باندې هم علمي درک لري، لکه چې وايي: «وَهُوَ بِکُلِّ خَلْقٍ عَلِیمٌ.»
(ج) دا یوه ورځنۍ معجزه ده؛ څنګه له یوې شنې او لمدې ونې (چې د ژوند نښه او د اور ضد ده) اور راځي؟ دا ښيي چې خدای جل جلاله له ضد څخه د یو څه را پیدا کولو وړتیا لري، نو له همدې امله له خاورو څخه د مړو را ژوندي کول د هغه لپاره ستونزمن نه دي.
(د) د اسمانونو او ځمکې ستره پنځونه د خدای تعالی پر دې وړتیا روښانه دليل دی، چې انسانان بیا را ژوندي کولای شي، لکه چې وايي: “أَوَلَیْسَ الَّذِی خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بِقَادِرٍ… .”
(هـ) د«کُنْ فَیَکُونُ په امر کې خدای جل جلاله خپل بشپړ ځواک بیانوي، چې د یو شي د پیدا کولو لپاره یوازې د « وشه» ویلو ته اړتیا لري.
(۲) “أَیَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ • بَلَى قَادِرِینَ عَلَى أَنْ نُسَوِّیَ بَنَانَهُ”[1] ژباړه:«ايا انسان دا ګومان کوي چې موږ به يې هډوکي را ټول نه کړو؟ ولې نه، موږ خو ان د هغو بندونو (او ګوتو سرونو) پر سم برابرولو ځواکمن يو»
(۲) له معاد څخه د انکار کوونکي شک: منکر په خاوره کې د خوسا شویو او خرابو شويو هډوکو د را ټولولو او بیا رغولو په اړه شکمن دی.
د الله جل جلاله ځواب: خدای جل جلاله نه یوازې د هډوکو په را ټولو قادر دی، بلکې د بدن تر ټولو دقیقې او پېچلې برخې، یعنې د ګوتو ځانګړې کرښې (بَنان) بیا رغول هم ممکن بولي. دا ځواب هم د خدای جل جلاله قدرت څرګندوي او هم د بیا رغونې دقت، په داسې ډول چې د فرد هویت په بشپړه توګه خوندي پاتې کېږي.
(۳) “یَا أَیُّهَا النَّاسُ إِنْ کُنْتُمْ فِی رَیْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاکُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَهٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَهٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَهٍ مُخَلَّقَهٍ وَغَیْرِ مُخَلَّقَهٍ… • وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَهً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیجٍ• ذَلِکَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ یُحْیِ الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ • وَأَنَّ السَّاعَهَ آتِیَهٌ لَا رَیْبَ فِیهَا وَأَنَّ اللَّهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُورِ.”[2] ژباړه«ای خلکو! که د بيا ژوندي کېدو په اړه په څه شک کې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا کړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له ټوټې چې پوره شکل لرونکې هم وي او نيمګړي شکل والا هم… او ته خو ځمکه وينې چې وچه او شاړه ده، بيا چې کله اوبه ورباندې را ووروو کړو، نو وخوځېږي، را ډډه شي او هر ډول تاند شنېلي را وټوکوي. دا (بيان) دليل دی په دې خبره چې يقينا الله تعالی حق دی او یقينا الله تعالی هغه ذات دی چې را ژوندي کوي مړي او يقينا الله تعالی په هر څه باندې قادر دی. بېشکه قيامت راتلونکی دی، نشته هېڅ شک په دې کې او بېشکه الله تعالی به را پورته کوي هغه څوک چې په قبرونو کې دي.»
په دې ایت کې خدای جل جلاله د معاد انکار کوونکو ته په دوو قوي دلايلو ځواب ورکوي:
(الف) خدای جل جلاله د انسان د خلقت دقیق او حیرانوونکي پړاوونه (له خاورې څخه تر نطفې او بیا تر بشپړ جنین پورې) بیانوي او دا پوښتنه په ذهن کې را ولاړوي چې که څوک وکولای شي دا پېچلې پنځونه له هېڅ څخه را منځ ته کړي، نو ایا د هغې بیا رغونه به تر دې سخته وي؟
(ب) دا یو ژوندی او د ټولو انسانانو لپاره د لیدو وړ تمثیل دی. وچه او مړه ځمکه، کله چې باران پرې وورېږي، بدلېږي او په بشپړ ډول د ژوند او خوښۍ ډګر کېږي. د نباتاتو را ژوندي کول د انسانانو د را ژوندي کولو یوه کوچنۍ بېلګه ده. د مړې ځمکې بیا را ژوندي کېدل د دې څرګند دلیل دی چې خدای د مړو د بیا را ژوندي کولو وړتیا لري.
(۴) “وَکَانُوا یَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَکُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ • أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ • قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِینَ وَالْآخِرِینَ • لَمَجْمُوعُونَ إِلَى مِیقَاتِ یَوْمٍ مَعْلُومٍ”[3] ژباړه: «او هغوی به ويل: ايا کله چې مړه شو او خاورې هډوکي يوو، نو ايا بيا به را پورته کېدونکي يوو؟ ايا زموږ مخکني پلرونه هم؟ ورته ووايه: بېشکه مخکني او وروستني (ټول)؛ هرو مرو د يوې ټاکلې ورځې وخت ته را يوځای کېدونکي دي.»
(۵) «أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ بَنَاهَا • رَفَعَ سَمْکَهَا فَسَوَّاهَا • … وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِکَ دَحَاهَا • … أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ»[4] ژباړه:«ايا ستاسې پيدا کول سخت دي، که د اسمان چې هغه جوړ کړی دی؟ هغه يې هسک او بيا يې سم برابر کړی… او له هغه وروسته يې ځمکه وغوړوله. … نو ايا ستاسې پيدا کول سخت دي، که د اسمان؟»
(۳) له معاد څخه د انکار کوونکي شک: انکار کوونکی خپل بیا ځلي را ژوندي کېدل سخت او ناممکن امر ګڼي.
د الله جل جلال ځواب: خدای جل جلاله د انسان د پیدایښت عظمت د اسمانونو او ځمکې د پیدایښت له عظمت سره پرتله کوي او انسان ته پوهه ورکوي، چې ستا پیدایښت تر اسمانونو ساده دی، نه د اسمانونو هغه ستر عظمت. که خدای د داسې ستر اسمان پیدایښت کولای شي، نو ستا بیا رغونه به د هغه لپاره ستونزمنه وي؟ دا دلیل د انسان شک او نیوکه په بشپړ ډول له منځه وړي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ قیامه، آیات ۳-۶.
[2]. سورۀ حج: آیات ۵-۷.
[3]. سورۀ واقعه: آیات ۴۷، ۵۰، ۵۷، ۶۲.
[4]. سورۀ نازعات: آیات ۲۷ و ۳۳.


