لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۶)
نور ماسوني سیاستوال
په تېره برخه کې مو د هغو سیاستوالو د یوې ډلې په اړه خبرې وکړې چې د فراماسونرۍ پلویان او د دې عقيدې تر اغېز لاندې وو. په دې برخه کې یو شمېر نور هغه سياستوال چې د فراماسونرۍ پلوي دي څېړو.
(۷) ادولف کرمیو (ایزاک یا اسحاق کرمیه، ۱۸۸۰م): نوموړی په (۱۸۴۸م) کال کې د فرانسې د عدلیې وزیر او د پاریس د یهودیانو د ټولنې ريیس و. نوموړی یو صهیونیستي ماسون او د پاریس د لوی ماسوني محفل «لوی استاد» بلل کېده. هر ځای چې یهودیان موجود وو، د هغوی د قضیو خدمتګار و؛ د یهودو د ګټو د تحقق او د هغوی د رسمي امتیازاتو د تضمین لپاره یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.[1]
(۸) ارنستو ناتان (۱۹۲۱م): یو ایټالوي سیاستوال او (۱۹۰۷م) څخه تر (۱۹۱۳م) پورې د «روم» ښاروال و. د خپلې دندې پر مهال یې له ټولو ملکي ښوونيزو موسسو څخه د دیني زدهکړو مضمون د لرې کلو هڅه وکړه. ناتان یو یهودي ماسون و او په ایټالیا کې یې د «لوی ختیځ» ماسوني محفل د «لوړپوړي لوی استاد» (تر ټولو لوړه افتخاري رتبه) مقام درلود.[2]
(۹) والتر راتناو (۱۹۲۲م): یو الماني سیاستوال او له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وړاندې د المان د صنعت او اقتصاد له مشرانو څخه و؛ نوموړی هم يو یهودي ماسون و. دی په خپله یوه وینا کې وایي: «درې سوه سیاستوال چې یو بل پېژني، د اروپا چارې او (اوس د ټولې نړۍ چارې اداره کوي) او خپل ځای ناستي په خپله ټاکي.»[3]
(۱۰) مصطفی کمال اتاترک (۱۹۳۸م): اتاترک د ترکیې نامتو قومندان و، چې د اسلامي خلافت نظام یې ړنګ کړ او د نوې ترکیې دولت د رسمي دین په توګه یې د اسلام د لغوه کولو غوښتنه وکړه. اتاترک یو ماسون و چې د اسلام له نښو او مظاهرو سره یې ښکاره دښمني درلوده؛ له همدې امله د هغو «اتلانو» له جملې څخه وشمېرل شو چې ماسوني محفلونه پرې ویاړي او نور خلک له اتاترک څخه پیروۍ ته را بولي.
اتاترک همدارنګه د «ځوانې ترکیې» د ګوند له بنسټ ايښودونکو څخه و، هغه ګوند چې د ماسوني رسمي خپرونو له مخې په بشپړه توګه له ماسونیانو جوړ شوی و او اصلي مشران یې یهودیان وو. دغې ګوند د سلطان عبدالحمید د سلطنت په نسکورېدو کې ډېر ستر رول ولوباوه او ان په دې اړه خپله د سلطان عبدالحمید شاهدي هم موجوده ده.[5]
ایا دغه مشران د ماسونرۍ له پټو موخو ناخبره وو؟
کېدای شي کوم څوک ادعا وکړي چې دا مشران هم د نورو عامو ماسونیانو په څېر د ماسونرۍ له حقیقت او د هغې له پټو موخو څخه ناخبره وو.
خو دا باید ومنل شي، چې که څه هم دا فرضیه د احتمال له مخې د سموالي امکان لري، خو ځواب یې روښانه دی؛ ځکه دا سیاستوال یوازې عادي او د سیاست په ډګر کې ښکېل کسان نه وو، بلکې د بشري تاریخ له تر ټولو ځیرکو، خطرناکو او غوره نخبګانو څخه شمېرل کېدل؛ داسې کسان چې بشپړ دولتونه یې جوړ کړل او داسې وسایل او نظامونه یې په واک کې درلودل چې هغوی ته یې دا توان ورکاوه چې د خپل شاوخوا پټو سازمانونو تر ټولو دقیقو رازونو ته لاسرسی ومومي.
سربېره پر دې د ځینو په اړه یې د ماسونرۍ له پټو موخو سره د ثابتې همکارۍ او ملاتړ شواهد هم شته؛ له صهیونیزم سره له خدمت څخه نیولې، له دین سره تر دښمنۍ او د الحاد او اباحه پالنې تر خپرولو پورې.[6]
(۳) په تاوتریخوالي او د اوضاع په ګډوډولو کې د ماسونرۍ د غړو سیاسي لاسوهنه
د فراماسونرۍ د ښکاره ښکېلتیا روښانه بېلګې په ویجاړوونکو سیاسي فعالیتونو او مجرمانه کړنو کې د دوی لاسوهنې دي چې د هېوادونو او نړۍ په کچه یې د سیاسي حالاتو پر بدلون ژور اغېز کړی دی. د دوی ځینې کړنې په لاندې ډول دي:
(۱) د اتریش د ولیعهد ترور او د لومړۍ نړیوالې جګړې را منځته کېدل: سیاسي سرچینې ټینګار کوي چې د (۱۹۱۴م) کال د جون په (۲۸مه) په «بوسنیا» کې د اتریش د ولیعهد «ارشیدوک فرانتس فردیناند» ترور د یوه ماسوني بانډ له خوا ترسره شو او د ترور طرحه د فرانسې د لوی ماسوني محفل «ګراند اورینت دو فرانس» له لوري صادره شوې وه.[7]
اتریشی سیاستوال «فریدریش فیشتل» چې د دغې پېښې د وخت سړی و، وایي: «د اتریش د ولیعهد او هغه د مېرمنې د قاتلينو د محاکمې پر مهال په بشپړه توګه څرګنده شوه چې د ترور طرحه نه یوازې د «ګراند اورینت دو فرانس» له لوی ماسوني محفل څخه پیل شوې وه، بلکې ځینې قاتلان یې په خپله ماسونیان وو؛ همدارنګه دا هم ثابته شوه، هغه پیسې چې ترهګرو ته ورکړل شوې وې (که څه هم هغوی ته یې یوازې یوه کمه برخه ورسېده) له یوې ماسوني منبع څخه برابرې شوې وې.»[8]
لکه څنګه چې ښکاري دغه پېښه د هغې لمبې په څېر وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې اور یې بل کړ؛ هغه جګړه چې نږدې څلور کاله یې دوام وکړ، میلیونونه انسانان يې قرباني شول او هغه وخت د المانیانو شعار «یهود او ماسونیان» و.
فیشتل د همدې وينا پر دوام زیاتوي: «په هر صورت، دا لومړی ځل نه دی چې ماسونیان په یوه داسې وېروونکې او جنایتکاره پېښه کې په فعال ګډون تورنېږي.»[9]
(۲) په ایټالیا کې د دولت پر ضد توطيه: په (۱۹۸۱م) کال کې د ایټالیا امنیتي بنسټونو داسې پټو اسنادو ته لاسرسی وموند چې په هېواد کې یې د سیاست او قدرت له څېرو سره د ماسونرۍ اړیکې افشا کړې. له دغو اسنادو څخه څرګنده شوه چې د هېواد د بېلابېلو برخو، لکه پوځ، پولیس او دولت نږدې (۹۶۲) تنه خطرناک شخصیتونه د ماسونرۍ تر نفوذ لاندې دي. دغو کسانو په فاسدو کړنو لاس پورې کړی و چې موخه یې بېثباتي رامنځته کول، د واکمنو کمزوري کول او د جوړښتونو(ساختارونو) ویجاوړل وو؛ لکه وژنې، د پیسو قاچاق او ناقانونه سوداګري.[10]
همدارنګه دا هم روښانه شوه چې نړیوال صهیونیزم د ځینو دغو اشخاصو تر شا ولاړ و او د خپلو فعالیتونو او خپلو سیالانو د کړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره یې له هغوی څخه ملاتړ کاوه.
دا یوازې د شواهدو یوه برخه ده؛ په اروپایي سرچینو او نورو مراجعو کې ګڼ نور داسې مثالونه شته چې په ټینګار سره څرګندوي چې ماسونري په پټو فعالیتونو او سیاسي توطيو کې ښکېله وه؛ داسې فعالیتونه چې د ګڼو انسانانو د وژلو په بیه تمامېدل.
ان دا ادعا هم کېدای شي چې د سیاست ډګر د دې خوځښت د فعالیت او ځان ښودنې تر ټولو مهمه صحنه او میدان و؛ ځکه د دې حرکت بنسټیز او اساسي هدف پر حکومتونو او سیاسي خوځښتونو ګوزار کول او د خپلې مطلوبې واکمنۍ لپاره زمینه برابرول و. دا هدف او نورې موخې یې د سیاست په ډګر کې د رول د لوبولو له لارې عملي کېدلې.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الماسونیة العالمیة، مخ: ۸۷.
[2]. هماغه منبع، مخ: ۸۴.
[3]. أسرار الماسونیة، مخ: ۵۳.
[4]. دا ګوند یو سیاسي او ماسوني ګوند و چې په پیل کې د هغو نظامي زده کړيالانو له لوري رامنځته شو چې د سلطان عبدالحمید او د هغه د واکمنۍ له بڼې یې کرکه درلوده. لږه موده وروسته د «دونمه» یهودیان چې په ظاهره یې ځانونه مسلمانان ښودل او د ترکیې ځینې ستر سیاسي شخصیتونه له دې ګوند سره یوځای شول، چې په پایله کې یې د «اتحاد او ترقۍ» په نوم ډله رامنځته شوه او وتوانېدل چې په (۱۹۰۹م) کال کې سلطان عبدالحمید له واکه لرې کړي.
[5]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۶.
[6]. هماغه منبع.
[7]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۷.
[8]. الماسونیة العالمیة، مخ: ۱۴۵.
[9]. هماغه منبع، مخ: ۱۳.
[10]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۹.


