لیکوال: محمدعاصم اسماعیل زهي
هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۱)
هیومنېزم له مسلمان سره په مخامخ کېدو کې
د انسانیت په نوم رښتیني مسلمان ته ویل کېږي: وروره! له خلکو ځان مه جلا کوه! ځکه چې ټوله بشري ټولنه یوه کورنۍ ده، نو له هغوی سره د کورنۍ د غړو په څېر چلند وکړه او ځان بېل او ځانګړی مه ګڼه! په «انساني» فعالیتونو او د «انساني» تمدن په څرګندونو کې برخه واخله!
موږ هغوی ته نه وایوو: ایا تاسو له مسلمانانو سره د خپلې «انساني» او «نړيوالې» کورنۍ د غړو په څېر چلند کړی دی؟ حق مو د دې پر بنسټ ورکړی دی چې هغوی د همدې کورنۍ غړي دي؟ هغوی مو نه دي تعقیب کړي، له خپلو ټاټوبو مو نه دي شړلي او نه مو دي رټلي؟ له هغوی سره مو تعصب نه دی کړی او د هغوی د ځورولو لپاره مو یووالی نه دی ښودلی!؟ موږ هغوی ته داسې خبره نه کوو؛ ځکه له هغوی سره شخړه هېڅ ګټه نه لري، بلکې موږ د هغوی له خپل ځان څخه شاهدي او ګواهي ورکوو؛ ځکه هغه په ګواهۍ ورکولو کې تورن نه ګڼل کېږي!
«ارنولد ټوین بي» د معاصر وخت نوموتی تاریخ لیکونکی دی، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هغه تعصب یوه مشهوره موضوع ده. هغه په یوه وینا کې چې سرلیک یې «اسلام، لوېدیځ او راتلونکی» دی، نړۍ د لوېدیځ پالنې پروسې په اړه په دوو برخو وېشي، چې یو لوری یې بې عقله تعصب کوونکي او بل لوری يې بې احتیاطه تقلید کوونکي دي او د کمال اتاترک د غورځنګ له ستاینې وروسته، چې د لوېدیځ تقلید یې کاوه، وايي: «څارونکی لوېدیځ باید د ښه چلند او ادب حدود په پام کې ونیسي او مسخره یې نه کړي؛ ځکه هغه څه چې ترکي تقلید کوونکي یې ترسره کوي، په حقیقت کې د خپل هېواد او خپلو هېوادوالو حالت بدلول دي، هغه حالت چې موږ د لوېدیځ د چلند له امله د اسلام پر وړاندې د هغوی د نشتوالي له کبله انتقاد کاوه، حال دا چې اوس که څه هم ناوخته هڅه کوي چې د یوه لوېدیځ حکومت او ملت په څېر تقلید وکړي.»
بيا وايي: «کله چې هغه موخه چې دوی یې غوښتنه لرله په بشپړ ډول درک کړو، یوازې کولای شو په حیرانتیا سره دا پوښتنه راپورته کړو چې ایا دغه موخه په رښتیا هم د هغو هڅو سپیناوی کوي، چې دوی په خپله مبارزه کې پرې د ترلاسه کولو لپاره مصرف کوي!؟
بیا وايي: «موږ هغه تقلید کوونکي ترکي مسلمانان نه خوښو چې زموږ غوسه راپاروي، کله چې له پورته ځایه موږ ته د فریسي او زندیق په سترګه ګوري او د دې لپاره چې هغه یې زموږ په څېر نه دی پیدا کړی د خدای جل جلاله شکر کوي؛ ځکه چې پخوانیو ترکي تقلید کوونکو خپل خلقت له ځانګړې خټې ګڼو، موږ هڅه وکړه چې دغه (ځانګړې خټه) د یوې بد بویه او کرکې وړ بڼې په توګه انځور کړو، چې د ترکانو له عظمت او وېرې څخه يې کم کړو او هغوی ته «نامعلوم ترکان» ووایو، تر هغه چې بالاخره وتوانېدو د هغوی باور له منځه یوسو او هغوی دې ته اړ کړو چې دغه «تقلیدي» انقلاب ترسره کړي، کوم چې اوس یې زموږ د سترګو پر وړاندې عملي کوي.»
په همدې ډول وايي: «اوس وروسته له دې چې ترکانو زموږ په هڅونه او څارنه بدلون وکړ او وروسته له هغه چې دوی دومره شوي چې د ځان او شاوخوا هېوادونو په څېر د ځان جوړولو لپاره هره لاره لټوي، اوس د تنګسې، فشار او ان غوسې احساس کوو…» لکه د سامويل په شعر کې، هغه وخت چې بني اسرايیلو د خپلې موخې په زشتۍ او بدرنګۍ اعتراف وکړ او د پاچا د شتون غوښتنه یې وکړه… .
«له همدې امله زموږ نوي شکایتونه د ترکانو په اړه په دې حالت کې بېځایه دي او یو ترک کولای شي موږ ته داسې ځواب راکړي، هر کار چې هغه کوي زموږ له نظره خطا ګڼل کېږي.»
په هر حال کې کېدای شي زموږ انتقاد د ترکانو په اړه سخت او نامناسب وي، خو دا نه تعصبي دی او نه هم له موضوع څخه بهر، نو که د ترکانو هڅې بې پایلې نه شي (یعنې که بریالي شي)، نو د تمدن میراث به څه لاسته راوړنه ولري؟ دا خبره د تقلید کوونکو د حرکت له دوو اصلي کمزوریو پرده پورته کوي: لومړی: «د اتاترک غورځنګ تقلیدي او پیروي کوونکی دی، نوښت نه لري. له همدې امله که بریالی هم شي، د انسان په نفس کې د نوښت وړتیا یو ذره هم نه ازادوي، بلکې یوازې د هغو محصولاتو په زیاتوالي تمامېږي چې وسایل او ماشینونه یې په هغو ټولنو کې تولیدوي چې له هغوی تقلید شوي دي. دویم: که چېرې د تقلید کوونکو حرکت په یوه حیرانوونکې بریا چې تر ټولو لوړ حد او دوی ورته رسېدای شي، بدل شي نو دا به یوازې د یوې کوچنۍ ډلې لپاره د خلاصون یوه لار وي، په هغو ټولنو کې چې د تقلید دغه طریقه غوره کوي؛ ځکه اکثریت هېڅ هیله نه لري چې د تقلید شوي تمدن د واکمنې طبقې غړي شي او د دې اکثریت پایله او حاصل په حقیقت کې د تقلیدي تمدن د کارګرانو شمېر زیاتېدل دي.»[1]
«د موسولیني کتنه یوه سخته او تېره کتنه وه، هغه وخت چې و يې ویل: داسې ملتونه شته چې پرولتاریايي (کارګر) دي، لکه څنګه چې پرولتاریايي طبقې او خلک شته.»[2]
مسأله دا ده چې په حقیقت کې له اسلام سره د مسلمان ټینګ او کلک تړاو هغه څه دي، چې د اسلام دښمنان سخت غوسه کوي او دوی به هېڅکله ارامتيا او سکون ونه لري، چې دغه ژمنتیا له منځه وېسي او سسته یې کړي. (هغه وسایل چې د دې لپاره کاروي، د انسانیت او نړيوالتوب بلنه ده)، نو که مسلمان په عمل کې سست شي او خپله ځانګړې ځانګړنه نوره ونه ساتي، هغوی یې سپکوي، لکه اروپایانو چې ترکان سپک کړل، وروسته له دې چې اتاترک د هغوی اسلام لرې کړ او د لوېدیځ کلتور یې ځای پر ځای کړ.
دا په داسې حال کې ده چې یو مسیحي تبلیغ کوونکی «پر اسلامي نړۍ یرغل» په کتاب کې وايي: «اروپا له ناروغ سړي (عثماني خلافت) وېره لرله؛ ځکه چې (۳۰۰) میلیونه انسانان د هغه تر شا تیار ولاړ وو، چې د لاس په یوه اشاره جګړې ته داخل شي.»
دغه وروستۍ جمله موږ دویم ټکي یا دویمې موخې ته داخلوي، چې دا د مسلمانانو پر ضد جګړه کې د انسانیت د بلنې کارول دي.[3]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص ۱۸۹، دار احیاء التراث العربی، بیروت-لبنان.
[2]. صبحی، دکتر نبیل، اسلام و غرب و آینده، ص51-53، مترجم: مجد، همایون، انتشارات: فرزان روز، تهران.
[3]. السید ولد أباه، عبدالله، الفکر الأوروبي الحدیث والمعاصر. ضمن مدخل لتکون طالب العلم في العلوم الإنسانیت، داراحیاء التراث العربی، عام 2019م، لبنان.


