لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)
د یلدا جشن د حراموالي دلیل
(۳) په ګناهونو او بې معنا کارونو د وخت ضایع کول
وخت له هغو مهمو نعمتونو څخه دی چې ډېری خلک یې په قدر نه پوهېږي؛ الله تعالی فرمایي: ﴿وَالْعَصْرِ إِنَّ الإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ﴾ ژباړه: «قسم په عصر (وخت) چې انسان په تاوان کې دی؛ مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي دي، پر حق يې سپارښتنه کړې ده او پر صبر يې سپارښتنه کړې ده.»[۱]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لا تزول قدم ابن آدم يوم القيامة من عند ربه حتى يُسأل عن خمس: عن عمره فيم أفناه، وعن شبابه فيم أبلاه، وماله من أين اكتسبه وفيم أنفقه، وماذا عمل فيما علم؟» ژباړه: «د قیامت په ورځ به د آدم اولاد تر هغې خپل قدم د رب له درګاه څخه نه خوځوي چې د پنځو شيانو پوښتنه ترې نه وي شوې: عمر یې په څه کې تېر کړی؟ ځواني یې په څه کې زړه کړې؟ مال یې له کومه تر لاسه کړی او په څه یې لګولی؟ په هغه علم چې یې درلود، څنګه عمل کړی دی؟»[۲]
هغه خلک چې خپل وخت د یلدا شپې په څېر مجلسونو او جشنونو تېروي، د وخت له ارزښت څخه تر ټولو لرې او ناخبره انسانان دي! تر دې هم لوی مصیبت دا دی چې ځینې خلک د خپلو پخوانیو باورونو پر اساس ټوله شپه ویښ پاتې کېږي او داسې فکر کوي، لکه د عبادت په موخه چې شپه سبا کوي! الله تعالی دې موږ له دې ښکاره ګمراهیو څخه وساتي. ولې د الله تعالی لپاره او د خپلو ګناهونو د بښنې په نیت په ویښه شپه نه سبا کوي؟ ولې د شپې پر مهال پر خپل حال نه ژاړي او استغفار نه وایي، خو د یوه جاهلي رسم د راژوندي کولو لپاره تر سهاره ویښ پاتې کېږي؟ خپل وخت په تر ټولو بدو کارونو او د اسلامي شریعت په مخالفت کې تېروي او که په همدې حال کې مړه شي، نو له خپلو هماغو نیکونو سره به راپاڅول کېږي! الله جل جلاله دې پناه راکړي! د دین نښې له منځه تللي، سنت پردي شوي او جهل او ګمراهي تر دې کچې رسېدلې چې خلک معروف منکر ګڼي او منکر معروف! «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ».
خلک د یلدا او یلدا په څېر مراسمو او همدارنګه په نوروز او نورو حرامو جشنونو خپل وخت ضایع کوي او د الله تعالی له اطاعت څخه ناخبره پاتې کېږي! دوی څنګه خپل وخت د الله تعالی په نافرمانۍ کې تېروي او له خپلو واجباتو غافلېږي؟ اسراف کوي، له نامحرمو سره اختلاط کوي او د بې معنا او جاهلو باورونو د ټینګښت لپاره سره راټولېږي! حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «نعمتان مغبون فيهما كثير من الناس: الصحة والفراغ.» ژباړه: «دوه نعمتونه دي چې ډېر خلک پکې تاواني دي (قدر یې نه پېژني): روغتیا او فراغت (وخت).»[۳]
خلک د دې پر ځای چې له خپل وخت څخه ګټه واخلي او له الله تعالی څخه د مغفرت غوښتنه وکړي، خپل وخت ضایع کوي او د الله جل جلاله د عذاب په لور منډې وهي؛ الله تعالی فرمایي: ﴿وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ.﴾ ژباړه: «او دخپل رب د بخښنې او هغه جنت په لوري بېړه وكړئ چې پلنوالى يې، لكه اسمانونه او ځمكه ده او متقيانو ته چمتو شوى دی.»[۴]
(۴) د باطلو دودونو او د نیکونو د جاهليت دورې د ادابو راژوندي کول
هر هغه څوک چې خلکو ته ناسم لوری او طریقه وروښيي، دې لوري ته یې رابولي او یا د خلکو تر منځ داسې عقايد او مسايل بیا راژوندي کوي، د هغه د ټولو پیروانو ګناه همدې کس ته هم ورګرځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «من سنَّ سنةً خيرًا فاتُّبع عليها فله أجرها ومثلُ أجورِ من اتبعها غيرَ منقوصٍ من أجورهم شيئًا، ومن سنَّ سنةً شرًّا فاتُّبع عليها كان عليه وزرُها ومثلُ أوزارِ من اتبعها غيرَ منقوصٍ من أوزارهم شيئًا.»
ژباړه: «هر هغه څوک چې په اسلام کې یوه ښه لاره او طریقه رامنځته کړي او خلک پرې عمل وکړي، نو اجر به یې ده ته هم رسېږي او د هغو کسانو د اجر په اندازه اجر به ورکول کېږي چې د ده پیروي یې کړې وي، پرته له دې چې د هغوی له اجرونو څخه څه کم شي او هر څوک چې په اسلام کې یوه بده لاره او طریقه رامنځته کړي او خلک عمل پرې وکړي، نو ګناه به د ده پر غاړه هم وي او د هغو کسانو د ګناهونو اندازه به هم ورباندې وي چې د ده پیروي یې کړې وي، پرته له دې چې د هغوی له ګناهونو څخه څه کم شي.»[۵]
(۵) غیبت او بې ځایه خبرې
په دغسې مجلسونو کې غیبت، بې معنا، پوچې او له ګناه ډکې خبرې تبادله کېږي او خلک د یو بل په اړه د ناسم ګومان پر بنسټ خبرې کوي؛ حال دا چې الله تعالی غیبت حرام کړی او فرمایلي یې دي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ.﴾ ژباړه: «ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له ډېرو بد ګومانيو ځان وساتئ، پرته له شکه ځينې بد ګومانونه ګناه ده او (د چا عيب) پلټل مه كوئ او د يو بل غيبت مه كوئ؛ ايا له تاسي څخه كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړ ورور غوښه وخوري؟ نو تاسي خو يې بده ګڼئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى او مهربان دى.»[۶]
همدارنګه روایت شوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ حضرت عایشه رضی الله عنها ته وفرمایل: «لَقَدْ قُلْتِ كَلِمَةً لَوْ مُزِجَتْ بِمَاءِ الْبَحْرِ لَمَزَجَتْهُ.» ژباړه: «(ای عایشې!) تا داسې خبره وکړه چې که د سمندر له اوبو سره ګډه شي، نو حتماً به ټول سمندر ناپاک کړي.»[۷]
رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه فرمایلي دي: «إِنَّ أَرْبَى الرِّبَا اسْتِطَالَةُ الْمَرْءِ فِي عِرْضِ أَخِيهِ.» ژباړه: «بېشکه تر ټولو بد زیاتی دا دی چې انسان د خپل ورور په عزت او ابرو تېری وکړي.»[۸]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلوکې برخه
سرچینې:
[۱]. د عصر سورت، آیتونه: ۱–۳.
[۲]. ترمذي، الجامع الصحيح سنن الترمذي، ج۴، ص۶۱۲، حدیث: ۲۴۱۶.
[۳]. ابن ماجه، سنن ابن ماجه، ج۲، ص۱۳۹۶، حدیث: ۴۱۷۰.
[۴]. د آل عمران سورت، آیت: ۱۳۳.
[۵]. ترمذي، محمد بن عیسی، الجامع الصحيح سنن الترمذي، ج۵، ص۴۳، کتاب العلم، باب ما جاء فيمن دعا إلى هدى فاتبع أو إلى ضلالة، حدیث: ۲۶۷۵، ناشر: دار إحياء التراث العربي – بیروت.
[۶]. د حجرات سورت، آیت: ۱۲.
[۷]. نووي، الأذكار النووية، ج۱، ص۳۳۶، حدیث: ۸۹۳.
[۸]. بیهقي، شعب الإيمان، ج۵، ص۳۱۳، حدیث: ۶۷۶۹.


