Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي»ساينټولوژي؛ رېښې او باورونه (برخه: ۶)
ساینټولوژي چهارشنبه _31 _دسمبر _2025AH 31-12-2025AD

ساينټولوژي؛ رېښې او باورونه (برخه: ۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
ساينټولوژي؛ رېښې او باورونه (برخه: ۶)
اسلام او رواني روغتیا
(۴) د دعا له لارې ذهني سکون
دعا د ژغورلو کیلي ده. دعا د الله او د هغه د بندګانو ترمنځ یو راز دی. دعا په اسلام کې دومره مهمه او ارزښتناکه ده، چې ان د عبادت مغز بلل شوې ده. دعا او زارۍ د غم او اندېښنو په کمولو کې ډېر زيات رول لري او د رواني او معنوي درملنې تر ټولو غوره وسیله ګڼل کېږي.
کله چې انسان خپل رب ته د دعا لاسونه لپه کوي، د هیلو، تړاو او داخلي امنیت احساس پیدا کوي. دا احساس د غم او خپګان په لرې کولو کې مرسته کوي او انسان روحي او رواني سکون ته رسوي.
دعا روح ته ارامتیا ورکوي، ذهن روښانوي او په زړونو کې تل پاتې هیلې را ژوندۍ کوي. پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وايي: «دعا د مؤمن وسله ده.»[1] یوه داسې وسله چې د جګړې لپاره نه، بلکې د داخلي سولې او ارامۍ د ترلاسه کولو لپاره، د ستونزو او کړکېچونو پر مهال د ثبات او ټینګې ارادې او … لپاره.
دعا یوازې زارۍ نه دي، بلکې د ایمان، باور او هغه خالق سره د اړیکې نښه ده چې تل ژوندی او بښونکی دی. همدا اړیکه او هیله د انسان لپاره د روحي او رواني سکون سرچینه ګڼل کېږي.
خدای جل جلاله وايي: “وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ”[2] ژباړه: «او ستاسو پرودګار وویل: ما یاد کړئ، زه به ستاسو غوښتنې قبولې کړم.»
دا الهي بلنه د انسان په وجود کې باور او ډاډ را ژوندی کوي. یوازې دا باور چې« یو څوک شته چې زما خبرې اوري او ځواب راکوي» دا د ډېرو اندېښنو رواني بار کموي.
دغه ‌راز پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم ویلي دي: “إنه مَنْ لَمْ يَسْأَلِ اللَّهَ يَغْضَبْ عَلَيْهِ”[3] «هغه څوک چې له الله جل جلاله څخه څه و نه غواړي، الله پرې غضب کوي.» له دې حديث شريف څخه څرګندېږي چې له الله جل جلاله څخه دعا او غوښتنې نه کول، د هغه د غضب لامل کېږي او انسان له داخلي تشې، پرېشانۍ او فکري بې ‌ثباتۍ سره مخامخ کوي.
دعا د اسلام په رواني طب کې له ځانګړو لارو چارو څخه شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې د «ساينتولوژي» په ګډون نور باطل دینونه له دې ځانګړتیاوو بې ‌برخې دي. په ساينتولوژي کې ان د دعا په نوم کوم څه بېخي شتون نه لري او ټول تمرکز یې یوازې د انسان د روح او روان د صفا کولو او ارامولو په ځانګړو او بې ‌اغېزو لارو چارو دی.
(۵) ټولنیز تعامل او له نورو سره مرسته کول
اسلام د همدردۍ او یو بل منلو دين دی؛ خپلو پيروانو ته سپارښتنه کوي چې په غم او ستونزو کې له يو بل سره شريک شي او د اړمنو او يتيمانو مرسته او پالنه وکړي. پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم ویلي دي: “أَحبُّ الناسِ إلی اللهِ أنفعُهم لِلناسِ” ژباړه: «الله تعالی ته تر ټولو ګران هغه خلک دي، چې نورو خلکو ته یې خير ورسېږي.» همدردي، له نورو سره مرسته او غمجن کس ته تسلیت ویل، کولای شي هغه ته د ارزښت او موخو احساس ورکړي او له غم، اندېښنې او خپګان څخه یې وژغوري.
اسلام د غم او اندېښنو د لرې کولو لپاره مهم پروګرامونه او لارښوونې لري او مسلمانانو ته سپارښتنه کوي، چې که کوم مسلمان له غم او اندېښنو سره مخ شي، نو له هغه څخه د غم د لرې کولو لپاره ژر ور ودانګي، هغه ته تسلست ورکړي او غمشریکي ورسره وکړي؛ ځکه غم او اندېښنه د انسان په بدن او روح منفي اغېز کوي، د زړه او ارادې د کمزورۍ سبب کېږي او ان د رواني او عصبي سختو ناروغیو، لکه خپګان اوداسې نورو لامل کېږي. له همدې امله اسلام مسلمانانو ته سپارښتنه کوي، هغه کسان چې د خپلوانو او عزیزانو د مړینې یا نورو لاملونو له امله غمجن وي، باید خواخوږي ورسره وشي، تسلیت ورته وویل شي او په دې ډول د هغوی غم کم کړای شي.
 امام شاه ولي‌ الله محدث دهلوي رحمه‌ الله په دې اړه ويلي دي: «ځینې وخت د مړي پاتې شويو خپلوانو ته سخت غم ور پېښ شي، نو د دنيا له نظره دوی ته دا مناسب دي چې خواخوږي ورسره وشي، په دې ډول به د هغوی اندېښنه او غم کم شي؛ بل مناسبوالی دا دی چې د مړي په ښخولو کې ورسره مرسته وشي او د تسلیت لپاره په یوه شپه او ورځ کې ورته تیاری ونیول شي. د اخرت له نظره دوی د ډېرو اجرونو او ثوابونو لپاره وهڅول شي، چې دا د هغوی د ناراحتۍ، خپګان او بې ‌قرارۍ د کمېدو لپاره یو خنډ شي او د الله (ج) پر لور د رجوع دروازه پرانېزي. دوی باید د غم او خپګان له ویلو، د جامو له څیرلو او هر هغه څه څخه منع شي چې په افسوس او خپګان کې ذکر شوي وي؛ ځکه هغوی د ناروغانو په څېر دي چې د درملنې او همدردۍ اړتیا لري، نه دا چې د ناروغۍ په زیاتېدو کې يې مرسته وشي.»[4]
د اسلام په رواني سلامتیا کې بله لاره غمشریکي او له غمجن کس سره مرسته ده. دا لاره کولی شي د غم او اندېښنو په لرې کولو سره، غمجن انسان ته ذهني او روحي ارامتیا ورکړي او هغه له رواني او روحي ناروغیو څخه وژغوري. په داسې حال کې چې دا لاره په نورو باطلو دینونو کې ډېره لږه تر سترګو کېږي.
(۶) له ګناه څخه ډډه کول او د روح پاکول
د اسلام له نظره له ګناه څخه ډډه کول پر رواني روغتیا او روحي خوښۍ ځانګړی اغېز لري، خو د ګناه او نافرمانۍ ترسره کول د زړه د تیاره کېدو، نا ارامۍ، پرېشانۍ او خپګان لامل کېږي او د انسان روان له عادي حالت څخه بدلوي.
پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم ویلي دي: “إنَّ العبدَ إذا أخطأ خطيئة، نُكِتَتْ في قلبه نُكْتةٌ سوداء، فإذا هو نَزعَ واستغفر وتاب سُقِلَ قلبُه، وإن عاد زِيْدَ فيها، حتى تعلو قلبَه، وهو الرَّانُ الذي ذَكَر الله: (كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ”[5][6] «کله چې بنده ګناه وکړي، نو په زړه یې تور داغ ولګېږي، که له ګناه لاس واخلي، استغفار ووايي او توبه وباسي، زړه یې پاکېږي، خو که بېرته ګناه ته ور وګرځي، هغه توروالی زیاتېږي تر دې چې ټول زړه يې ونیسي. دا هماغه زنګ (ران) دی چې الله تعالی په قران کې ویلي دي: « داسې نه ده، بلکې هغه څه چې دوی کول، د هغوی زړونه زنګ وهلي دي.»
ګناه یو ډېر بد عمل دی، چې له اخروي پایلو پرته ، دنيوي پایلې هم لري. داسې مه ګڼئ چې ګناه يوازې د عملونو په نامه کې ثبتېږي او نور اغېز نه لري؛ نه! ګناه په دنيوي ژوند کې ځانګړی منفي اغېز لري. ګناه برکتونه له منځه وړي، زړه او روح تياره او غمجن کوي، په څېره کې توروالی او په بدن کې سستي رامنځته کوي، روزي او اقتصاد کموي، په کورنۍ او ټولنه کې ګډوډۍ خپروي او ان نظام او حکومت کمزوری کوي.
ابن قیم رحمه ‌الله په دې اړه ویلي دي: «ګناه د زړه په منځ کې یوه تیاره راولي، په څېره کې توروالی ښکاره کوي، په بدن کې سستي پیدا کوي، رزق کموي او د خلکو په زړونو کې کینه کري.» همدارنګه علماء وایي: «په الله قسم، ګناهونه د هېوادونو پر امنیت، د هغوی پر رفاه، اقتصاد او ان د خلکو پر زړونو اغېز کوي.»[7]
ان د ګناه اغېز پر کورنۍ (د اولادونو او مېرمنې په چلند) او د یو کس په ټولیز چلند کې لیدل کېدای شي. له یو صالح پېشوا څخه روایت شوی: «کله چې زه د الله نافرماني کوم، زه د هغې اغېزې د خپلې کورنۍ په ټولیز چلند کې وینم.»[8]
هره ګناه اغېزې لري، که څه هم د ارزانه دانې د کوچنیوالي په اندازه وي. هېڅکله داسې مه ګڼئ چې د ګناه اغېز ژر نه ښکاره کېږي، ځینې وخت د هغې پایلې کلونه وروسته څرګندېږي. ابن قیم رحمه‌ الله په دې اړه وایي: «هېڅکله په دې مه مغروره کېږئ چې له ګناه وروسته یې سمدستي پایلې نه وینئ؛ ځکه ځینې وخت د ګناه اغېز څلوېښت کاله وروسته ښکاره کېږي.»[9]
ګناه پرته له دې چې د انسان پر اخرت او دنیا ډېرې منفي اغېزې لري، زړه او روح تیاره کوي، د ذهن او فکر ګډوډي رامنځته کوي او د انسان روان له عادي حالت څخه لرې کوي. له همدې امله د اسلام له نظره له ګناه څخه ډډه کول د رواني او روحي روغتیا له مهمو لارو چارو څخه ګڼل کېږي.
د حیرانتیا خبره ده چې ساينتولوژي د یوه باطل دین په توګه چې د شرک او کفر په ګناه کې ډوبه ده او په مذهب کې یې نه خدای شته او نه پیغمبر، سره له دې غواړي خلک له غم، اندېښنو او رواني ستونزو څخه په تلپاتې ډول وژغوري. حال دا چې له دغو ستونزو څخه خلاصون یوازې په ایماندارۍ او له ګناه څخه په ډډه کولو کې نغښتی دی. خدای جل جلاله په دې اړه فرمايلي دي: “وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى”[10] ژباړه: «او هر څوک چې زما له ياد څخه مخ واړوي، په رښتيا سره به تنګ او سخت ژوند ولري او د قيامت په ورځ به ړانده را ژوندي کړل شي.»  الله تعالی په دې ايت کې په څرګند ډول ویلي دي، کافران او هغه کسان چې د الله له ياد څخه لرې کېږي، زه به هغوی په تنګ ژوند، غم او اندېښنو اخته کړم. اوس حبره دا ده چې ساينتولوژي څنګه کولی شي د خپلو زړو او بې‌ اغېزو ښوونو په وسیله خلک له تلپاتې غمونو او دردونو څخه وژغوري؟
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. المستدرک علی الصحیحن، ج ۱، ص ۶۶۹.

[2]. سورۀ غافر، آیه ۶۰.

[3]. سنن ترمذی، ش ۳۳۷۳.

[4]. حجة الله البالغة، ج ۲، ص ۸۰.

[5]. المطففين: 14.

[6]. سنن الترمذی، ش ۳۳۳۴.

[7]. اثر گناهان، ص ۱۲.

[8]. الجواب الکافي، ص ۱۰۵.

[9]. الجواب الکافي المعروف بـ «الداء والدواء»، ص ۱۳۰.

[10]. طه: ۱۲۴.

اسلام او رواني روغتیا ټولنیز تعامل او له نورو سره مرسته کول د دعا له لارې ذهني سکون ساينتولوژي؛ رېښې او باورونه له ګناه څخه ډډه کول او د روح پاکول
Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۰)
Next Article هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۱۰)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD
نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _1 _جنوري _2026AH 1-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD5 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱) لنډیز په دې څېړنه کې د «فراماسونري» په نوم…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD20 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴) د…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD18 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳) د یلدا…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD29 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹) (۸)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.