لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینتولوژي؛ ريښې او باورونه (برخه: ۵)
اسلام او رواني روغتیا
اسلام د یوه بشپړ دین په توګه د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه کړې ده. د اسلام لارښوونې یوازې تر عبادت، اخلاقو او نورو اړخونو محدودې نه دي، بلکې د انسان د روحي او رواني روغتیا په برخه کې هم ځانکړې لارښوونې کوي. تر نن ورځې پورې بل هېڅ دین او مذهب د اسلام په څېر په دې نه دی توانېدلی، چې د انسان د روح او رواني روغتیا په برخه کې ژوند ژغورونکي درسونه او لارښوونې وړاندې کړي. د ساينتولوژي ښوونځی چې ځان د یوه داسې دین په توګه معرفي کوي، چې د انسان روح او ذهن پاکۍ او تل پاتې نېکمرغۍ ته رسوي، خو په حقيقت کې له دې ښوونځي څخه داسې هېڅ لاسته راوړنې او پایلې نه دي تر سترګې شوي. که څه هم د ساينتولوژي ښوونځي کلیسا په امریکا کې ده، خو ډېری خلک د سټرېس په څېر له رواني او روحي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ولې ساينتولوژي په دې نه ده توانېدلې چې دوی له دې لویو ستونزو څخه وژغوروي او درملنه یې وکړي؟ ځکه معلومه خبره ده چې د ساينتولوژي دا ادعا یوازې یوه فریضه او اعلان دی، نه کوم بل څه.
په اسلامي ښوونو کې غم، پرېشاني او خپګان د انسان د ژوند یوه طبیعي تجربه ګڼل شوې ده، خو اسلام د دغو ستونزو د مقابلې لپاره اغېزمنې علمي او معنوي حللارې وړاندې کړې دي، چې که څوک یې عملي کړي، نو حتما به رواني روغتیا او سکون ته ورسېږي. لاندې د رواني روغتیا، له غم څخه خلاصون، پرېشانۍ او سټرېس په اړه د اسلام مهمې حللارې څېړو.
(۱) په خدای جل جلاله توکل او باور درلودل
پر الله تعالی توکل کول د روحي او رواني سکون له بنسټیزو ستنو څخه شمېرل کېږي. په نړۍ کې تر ټولو نېکمرغه او ارام خلک هغه دي چې پر الله توکل لري او برعکس تر ټولو غمجن او خپه خلک هغه دي، چې پر الله باور او توکل نه لري. خدای جل جلاله فرمايلي دي: “وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ”[1] ژباړه: « او هر څوک چې پر خدای جل جلاله توکل وکړي، ورته بسنه کوي.»
دا ایت څرګندوي چې کله انسان پر الله تعالی توکل وکړي او په یقین سره پوه شي، چې د نړۍ ټول کارونه د الله په اراده او حکم ترسره کېږي او بې له دې هېڅ شی نه شي پېښېدلی، نو د اندېښنې او پرېشانۍ په څېر له درانه بار څخه خلاصېږي او بالاخره رواني او روحي سکون ته رسېږي.
توکل دا نه دی چې د الله تعالی پیدا کړي وسایل او اسباب پرېښودل شي، بلکې د توکل اصل دا دی چې انسان باید اختیاري وسایل وکاروي، خو پر هغو اعتماد ونهکړي، بلکې پر الله تعالی توکل وکړي؛ ځکه تر هغه چې د الله اراده ورسره نه وي، هېڅ کار نه شي ترسره کېدای.[2]
مومنان د نړۍ تر ټولو خوشحاله خلک دي او ځانګړې روحي او رواني روغتیا لري؛ ځکه دوی پر الله تعالی ایمان لري. کله چې له ستونزو او مصیبتونو سره مخ شي، نو پر هماغه لوی ذات توکل کوي، د ستونزو د حل غوښتنه ترې کوي او کله چې له مصیبت سره مخ شي، نو د الله تعالی حکم او فیصلې ته غاړه ږدي او په همدې توګه ځان روحي سکون ته رسوي.
خو د ساينتولوژي ښوونځي په څېر د باطلو دینونو پیروان، د توکل مفهوم نهپېژني؛ ځکه دوی له خدای څخه لرې شوي دي. کله چې غمجن او خپه شي، نو د ځانګړو رواني درملنې او د خپګان ضد ګولیو ته مخه کوي، حال دا چې هېر کړي یې دي چې زړونه د الله تعالی په یاد سره ارامېږي، نه د ګولیو، شرابو او نشه يي موادو په وسیله. له همدې امله کافران تر ټولو زیات له رواني او ذهني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
(۲) د ذهني ارامتیا لپاره ذکر او عبادت غوره لار ده
د ذهنيهنر او عبادت غوره لار دهرې کوي.ودل او رواني روغتیا لپاره دویم اړين څيز د الله تعالی ذکر او عبادت دي. هېڅ شی د الله د یاد په څېر روح او ذهن ته سکون او خوشالي نه شي ورکولای. د الله یاد او د قران تلاوت د غم، پرېشانۍ او خپګان لپاره تر ټولو غوره دوا ده. که څوک قران کريم په دوامداره توګه او تل تلاوت کړي، نو هېڅکله به له پرېشانۍ او خپګان سره مخ نه شي. د ځمکې تر ټولو خوشحاله خلک هماغه دي چې د ذکر او قران ملګري دي. قران په واضح توګه بیانوي چې د خدای جل جلاله ذکر د زړه د سکون لار ده: “أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ”[3] ژباړه: « خبر اوسئ چي د خدای په ذکر سره زړونه ارامتیا موموي.»
لمونځ، دعا، د قران تلاوت، استغفار او تسبیح ټول هغه لارې دي چې انسان له منفي فکرونو څخه را باسي او معنوي سکون ته یې رهبري کوي. د معاصرې روان پوهنې ډېری څېړونکي هم دا تاییدوي چې منظم عبادتونه او د الله تعالی یاد د پرېشانۍ او خپګان په کمولو کې مثبت اغېز لري.
د خدای جل جلاله له یاد څخه مخ اړول، په ژوند کې د ډېرو ستونزو او سختیو د رامنځته کېدو لامل کېږي. خدای جل جلاله فرمايلي دي: “وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى”[4] ژباړه: « او هر څوک چې زما له یاد څخه مخ واړوي، په حقیقت کې به سخت او تنګ ژوند ولري او د قیامت په ورځ به یې ړانده را پورته کړم.»
(۳) مثبت فکر او شکر ادا کول
مثبت فکر او شکر ادا کول ذهني او روحي روغتیا ته د رسېدو دوه مهم لاملونه دي. اسلام خپلو پیروانو ته دا ښوونه کوي چې تل، ان په سختو حالاتو کې هم شکر ادا کړي او د الله تعالی ښکاره او پټ نعمتونه وپېژني او د هغوی حق ادا کړي. ناشکري او بې صبري په ژوند کې د فکري او رواني ګډوډۍ سبب کېږي او انسان له الهي نعمتونو او برکتونو څخه محروموي. پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم ویلي دي: “وَعَنْ أبي يَحْيَى صُهَيْبِ بْنِ سِنَانٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله صلیاللهعلیهوسلم: عَجَباً لأمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَلِكَ لأِحَدٍ إِلاَّ للْمُؤْمِن: إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْراً لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خيْراً لَهُ”[5] ژباړه: « د حضرت ابي یحیی صهیب بن سنان رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “د مومن کار ډېر حیرانوونکی دی! د هغه هر حالت خیر دی او دا ځانګړنه یوازې مومن لري، که خوشحالي ورپېښه شي، شکر ادا کوي، نو دا ورته خیر دی او که مصیبت ورپېښ شي، صبر کوي او دا هم ورته خیر دی.»
په دې حدیث کې شکر او صبر د سکون او خیر ته رسېدو دوه مهم صفتونه معرفي شوي دي. که دې حدیث ته ژور فکر وشي، مسلمانانو ته ترې ډېر ځانګړي درسونه څرګندېږي. له دې مهمو درسونو څخه یې یو دا دی چې د انسان ژوند تل له لوړو ژورو ډک وي، کله نعمت او خوشحالي او کله غم او ستونزې. هغه مسلمان چې په خوشحالۍ کې شکر ادا کوي او په سختۍ کې صبر کوي، نه یوازې په دنیا کې به بریالی ژوند تېروي، بلکې روحي او ذهني سکون ته هم رسېږي.
د اسلام سپېڅلی دین د رواني درملنې په برخه کې تر ټولو غوره حل لارې لري. داسې حل لارې چې د ساينتولوژي په ګډون نور ښوونځي ترې بې برخې دي او له داسې ښوونو او لارښوونو څخه خالي دي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. الطلاق: ۳.
[2]. تفسیر معارف القرآن، ج ۱۴، ص ۸۸.
[3]. الرعد: ۲۸.
[4]. طه: ۱۲۴.
[5]. صحیح مسلم، ش ۲۹۹۹.


