Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۰)
نظریات او فکري مکاتب چهارشنبه _31 _دسمبر _2025AH 31-12-2025AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۰)
په تېره برخه کې مو د رنسانس دورې پر مډرن نیهیلیزم بحث وکړ، په دې برخه کې به د روښانتیا دورې د نیهیلیزم په اړه بحث وکړو.
د روښانتیا دورې مډرن نیهیلیزم
د خلکو په خبرو او ذهنونو کې دا باور ډېر عام دی چې نیهیلیزم د تشوالي معنا لري، البته مډرن نيهیلیزم د خپل تاریخي پرمختګ په یوه مرحله کې تش، بې معناوالي او بې‌ مفهومۍ ته رسېږي، خو نيهیلیزم له بې معناوالي سره برابر نه دی.
سره له دې هم کاسموسانتریک نيهیلیزم او هم تئوسانتریک نيهیلیزم د خپل پرمختګ او پراختیا په یوه پړاو کې د زوال له کړکېچ سره مخ شوی او د ځان ځانګړې پرېشانۍ او بې ‌معناوالي نښې یې ښکاره کړې دي. په ځانګړي ډول هيومنېستي نيهیلیزم د خپل پست مډرن زوال‌ کړکېچ په پړاو کې، د ابسوردیزم په بڼه د ژور تشوالي او ویجاړوونکې ناهیلۍ حالتونه ښکاره کړي او لا یې هم ښکاروي.
په کاسموسانتريک او تئوسانتريک نیهیلیزم کې داسې پړاوونه شته چې په دوی کې د بې معناوالي کومه څرګنده نښه نه وه او د نيهیلیزم دا دواړه ډولونه د خپل پرمختګ په یوه مرحله کې لږ یا ډېر د پرېشانۍ، بدبینۍ او بې ‌ګټې والي نښې نښانې لري.
مډرن نيهیلیزم د خپل پرمحتګ په دويم پړاو کې چې د روښانتیا نيهیلیزم ورته ويل کېږي، د ارزښت پالونکي او ايډيالوژيک نیهیلیزم په نوم يادولی شو. که څه هم په خپل داخل کې یې د ناهیلۍ او بې ‌معناوالي پټ تخم درلود، خو په ښکاره ډول او خپله اصلي څېره کې یې ځان د ناهیلۍ په بڼه څرګند نه کړ. مډرن نيهیلیزم د نفې، انتقادي او له سلبي چلند سره  د تئوسانتريک نیهیلیزم پر وړاندې پيلېږي (د رنسانسي نيهیلیزم په بڼه)، خو د خپل پرمختګ په بهیر کې د ارزښتونو، بنسټونو او سازمانونو د جوړولو مرحلې ته رسېږي، چې له انسان‌ پالو موخو سره سمون لري. په دې توګه د روښانتیا په نوم نیهیلیزم کې د حیواني ځواک‌ محور اراده او د سيکولر هيومنېستي واکمنۍ غوښتونکی چلند، د مډرن تخنیکي نظام، د لوېدیځ عصري تمدن نورو اړخونو، د اخلاقي ارزښت‌ پالونکو، ايډيالوژيکي نظامونو او د نورو هيومنېستي څرګندونو په بڼه د نظر او عمل په ډګر کې عینیت مومي او بنسټیز کېږي.
د روښانتیا په نوم نیهیلیزم د بشر د ځان ‌بنسټه نفساني ارادې، فکرونو، باورونو، اخلاقو، فرهنګي ارزښتونو او اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ښکاره چارو په بڼه رښتینی کوي او په عمل کې یې راولي. په هيومنېستي نیهیلیزم کې انسان د ګټې ‌محوره، خوند پالونکي اقتصادي ژوي په توګه بنسټ او مرکزیت مومي او د روښانتیا د دورې مډرن نیهیلیزم د همدې هویت تر ټولو څرګندې څېرې راښکاره کوي او فعلیت وربخښي.
د روښانتیا په نوم نیهیلیزم د خپل راڅرګندېدونکي پرمختګ او واکمنۍ په دوران کې د انسان لپاره د سيکولر ـ هيومنېستي چوکاټ په دننه کې یو جوړونکی لید انځوروي. سيکولر- هيومنېستي مډرن لوېدیځ د لوېدیځ د پخوانیو دورو یوناني ـ رومي او د منځنیو پېړیو لوېدیځ په پرتله ډېر د نیهیلیزم په پرده کې راګېر شوی او دوه برابره له الهي ولایت څخه لرې او جلا شوی دی.
هيومنېستي نیهیلیزم داسې یوه نړۍ رامنځته کړې ده، چې ان که دا د پیړیو لپاره هم دوام وکړي، په پای کې د اوبو پر مخ د ځګ په څېر بې‌ ثباته، بدلېدونکی او د له منځه ‌تللو حکم پرې شوی دی؛ ځکه دا د باطل انځورېدو او د مډرن نفساني سوژې ظالمه اراده ده. د تاریخ معنوي حکمت موږ ته ښيي چې هغه رژیمونه، تمدنونه او نړۍ چې د ظالمو او مشرکانه ارادو انځوریز شکل لري، باطلې دي؛ ځکه چې دا د اوبو پر مخ د ځګ په څېر سست او بې‌ دوامه وي. د اوولسمې پیړۍ له پیل څخه هيومنېستي نیهیلیزم د نظري بنسټونو په ایښودلو سره د عصري پوهې، حقوقي ـ سیاسي ماډلونو، بېلابېلو اقتصادي او تمدني سیستمونو د اصولو او اجزاو په جوړولو سره پراخېدل پیل کړل.
مډرن لوېدیځ د تمدن جوړولو په بهیر کې د اخلاقي ارزښتونو د سياسي او اقتصادي لارښوونو د بنسټ ایښودلو اړتيا لرله. په همدې توګه سيکولر ـ هيومنېستي ايډیالوژي، اخلاقي نظامونه او د ښوونې او روزنې ماډلونه رامنځته شول او مډرن لوېدیځ په خپل تمدني جوړښت کې په تدریجي ډول یو سطحي بنسټ ترلاسه کړ، خو دا په بشپړ ډول څرګنده ده چې دغه جوړ شوی تمدن، که هر څومره پېچلی یا څو پوړیز وي یا د تخنیک د جادويي وسایلو واکمن وي او ځواکمن ښکاري، چې د دنننيو تضادونو او بنسټیزو درزونو پر بستر ولاړ دی، نه شي کولای تلپاتې شي.
د مډرن لوېدیځ د کړکېچ، بې ‌ثباتۍ او د زوال پر لور د خوځښت نښې د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه د مډرن نړۍ د زوال د کړکېچ پړاو ته له داخلېدو سره، ورو ورو څرګندې شوې. د هيومنېستي نیهیلیزم متافزیک بنسټ او د هغه په پایله کې مډرنه لوېدیځه نړۍ، په خپل دننه کې یو بنسټیز او کړکېچ زېږنده تضاد لري او هغه دا دی چې انسان د خدای مخلوق دی او د هغه کمال په بشپړ ډول د الهي بنده ګۍ په مقام کې دی، فطرتاً د الهي بنده ګۍ پر لور لېوالتیا او اړتیا لري او خپل وجودي کمال د همدې بنده ګۍ له لارې لټوي، چې دا بنده ګي او نږدېوالی یوازې د الهي ولایت په پیروي سره رښتینی او عملي کېدای شي، خو انسان له خپل ځایه ایستل شوی او د الهي ولایت له هېرولو او انکار وروسته، د ځان‌ بنسټۍ په قفس کې بندي او مسخه شوی دی.
بشر نه شي کولای او نه باید د اصل په توګه وپېژندل شي او د ځان‌ بنسټه دروغجن لیدلوري په وهمناکه سوبژکتیویزم کې حرکت وکړي. انسان په ذات کې فقیر دی او نه شي کولای د چارو دایره او محورشي. که د هيومنېستي وهم پر بنسټ وغواړي یوه نړۍ د سوبژکتیویته پر بنسټ جوړه کړي، بېشکه هغه به یوه وهمناکه نړۍ وي، چې د غڼې له ځالې څخه به هم کمزورې وي. دا دروغجن، بې بنسټه او ظالم ځای د انسان له فطرت او حقیقت سره نه‌جوړېدونکی او په تضاد کې دی، چې نه یوازې د انسان د پرمختګ لامل  نه کېږي، بلکې دا چې د فطرت د انکار معنا لري، د یو پړسېدلي او فاسد حیوانیت د اثبات لامل کېږي. (ځکه حیوانیت باید د انسانیت د شکل لپاره ماده وي او کله چې انسانیت د فطرت طبیعت له پامه غورځولو له امله د شکل او واقعیت مقام پرېږدي، حیوانیت واکمنېږي؛ ځکه چې د حیوانیت حقیقي مقام د شکل او فعلیت مقام نه دی، نو فاسده بڼه پیدا کوي او په هغه مقام، مرتبه او حدودو کې چې د هغه ځای نه دی ځای پر ځای کېږي.)
حقیقت دا دی چې په مډرنه نړۍ کې د انسان بڼه (د مډرن انسان مثالي بڼه) د ګټې غوښتنې، خوند پالونکي او اقتصادي ژوي په څېر څرګندېږي او فعلیت مومي. په مډرن فکر کې انسان د خپل حیوانیت له مخې تعریفېږي او دا هغه څه دي چې بېلابېل ډولونه یې په د تامس هابز، جان لاک، داروین او اسپنسر د انسان پوهنې په نظریاتو او د مډرن لوېدیځ د ټولو انساني علوم په ټولګو کې ښکاره لیدل کېږي. د سوبژکتیویته واکمني (انسان د نفساني سوژې په مقام کې ځای پر ځای کول) د انسانانو د جلا والي او د انسانانو ترمنځ له یو بل څخه د واټن اخيستو بنسټ دی.
د مډرن نړۍ بنسټیز تضاد دلته ځان ښکاروي، چې د انسان فطرت د هغه د وجود د ماهیت او د بشر د حقیقت (د انسانیت ثابت ليد) د انځور اداره ده او یوازې د الهي بنده ګۍ او د عبادت په مقام کې ده، چې انسان کمال ته رسېږي. (او دا کار د الهي ولایت په پیروي سره فعلیت مومي). هيومنېستي واکمني انسان له خپل حقیقت څخه لرې کوي او د خپل وجودي ماهیت د کمال له لارې يې منحرفوي. دا کار د انسان لپاره د رنځ، پرېشانۍ، ګډوډۍ او ډول ډول کړکېچونو او اندېښنو لامل کېږي.
مډرن نیهیلیزم د مډرنې نړۍ بېلابېل اړخونه، ارزښتونه او الګوګانې د نفساني خودۍ پر بنسټ جوړوي او د دې نړۍ ټولې چارې په یو بنسټیز، ستړي کوونکي او زوال ‌وړونکي کړکېچ کې ښکېلوي. البته مډرن نیهیلیزم چې په خورا اغېزمنو تکنالوژیکي لاسته راوړنو «د بشري حقونو» او «انساني ازادۍ» په څېر پر لوړو شعارونو تکیه کوي، چې دغه بنسټیز، جدي او ویجاړونکی تضاد پټ او غیر فعال کړي. د اصطلاح په توګه د روښانتیا نیهیلیزم د مډرن تخنیک له رامنځته شوو وړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې او همدارنګه د عقلانیت د هيومنېستي اندازه کوونې، محاسبه‌کوونې او ګټې پر اساس په وړاندې کولو سره هڅه کوي، چې د ځان ‌پرديوالي هيومنېستي انځور د بشر پر ذهنونو واکمن کړي. دا کار د یوه ماشيني، واکمن او ځپونکي په بڼه راڅرګندېږي او دا د انسان د پرمختګ، ازادۍ، فردیت او د انساني تاریخ د موخې په توګه تر سرلیک لاندې ځای پر ځای کوي.
په دې توګه، هغه غواړي چې د ازادۍ، پرمختګ، خوښۍ، سوکالۍ او دې ته ورته نورو بې بنسټه ادعاوو په وهم کې بند، حیران او نیول شوی هيومنېست ناروغ ډوب کړي، چې له خپل بدبخته حالت څخه بې خبره وي او د دغه بنسټیز تضاد پر سر د پردې اېښودلو له لارې د انسان د ستر پاڅون مخه د مډرن لوېدیځ د واکمنۍ پر ضد ونیسي.
په رنسانسي نیهیلیزم کې که څه هم مثبت اړخونه اغېزناک او ټاکندوی حضور درلود؛ خو ډېر روښانه نه و او هغه څه چې زیات څرګندېدل، د منځنیو پېړیو د ارزښتونو په وړاندې انتقادي او منفي اړخونه وو، خو د روښانتیا د دورې نیهیلیزم یو روښانه او فعال مثبت اړخ لري. د روښانتیا په نوم نیهیلیزم ارزښتناک او سیستم جوړونکی دی او ځان د تمدن په بڼه ښکاره کوي او عینیت مومي. د روښانتیا دورې نیهیلیزم د څرګندېدو او تحقق له نظره داسې اړخونه لري چې موږ به یې د ځینو یادونه وکړو:
(۱) د روښانتیا دورې د نیهیلیزم له څرګندونو څخه یو د مډرنې پوهې په بڼه دی، چې یو کمیت‌ محور ماهیت لري. دا د ناسوتيکمیت ‌محور تفسیر پر بنسټ چې د حسي تجربي سوبژکتیویستي درک پر لور تمرکز لري، له نړۍ او انسان څخه راڅرګندېږي او خپله وروستۍ موخه د انسان د نفساني غوښتنو په تحقق کې لټوي.
(۲) د روښانتیا په نوم نیهیلیزم له اړخونو څخه یو د اخلاقي ارزښتونو ټاکنه او د سیاسي او ټولنیزو لارښوونو رسمول دي، چې د هيومنېستي ایډیالوژیو په بڼه راڅرګندېږي. دا دنده لري چې د نظري او عملي الګوګانو جوړولو له لارې د مډرن لوېدیځ د پراختیا په لاره کې رول  ولوبوي.
(۳) د روښانتیا نیهیلیزم له څرګندونو څخه یو د مډرن تکنالوژۍ او د مډرن تخنیک د نظام بڼه ده. د تخنیک مډرن نظام د هيومنېستي نفساني لیدلوري غلبه کوونکې لاره، د ساینس‌محوره ـ کمیت ‌محورۍ پر بنسټ تنظیموي او پر انسان یو ډول ماشيني تکنوکراتیک ژوند ورتپي. دا تکنوکراتیک ژوند د انسان د وجودي موخو او کمال هېرولو لامل کېږي او پر ځای یې د سيکولر ـ هيومنېستي «د پرمختګ فکر» څخه الهام اخیستونکې تخنیکي وړتیا او مادي زېرمه‌کولو ته د انسان د ژوند وروستۍ موخه، معیار او میزان ګڼي. د تکنوکراسۍ واکمني د انسان پر ژوند د ځان‌ پردیتوب له بدترینو بڼو او ډولونو څخه یو حاکموي.
(۵) بوروکراتیزم او ټوټالیتاریزم( ټول ‌واکمنه) بوروکراتي اداره او سیاسي ټولنیز نظام د هيومنېستي نیهیلیزم له هغو اړخونو څخه دی، چې د روښانتیا په نوم یادېږي او په مډرن لوېدیځ کې راڅرګند شوی او پراخ شوی دی. بوروکراتیزم د یو داسې مېږي په څیر د نظم پر بنسټ ولاړ دی چې له انساني واقعیت سره نا اشنا دی. دا بشر او انساني اړیکې د یوې وسیلې په کچه راټیټوي او انسان له ثابت حقیقت او د انسانیت له وجودي کمال څخه لرې کوي. په دې توګه انسان د مسخه ‌شوي پراخ رنځ او وجودي اندېښنو ښکار کېږي، چې سرچینه یې ځان‌ محوره حالت دی.
د روښانتیا په نوم نیهیلیزم د نفساني ‌محوره ځواک‌ موندنې اراده د بوروکراتیک ټکنوکراتیک تمدني بڼه کې یې تنظیموي. ټوټالیتاریزم د روښانتیا نیهیلیزم نه ‌بېلېدونکی رکن دی او له هغه څخه راولاړېدونکی میخانیک  او ماشيني نظم دی. هيومنېستي نیهیلیزم د دې لپاره چې د انسان له حقیقت او د فطرت له اړتیاوو او غوښتنو سره جدي ټکر لري، په انسان کې یو ډول دوامداره وجودي پرېشاني رامنځته کوي.  د انسان په ژوند کې د لوړې معنا نشتوالی د بشر په مډرن حالت کې د بې ‌معنا کېدو احساس راپیدا کوي او داسې وضعیت منځ ته راځي چې خپګان او پرېشاني د انسان د عامو کړنو او حالتونو په بڼه څرګندېږي. د پرېشانۍ او خپګان دا دوامداره دوه‌ ګونی بهیر د انسان په ژوند کې د تاوتریخوالي د راڅرګندېدو او اداره کېدو لامل کېږي. د مډرن لوېدیځ په بېلابېلو اړخونو او بڼو کې د پراخ او بشپړ تاوتریخوالي له علتونو څخه یو همدا وجودي پرېشاني او خپګان دی چې مډرن انسان پرې اخته دی.
البته په مډرن لوېدیځه نړۍ کې د تاوتریخوالي بڼې وروسته له دې چې هغه د پست مډرن د زوال او کړکېچ دورې ته داخلېږي، له لا زیات شدت او پراخوالي سره مخ کېږي او نور اړخونه او بڼې هم پیدا کوي. تاوتریخوالی په پست مډرن دوره کې یوه ځورونکې او ظالمانه څېره خپلوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

د روښانتیا دورې مډرن نیهیلیزم نیهیلیزم
Previous Articleد یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۱)
Next Article ساينټولوژي؛ رېښې او باورونه (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD
نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _1 _جنوري _2026AH 1-1-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينټولوژي؛ رېښې او باورونه (برخه: ۶)

چهارشنبه _31 _دسمبر _2025AH 31-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴) د…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD15 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳) د یلدا…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD15 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹) (۸)…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD11 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷) سریزه په تېرو برخو کې موږ…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.