لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۹)
یلدا د شریعت په تله کې (دوام)
مناسبت، اختر او جشن دا نه دی چې کورنۍ، خپلوان، ماشومان او مشران په داسې يوه ورځ سره راټول شي چې الله جل جلاله د اختر په توګه نه ده ټاکلې! نه هم یوځای کېناستل، د مېوو او پستو خوړل دي او نه هم نوې او ښکلې جامې اغوستل او خواږه شربتونه څښل دي! په همدې ډول جشن او اختر د ګډو خنداګانو او پخوانیو کیسو ویلو نوم هم نه دی!
سبحان الله! په همدې اړه د عادل امام عمر بن عبدالعزیز رحمهالله تعالی دې وینا ته ځیر شئ چې فرمایلي يې دي: «ليس العيد لمن لبس الجديد إنما العيد لمن أمن الوعيد» ژباړه: « عيد (اختر) د هغه چا لپاره نه دی چې نوې جامې یې اغوستې وي، بلکې د هغه چار لپاره دی چې د اخرت په ورځ د (الهي عذاب) له ګواښ څخه په امن کې وي.»[۱]
هو! د اخرت په ورځ خلاصون حقیقي خوښي او اختر دی او د اخرت په ورځ خلاصون موندل یوازې د اسلام او نېکو اعمالو په وسیله شونی دی.
ام المؤمنین عایشه رضيالله عنها فرمایي: «دَخَلَ أَبُو بَكْرٍ وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ مِنْ جَوَارِي الْأَنْصَارِ تُغَنِّيَانِ بِمَا تَقَاوَلَتْ الْأَنْصَارُ يَوْمَ بُعَاثَ قَالَتْ وَلَيْسَتَا بِمُغَنِّيَتَيْنِ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ أَمَزَامِيرُ الشَّيْطَانِ فِي بَيْتِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ وَذَلِكَ فِي يَوْمِ عِيدٍ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ يَا أَبَا بَكْرٍ إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا.» ژباړه: «ابوبکر رضي الله عنه په داسې حال کې زموږ کور ته راغی چې له ما سره د انصارو دوه کنیزې ناستې وې او هغه اشعار یې ویل چې انصارو د بعاث د جګړې په ورځ ویلي و. عایشه رضي الله عنها وایي: هغوی سندرغاړې نه وې. ابوبکر رضي الله عنه وویل: ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې د شیطان سازونه غږېږي؟ او دا ورځ د اختر ورځ وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای ابوبکره! د هر قوم لپاره ځانګړی اختر وي او نن زموږ اختر دی.»[۲]
که دې روایت ته وکتل شي، نو په څرګنده توګه ترې دا مطلب اخېستل کېږي چې اعیاد (اخترونه) د هر دین ځانګړې مراسم دي او دا روا نه ده چې د نورو دينونو جشنونه را نقل او ونمانځل شي، ان که د نیکونو له وخت څخه را پاتې وي؛ ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره په ټکر کې دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې د خلکو ملي جشنونه لغوه کړل او پر ځای یې عیدالفطر او عیدالاضحی (کوچنی او لوی اختر) وټاکل او ویې فرمایل چې هر دین خپل ځانګړی اختر لري؛ یعنې په اخترونو کې له نورو سره ورته والی کول روا نه دي.
له ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې فرمایي: «كان رسول الله صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ يصوم يوم السبت والأحد أكثر ما يصوم من الأيام، ويقول: إنهما يوما عيد للمشركين فأنا أحب أن أخالفهم» ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډېر کله د شنبې او یکشنبې په ورځو کې روژه نیوله او فرمایل به یې: دا دواړه ورځې د مشرکینو (یهودو او نصاراو) د اخترونو ورځې دي او زما خوښېږي چې په دې ورځو کې له هغوی سره مخالفت وکړم.»[۳]
وګورئ! لومړۍ دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شنبې او یکشنبې ته چې په اونیز ډول تکرارېږي د اختر نوم ورکوي او دويم دا چې فرمایي دا د مشرکینو ځانګړې ورځې (اخترونه) دي او زه غواړم د روژې په نیولو ورسره مخالفت وکړم.
ای مسلمانه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ځان د کفارو له ادابو او رواجونو څخه لرې ساته او خپل امت یې هم دې چارې ته هڅوه، بیا نو څنګه شونې ده د یلدا شپه چې هر کال تکرارېږي او د زردشتیانو له اعیادو څخه ده، ونمانځو او بيا دا ادعا وکړو چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج او لار روان یوو؟ ښايي ځینې ناپوه دعوهکوونکي ووایي چې موږ منځلاري یوو او اعتدال غواړو! دې بېچاره قوم ته باید وویل شي چې ایا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم زیات منځلاري یاست!؟
له ثابت بن الضحاک رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: «نَذَرَ رَجُلٌ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ أَنْ يَنْحَرَ إِبِلاً بِبُوَانَةَ …» تر پایه حدیث. ژباړه: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې یو سړي نذر وکړ چې په بوانه سیمه کې به (چې د مکې ترڅنګ ده) یو اوښ قرباني کوي، نو نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ما نذر کړی چې په بوانه کې اوښ حلال کړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا هلته د جاهلیت له بتانو څخه کوم بت شته چې عبادت یې کېده؟ ویې ویل نه، بیا یې وفرمایل: ایا هلته د هغوی له اخترونو څخه کوم اختر نمانځل کېده؟ ویې ویل نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپل نذر پوره کړه؛ ځکه د الله تعالی په نافرمانۍ کې نذر نه پوره کېږي او نه هم په هغه څه کې چې د انسان ملکیت نه وي.»[۴]
که چېرې هغه کس ویلي وای په بوانه سیمه کې د مشرکینو له اخترونو څخه یو اختر يا مراسم نمانځل کېدل، نو بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغه ځای کې له نذر کولو څخه منع کړی وای او مخه به یې نیولې وای، همدا وجه وه چې نبي صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه کړه!
بیا نو څنګه شونې ده چې موږ د مشرکینو او زردشتیانو اخترونه ونمانځو؟ د هغو کسانو مراسم او اخترونه چې لمر او اور نمانځي!؟
بل دا چې د یلدا په شپه ډېر ناسم باورونه، باطل عقاید او جاهلي افکار را ژوندي کېږي، چې د اسلام له تعلیماتو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دي. له هر ډول شک او شبهې پرته دا ډول باورونه حرام دي او ځینې یې ان کفر ته رسېږي. موږ به د دغو باورونو ځینې بېلګې یادې کړو، هر یو به په لنډ ډول تشریح کړ او په اړه به یې د شریعت حکم بیان کړو.
الله تعالی فرمایي: «وَيَاقَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ» ژباړه: «او ای قومه! څه خبره ده چې زه مو د خلاصون لور ته بولم او تاسو مې اور ته بولئ؟»[۵]
ای زما قومه! زه تاسو د اسلامي اخترونو د پیروئ او د الهي اوامرو پلي کولو لوري ته رابولم، چې ستاسو د دنیا او اخرت نېکمرغي پکې نغښتې ده، خو تاسو ما د ملي جشنونو د نمانځلو په لور رابولئ، هغه جشنونه چې د مشرکینو د څو زرو کلونو پخوانی میراث دی او د دنیا او اخرت د بدبختۍ لامل کېږي.
پر تاسې څه شوې دي؟
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. الهروي، الملا علي القاري، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح، ج۵، ص۱۲۳، کتاب الصلاة، باب صلاة العيدين، قدیمي کتبخانه، کراچي.
[۲]. البخاري، محمد بن إسماعيل بن إبراهيم، صحیح البخاري، ج۲، ص۱۷، کتاب الجمعة، باب سنة العيدين لأهل الإسلام، حدیث نمبر: ۹۵۲، لومړۍ چاپ ۱۴۲۲هـ، ناشر: دار طوق النجاة.
[۳]. النسائي، أحمد بن شعيب، سنن النسائي الكبرى، ج۲، ص۱۴۶، کتاب الصیام، باب صيام يوم الأحد، حدیث نمبر: ۲۷۷۶، لومړۍ چاپ ۱۴۱۱هـ، دار الکتب العلمية – بیروت.
[۴]. السجستاني، سليمان بن الأشعث، سنن أبي داود، ج۳، ص۲۳۶، کتاب الأیمان والنذور، باب ما يؤمر به من الوفاء بالنذر، حدیث نمبر: ۳۳۱۵، دارالفکر.
[۵]. د غافر سورت، آیت: ۴۱.


