Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۸)
اسلام چهارشنبه _24 _دسمبر _2025AH 24-12-2025AD

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۸)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: خالد یاغي ‌زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۸)
یلدا د شریعت په تله کې (دوام)
انس بن مالک رضي ‌الله ‌عنه فرمایي: «قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ.» ژباړه: «رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم مدینې ته راغی، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودې چې په هغو کې به یې جشن او لوبې کولې. رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: دا دوه ورځې کومې دي؟ هغوی وویل: موږ به د جاهلیت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې لوبې او جشنونه کول. رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: الله تعالی تاسو ته د دې دوو ورځو پر ځای تر هغو غوره ورځې درکړې دي، د لوی اختر ورځ او کوچني اختر ورځ.»[۱]
که په دې حدیث ښه غور وشي، په ښکاره ډول ترې څرګندېږي چې کله نبي کریم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم مدینې ته تشریف راوړ، د مدینې خلک یې د هغو دوو ورځو له نمانځلو څخه منع کړل چې د هغوی نیکونو به نمانځلې او ورته یې وفرمایل چې ستاسو په دین کې د اختر په توګه نورې ورځې ټاکل شوې دي. صحابه کرامو رضوان ‌الله ‌علیهم اجمعین هېڅ ډول مخالفت ونه کړ او  ویې نه ویل چې نه، موږ دا نه منو، دا زموږ کلتور دی او زموږ د نیکونو دود دی، موږ یې نه شو پرېښودای! بلکې ټولو د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د حکم پر وړاندې سر ټیټ کړ، خپل ملي اختر یې پرېښود او په هغو اخترونو یې بسنه وکړه چې اسلام ورته ټاکلي وو.
رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم هغوی ته دا هم وښودله چې اخترونه او جشنونه د هر دین ځانګړې مسأله ده؛ له همدې امله یې هغوی له خپل ملي اختر څخه منع کړل او ورته یې وفرمایل چې هغه غوره بدیل وګڼئ چې الله تعالی ستاسو لپاره ټاکلی دی. رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د «أبدلكم» کلمه وکاروله چې د «تبدیل» له ریښې څخه ده؛ یعنې یو شی پرېښودل او پر ځای يې بل غوره کول، یو کار پرېښودل او بل عملي کول، یو امر پرېښودل او بل منل، خپل ملي اختر پرېښودل او اسلامي اختر نمانځل، د نوروز او یلدا جشنونه پرېښودل او یوازې د فطر او قربان په اخترونو بسنه کول.
رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم فرمایي: «إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا» ژباړه: «هر قوم خپل ځانګړی اختر لري او دا زموږ اختر دی.»[۲]
رسول الله صلی ‌الله ‌علیه‌ وسلم په څرګنده توګه په دې حدیث شريف کې فرمایلي دي چې اخترونه او جشنونه د هر دین له ځانګړو خصوصیاتو څخه دي او هېڅوک حق نه لري چې د نورو ادیانو له ځانګړنو څخه پیروي وکړي، بلکې د اختر او جشن په اړه د اسلام دین خپل ځانګړي اخترونه لري، لکه څنګه چې په دې او مخکیني حدیث کې بیان شول. څرګنده خبره ده، لکه څنګه چې د هغوی له نورو ځانګړنو څخه پيروي نه ده پکار او ناروا ده، په همدې ډول د زدشتي دين له جشنونو څخه پيروي هم ناروا ده. دا یو ډېر خطرناک امر دی چې هر مسلمان باید ځان ترې وساتي. کېدای شي ځینې کسان ګومان وکړي او ووايي چې د یلدا شپه خو اختر نه دی! د داسې کس ځواب ډېر ساده دی. لومړی: همدا شخص او د ده په څېر نور خلک په اکثرو مواردو کې نوروز ته اختر وايي او د «عید نوروز» په نوم یې یادوي، نو څنګه تاسو نوروز د اصطلاح له مخې اختر بولئ، خو یلدا اختر نه ګڼئ؟
دويم: د «عید» کلمه یوه عربي کلمه ده چې د تکرار معنا لري، له همدې امله د عید، عودت او عاید کلمې ټولې له یوې ریښې څخه دي او دا ټولې په فارسي ژبه کې هم یوه ګډه معنا لري چې هغه هم تکرار دی. په همدې اساس اختر ته ځکه عيد ويل کېږي چې دا مراسم هر کال تکرارېږي. ابن الاعرابي چې له عربي ژبپوهانو څخه دی، وايي: «سُمِّيَ العِيدُ عِيدًا لِأَنَّهُ يَعُودُ كُلَّ سَنَةٍ بِفَرَحٍ مُجَدَّد» ژباړه: «اختر ځکه عید نومول شوی چې هر کال له نوې خوشحالۍ سره بېرته راګرځي.»[۳]
نو د هغه کس دا ګومان چې وايي د یلدا شپه اختر نه دی، باطل دی؛ ځکه یلدا هم د نوروز په څېر هر کال تکرارېږي، خوشحالي، فرح او سرود پکې ډېر وي او خلک د خپل جهل او ناپوهۍ له امله ارزښت ورکوي. حال دا چې په داسې تشو او بې‌ ارزښته چارو خوشحالېدل هېڅ ارزښت نه لري. رښتینې خوشحالي هغه ده چې د الله تعالی په حلالو او د هغه په اوامرو کې وي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ.﴾
ژباړه: «ووایه (ای پيغمبره!): د الله په فضل او د هغه په رحمت، نو په دې (قران) دې خوشحاله شي، دا غوره دی له هغه (مال) څخه چې (خلک یې) جمع کوي.»[۴]
اصلي خوشحالي دا ده چې د الله د دین لپاره وي او د الله تعالی اوامر پکې ترسره شي او اصلي خوشحالي دا ده چې انسان له کفر، حرامو او بدعتونو څخه ځان وساتي.
﴿فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا﴾ ژباړه: «نو پدې (قران) دې خوشحاله شي!» نه دا چې په هغو اخترونو او جشنونو خوشحالي وشي چې د الله تعالی د دین خلاف وي او الله تعالی او د هغه رسول صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم ترې منع کړې وي او نه هم په هغو مراسمو خوشحالي روا ده چې د غیر اسلامي دینونو برخه وي او ډېر حرام کارونه پکې شامل وي.
اختر (عید) یعنې په همدې نعمتونو خوشحالېدل، په دین خوشحالېدل او له بدعتونو او خرافاتو څخه لرې پاتې کېدل. امام ابن عابدین رحمه‌ الله‌ تعالی فرمایي: «سُمِّيَ الْعِيدُ بِهَذَا الِاسْمِ لِأَنَّ لِلَّهِ تَعَالَى فِيهِ عَوَائِدَ الْإِحْسَانِ» ژباړه: «اختر ځکه په دې نوم نومول شوی دی چې په هغه کې د الله تعالی احسانونه او نعمتونه هر کال تکرارېږي.»[۵]
رښتینې خوشحالي هغه ده چې د رسول اکرم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم د سنتو پر اساس وي، د رسول اکرم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم سنت را ژوندي کړي او هره ورځ چې تاسې پکې د الله تعالی نافرماني ونه کړئ، هماغه ورځ ستاسو لپاره اختر دی.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. السجستاني، أبوداود سليمان بن الأشعث، ج۱، ص۴۴۱، الصلاة، باب صلاة العيدين، رقم الحديث: ۱۱۳۶، الناشر: دار الكتاب العربي – بيروت.

[۲]. النيسابوري، أبو الحسين مسلم بن الحجاج القشيري، صحيح مسلم، ج۳، ص۲۱، صلاة العيدين، باب الرخصة في اللعب الذي لا معصية فيه في أيام العيد، رقم الحديث: ۲۰۹۸، الناشر: دار الجيل بيروت + دار الآفاق الجديدة – بيروت.

[۳]. الزَّبيدي، محمد بن محمد بن عبدالرزاق الحسيني، تاج العروس من جواهر القاموس، ج۱، ص۲۱۴۷، باب الدال المهملة، عود، دار إحياء التراث العربي – بیروت.

[۴]. د یونس سورت، آیت: ۵۸.

[۵]. الدمشقي، محمد امين بن عمر، ردالمحتار على الدر المختار، ج۶، ص۱۳۸، كتاب الصلاة، باب العيدين، دار المعرفة – بيروت.

Previous Articleقران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۸)
Next Article د ساینتولوژي رېښې او باورونه (برخه: ۴)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸) کعبه…

نور یی ولوله

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵) (الف) ایا فضایي ژوند امکان لري؟…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۷)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD9 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۷) له…

نور یی ولوله
متفرقه

فراماسونري (برخه: ۲۵)

چهارشنبه _11 _مارچ _2026AH 11-3-2026AD6 Views

لیکوال: ابو ‌رائف فراماسونري (برخه: ۲۵) د حيواني نښو سمبولونه او ماسوني دلالتونه په تېرو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.