Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۹)
اسلامي تمدن چهارشنبه _24 _دسمبر _2025AH 24-12-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۹)
(الف) د ژبې او ادب په برخه کې
لوېدیځوال په ځانګړي ډول د هسپانیا شاعران له عربي ادب څخه ډېر ژور متاثره شوي وو. د شهسوارۍ، مېړانې، مجاز، ښکلو او لوړو تخیلاتو ادب د عربي ادبیاتو، په ځانګړې توګه د اندلس له لارې د لوېدیځې نړۍ ادبیاتو ته لار پيدا کړه. د هسپانیا مشهور لیکوال «ابانیز» وايي: «اروپا اندلس ته د عربو له راتګ څخه مخکې او د دې هېواد په جنوب کې د شهسوارانو او پهلوانانو تر استوګن کېدو وړاندې، له شهسوارۍ او اتلولۍ څخه بې ‌خبره او له ادب او مېړانې سره نابلده و.»[۱]
کله چې اسلامي ټولنه له مسیحي ټولنې سره ګډه شوه، امام ابن حزم اندلسي رحمه‌الله او د هغه مشهور اثر «طوق الحمامة» په هسپانیا او د فرانسې په جنوب کې پر شاعرانو ډېر ژور اغېز وکړ. تر دې وروسته، عربي ژبه د هېواد او اشرافو د محفلونو رسمي ژبه وګرځېده. د هسپانیا په ډېرو مسیحي امارتونو کې د مسلمانو او مسیحي شاعرانو دربارونه سره ګډ و. د «سانکو» دربار یې يوه څرګنده بېلګه دی، چې دیارلس عربي شاعران، دولس مسیحي شاعران او یو یهودي شاعر پکې شامل وو. همدارنګه، د «الفونس لسم» د واکمنۍ له وخته د کاستیا له پادشاه څخه خطي نسخه ترلاسه شوې چې دوه دوره ‌ګر شاعران یو عرب او بل اروپايي په کې انځور شوي دي، چې دواړه په ګډه د عود غږ ته سندرې وایي. په هغه وخت کې اروپايي شاعرانو په عربي ژبه د شعر ویلو توان درلود؛ په همدې اساس «هنري مارو» وايي: «د رومیانو پر تمدن د عربو اغېزې یوازې تر ښکلو هنرونو نه وې محدودې، بلکې د غږ، موسیقۍ او شعر په برخه کې يې هم  اغېز څرګند و.» [۲]
پر لوېدیځو لیکوالانو د عربي ادبیاتو د اغېز اندازه د هالنډي ختیځپوه «رینهارت پیتر دوزي» له لوري د هغه په کتاب کې بیان شوې ده. نوموړی د یوه هسپانوي لیکوال «الغارو» له خبرو یادونه کوي چې د لاتیني او یوناني ژبو د پرېښودو او د مسلمانانو ژبې ته د خلکو د مخ اړولو له امله ډېر خواشینی و. دی وايي: «هوښیاران او د ذوق خاوندان د عربي ادب پر جذابیت خواشیني وو ، لاتیني یې کم ‌ارزښته کړه او یوازې یې د خپلو بادارانو په ژبه لیکل کول، چې دا چاره د وطن ‌پرستو او نورو مدبرو خلکو د ژورې اندېښنې لامل شوه.»
الغارو زیاتوي: «زما مسیحي کشيشان هم‌ د عربي ژبې شعر او کیسو ته حیران دي؛ د مسلمانانو فلسفي او فقهي کتابونه لولي، د دې لپاره یې نه، چې رد یې کړي، د عربي فصیح سبک د زده کولو لپاره یې لولي. نن ورځ (پر روحانیونو سربېره) څوک تورات او انجیل لولي؟ څوک د انبیاوو او رسولانو کتابونو ته پام کوي؟ د نوي مسیحي نسل هوښیاران پرته له عربي ژبې او ادب څخه بل هېڅ نه پېژني. دوی عربي کتابونه ګړندي لولي او هر ځای د عربي ادبیاتو ستاینه کوي، په داسې حال کې چې مسیحي کتابونو ته پام نه کوي او وايي چې ارزښت نه لري. افسوس! مسیحیانو خپله ژبه هیره کړې. نن ښايي له زرو تنو یو کس هم په خپله ژبه یوه لیکنه ونه شي کولای، خو ډېری کسان شته چې په عربي ژبه ډېرې ښکلې او روانې خبرې کوي او داسې شعر وایي چې له عربي شاعرانو هم په ظرافت او صفاولي کې لوړ وي.» [۳]
پر اروپايي ژبو د عربي ژبې د اغېز په اړه «دیتر میسنر» وايي: «د ایبري په ټاپووزمه کې عربي د لوړې طبقې د ژبې په توګه د کاستیلي، پرتګالي او کاتالاني او رومانسي ژبو ترمنځ ځانګړی مقام پيدا کړ.« د عربي ژبې اغېز یوازې تر ایبریا ټاپووزمې محدود نه و، بلکې نورو ژبو، لکه فرانسوي ته د انتقال وسیله هم وه». د اروپايي ژبو په بېلابېلو برخو کې د عربي اصلي لغتونو یادول بې ضرورته خبره ده؛ ځکه ډېر یې په هماغه عربي بڼه پاتې دي، لکه: «پنبه»، «د مشقي ورېښم»، «مشک»، «مشروب»، «خمره»، «لېمو»، «صفر» او داسې نور. د استاد «ماکییل» په وینا اروپا د خپلو کیسو او داستانونو ادبیات هغو عرب مېشتو او عربو ملتونو ته پرېښي چې د شام په نجد کې مېشت وو. د اروپا ډېره برخه یا اصلي ادبي الهام له هغو فعالو ځواکمنو عناصرو څخه و چې د اروپا د منځنیو پېړیو روح او خیال یې له نورو تمدنونو جلا کړ. [۵]
د «مقاماتو»، «اخبارو» د اتلانو او شهسوارنو د ماجراوو په څېر داستانونه، چې د مېړانې او عشق په برخه کې به روایت کېدل د اروپا د منځنیو پېړیو په پیل کې د عربي داستان‌ لیکنې له فنونو اغېزمن شول. «زر او یو شپه» د دولسمې پېړۍ راهیسې، چې اروپایي ژبو ته وژباړل شوه، په دې برخه کې لوی اغېز وکړ؛ تر دې چې تر اوسه په ټولو اروپايي ژبو کې له درې سوه ځلې زیات چاپ شوی دی. ځینې اروپايي نقادان باوري لري چې د «سویفت» مشهور اثر «سفرهای ګالیور» او د«رابینسن کروزو»، «دوفو» له «زر او یو شپې» او همدارنګه د مسلمان فیلسوف ابن طفیل رحمه‌الله د «حی ابن یقظان» له رسالې څخه الهام اخیستی دی.[۶]
په (۱۳۴۹م) کال کې «بوکاچیو» خپل مشهور اثر «ده صبح» ولیکه، چې له «زر او یو شپې» څخه یې الهام اخیستی و. «شکسپیر» هم له همدې سرچینې په خپل تمثیل کې «پند په پای کې کار ورکوي» ګټه پورته کړه. الماني لیکوال «لسنک» د خپل اثر «ناتان حکیم» لپاره له همدې سرچینې څخه استفاده کړې ده. «چاسر» چې د انګلیسي نوې شاعرۍ  سرلاری ګڼل کېږي، تر ټولو ډېر له بوکاچیو له اغېزمن و. نوموړي په ایټالیا کې له بوکاچیو سره وکتل او وروسته یې خپل مشهور اثر «داستان ‌های کانتربری » ولیکه.[۷]
«دانته» په خپل مشهور کتاب «قصه الهی» کې چې د بلې نړۍ سفر بیانوي د «ابو العلاء المعري» د «رساله الغفران» او علامه ابن عربي رحمه‌الله د «وصف الجنة» تر اغېز لاندې و. دانته په سیسیل کې د «فریدریک دويم» په دربار کې اوسېده، هغه امپراتور چې د اسلامي فرهنګ او عربي سرچینو لوستلو ته ډېر لیواله و. دوی د ارسطو پر فلسفې فکري مناقشې درلودې، چې ډېری مواد یې له عربي سرچینو څخه اخیستل شوي وو. دانته د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم له سیرت څخه هم ښه خبر و او له هغه څخه یې د اسراء او معراج د ماجرې الهام اخېستی و.
«زیګرید هونکه» وايي: « د دانته او ابن عربي ترمنځ ‌ډېر ورته ‌والی موجود دی. دانته شاو خوا دوه سوه کاله وروسته د ابن عربي له تشبیهاتو پوره ګټه اخېستې ده.»[۸]
«پترارک» د عربي فرهنګ د عروج په دوره کې په ایټالیا او فرانسه کې ژوند کاوه. هغه په «مونپلیه» او «پاریس» پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې، چې دواړو د عربي اثارو او د اندلسي علماوو د شاګردانو پر کار تمرکز کاوه. پترارک خپلو خلکو ته وايي: «څومره حیرانوونکې خبره ده! سیسرون وشو کولای چې له دیموستینس څخه وروسته خطیب شي. ویرژیل له هومیروس وروسته شاعر شو، نو ولې موږ عربو ته نه شو رسېدلی؟ موږ د افریقایانو او نورو خلکو برابر شوو، بلکې ځینو کې تر هغوی هم مخکې شوو، خو له عربو وروسته پاتې یوو. څومره لوی حماقت او تېروتنه! او څومره لوی نابغه په ایټالیا کې ویده پاتې دی!»[۹]
په دې توګه اسلامي تمدن هغه څراغ و چې د ژبې او ادب په نړۍ کې یې د بشریت ټوله فکري فضا روښانه کړه.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:
  1. من روائع حضارتنا، ص: 86.
  2. درویش، احمد، نظریة الأدب المقارن وتجلیاتها فی الأّدب العربی، ص: 176، دار غریب، قاهره، مصر.
  3. من روائع حضارتنا، ص: 87.
  4. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 713.
  5. من روائع حضارتنا، ص: 88.
  6. ریسلر، جاک، الحضارة العربیة، ترجمۀ غنیم عبدون، ص: 175، الدار المصریة. بی‌تا.
  7. من روائع حضارتنا، ص: 89.
  8. شمس العرب تسطع علی الغرب، ص: 521.
  9. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 715.

Previous Articleد ساینتولوژي رېښې او باورونه (برخه: ۴)
Next Article د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۹)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ) 

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۹) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین په نړيوال اقتصاد…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹) د لامبو قانون په سمندرونو…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲) د شیطان‌ پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸) الهي خزانې او د رزق…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.