لیکوال: ډوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۸)
د زړه د تومور کڅوړه او د وینې د ټوټې کېدو حیرانوونکې پېښه
د انسان زړه د الهي خلقت له عجایبو څخه دی. دا بې سارې غړی خدای جل جلاله زموږ په په سینه کې ځای پرځای کړی دی او زموږ د ژوند او بدن د حرکت سرچینه يې ګرځولې ده. زړه د بشر په وجود کې تر ټولو قوي او کلک غړی ګڼل کېږي؛ داسې غړی چې د مور په رحم کې له لومړۍ شېبې څخه تپېدل پیلوي او تر وروستۍ ساه پورې کار کوي، چې نه له کار څخه ستړی کېږي او نه له حرکته لوېږي.
پوهان زړه د «پمپ کوونکي» او «فشار ورکوونکي» په نوم یادوي؛ هغه پمپ چې ټول بدن ته د وینې د رسولو دندن پر غاړه لري. دا لویه او نهستړې کېدونکې دنده د جنین او ژوند له پيلېدو څخه پیلېږي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې دوام لري. زړه نه ویده کېږي، نه ارام کوي او نه له کار څخه ستړی کېږي، لکه یوازې چې د حرکت د او تپېدو لپاره پیدا شوی وي.
د زړه حیرانوونکی جوړښت
د الله تعالی د قدرت او حکمت له ښکاره نښوو څخه یوه دا ده چې د زړه لپاره یې د «شغاف» په نوم یو ځانګړی پوښ جوړ کړی، چې په زړه پورې سرېښ دی. دا پوښ د «تومور/پریکارد» (Pericardium)[1] په نوم په یوه بل پوښ پوښل شوی دی. پريکارد داسې يوه غشا ده چې یو ډول نرموونکې ماده ترشح کوي، دا ماده د زړه حرکتونه نرم ساتي چې د دوامداره تپېدو په وخت کې له شاوخوا دیوالونو سره ټکر او خنډ رامنځته نه شي. دا ماده بالکل د هغه غوړو په څېر ده، چې په صنعتي ماشینونو کې د اصطکاک د کمولو لپاره کارول کېږي.
د شغاف پوښ یوه ډېره نازکه، نرۍ او نرمه غشا ده. دا غشا له پريکارد سره یوځای داسې جوړه شوې، چې د زړه له شاوخوا نسجونو سره د مستقیمې اړیکې مخه نیسي او د زړه حرکت یې بشپړ نرم او بېاصطکاکه کړی دی. بېشکه دا دقیق تنظیم او نظم د الله تعالی د حکمت او قدرت څرګند ثبوت دی.
د وینې د ټوټې کېدو حیرانتیا
د الله تعالی د خلقت له لویو رازونو څخه یوه هم هغه حیرانوونکې ځانګړنه ده، چې په وینه کې ایښودل شوې ده د “ټوټه کېدو” ځانکړنه ده. که دا ځانګړنه په وینه کې نه وای، نو تر ټولو کوچنی زخم به هم د انسان د مرګ سبب شوی وای؛ ځکه وینه به بې له کومې دمې له بدن څخه بهېدله او نه به تم کېدله؛ خو الله تعالی وینه دومره په حکیمانه ډول پیدا کړې ده، چې کله له بدن څخه د باندې له هوا سره تماس ومومي، نو د «فیبرین»[2] په نوم تارونه پکې جوړېږي او دا تارونه د وینې د وتلو لاره بندوي. دا تارونه د یوې طبیعي دروازې یا سرپوښ په څېر عمل کوي او ژر تر ژره خلاص شوی سوری بندوي. دا بې مثاله ځانګړنه د دې سبب کېږي چې د ډېرې وینې له بهېدلو مخنیوی وشي او زخم ورو ورو ښه شي. لکه څنګه چې قران کریم وايي: «ذَٰلِكَ تَقدِیرُ ٱلعَزِیزِ ٱلعَلِیمِ.»[3] ژباړه: « دا د هغه الله تعالی ټاکنه او اندازه ده، چې ځواکمن او پوه ذات دی.»
د زړه د وینې دوران
په زړه کې د وینې دوران هم ډېر حیرانووکی او د قیق دی. وریدې وینه (هغه وینه چې د اکسیجن رسولو او ضایعاتو ترلاسه کولو وروسته د بدن له غړو څخه راستنه شوې ده) د زړه ښي دهلیز (اذین) [4] ته ننوځي، بیا «ښي بطن»[5] ته بهیږي. له هغه ځایه، وینه «سږو» ته لیږل کیږي چې کاربن ډای اکساید خوشې کړي او تازه اکسیجن واخلي. له اکسیجن اخيستلو وروسته، وینه له سږو څخه بېرته راګرځي او د زړه چپ دهلیز (اذین) ته داخلیږي، بیا د زړه چپ بطن ته بهېږي. له چپ بطن څخه دا اکسیجن لرونکې وینه د “ايورت” له لارې چې اصلي شریان دی د بدن ټولو غړو ته پمپ کېږي.
د زړه په جوړښت کې څلور حجرې شتون لري، چې دوه دهلیزونه (اذینونه) او دوه بطنونه. دا حجرې په بشپړ نظم او بې له ستړیا، د وینې د جذب او پمپ کولو وظیفه په دوامداره ډول ترسره کوي. زړه نه خوب کوي، نه درېږي او نه ستړی کېږي، بلکې شپه او ورځ د بدن خدمت کوي.
د زړه حیرانونکی ځواک
پوهانو اټکل کړی دی چې د زړه په هر درزا کې له (۱۰) سانتيمتره مکعب څخه ډېره وینه له زړه څخه بهر پمپ کېږي. که د زړه منځني تپېدل شاو خوا (۸۰) ځله په یوه دقیقه کې ونیسو، نو دا اندازه په یوه دقیقه کې نږدې «دوه نیمې بوشکې وینې» ته رسېږي. ځینو څېړونکو محاسبه کړې ده چې د انسان زړه د (۷۰) کلونو په اوږدو کې په ټولیزه توګه «څلور ملیونه بوشکې» وینه پمپ کوي! ایا دا دوامداره عجیب کار له عادي غړو څخه جوړ شوی دی؟ ایا د دې ترتیب د پردې تر شا یو ناڅرګند، مګر هوښیار لاس کار کوي؟
لنډه دا چې بېشکه زړه د الله تعالی د قدرت له لویو نښو څخه دی. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یوه ژور او معنا لرونکي حدیث کې ویلي دي: «ألا وإن فی الجسد مضغة: إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله، ألا وهی القلب).»[6] ژباړه:« خبر اوسئ چې په ځان کې مو یوه ټوټه غوښه ده، که چېرې دا ټوټه غوښه پاکه وي ټول بدن به مو پاک وي او که چېرې هغه فاسده شي ټول بدن مو فاسدېږي. خبر اوسئ چې هغه همدا زړه دی.» دا نبوي حدیث زړه نه یوازې د یوه فیزیولوژیکي غړي په توګه معرفي کوي، بلکې د اخلاقو، نیت، ایمان او د انسان د معنوي سلامتيا سرچینه یې ګڼي.
د زړه او د وینې د دوران د سیستم په پېژندنه کې انسان تر اوسه یوازې د الله تعالی له علم څخه یوه کوچنۍ ذره ترلاسه کړې ده. څومره چې علم پرمختګ کوي، دومره د الله تعالی د مخلوقاتو عظمت ته انسان متوجه کېږي. زړه یوازې یوه عضلي ټوټه نه ده، بلکې د الله تعالی د حکمت او رحمت یو ښکلی انعکاس دی.[7]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. تامور یک کیسه یا غشاء دولایه است که قلب را دربر گرفته و آن را در میان قفسۀ سینه ثابت نگه میدارد.
[2]. فیبرین (Fibrin) یک پروتئین رشتهای و نامحلول است که نقش اساسی در لختهشدن خون (تجلّط) دارد.
[3]. انعام: 96.
[4]. «اُذَین» (Atrium) یکی از حُجرههای قلب است. اُذَینها دو حُجرۀ بالایی قلب هستند که خون ابتدا وارد آنها میشود.
[5]. «بُطن» (Ventricle): یکی از حجرههای تحتانی قلب است. قلب دو بُطن دارد:
بُطن راست: خون را به شُشها (ریهها) میفرستد تا اکسیژنگیری شود. بُطن چپ: خون را به تمام بدن پمپ میکند.
[6]. البخاري، أبو عبد الله محمد بن إسماعيل الجعفي (1414 هـ)، الجامع الصحيح، ج 1، ص 29، دار ابن كثير، دار اليمامة-دمشق.
[7]. موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج1، ص 142-144.


