لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۷)
زړه او د وینې دوران سیستم
زړه چې یوه بې سارې عضله ده، نه یوازې له فزیکي اړخه حیرانوونکې ده، بلکې له روحي، معنوي او اخلاقي اړخه هم لوړ ځای لري. زړه د انسان په وجود کې لومړنی او بنسټيز ځای لري. زړه حاکم دی او د بدن نور غړي یې خدمتګاران او عسکر دي. زړه امر کوي او شاوخوا غړي يې اطاعت کوي، لکه څنګه خدای جل جلاله په قران کریم کې فرمايلي دي: “إِنَّ فِی ذَٰلِكَ لَذِكرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُۥ قَلبٌ أَو أَلقَى ٱلسَّمعَ وَهُوَ شَهِید”[1]؛ ژباړه: «او په رښتیا سره په دې کې پند دی د هغه چا لپاره چې هوښیار زړه ولري او په غور سره غوږ نیسي.»
زړه د انسان حقیقت دی؛ د شناخت ګاڼه، د ایمان ځای، د مهربانۍ سرچینه، د درک مرکز، د نیت او ارادې ایینه او د پرهېزګارۍ، مینې، وېرې اخلاص او ډاډ ځای دی.
په اسلام کې د زړه د پاکولو لپاره بېلابېل عبادتونه ترتیب شوي دي، یعنې له ککړتیا څخه د زړه پاکول. موخه یې دا ده چې انسان د پاک زړه له امله د الله تعالی لور ته ورشي، الهي نږدېوالی درک کړي او په اخرت کې د جنت له نعمت څخه برخمن شي.
زړه د انسان په بدن کې نامعلومه قېمتي ډبره ده
زړه د خدای جل جلاله له حیرانوونکو خلقتونو څخه دی. که څه هم په ظاهره کوچنی غړی دی، خو په باطن کې له رازونو څخه ډکه نړۍ ده. که چېرې د زړه تارونه او نغمې په پاکۍ سره جوړې شي، انسان د فرښتې مقام ته رسوي؛ له مهربانۍ، شفقت، مینې او نېکو احساساتو څخه ډک وي، خو که چېرې زړه ککړ شي له رحمت څخه لرې کېږي او انسان د ذلت، نفرت او تاوتریخوالي خوا ته بیایي. زړه که څه هم کوچنی دی، خو داسې قدرت لري، چې هر لوی شی یې پر وړاندې کوچنی ښکاري او کوچنی شی يې پر وړاندې لوی ښکاروي. ځینې زړونه د خزانو په څېر پاک، روڼ او ارزښتناک دي. ځینې د ډبرې په څېر دي، کلک خو بې رڼا او ځينې د هوا په څېر دي سپک، بې ثباته او بې اغېزې دي.
زړه مري او بېرته را ژوندی کېږي، ښکته او پورته ځي. ځینې وخت ان تر ستورو رسېږي او کله په دوړو کې ورکېږي. دا د انسان همغه لوی راز دی، که هر څه پیدا کړي، خو خپل زړه ورک کړي، نو هغه هېڅ نه دي موندلي.
د زړه جوړښت او فزیولوژیکي دندې
له علمي پلوه زړه داسې دوه ګونی پمپ دی چې پرته له کوم ځنډ او دمې ټول بدن ته وینه لېږدوي. دا وینه خواړه، اکسیجن او حیاتي مواد لري چې د رګونو یوې پراخې شبکې له لوري چې اوږدالی یې له (۱۵۰) کیلومترو څخه ډېر دی، هرې حجرې، نسج او د بدن غړو ته رسوي.
د امیندوارۍ له دویمې میاشتې څخه وروسته د جنین زړه درزا پیلېږي او تر وروستۍ شېبې پورې نه ستړی کېږي؛ نه له حرکت څخه درېږي، نه د استراحت یا ساتنې اړتیا لري او نه د لارښوونې یا نوې انرژۍ انتظار باسي. په ورته وخت کې که څه هم انسان د غفلت او منفي احساساتو، لکه غوسه، کینه او غم له امله خپل زړه ځوروي، دا سپېڅلی غړی بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي. زړه د انسان د وجود د نړۍ لمر دی. ټول فعالیتونه، افکار، احساسات او پرېکړې له همدې ځایه چې د ژوند مرکز دی پیلېږي.
د زړه په فعال جوړښت کې حیرانتیاوې
زړه د بدن داسې غړی دی چې نه یوازې له عضلاتي پېچلي جوړښت څخه برخمن دی، بلکې بې سارې دنده هم لري. زړه هره دقیقه شاوخوا اتیه ځله (۸۰) را ټولېږي او خلاصېږي او د فشار یا حیرانتیا په وخت کې یې درزا امکان لري چې په دقیقه کې تر (۱۸۰) ځلې هم ورسېږي.
زړه په ورځ کې (۸۰۰۰) لیتره وینه پمپوي، چې له « ۸ متر مکعب» سره معادله ده. د وینې دا اندازه د انسان د ټول عمر په اوږدو کې داسې یو زېرمتون (مخزن) ډکولی شي چې د نړۍ له یوه اسمان څکې ودانۍ سره برابر وي!
دا هم د حيرانتيا وړ ده چې زړه د خپلو درزاوو لپاره د مغز مستقیم امر ته اړتیا نه لري. دا په خپل داخل کې یو “خپلواک برقي مرکز” لري، چې د راټولېدو او خلاصېدو فرمانونه صادروي. دا مرکز په داسې ګټور او خپلسري ډول تنظیم شوی چې له بهرني تنظیم څخه بې نیازه دی. ان د زړه دروازې (دریچې) هم په حیرانوونکي دقت سره کار کوي. دا دریچې یوازې وینې ته اجازه ورکوي چې په یوه لور حرکت وکړي او د بېرته راتلو مخه نیسي؛ دا هغه اصل دی چې په ټولو پرمختللو صنعتي پمپونو کې هم کارول کېږي.
د زړه مړینه د انسان د مړینې لامل کېږي
کله چې زړه د سینې په قفس کې ارام شي او درزا و نه کړي، نور نو انسان هم ژوندی نه پاتې کېږي. له یو بې روحه بدن پرته نور څه نه وي، لکه د یوې وچې بې مېوې ونې تنه. دا زړه دی چې که ژوندی وي، نو ټول ځان او بدن ژوندی ساتي. په دې اړوند پيغمبر صلیډالله علیهوسلم فرمایلي دي:«ألا وإن فی الجسد مضغة: إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله، ألا وهی القلب.»[2]؛ ژباړه:« خبر اوسئ چې په ځان کې مو یوه ټوټه غوښه ده، که چېرې دا ټوټه غوښه پاکه وي ټول بدن به مو پاک وي او که چېرې هغه فاسده شي ټول بدن مو فاسدېږي. خبر اوسئ چې هغه همدا زړه دی.»
زړه د ژوند او نېکمرغۍ مرکز دی
زړه یوازې یو عضلاتي غړی نه دی، بلکې د ژوند محور، د پېژندګلوۍ مرکز او له الله تعالی سره د انسان د اړیکې ځای دی. د انسان نېکمرغي او بدمرغي د زړه په پاکۍ او ککړتیا پورې تړلې ده. که چېرې انسان د معنویت او ودې په لټه کې وي، نو باید زړه پاک وساتي. له کینې او نفرت څخه لرې اوسي او په الهي ذکر او ایماني رڼا سره خپل زړه روښانه کړي. مشهور عربي شاعر احمد شوقي څومره ښه ویلي دي:
د عربدقّاتُ قلبِ المرءِ قائلةٌ لَهُ إِنَّ الحیاةَ دقائقٌ وثوانِی
فارفعْ لنفسِكَ قبلَ موتكَ ذِكرَها فَالذِّكرُ للإنسانِ عُمرٌ ثانِی
ژباړه: د انسان د زړه درزا هغه ته وايي، چې ژوند له دقیقو او ثانیو پرته بل څه نه دی. مخکې تر دې چې مرګ درته راشي د خپل ځان لپاره دې نیک نوم پرېږده؛ ځکه چې نیک نوم د انسان لپاره دویم ژوند دی.
له دیني او علمي پلوه زړه یوازې د ژوند لپاره وجودي سرچینه نه ده، بلکې د انسان د اخلاقي او معنوي ژوند مرکز دی. له همدې امله يې پېژندل هم د ډاکټرانو لپاره مهم دي او هم د عارفانو او د زړه اهلو لپاره. خدای جل جلاله په قران کریم کې فرمايلي دي:«وَفِی أَنفُسِكُمۚ أَفَلَا تُبصِرُونَ.»[3]؛ ژباړه: « او ستاسو په خپل وجود کې نښې شته، ایا تاسو نه پوهېږئ؟»[4]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. ق: ۳۷.
[2]. البخاري، أبو عبد الله محمد بن إسماعيل الجعفي (1414 هـ)، الجامع الصحيح، ج 1، ص 29، دار ابن كثير، دار اليمامة-دمشق.
[3]. ذاریات: 21.
[4]. فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص140-142.


