Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»اومانیزم»هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)
اومانیزم شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي
هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)
له انسان سره د دین رښتینی عمل
په دې اړه کله د دین او الهي قوانینو د پابندۍ خبرې کېږي او کله هم د سیکولرې ټولنې یادونه کېږي؛ داسې ټولنه چې الهي قوانینو ته پابنده نه وي او په دین او مذهب باور نه لري. په لومړي حالت کې ځینې کسان د الهي قوانینو پابندي د انسان د ازادۍ د محدودېدو په توګه ګڼي او دا په یو ډول د انسان له ازادۍ څخه انکار کولو ته ورته بولي، خو په حقیقت کې انسان له بشپړې ازادۍ سره دین مني؛ نو طبعاً هر ډول دیني محدودیت د هغه د ارادې خلاف نه وي، بلکې په داسې حالت کې د دې محدودیت مخالفت، د انسان د ازادۍ او خپلواکۍ خلاف کار ګڼل کېږي. له بلې خوا باید دا ووايو چې ایا دیني محدودیتونه په رښتیا محدودیت بلل کېدای شي، که نه؟ ایا د الهي قوانینو منل د انسان له کرامت او اصالت سره په ټکر کې دي، که نه؟ ځواب یې نه دی؛ ځکه عبادت او د الهي قوانینو منل د انسان د تېز لید او ژورتیا نښه ده. دا هغه لوړ مقام دی چې یو انسان ته ور په برخه کېږي، نه دا چې کوم محدودیت يا د ازادۍ خلاف عمل وي.
ایا کېدای شي هغه ورزشکار چې په لوبغالي کې د سیالۍ له قوانینو سره سم د بریا په لور منډه وهي، یو محدود او کم‌ ارزښته انسان وبولو؟ ایا داسې نه ده چې په ورزشي سیالیو کې اتلان ډېر شهرت او لوړه ټولنیزه درجه ترلاسه کوي؟ نو کله چې یو څوک د انساني قوانینو په چوکاټ کې د بریا په لور حرکت کوي، ایا هغه به محدود او بې ‌ارزښته وګڼل شي؟ بېشکه چې ځواب یې نه دی. دلته پوهېږو چې د الله تعالی پر لور د دغو کسانو لېوالتیا او د هغه د فرمان منل په بشپړ ډول خوند لري او هغوی هېڅکله دا کار د خپلې ازادۍ پر خلاف  نه ګڼي. [1]
په سیکولریستي ټولنو کې ازادي
په هغو ټولنو کې چې دین یې د انسان له ژوند څخه په دې پار لرې کړی چې د انسان ارزښت ته رنګ او ښکلا ورکړي، باید وویل شي چې هغوی که څه هم دیني محدودیتونه نه مني، خو له ټولنیزو محدودیتونو څخه چې ډېری يې د حکومت زېږنده ده، هېڅکله نه شي تښتېدلی او باید هغه ومني. همدا محدودیت هم د انسان له خپلواکې ارادې تېرېږي او بیا د هغه په لاسونو او پښو پورې تړل کېږي، نو له همدې امله هېڅ ټولنه که دینداره وي او که بې‌ دینه، نه شي کولای له مطلقې ازادۍ څخه برخمنه شي.
خو باید فکر پرې وشي!
په دغو دوو محدودو ټولنو کې د انسان کرامت په کومه ټولنه کې خوندي دی؟
ایا ویلی شو چې د لوېدیځو ټولنو په حکومتونو کې جبر او ظلم په بشپړه توګه له منځه تللی او د دموکراتیکو حکومتونو په وسیله د انسان کرامت ډېر شوی دی؟ ایا داسې نه ده چې نن سبا د ټولنو له یوځای کېدو او د صنعت له پراختیا وروسته، نور جبري عوامل هم راپیدا شوي دي چې د انسانانو اختیار په لاس کې اخلي؟ ډېر ځله انسان فکر کوي چې عمل یې کړی دی، خو نه پوهېږي چې د هغه له اختیاره بهر عوامل، لکه رسنۍ او د ګمراه کوونکو تبلیغاتو اغېز، په فکر او ذهن کې رامنځته کوي. په دې ټولنو کې انسان په ښکاره توګه ازاد او بااصالته ښکاري، خو په حقیقت کې د پانګوالو او سیاست‌ مدارانو بندي او غلام ګرځېدلی دی.
نن سبا لیدل کېږي چې په داسې نومول شويو هیومنېستي ټولنو کې انسان څومره بې‌ اصالته شوی، چې ان په واقعیت کې د رایې حق ترې اخیستل شوی دی او دومره پراخ تبلیغات یې پر ذهنونو ترسره شوي دي، چې خلک خپله رایه، نظر او مشارکت د یو فلمي ستوري د ښکلا یا د یو ورزشکار د شهرت په بدل کې پلوري.  په داسې حال کې چې د اسلام دین د انسان لپاره د کرامت او شرافت لوړه درجه ټاکلې او د انسان ارزښت ته داسې بیه ورکوي چې په هېڅ نرخ نه شي اندازه کېدلای.[2]
د هیومنېستي عقایدو له نظره د خدای د وجود ردول
انسان‌ پالونکي او هیومنېستان د خدای په څېر په یو ماورايي وجود باور ردوي. دا په دې معنا چې هیومنېستان خپل ځانونه اګنوستیک یا ملحد (خدای نه منونکی) ګڼي. انسان‌ پالونکي په اخرت او له مرګ څخه وروسته په ژوند باور نه لري، له همدې امله د خپل قسمت او خوشبختۍ لټون په همدې دنیا کې کوي. هغوی د نړۍ او موجوداتو د پیدایښت په اړه د پوښتنو د ځواب لپاره په علم تکيه کوي او اخلاقي پرېکړې د عقل، همدردۍ او پر نورو د زړه ‌سوي له مخې کوي. انسان‌ پالونکي د انسان د هوساینې او نېکمرغۍ په فکر کې وي او دا باور لري چې دا نړۍ یوازینی ژوند او نړۍ ده چې انسان یې لري. په دې اساس دوی باور لري چې خلک باید له خپل ژوند څخه په ځمکه کې تر ټولو ډېره ګټه واخلي. د دې ترڅنګ هغوی دا باور هم لري چې باید له نورو ملاتړ وکړي، چې هغوی هم خوښونکی ژوند ولري. دا په هغو کسانو پورې اړه لري چې نن ژوندي دي او په راتلونکو نسلونو اوړي؛ ځکه چې انسان‌ پالونکي په هېڅ ډول خدای یا فوق‌ العاده ځواک باور نه لري، چې ګوندې د انسان ستونزې حل کړي او دا ادعا کوي چې بشر په خپله باید د نړۍ د چاپېریالي ستونزو د حل مسوولیت په غاړه واخلي. دوی وایي یوازې انسانان دي چې د دغسې ستونزو د حل لارې پیدا کولای شي.
انسان پالونکي او هیومنېستان عقیده لري چې انسان نه دی پیدا شوی، بلکې په طبیعي ډول یې تکامل موندلی دی. دوی ادعا کوي چې انسانان د نورو موجوداتو له ډولونو سره یوځای په همدې سیاره کې د تکامل پروسې ته دوام ورکوي. شواهد ښيي چې د انسان هوساینه د طبیعت له نړۍ او د ډېرو نورو ډولونو د بقا له دوام سره تړلې ده. [3]
انسان‌ پالونکي لیدلوري په دیني عقایدو خورا ژور اغېز کړی دی. هغه کسان چې د دیني انسان پالونکو پلویان وو، د خپلو پر جوشو خوځښتونو په وسیله یې د دین د اصلاح هڅه کوله. د دې حرکت یوه بېلګه د مارتین لوتر کینګ د دین اصلاح کولو خوځښت کې لیدل کېږي. اراسموس یو بل څوک و چې د دیني انسان ‌پالنې له نظره یې غوښتل چې کلیسا اصلاح کړي او کلیسا داسې ځای وګرځوي چې بنسټ یې عقل، اخلاق او طبیعي اصول وي. د دیني انسان ‌پالونکو مخکښانو هڅه کوله چې د انسان پالونکو نظریات له دیني نظریاتو سره یو ځای کړي، خو په پای کې د انسان پاللو فکر له دیني لید لوري څخه جلا او په خپلواک ډول پرمختګ وموند. په بل عبارت په پیل کې هڅه دا وه چې انسان پالونکي نظریات د مسیحیت د اصولو په چوکاټ کې تشریح شي، خو ورو ورو داسې وشول چې د مسیحیت اصول د هیومنېستي نظریاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شول. دا څه مانا لري؟ یعنې د انسان ‌پالنې لید لوری د دیني لید لوري پر وړاندې غالب شو او ان ځینو انسان ‌پالونکو هر ډول دیني ایین رد کړ. د انسانیت مذهب چې د اګوست کنت له خوا وړاندې شو، د همدې ډول دین یوه بېلګه ده، په دې مذهب کې دا باور شته چې د بشر دین د خدای نه منلو پر اساس ولاړ دی! [4]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. صانع‌پور، مریم، خدا و دین در رویکردی اومانیستی، ص43، انتشارات: موسسۀ فرهنگ و‌اندیشۀ معاصر، سال چاپ: ۱۳۸۱هـ تهران.

[2]. صانع‌پور، مریم، خدا و دین در رویکردی اومانیستی، ص 55، انتشارات: موسسۀ فرهنگ و ‌اندیشۀ معاصر، سال چاپ: ۱۳۸۱هـ تهران.

[3]. فولکیه، پل، مابعدالطبیعه، ص 307، مترجم: مهدوی، یحیی، انتشارات دانشگاه تهران، سال 1362هـ، تهران.

[4]. ژیلسون، اتین، نقد تفکر فلسفی غرب، ص 180، مترجم: احمدی، دکتر احمد، تاریخ انتشار: مرداد 1403هـ، تهران.

Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۵)
Next Article د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

اړوند منځپانګې

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۵)

سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD3 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.