لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۵)
د ادم علیه السلام د اولادونو د کیسې روزنیز درسونه
د ادم علیه السلام د زامنو هابيل او قابيل کیسه یوازې د لرې ماضي کیسه نه ده، بلکې د ژورو کورنيو او روزنیزو مفهومونو خزانه ده، چې له وخت او زمان څخه پورته د تاریخ په اوږدو کې د بشریت لپاره د لارښونې په توګه پاتې شوې ده. دا کیسه چې ریښې یې د خلقت لومړیو ورځو ته رسېږي، موږ ته يوازې دا نه راښيي چې له شخړو او اختلافاتو سره څنګه مخ شو، بلکې د انسان د اعمالو ماهیت او د هغو د منلو شرایط د الله تعالی په دربار کې په ژور بصیرت سره بیانوي. دلته به د دې کیسې ځینو مهمو روزنیزو او فکري زدهکړو ته اشاره وشي.
(۱) د فیصلې کولو شرعي مشروعیت
د حضرت ادم علیه السلام له خوا دوو شخړه کوونکو ورونو ته د قربانۍ وړاندې کولو وړاندیز، د داورۍ ( فیصلې) پر بنسټ ولاړ اصل ته اشاره کوي. دا اصل نن ورځ په بېلا بېلو نړيوالو سازمانونو کې کارول کېږي او د نړيوالو اړیکو بنسټ جوړوي. ګڼ شمېر نړيوال تړونونه چې رېښې یې د نولسمې پېړۍ وروستیو کلونو ته رسېږي، د همدې دور حاکمیت ته اشاره کوي. «داوري» فیصلهکول، چې معنا یې دا ده: یو درېیم اړخ د دوو شخړه کوونکو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره راځي چې شخړه حل کړي او پرې قضاوت وکړي. دا هغه څه دي چې لوېدیځوال یې د عصري تمدن یوه نوې لاسته راوړنه ګڼي، خو په حقیقت کې دا اصل د قابیل او هابیل ترمنځ د مخالفت له رامنځته کېدو سره پیل شو او حضرت ادم علیه السلام د حل لپاره همدې لارې ته اشاره وکړه.
قران کریم هم دې موضوع ته اشاره کړې او له څوارلسو پېړیو څخه وړاندې یې انسانانو ته دا توصیه کړې، خو ډېر خلک له دې حقیقت څخه ناخبره دي.
حضرت ادم علیه السلام د شخړه کوونکو تر منځ مستقیمه فیصله و نه کړه، بلکې وړاندیز یې ورته وکړ، چې قرباني وړاندې کړي. دا د شخړه کوونکو تر منځ په غير مستقیم ډول منځګړي توب و. د ادم علیه السلام منځګړيتوب په دې کې څرګند شو چې دوی یې د قربانۍ کولو وړاندیز ته قانع کړل. په داورۍ ( فیصله) کې که دواړوو خواوو ومنله، هر یو خپل لیدلوری د مخالفت یا شخړې په اړه بیانوي او له هغه څخه د ملاتړ په موخه شواهد وړاندې کوي، چې وکولای شي، بې طرفه او له شخصي غوښتنو څخه پاکه پرېکړه تر سره کړای شي.
فیصله کېدلی شي چې د فرد او يا هېواد په سطحه تر سره شي. قران کریم د دې یوه غوره بیلګه وړاندې کوي او وايي: “وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا”.[1] ژباړه: «او که چېرې (د ښځې او مېړه ترمنځ مخالفت راغی) او تاسو ووېرېدئ چې ( دا کار د دوی تر منځ د جلاوالي) لامل شي، نو یو فیصله کوونکی د مېړه له کورنۍ او بل فیصله کوونکی د ښځې له کورنۍ وټاکئ، چې د شخړې د حل لپاره هڅه وکړي. که دا دواړه فیصله کوونکي د اصلاح نیت ولري، نو الله تعالی به هغوی ته توفیق ورکړي یا به د یو نېک او الله غوښتونکي جوړ جاړي لاره ورته هواره کړي یا به د یو معقول او ښایسته جلاوالي اسانتیا ورکړي. بېشکه الله تعالی د خلکو له ظاهر او باطن خبر دی او په نیتونو پوه دی.»
هغه څه چې قران کریم د ښځې او مېړه ترمنځ د شخړې په حال کې منځکړيتوب ته اشاره کوي، کولای شي د بېلابېلو ټولینزو ډلو ترمنځ د شخړو د حل او فصل لپاره هم وکارېږي. دغه راز د هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل لپاره هم کارول کېدای شي او له هغو مخالفتونو څخه مخنیوی وکړي، چې په پای کې د جګړې لامل کېږي. د جګړې پایله یوازې الله تعالی ته معلومه وي.
(۲) پرهېزګاري او د عملونو د منلو شرط
هغه مومن ورور چې قرباني یې قبوله شوې وه، خپل غوسه ناک او ګواښونکي ورور ته وویل: “إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ”[2] ژباړه: « هابیل قابیل ته وویل: ما څه ګناه کړې، الله یوازې د پرهېزګارانو عملونه مني.»
نو ویلی شو چې پرهېزګاري د الله تعالی په دربار کې د عملونو د منلو شرط دی او ایمان د هغې د اعتبار او د اجر د تمې بنسټ جوړوي؛ ځکه عملونه په خپل ظاهري ذات کې ارزښت نه لري، بلکې هغه وخت ارزښت لري چې معنا ولري او له روحانیت سره تړلي وي. که عملونه له خپل معنوي درک څخه تش شي او له روحاني ژوند سره پرې شي، نو هېڅ ګټه نه لري. لکه څنګه چې مېوه یوازې په ونو کې وده کوي، همداسې عملونه هم یوازې هغه وخت صالح، سم، رښتیني او د الله تعالی په دربار کې د منلو وړ وي، چې له ایمان څخه یې سرچینه اخیستې وي او د پرهېزګارۍ له بنسټ څخه راټوکېدلي وي. الله تعالی د بندګانو نېک عملونه یوازې په ظاهري ډول نه غواړي، بلکې د هغو اغېزې د عمل کوونکي په نفس، زړه، احساساتو، روزنې او اصلاح کې غواړي. هغه څه چې مهم دي د مؤمن پرهېزګارۍ ته رسېدل دي او دا پرهېزګاري بايد د هغه پر ټول ژوند، وجود، احساساتو او وجدان واک ولري.
ښايي چې په قران کریم او سنتو کې ډېرې بېلګې وي، چې زموږ دا خبره د منلو وړ وګڼي. له قران کریم څخه د الله تعالی دا وینا د هدي او قربانیو د حکمت په بیان کې داسې ده: “وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ * لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ”.[3]
ژباړه: «موږ (غوړ او ښه تغذیه شوي) اوښان او نور څاروي (د حج په جریان کې) ستاسو لپاره د الله تعالی د دین او الهي نښو له مراسمو څخه ګرځولي دي او په دغو حیواناتو کې ستاسو لپاره د دنیا ګټه او د اخرت اجر شته؛ نو کله چې دا حیوانات قطار په قطار ولاړ وي، لاسونه او پښې یې تړل شوې وي او د قربانۍ لپاره تیار وي، د الله نوم پرې واخلئ (او د هغه په نوم یې قرباني کړئ). کله چې پر ځمکه ولوېږي او پر اړخونو پرېوځي، نو تاسو (که وغواړئ) له غوښو یې وخورئ او اړمنو ته (هغه چې سوال نه کوي) او فقیرانو ته (هغه چې سوال کوي) ورکړئ. موږ دا اوښان ستاسو تابع او رام کړي، چې تاسو د خپل کریم او مهربان رب شکر ادا کړئ.»
دغهراز پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي دي: “إن الله لا ينظر إلى صوركم وأموالكم ولكن ينظر إلى قلوبكم وأعمالكم”.[4] ژباړه: « خدای جل جلاله ستاسو ظاهري عملونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو او نیتونو ته ګوري.»
هغه عملونه چې له یوه کافر او ګمراه کس څخه صادرېږي، د الله تعالی لپاره د منلو وړ نه دي؛ ځکه دوی ثابتې عقیدې نه لري. الله تعالی په دې اړه وايي: “وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَّنثُورًا”.[5]
ژباړه: « موږ به ټولو هغو عملونو ته ورشو چې دوی کړي دي (کوم چې په ظاهره ښه وو او په دې نړۍ کې)، ټول به یې په هوا کې د خاورو او دوړو په څېر کړو (او د دوی له اجر او ثواب څخه به یې محروم کړو؛ ځکه چې د ایمان نشتوالی د نېکو اعمالو د ورکېدو او د یو چا د نېکو عملونو د باطلېدو لامل کیږي)»
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
. مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، شماره حدیث 2564. [4]


