Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۶)
متفرقه یکشنبه _21 _دسمبر _2025AH 21-12-2025AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۶)
(۳) مومن بدي په نیکي ځوابوي
يو مومن باید د خپل ورور ګواښ او بدي په ورته ګواښ او بدۍ سره ځواب نه کړي او نه بايد له خپل دښمن څخه هم په ډېره ناپوهۍ عمل وکړي. مومن بايد په نرمۍ، مهربانۍ او ارامۍ سره ځواب ورکړي. بدۍ ته په نېکۍ او بد اخلاقۍ ته په ايمان سره ځواب ووايي. مومن با يد له باطل او شره پورته ودرېږي او له ناپوهانو څخه لوړ وي. الله تعالی فرمايلي دي: “وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ * وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ“.[1] ژباړه: « نیکي او بدي سره برابرې نه دي. هېڅکله بدي په بدۍ او زشتي په زشتۍ مه ځوابوه، بلکې د نورو بدي او سختي په غوره طریقه او ښه شکل سره ځواب کړه. د دې کار پایله دا ده، هغه څوک چې له تا سره دښمني لري، ناڅاپه به ستا نږدې دوست شي. دې ډول ښکلو او غوره اخلاقو ته نه رسېږي، مګر هغه کسان چې د صبر او زغم خاوندان وي او دا مقام نه ترلاسه کوي، مګر هغه څوک چې له ایمان، پرهېزګارۍ او ستایل شويو اخلاقو څخه لويه برخه لري.»
د پورته ټولو یادو شویو شیانو اصلي انګېزه دا ده چې له الله تعالی څخه چې د تولو کایناتو رب دی وېره ولرو. دا وېره له رښتیني ایمان د الله تعالی د پاملرنې، د هغه د ثواب د ترلاسه کولو او د هغه د رضا لپاره له لیوالتیا څخه سرچینه اخلي.
هغه وېره چې له الله تعالی څخه وي او له ایمان څخه سرچینه اخلي، د افرادو او ټولنو په ژوند کې د باور او امنیت تضمین کوونکې ده. دا وېره یو پیاوړی ساتونکی او د باور وړ مخنیوی دی، چې خلک له ظلم او د نورو پر حقونو له تېري کولو څخه منع کوي چې په همدې توګه په ټولنه کې امنیت، سکون، ثبات او سوله حاکمېږي. له همدې امله پر ښوونکو، روښان‌ فکرانو، پلرونو او میندو لازمه ده، چې ځوان نسل او نور افراد د الله تعالی له وېرې، د هغه له څارنې، د هغه د رضا لپاره د ثواب د ترلاسه کولو او د هغه له عذاب څخه د خلاصون په نیت وروزي، چې حق ته پابند او له باطل څخه ځان وساتي.
(۴) د تېري کوونکي له زړه څخه د بدو انګېزو لرې کول
مومن ته پکار ده چې د هغه مومن په وړاندې، چې د تېري نیت لري، خپل زړه نرم کړي او د ورورولۍ او بښنې معناوې په خپل وجود کې راویښې کړي. باید د شیطان وسوسې له ځان څخه لرې کړي او د تېري هڅې له خپل زړه څخه وباسي، لکه څنګه چې د ادم علیه‌ السلام مومن زوی له خپل ورور سره چلند وکړ، هغه ورور چې ورته یې وویل: «بېشکه زه به تا ووژنم».
رسول اکرم صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم هم روژه ‌نیوونکي ته همدا توصیه کړې ده او فرمایلي یې دي: «کله چې ستاسو له ډلې څخه د چا د روژې ورځ وي، نو هغه دې بدې خبرې نه کوي، چیغې دې نه وهي او که څوک ورته ښکنځل کوي یا ورسره جګړه کوي، نو دی دې ورته ووايي: زه روژه ‌نیوونکی سړی یم.» همدا راز مومن ته پکار ده چې د تېري د مخنیوي لپاره ټول شته نېک وسایل وکاروي او تېري‌ کوونکی له هغه څه چې نیت یې لري، منع کړي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:”وَادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ“.[2] ژباړه: « په ښکلي ډول او غوره طریقې سره ځواب ورکړئ.»
خو په ټول زور او وس سره چې څومره امکان لري، باید خپل ژوند وساتو چې ځان له منځه وې نه سو؛ ځکه چې په دې اړه الله تعالی وايي: «وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ».[3] ژباړه: « او په خپلو لاسونو مو خپل ځان له منځه مه وړئ.»
په ورته وخت کې مومن په وژنې لاس نه پورې کوي؛ ځکه رسول صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم مسلمانان له دې کار څخه منع کړې ده او ویلي یې دي: «کله چې دوه مسلمانان له خپلو تورو سره یو بل ته مخامخ شي، نو قاتل او مقتول دواړه به په اور کې وي.» صحابه کرامو وویل: ای د الله رسوله قاتل خو معلوم دی، خو مقتول ولې؟ رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: «ځکه چې هغه هم د خپل ورور د وژلو اراده لرله.»[4]
خو که غیر مومن د مومنانو د ځورولو، زیان رسولو، جګړې او وژلو نیت ولري، نو مومنانو ته پکار ده چې ټول شته وسایل وکاروي او د دې تېري‌ کوونکي فرصت له منځه وېسي. که دا هڅې اغېزناکې نه وې، نو باید شر د هغه له مناسبې لارې دفع کړي چې له ظلم، تېري او نورو وحشتونو څخه خوندي پاتې شي او فاجعې نورې زیاتې نه شي. په دې اړه الله تعالی وايي: «وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ».[5] ژباړه: « او که چېرې خدای جل جلاله د ځینو انسانانو له لارې ځينې انسانان دفع نه کړي، فساد به د ځمکې پر سر خپور شي، خو خدای جل جلاله پر خلکو مهربان او رحم کوونکی دی.»
کېدای شي يو څوک ووايي چې انسان کله ناکله دومره کمزوری وي چې نه شي کولای شر په اغېزمن ډول له ‌منځه وېسي. دا خبره یوه ستره تېروتنه ده او د الله تعالی پر ژمنو بې ‌باوري او د ایمان کمزورتیا ښيي؛ ځکه مسلمان ته نه ښايي چې د هغو ګواښونو پر وړاندې چې د زیان رسولو نیت لري، بې‌ پروا او بې‌ عمله پاتې شي، بلکې باید په فعاله توګه د هرې پېښې او ګواښ پر وړاندې اقدام وکړي. له همدې امله غوره ده چې مومن په ټول توان سره هڅه وکړي چې شر له خپل ځان، دین، هېواد او ټولنې لرې کړي، پرته له دې چې د دې لارې له زیانونو وډار شي؛ ځکه دا کار د هغه لپاره تر تسلیمۍ او کمزورۍ ډېر عزتمند او ارزښتناک دی. تسلیمي او بې‌ غوري تر ډېره ظالمان دې ته هڅوي چې پر خلکو خپل ظلم زیات کړي او دا کار د ملتونو او سولې غوښتونکو ټولنو امنیت او ثبات ګډوډوي. فتنې را پاروي او بیداروي، هماغه فتنې چې الله تعالی له هغو څخه د ځان ساتلو امر کړی او ويلي يې دي: “وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً“.[6]
ژباړه: « خپل ځانونه له هغه بلا او مصیبت څخه وساتئ چې یوازې د ظالمانو پر سر نه راځي (بلکې که د ظالمانو مخه و نه نیول شي، نو ټول وچ او لامده به د هغوی د ګناهونو له امله وسوځېږي) او پوه شئ چې الله تعالی سخت عذاب ورکونکی دی.»
(۵) د قران په رڼا کې د جرم د روان‌ پېژندنې ريښې
جرم معمولا له یوې داخلي شخړې څخه پیلېږي، له همدې امله اصلاح‌ غوښتوونکو ته پکار ده چې مثبت اړخونه پیاوړي کړي، چې د جرم له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي. په دې کیسه کې هغې هڅې ته اشاره شوې، چې مومن ورور یې د خپل کینه کښ ورور د زړه نرمولو لپاره کوي. هغه هڅه کوي چې د ورورولۍ او بښنې احساسات راویښ کړي، د شیطاني وسوسو مخه ونیسي، د وژنې غوښتنې له منځه یوسي او د ایمان، پرهيزګارۍ او د الله تعالی د اخرت له عذاب څخه وېره په هغه کې را ویښه کړي. خو هغه کینه ‌کښ سړی دې صادقانه هڅو ته مثبت ځواب نه ورکوي او د وژنې پر پلان ټینګ پاتې کېږي. هغه له هماغه کینې او تیاره فکرونو سره د جرم پر لور روانېږي، تر دې چې جرم ترسره کوي او خپل ورور وژني.
قران کریم دا د وژنې مخکې مرحله په یوې حیرانوونکې او معجزه‌ ناکې جملې کې بیانوي: “فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ“.[7] ژباړه: « نو د هغه (سرکش) روح ورو ورو د خپل ورور وژنه ورته په زړه پورې کړه او هغه یې د هغه وژلو ته وهڅوه او (په پای کې هغه د ضمیر غږ ته غوږ ونه نیو او) هغه یې وواژه! هغه له زیانکارانو څخه شو (او خپل ایمان او ورور دواړه یې له لاسه ورکړل.)»
دلته د «طوّعت» کلمه د هڅولو، پراخولو، اسانتیا برابرولو او ښايسته کولو معنا لري.
دلته به دا قراني جمله له تحلیلي او ارواپوهنېز لیدلوري څخه وڅېړو، چې د قران کریم یو رواني تفسیر وړاندې کړو. دا لیدلوری کولی شي له هغو دروني بهیرونو ژور درک رامنځته کړي، چې انسان جرم ته هڅوي او اصلاح ‌غوښتوونکو ته داسې لارې چارې وړاندیز کړي، چې د انسانانو مثبت اړخونه پیاوړي کړي او د دې ډول جرمونو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

. فصّلت/35-34.[1]

. فصلت/34.[2]

. البقره/195.[3]

. محمد بن إسماعيل، البخاري، صحیح البخاری، شماره حدیث31؛ مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، شماره حدیث 7181. [4]

. البقره/251.[5]

. الأنفال/25.[6]

. المائده/30.[7]

Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۷) 
Next Article د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD12 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.