لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بیلګې برخه: (۱۴)
د تېر بحث په دوام
بيا دا مومن، پرهېزګاره، ارام او سوله خوښوونکی ورور، د خپل ورور د شر او طوفاني نفس کمولو لپاره دا څرګندوي چې دی يې د وژلو نیت نه لري. که څه هم ورور يې د ده د وژلو نيت لري؛ ځکه چې دی د کایناتو له رب څخه وېرېږي. په دې توګه د عاجزۍ، سولې او تقوا يوه بېلګه د سختو حالاتو په منځ کې انځورېږي؛ داسې حالت چې د انسان وجدان سخت راپاروي، له قربانۍ سره د همدردۍ احساس د ظالم په وړاندې راويښوي او د قربانۍ ارامتيا، ډاډمنتيا او د زړه تقوا د رب العالمين په وړاندې د ستاينې وړ ګرځي.
بېشکه چې په دې نرمه وینا کې هغه څه موجود و چې کینه له منځه یوسي، حسد ته سکون ورکړي، شر ته ارامتيا وبښي، ګډوډ اعصاب ارام کړي او خاوند يې د ورورولۍ مهربانۍ، د ايمان خوښۍ او د تقوا حساسيت ته بېرته راواړوي. دې اندازې بسنه کوله، خو صالح ورور د خبرداري او وېرې تر څنګ دا هم زياتوي: “إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ.”[1] ژباړه: « زه غواړم چې ته زما او خپله ګناه دواړه په غاړه واخلې او د قیامت په ورځ د الله تعالی حضور ته وړاندې شې، د دوزخیانو له ډلې شې او دا د الله تعالی عادلانه سزا ده د ظالمانو لپاره.»
که ته زما د وژلو لپاره لاس په کار شې چې ما ووژنې، نو ستا په حق کې ورته عمل کول نه زما له شان سره ښايي او نه يې زما طبيعت مني؛ ځکه چې نه زما ذهن ته د وژلو فکر راځي او نه مې دې لوري ته فکر و پام اوړي. زه د دې کار د ترسره کولو وړتيا لرم، خو د الله جل جلاله د وېرې له امله يې نه ترسره کوم. زه تاته اجازه درکوم چې زما د وژلو ګناه پر غاړه واخلې او دا هم له هغې ګناه سره يوځای کړې چې له امله يې الله جل جلاله ستا قرباني قبوله نه کړه. په پايله کې به ستا د ګناه سزا دوه چنده شي او دا د ظالمانو لپاره غوره سزا ده. په دې توګه يې خپل رحم او د دې جرم نه ترسره کولو په اړه خپل دريځ هغه ته وښوده، چې خپل ورور د نفس له وسوسو منع کړي او د ده نفس له هغو خبرو وشرموي چې د ده ارام، امر منونکي او پرهېزګار ورور ورته وويلې.
هابیل د ګناهونو دروند بار هغه ته ور وښوده، چې هغه ترې کرکه وکړي او د الله تعالی د عذاب له وېرې يې ورته د ګناه له تکرار څخه د خلاصون لاره زړه راښکونکې وښوده. هابيل خپله هغه ټوله هڅه وکړه، څومره چې يو انسان د بل انسان له زړه څخه د شر او د شر د انګېزې لرې کولو لپاره کولی شي.
د هابیل په وړاندې د قابیل غبرګون
د قابيل په وړاندې د هابيل له عزتمند دريځ وروسته بيا هم قابيل داسې سخته خبره وکړه چې تر قيامت پورې اعلان شوې ده: “لأَقتُلَنَّکَ”( بېشکه زه به تا ووژنم(. د هابیل بلیغ او ژور نصیحت د ایمان، تقوا، د الله تعالی د وېرې او د اخرت د عذاب معناوې راپارولې او همدغه راز د خپل نصیحت کوونکي، امانتدار او شریف ورور لپاره نسبي ورورګلوي، مینه او شفقت و، چې له بدۍ سره د بدۍ په مقابل کې یې کوه (ان که د هغه د وژلو نیت هم و) ډډه کوله، بخښنه یې کوله او تېرېدنه یې کوله. دا ټول هغه اخلاق و چې باید د حسد کوونکي او سرغړونکي ورور په زړه یې اغېز کړای وای. هغه ورور چې د الله له دین څخه وتلی و او د ایمان او تقوا ځانګړتیاوې یې له لاسه ورکړې وې، پرې واجب و چې د خیر غږ ته، د دیني وجدان او فطرت سلیم غږ ته، چې الله تعالی انسانان پرې پیدا کړي، ښهراغلاست ويلای وای. خو د دې هر څه پر ځای د ده سرکشه نفس هغه د خپل ورور د وژلو خوا ته وهڅاوه او هغه یې وواژه او له زیان کارانو څخه شو. په دې معنا چې نفس يې دا کار د ده لپاره ښکلی کړ، د ورور وژلو ته یې وهڅاوه او هغه یې وواژه، نو په دنیا او اخرت دواړو کې له زیان کارانو څخه شو.[2]
کارغه د ښوونکي په بڼه
کله چې قابیل خپل ورور هابیل په ظالمانه ډول وواژه، د دې ستر جرم په وړاندې ( په داسې حال کې چې خپله قاتل او له ظالمانو څخه و) حیران پاتې و او نه پوهېده چې د ورور مړی چېرته پت کړي. خدای جل جلاله یو کارغه راولېږه چې ده ته وښيي خپل ورور څه ډول ښخ کړي. په دې اړه الله جل جلاله فرمايي: “فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ.”[3]
ژباړه:« ( له وژلو وروسته نه پوهېده چې په مړي څه وکړي؟) نو خدای جل جلاله ورته کارغه راولېږه ( چې بل کارغه یې وژلی و) چې ځمکه وکيندي او ده ته وښيي چې د ورور مړی څنګه ښخ کړي. ( کله چې ده ولیدل چې هغه کارغه څنګه هغه بل کارغه چې وژلی یې و په ځمکه کې چې کيندلې یې وه ښخ کړ) ویې ویل: افسوس پر ما! ایا زه نه شم کولای چې د دغه کارغه په څېر وکړم او د خپل ورور جسد مې ښخ کړم!؟ نو ( په پای کې د وېرې له شرمه او د وجدان د فشار له امله په خپلو کړو پېښمانه شو) او د پېښمانو خلکو له ډلې څخه شو.»
روایتونه وايي چې یوه کارغه بل کارغه وواژه یا یې د کارغه مړی پیدا کړ او یا یې له ځان سره راوړ، وروسته یې د ځمکې په کيندلو پیل وکړ او هغه مړ کارغه یې پکې ښخ کړ او برسېره یې پرې خاورې واچولې. قاتل هم همغه خبرې وکړې او هغه کار یې وکړ، کوم کار چې کارغه د ده په وړاندې وکړ او ده ولیده، نو له همدې امله قابیل د خپل ورور په وژلو پېښمانه شو؛ ځکه دې کار ورته کومه ګټه ونه کړه او مور، پلار او ورونه يې هم د دې کار په کولو ترې ناراضه شول. هېره دې نه وي چې د ده پښېماني د کورنۍ د نارضايتۍ په پار وه، نه د دې لپاره چې قتل ګناه وه، نو له همدې امله د ده پښېماني د توبې په توګه ونه منله شوه او ده ته يې کومه ګټه ونه رسوله.[4]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج4، ص45. [2]
. محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج11، ص201-209. [4]


