Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌ باورۍ سره یې ټکر (شپږمه برخه)
نظریات او فکري مکاتب یکشنبه _14 _دسمبر _2025AH 14-12-2025AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌ باورۍ سره یې ټکر (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌ باورۍ سره یې ټکر (شپږمه برخه)
د نیهیلیزم د پیدایښت مرحلې
د لوېدیځ تاریخي وجود له کاسموسانتریک نیهیلیزم (بې‌مانا پالنې) څخه پیلېږي او د غير وجودي فکر د پراختیا او تکامل په بهیر کې دوام مومي، تر دې چې د نن ورځې پوسټ مډرن نیهیلیزم ته رسېدلی دی. د لوېدیځ باطن نیهیلیستي دی او د خپل تاریخ په بېلابېلو دورو او ساحو کې د هغې بېلابېل بڼې څرګندې شوې دي.
 د لویدیځ تاریخ د لرغوني یونان په (۸ مه) پېړۍ کې د یوناني ـ رومي کاسموسانټریک نیهیلیزم (بې‌مانا پالنې)  له پړاو سره پیلېږي، چې په وروسته دورو کې د لویدیځ منځنۍ پېړۍ په تئوسانټریک نیهیلیزم کې را څرګندېږي، له هغه وروسته د اومانیسټیک نیهیلیزم په بڼه چې په عصري لویدیځ پورې اړه لري دوام مومي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې د لوېدیځ تاریخ د پوسټ مډرنیت مرحلې ته داخل شو، د ځان ‌ویجاړونکي پوسټ مډرن نیهیلیزم بڼه راڅرګندېږي او ورو ورو واکمنېږي، خو د لوېدیځ په تاریخ کې نیهیلیزم له کاسموسانټریک نیهیلیزم څخه پیل شوی دی، چې په اړه به یې په لاندې ډول يادونه وکړو.
کاسموسانټریک نیهیلیزم
لرغونی یونان د لویدیځ د راښکاره کېدو مرکز دی او د لویدیځ تاریخ له یونان څخه پیلېږي. یوناني قوم د لویدیځ لپاره د «مورني قوم» په توګه ګڼل کېږي.
د نیهیلیزم لومړۍ بڼه هم په لرغوني یونان کې را څرګنده شوې ده، چې هماغه کاسموسانټریک نیهیلیزم (بې‌مانا پالنه) دی.
د یونان کلک او ځانګړی تاریخ له میلاد څخه مخکې درېیمې او دویمې زریزې (کرتي او مایسني تمدنونو) ته رسېږي، خو لرغونی یونان له (۸مې)  پېړۍ مخکې له میلاد څخه د لویدیځ د تاریخي وجود د راښکاره کېدو مرکز او اصل ګڼل کېږي او د لویدیځ تاریخ په همدې ډول د یونان په لرغونې دوره کې پیلېږي. د لویدیځ باطن نیهیلیزم دی او د لومړني لويدیځ راڅرګندېدل په تاریخي نړیواله څېره کې هم غير وجودي بڼه لري.
ادبیات، فکر او د لرغوني یونان د خلکو ورځنی ژوند هغه لارې او بسترونه دي، چې په واسطه یې کاسموسانټریک نیهیلیزم (بې‌مانا پالنه) تحقق مومي او ځان څرګندوي. په لرغوني یونان کې فکر په ځانګړې توګه د پيدايښت په لومړيو وختونو کې له منظومو ادبیاتو سره په بشپړه توګه یو ځای شوی و، داسې چې د هومر او هزیود منظوم ادبیات او په هغو کې نغښتی نړۍ لید د لومړۍ  بڼې یوناني ـ رومي کاسموسانټریک غير‌ وجودي فکر ګڼل کېدای شي.
د متافزیک غير وجودي فکر د لویدیځ پ فکري بهیر کې د تاریخي شتون د ودې او پراختیا په بېلابېلو بڼو څرګند شوی دی. د کاسموسانټریک متافزيک غير وجودي فکر د نظریې له نظره په لرغوني یونان کې په لاندې اصلي بڼو کې څرګند شوی دی:
(الف) د هومر او هزیود د نیهیلیزم متافزيکي فکر.
(ب) د طبیعت‌ محوره نیهیلیزم متافزيکي فکر: دا ډول فکر ځانګړې حصولي بڼه لري او د یوناني فلسفې د راښکاره کېدو لپاره لاره هواروي. طبیعت‌ محوره نیهیلیزمي متافزيکي فکر له میلاد څخه مخکې د اوومې پېړۍ په شاوخوا کې را څرګند شو، په ځانګړې توګه د شپږمې پېړۍ په اوږدو کې یې پراختیا وموندله او حاکم شو. د یونان طبیعت‌ محوره مفکرينو یوه اوږده لړۍ جوړوله چې له تالس څخه پیل او په دیموکريت پای ته رسیږي. یوازينۍ استثنا یي سوفسطایي غير وجودي فکر دی، چې د شپږمې پېړۍ په پای کې پیل او بلاخره د حاصل‌ محوره فلسفي فکر له مخې ناممکن کېږي.
)ج( د کاسموسانټریک حاصل ‌محوره فلسفي فکر: چې له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ  کې خپل بشپړ کمال ته رسېږي. د کاسموسانټریک نیهیلیزم ځینې نورې نښې او څرګندونې په غیرې اخلاقي او فحشو اشعارو کې هم لیدل کېږي، لکه: د سافو (له میلاد څخه مخکې د اوومې پېړۍ یوناني شاعر) او بیلي ټیس په کارونو او یوناني تراژدیو کې. په حقیقت کې د ایسخولوس، سوفوکلس او اوریپید د ډرامه‌ لیکونکو تراژدۍ د کاسموسانټریک نیهیلیزم د یوې ځانګړې مرحلې څرګندونه کوي، چې د کلاسیک یونان په پای کې څرګندېږي او د یوناني ‌مابی فکر په لور پرمختګ کوي. دا هم لکه څنګه چې د هومر او هزیود منظومو اثارو د کاسموسانټریک نیهیلیزم ځینې څرګندونې، د یوناني لویدیځ نیهیلیزم په لومړني پړاو کې ښودلې وې.
په حقیقت کې په لرغوني لویدیځ کې کاسموسانټریک نیهیلیزم د یونان تاریخ له پیل څخه د لرغوني لویدیځ تر پای پورې پراخ او ژورېږي. له لومړۍ میلادي پېړۍ څخه ورو ورو د لرغوني لويدیځ د بحران مرحله او پرې حاکم کاسموسانټریک نیهیلیزم پیلېږي. د لرغوني لویدیځ په فکری بهیر کې د کاسموسانټریک متافزيک نیهیلیزم، کاسموس (کایناتو) ته اصلیت ورکوي او کاسموسانټريزم (عالم ‌محوري/دنیا محوري) د الهي ولایت د هېرېدو او د امانت له عهد څخه غفلت، د هغه د انکار لپاره حجاب ګرځوي او په پایله کې طاغوت او د طاغوت ولایت ته اصلیت ورکوي.
د لرغوني لویدیځ کاسموسانټریک نیهیلزم د طاغوت ولایت یوه بڼه په اصلیت بدلوي؛ د طاغوت محورۍ داسې بڼه چې کاسموسانټریزم پکې د الهي ولایت د حقیقت اصلي حجاب ګرځېدلی و.  په حقیقت کې د لرغوني لوېدیځ په نیهیلیزم کې د کاینات ‌محورۍ (کاسموسانټریزم) له لارې را څرګند شوی او پراختیا یې موندلې ده.
د لرغوني لوېدیځ کاسموسانټریزم د طاغوت ‌محورۍ (زيوس‌محورۍ) یوه مشرکانه بڼه وه؛ هغه طاغوت‌ محوري چې په چوکاټ کې یې کاسموسانټریزم د توحیدي حقیقت حجاب ګرځېدلی و. په یوناني ـ رومي لوېدیځ کې هغه انځور چې له «عالم» یا هماغه کاسموس څخه چې د کاسموسانتریک په بڼه وړاندې کېږي، لومړی د هومر او هزیود په نړۍ‌ لید کې څرګندېږي، وروسته بیا له فلسفې څخه ‌مخکې د طبیعت‌ پالونکو او متافیزیک‌ پوهانو په نظریاتو کې له ځینو توپیرونو سره او بیا د کاسموسانتریک نیهیلیزمي فکر د دوام په توګه، د افلاطون، ارسطو، رواقیانو او ورته نورو فلسفو کې وړاندې کېږي. د الهي ولایت نه شتون او له الهي لارښوونو څخه ناخبري د دې بهير ژورتیا او شدت لامل ګرځي او د کاسموسانتریک نیهیلیزم د پراختیا لړۍ په «هلنیزم» (یوناني‌مابي) او لرغوني روم کې هم دوام مومي.
د کاسموسانتریک نیهیلیزم ریښې او تر دې وړاندې د هغه لومړنی او ابتدایي ډول، په هومري او هزیودي نړۍ ‌لید او هغه شرک کې لیدل کېږي، چې له ځینو زړو او منسوخو اسطوره ‌يي نښو نښانو سره ګډ شوی و. ترنس اروین د لرغوني یونان د تفکر په تشریح کې په دې ټکي ټینګار کوي، چې دغه تفکر د دین ضد رنګ درلود، هغه لیکي: «د لرغونې دورې فلسفه په خپلو بېلابېلو پړاوونو کې له دیني لیدلوري سره مخالف دریځ غوره کوي او په خپلواک ډول وده کوي… یونانیانو د سپېڅلي کتاب یا قران په څېر هېڅ سپېڅلی متن نه درلود. دوی یوازې دوه سترې منظومې درلودې، چې هومر ته منسوبې وې، چې ایلیاد او اودیسه يې بولي؛ دې دوه کتابونه د داسې مرجع او معتبر متن حیثیت نه درلود چې له نیوکې خوندي او د متخصصو مفسرينو له تفسیر لاندې وي او نه هم د کوم دیني رسمي نظام د عقیدې معیار ګڼل کېدل. ډېرو یونانیانو خپل اصلي او اغېزمن تصور د خدایانو او د خدایانو او انسانانو د اړیکو په اړه له هومري اثارو څخه اخیسته، له همدې امله هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې وروسته فیلسوفان په منظم ډول له (هومره) نقل قول کوي او د هغه اثارو ته اشارې کوي.» [1]
که څه هم هومري نړۍ ‌لید له ځینو اسطوره ‌يي نښو او ريښو څخه اغېزمن دی، خو په نوع او ذات کې یو غیرې ديني فکر دی. د هغه اخلاقي بنسټونه، د فضیلت مفهوم او د ژوند هغه طرز چې وړاندې کوي، په ماهیت کې د دیني ارمانونو، اخلاقو، سلوک او د دین د ژوند له سبک سره په ټکر کې دي. د هومر په چلند کې چې پر عالم او انسان یې لري، د دې امکان شته، چې هغه څه ووینو چې عالم د کاسموسانتریک عقلانیت له مخې په یوه منظم او تر یوه بریده عقلاني چوکاټ کې تشریح کړي؛ هغه څه چې وروسته د طبیعت‌ پالونکو متافیزیکي فکر او بیا د یوناني فلسفې په بڼه راڅرګند شو. [2]
په حقیقت کې داسې ښکاري، ټولې هغه برخې چې په هومري نړۍ ‌لید کې مطرح دي، لکه: د دنیا‌مدارۍ سيکولاريستي چلند چې پر شهرت‌ غوښتنې او ځینې وختونه پر ګټې‌غوښتنې ولاړ دی. د خدایانو د یو مشرکانه او کله ناکله د انسان ‌په څېر انځور وړاندې کول په طبیعت محوره فکر کې راڅرګندېږي.  د کاسموسانټریک نیهیلیزم د پرمختګ او پراختیا په بهیر کې، په بېلابېلو دورو او پړاوونو کې د هغې د راڅرګندېدو ترمنځ توپیرونه شته، خو دا توپیرونه د هغوی د بڼې یووالی د کاسموسانټریک نیهیلیزم تر سیوري لاندې نه ردوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1]. اورین، تفکر در عهد باستان، ص: ۲۲.

[2]. همان: ۳۲.

Previous Articleد یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (لومړی برخه)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بیلګې برخه: (۱۴)

اړوند منځپانګې

اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.