لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (پينځهڅلوېښتمه برخه)
د امېندوارۍ پر مهال د رواني فشارونو اغېزې او د جنین پر روغتیا د مور د طبیعي تغذیې ارزښت؛
امېندواري د هرې ښځې د ژوند خوراه حساسه مرحله ده، چې د مور فزیکي او رواني روغتیا د جنین پر راتلونکې ودې مستقیمه اغېزه کوي. په دې بحث کې د نننۍ علمي څېړنې پر بنسټ، پر جنین د سختو رواني فشارونو اغېزې څېړل کېږي، دغهراز د طبیعي تغذیې او مورنۍ عاطفې ارزښت د ماشوم د فزیکي او رواني روغتیا په ښهوالي کې بیانېږي.
لومړۍ برخه: پر جنین د رواني فشارونو اغېزې
۱. د رواني فشارونو د اغېزو سیسټم
ارواپوهنیزو او طبي څېړنو ښودلې، چې په امېندوارو میندو کې رواني فشارونه او سختې اندېښنې د هورمونونو د پام وړ بدلونونو لامل کېږي. له دې مهمو بدلونونو څخه یو یې هم د کورتیزم هورمون زیاتوالی دی، چې د بدن د پرېشانۍ په ځواب کې اړین رول لري. د کورتیزول زیاتوالی د وینې د قند کچه لوړوي، د جفت د وینې جریان ګډوډوي او د جنین نسجونو ته د اکسیجن رسونه کموي. دا ناوړه چاپېریالي شرایط د جنین د جوړښتي او فعالیتي نیمګړتیاوو د رامنځته کېدو زمینه برابروي.
۲. د امېندوارۍ پر مهال د رواني فشارونو کلینیکي پایلې
اپيډیمیولوژیکي څېړنې ښيي چې سخت رواني فشارونه، لکه؛ د دندې له لاسه ورکول، طلاق، د میړه او ښځې جلاوالی او د ژوند ترخې پېښې، د هغو ماشومانو د زیږون کچه لوړه کړې، چې د پیدایښت نیمګړتیاوو سره زیږي، لکه د شونډې او خولې تالو نیمګړتیاوې. دا ستونزې د مور د میتابولیکي (د بدن د کیمیاوي تعاملاتو) او هموډینامیکي (د وینې جریان) ګډوډیو له امله رامنځته کېږي، چې مستقیم پر جنین اغېز کوي.
۳. د رواني روغتیا ارزښت د امیندوارۍ پر مهال
د مور د رواني وضعیت ښهوالی د روانپېژندنې ملاتړونو، د دیني باورونو زیاتوالي، د معنوي فعالیتونو ترسره کولو او د داخلي سکون رامنځته کولو له لارې کولی شي، د پرېشانۍ منفي اغېزو د کمولو لپاره ګټورې لارې وبلل شي. څېړنو ښودلې چې هغه ښځې چې له قوي معنوي او رواني ملاتړ څخه برخمنې وي، د امېندوارۍ پر مهال له رواني، فزیکي ګډوډیو او د جنین د ناوړه پایلو احتمال په معنیداره توګه کم وي.
دویمه برخه: د مور پر شيدو د مور د عاطفې او طبیعي تغذیې ارزښت
د مور شېدې داسې پېچلي او ځانګړي بیوشیمیاوي ترکیبونه لري، چې له بیولوژیکي پلوه د ماشوم له اړتیاوو سره سمون لري. دا ترکیبونه: پروټینونه، غوړ، ویټامینونه، انزایمونه او ځانګړي انتيباډي(د بدن دفاعي مواد) دي، چې د ماشوم د دفاعي او هاضمې سیستم د ودې او تکامل لپاره اساسي رول لري. د غوا شېدې چې د مور د شېدو بدیل په توګه کارول کېږي، ډېر پروټینونه او اسیدونه لري، چې ښايي د ماشوم د هاضمې له سیستم سره سمون ونه لري. دا ترکیبونه کولی شي په ماشوم کې هاضمې ستونزې رامنځته کړي او د پښتورګو پر فعالیت فشار واچوي.
۲. د ماشوم د روغتیا لپاره د مور د شېدو ګتې
بیلابیلو کلینیکي څېړنو ښودلې، هغه ماشومان چې د مور شېدې خوري، د کولمو او تنفسي ساري ناروغیو، حساسیتونو، اسما (د تنفس ستونزه) او حتی د ځینو اوږدمهاله ناروغیو لکه د لومړي ډول شکر ناروغۍ او د زړه او رګونو ناروغۍ د پراختیا خطر د پام وړ کموي. همداراز، د مور شېدې د انتيباډيوو اصلي سرچینه ده، چې په طبیعي ډول له مور څخه ماشوم ته انتقالېږي او د هغه دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
۳. ماشوم ته د مور د شيدو ورکولو ټولنیزي او روني ګټې
له فزیولوژیکي اړخونو ورهاخوا ماشوم ته د مور د شېدو ورکول د مور او ماشوم د عاطفي اړیکې د ټینګښت لامل کېږي، چې د ماشوم په ټولنیزه او رواني وده کې ژورې مثتبې اغېزې لري. دغهراز د شېدو ورکولو بهیر د یوه طبیعي عمل په توګه د ماشوم د ټولینزو چلندنو د ثبات او د ذهني فعالیتونو په ښه والي کې مهم رول لري.
درېیمه برخه: ماشوم ته د مور د شېدو ورکولو په اړه دیني او علمي سپارښتنې
۱. د شېدو ورکولو د مناسب وخت ټاکل
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) سپارښتنه کوي چې ماشوم حداقل تر شپږو میاشتو پورې یوازې د مور په شېدو تغذیه شي او له هغه وروسته تر دوو کالونو یا تر هغه ډېرې مودې پورې د کمکي خوړو تر څنګ د مور شېدي هم ورسره دوام ومومي. دا موده له علمي پلوه د ماشوم د تغذیوي اړتیاوو پوره کولو او د دفاعي سیستم پیاوړتیا سره بشپړ همغږې ده.
۲. بدیلونه او د هغوی د کارولو شرایط
په هغو حالاتو کې چې مور نهشي کولای ماشوم ته شېدې ورکړي، تر ټولو غوره انتخاب دا دی چې له یوې سالمې شېدې ورکوونکې ښځې څخه ګټه واخیستل شي؛ ځکه چې وچې شېدې هېڅکله د مور د شېدو بشپړ او باوري بدیل نهشي کېدایاو کولی شي د ماشوم پر روغتیا منفي اغېزې ولري. همداراز، د شېدې ورکوونکې ښځې د روغتیايي وضعیت او د شېدو د کیفیت ارزونه ځانګړی اهمیت لري.
په پای کې باید وویل شي چې د مور رواني روغتیا او د مور د شېدو طبیعي تغذیه، دوه اساسي لاملونه دي، چې د جنین او ماشوم د روغتیا او غوره ودې تضمین کوي. سخت رواني فشارونه د هورموني او فیزیولوژیکي ګډوډیو له لارې د جنین روغتیا له خطر سره مخ کوي او د پیدایښت نیمګړتیاوو لامل کېدای شي. له بلې خوا، د مور شېدې نه یوازې د ماشوم تغذیوي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هغه دفاعي سیستم پیاوړی کوي او رواني وده یې اسانه کوي. د علمي او دیني سپارښتنو رعایت په دې برخه کې د یوې پایداره او پیاوړې ټولنې د روغتیا لپاره کلیدي رول لري.
د رواني روغتیا او طبیعي تغذیې په اړه د الهي او علمي لارښوونو عملي کول، د فرد او ټولنې د روغتیا لپاره یو باوري او خوندي مسیر ګڼل کېږي، چې تل پرې د ودې متخصصین او ارواپوهان ټینګار کوي.[1]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 101-106.


