لیکوال: عبدالحی لیان
د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه)
کوم کتاب ولولو؟
د مطالعې د مینهوالو یوه تلپاتې اندېښنه دا ده چې کوم کتاب ولولي؟ رښتیا هم باید څه شی مطالعه شي؟ د دې بنسټیزې پوښتنې په ځواب کې، لومړی د الله تعالی کتاب ته ورګرځو. الله جل جلاله په سورة «علق: ۱» کې فرمایي: «اِقْرَأْ» ـ ولوله! په دې الهي کلام کې د فعل مفعول محذوف دی؛ نو معنا یې دا ده چې ولوله هر هغه څه چې د لوستلو وړ وي.[۱]
مسلمان انسان د خپلو ټولو حواسو (لیدلو، څکلو، بویولو، اورېدلو او لمسولو) له لارې پر زدهکړې او مطالعې مکلف ګرځول شوی دی. په بل عبارت، موږ د هر څه په مطالعه مکلف یو. «اِقْرَأْ» ـ ولوله! ـ هر څه چې لوستل کېدای شي.
خو کله چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم مبارکو ارشاداتو ته مراجعه وکړو، نو وینو چې موږ د هغه څه له لوستلو منع شوي یو چې زیان لري یا په ډېری مواردو کې بېفایدې وي؛ ځکه نبي کریم صلیاللهعلیهوسلم له بېګټې علم څخه الله تعالی ته پناه وروړې ده، لکه څرنګه چې فرمایي: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ»[۲] ژباړه: پروردګاره! له هغه علمه چې ګټه نه لري، تا ته پناه در وړم.
د دې حدیث له ظاهره څرګندیږي چې هر هغه علم چې د دنیا او آخرت په ګټه نه وي، د وخت ضایع کول او بېګټې بوختیا ده.
په همدې اساس، غوره مطالعه هغه ده چې د دنیا او آخرت ګټه پکې نغښتې وي. په بله وینا، موږ د هغو کتابونو په لوستلو مکلف یو چې خیر، نیکي او ګټه پکې وي او زموږ د دنیا او آخرت په سمون او ابادۍ کې برخه ولري.
کله چې پوه شو چې د ګټورو کتابونو لوستل یو شرعي مسؤلیت دی، نو پوښتنه راپورته کېږي چې د ګټورو کتابونو د زیاتوالي او د وخت د کمښت په نظر کې نیولو، لومړی کوم ډول کتابونه باید ولولو؟ په ظاهره د دې پوښتنې ځواب ساده ښکاري، خو د انسان د عمر ارزښت ته په کتو، دا یو لوی مسؤلیت او امانت دی؛ ځکه د هر کتاب د لوستلو د سپارښتنې معنا د انسان د عمر مصرفول دي.
له همدې امله، تر ټولو سخت لارښود دا دی چې انسان بل ته د کتاب لوستلو مشوره ورکړي؛ ځکه کتابونه فکر جوړوي، افکار د انسان د ژوند لوری بدلوي، او هر بدلون یا مثبت وي یا منفي.
د همدې اهمیت له مخې، باید وویل شي چې د ځینو دیني کتابونو لوستل پر هر مسلمان فرض دي. د قرآن مجید، احادیثو، عقېدې، فقهې، اسلامي اخلاقو، اسلامي تاریخ او نورو دیني محتواوو مطالعه د هر مسلمان د ژوند اساسي اړتیا ده؛ ځکه د اسلامي ژوند د احکامو زدهکول او عملي کول شرعي غوښتنه او ایماني مسؤلیت دی.
پورته خبرې د دیني کتابونو د مطالعې د اړتیا په اړه وې. خو کله چې د علمي او تخصصي کتابونو د مطالعې خبره مطرح کېږي، نو دلته د «کوم کتاب ولولو؟» پوښتنې ځواب تر هغه وخته نه شي ورکول کېدای چې دوه نورې پوښتنې روښانه نه شي: ته څوک یې؟ او هدف دې څه دی؟ ځکه د انجینر مطالعه له ډاکټر، د داعي مطالعه له ریاضيپوه، او د ټولنپوه مطالعه له حیوانپوه سره توپیر لري. نو تر هغې چې معلومه نه شي چې لوستونکی څوک دی او څه غواړي، تر هغې د کتاب د مطالعې دقیقه مشوره نه شي ورکول کېدای.
څه وخت مطالعه وکړو؟
د مطالعې د مناسب وخت په اړه بېلابېل نظریات وړاندې شوي دي.
ځینې کسان په دې باور دي چې شپه، په ځانګړې توګه د شپې وروستۍ برخه، د مطالعې او زدهکړې لپاره مناسب وخت دی؛ ځکه لوستونکی له مطالعې وروسته ویده کېږي، ذهن د معلوماتو د پروسس لپاره ښه فرصت پیدا کوي او لوستل شوي مطالب په حافظه کې ښه ځای نیسي.[۳]
یوه بله ډله وايي چې د مطالعې او زدهکړې تر ټولو مناسب وخت د سهار لومړني ساعتونه دي؛ ځکه کله چې ذهن ستړی وي، نو په سمه توګه محتوا نه شي زده کولای. زدهکړه چټک، تازه او ارام ذهن غواړي.[۴]
خو حقیقت دا دی چې د دواړو نظریاتو لپاره قوي او څرګند دلایل نه دي وړاندې شوي؛ ځکه په ټولو وختونو کې د مطالعې د ښې پایلې امکان شته، او د دې دوو وختونو ترمنځ څرګند توپیر نه لیدل کېږي.[۵]
په همدې اساس ویلای شو چې غوره وخت هغه دی چې انسان پکې له مطالعې سره شوق او لیوالتیا ولري. دا یوه عمومي قاعده ده او د مطالعې لپاره په ځانګړي ډول کوم اجباري وخت نه دی ټاکل شوی.[۶]
وروستۍ علمي موندنې څرګندوي چې د انسان بدن په ۲۴ ساعتونو کې ډېر بدلونونه تجربه کوي او د ورځې په هر ساعت کې ځانګړی توان لري. څېړونکي وايي چې د ډېریو خلکو لنډمهاله حافظه او ذهني سرعت د سهار وروستیو او د غرمې دمخه ساعتونو کې تر ټولو فعاله وي. همدارنګه، د حافظې د اوږدمهاله فعالېدو غوره وخت د ماسپښین له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۹ بجو پورې دی، او ذهن په همدې وخت کې تر ټولو لوړ ظرفیت لري.[۷]
سره له دې ټولو، داسې کسان شته چې د بېلابېلو پلمو، په ځانګړي ډول د وخت د نهلرلو له امله مطالعه نه کوي. خو حقیقت دا دی چې ستونزه د وخت نشتوالی نه، بلکې د وخت ناسم مدیریت، بېنظمي او بېځایه د وخت ضایع کول دي. په همدې اساس لازمه ده چې هدف لرونکی انسان له دغو «وختخورو» کارونو څخه ځان وساتي:
۱ ـ کمارزښته خبرې،
۲ ـ غیر ضروري زنګونه،
۳ ـ د کار د نظم نشتوالی،
۴ ـ سستي او په پرېکړو کې کمزوري،
۵ ـ د ناوړو غوښتنو د ردولو ناتواني،
۶ ـ ننسبا کول،
۷ ـ له اړتیا څخه زیات کار نه ترسره کول،
۸ ـ ناسم پلان،
۹ ـ د غیر ضروري او بېاهمیته مطالبو مطالعه.[۸]
همدارنګه، تل باید د مطالعې لپاره مناسب وخت انتخاب شي. د وخت د پیدا کولو ځینې لارې چارې دا دي:
۱ ـ د خوب د وخت منظمول،
۲ ـ غیر مهم کارونه شاته غورځول،
۳ ـ په خپل وخت د کارونو ترسره کول،
۴ ـ له بېکاره وختونو استفاده کول،
۵ ـ غیر مهمو غوښتنو ته “نه” ویل،
۶ ـ په کارونو کې دقت،
۷ ـ د لیدنو محدودول،
۸ ـ د کاري ځای منظمول،
۹ ـ د ورځنیو دندو لیکل،
۱۰ ـ مهارت لوړول،
۱۱ ـ کار اهل کار ته سپارل.[۹]
څنګه مطالعه وکړو؟
د مطالعې څرنګوالی په دوو لنډو برخو کې راخلاصه کوو:
۱ ـ د مطالعې فنون او طریقې،
۲ ـ د مطالعې صحت.
د مطالعې فنون او طریقې
دې کې شک نشته چې د بریالۍ مطالعې لپاره مناسبې طریقې ډېر مهمې دي؛ ځکه پر مؤثره او ګټوره مطالعه دوه عوامل اغېز لري:
۱ ـ له مطالعې سره لیوالتیا او علاقه،
۲ ـ د مطالعې له فنونو ماهرانه استفاده.
علاقه د دې سبب کېږي چې انسان زیاته مطالعه وکړي، او د مطالعې له فنونو سمه استفاده لوستل اسانوي، چټکوي او خوندور کوي.[۱۰]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] سعدي، احمد محمد سعید، القرائت… الکنز المفقود فی حیاتنا، ص۲۱.
[۲] مسلم بن الحجاج النیشابوري، صحیح مسلم، حدیث ۲۷۲۲.
[۳] رونقی، حسین، بهترین زمان مطالعه.
[۴] هماغه.
[۵] بابایی اربوسرا، ایرج، روشهای مطالعه و پژوهش، ص۱۵.
[۶] هماغه، ص۱۴.
[۷] رونقی، حسین، بهترین زمان مطالعه.
[۸] ناروئی، عبداللطیف، مدیریت زمان، ص۱۱۰–۱۱۴.
[۹] هماغه، ص۱۱۵–۱۲۳.
[۱۰] سیف، علیاکبر، روشهای یادگیری و مطالعه، ص۷۷.


