Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (لومړۍ برخه)
متفرقه شنبه _4 _اکتوبر _2025AH 4-10-2025AD

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (لومړۍ برخه)
لنډیز
د واده اړیکه د یوې کورنۍ د ساتنې او ټینګښت تر ټولو مهم او اساسي رکن دی او د قرآن کریم د واضحو الفاظو له مخې د ښځې او مېړه تر منځ د مینې او رحمت سبب ګرځي. همدارنګه په دې اړیکه کې بل پټ حکمت د بشري نسل تولید دی.
واده او نکاح هغه مقدس سنت او د خالق په وړاندې محکمه او محبوبه رابطه ده چې د انسانانو د دین او عفت د ساتنې په برخه کې مؤثر او ګټور عامل ګڼل کیږي. نکاح د مینې او رحمت سرچینه او د نبوي سنت (صلى‌الله‌علیه‌وسلم) تعظیم او د حیا ترویج دی.
واده او نکاح د ورکو او سرګردانه روحونو لپاره آرام، له خپګان او اندېښنو د ډکو زړونو لپاره ژوند او د ګډوډو او پریشانو افکارو لارښود دی.
د اسلام متعالی مکتب نکاح ودې او کمال ته د رسیدو وسیله، د ټولنې د سلامتۍ تأمین او د نسل د بقاء لامل ګڼي. له همدې امله خپلو پیروانو ته له پاکو ښځو او نارینه وو سره د نکاح کولو او د تجرد د پرېښودو لارښوونه کوي.
په اسلامي فرهنګ کې واده د رحمت، محبت، مینې او مودت پیل دی او د انساني ژوند د تنظیم سبب ګرځي.
نیکې جوړې د ژوند په پېچلو سفرونو کې د یوه او بل غمشریکان او لاسنیوونکي او د خدای تعالی د اطاعت په لار کې د یو او بل مرستونکي دي. ښځه او میړه د کورنۍ د جوړښت ارکان او د ژوند د خیمې څلور مټې دي، د هغوی تعامل او ښې اړیکې د ماشومانو د ژوند نمونې او د لارې مشالونه دي.
اړین کلمات: واده، د کورنۍ ټینګښت، د شخصیت ثبات، د واده اړیکه، د ټولنې سلامتي.
مقدمه
انسان فطرتاً ټولنیز موجوده دی او له ټولنې پرته خپله بقا نشي تضمینولی. واده هغه اړیکه ده چې د ټولنیزو دودونو او د فزیکي او غریزي اړتیاوو تر پوره کولو محدوده نده. له دې ورهاخوا د واده تر ټولو لوی هدف د کورنۍ رامنځته کول، د نیک او بافضیلته اولاد روزنه او خدمت کول دي. سربېره پر دې واده د یو لوی تمدني او فرهنګي میراث برخه ده، یعنې د فرد او ټولنې وده او کمال، د فطرت غوښتنې او د پیغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت ته ځواب ورکول.
نکاح د خپلواکۍ او د مسئولیت د منلو وسیله، د پاک‌لمنۍ ساتنه، د تقوا پالنه او د مینې، رحمت او برکت سرچینه ده، سربېره پر دې واده شخصیتي تعادل او ثبات رامنځته کوي، آرامښت او سکون راولي، د ټولنې سلامتۍ او امنیت ته وده ورکوي او په پای کې ژوند ته معنا ورکوي.
واده د کورنۍ د جوړېدو پیل دی او په ژوند کې د تلپاتې ژمنې څرګندونه کوي. واده د میرمنې او ماشومانو د خدمت سربېره د فردي ودې او له ځانه د تېرېدلو لپاره فرصت برابروي. واده له فزیکي تړون څخه پورته دی، یعنې واده یوه عاطفي او معنوي اړیکه هم ده.
د واده اهمیت په دې کې دی چې د انسان بېلابېلې اړتیاوې پوري کوي لکه جنسي اړتیا، امنیت، مینه، توجه، درناوی او آن د پرمختګ اړتیا.
واده د (عاطفي، اقتصادي او…) امنیت د زیاتوالي سبب ګرځي. ځکه واده شوي کسان د ژوند په ستونزمنو شرایطو کې د یو او بل لاس نیسي.
واده د رواني ناروغیو په وړاندې له زوجینو ساتنه کوي. ښځه او نر دواړه په یوازې ځان نیمګړي موجودات دي.
د واده او نکاح تړون د طرفینو خفه زړونه آراموي او ګډوډ افکار یې د کورنۍ د رامنځته کولو په لور چې د مینې او مودت ځای دی سوق کوي.
واده چې مقدس ترین آسماني تړون دی یوازې د ښځې او نارینه فزیکي اړتیاوې نه پوره کوي؛ بلکې د نسل د بقاء په برخه کې هم حیاتي اهمیت لري. په همدې اساس د واده د اړیکې سلامتیا د طرفینو په فزیکي او رواني روغتیا مستقیم اغیز لري، ځکه د انساني روح د سلامتیا عنصر د پلار په ځانګړې ډول د مور له لوري برابرېږي.
د واده تاریخچه
واده یو لرغونی سنت دی او له بېلابېلو تحولاتو ډکه تاریخچه لري. مذهبي، دیني، سیکولر او عصري واده یوازې په مختلفو ټولنو کې د واده یو څو بېلګې دي.
د واده د تاریخچې څېړل د واده پر څرنګوالي د پوهېدو لپاره زمینه برابروي.
بابليان
د بابليانو په زمانه کې ښځه د سړي د شتمنۍ یوه برخه ګڼل کېده او د لور پلار د واده د ټاکلو مسؤل و. شواهد ښيي چې په هغه وخت کې پلار کولای شول چې خپلې لوڼې په هغه بیه وپلوري چې دی یې غواړي. په بل عبارت ښځه د بابليانو په دوره په کې یوازې یو توکی و.[۱]
چین
د چیني وادونو د څرنګوالي سرچینه د نووا او فوخي په نوم دوې اسطوره‌یي کیسې دي. د چین په لرغوني ټولنه کې خلکو له هغو کورنیو سره چې د کورنۍ نوم به یې مشابهت سره درلود له یو بل سره د واده کولو اجازه نه درلوده او دا کار له خپلوانو سره ناوړه اړیکه او زنا ګڼل کېده. خو د مور له خپلوانو سره واده کول له خپلوانو سره ناوړه اړیکه او زنا نه ګڼل کېده، ځکه د مور خپلوان نامحرم ګڼل کیدل. سره له دې کورنیو ځینې وخت د یو نسل له لوري له بل نسل سره واده کول هم روا ګڼل. د وخت په تېریدو سره د جغرافیايي ادلون بدلون سربېره د چین په خلکو کې د کورنۍ د غړو بیولوژیکي اړیکه په خپل ځای پاتې وه. کله به چې ښځه او مېړه مړه شول، نو په جلا ډول به د خپلې قبیلې په هدیره کې خاورو ته سپارل کیدل. په مورني واده کې سړي د ښځې په کور کې د زوی په توګه ژوند کاوه.
په ۱۹۵۰ کال کې د واده نوي قانون په چین کې د واده دودونه په بنسټیز ډول بدل کړل. له یو د زیاتو وادونو منع، د ښځو او سړیو ترمنځ د حقونو برابري، او د واده په انتخاب کې ازادي د یاد قانون مهم موارد وو.
تر هغه وخته په چین کې (arranged marriage) د واده تر ټولو عامه بڼه وه.[۲]
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:

[1] رضوی، نجما و دیگران، «بررسی وضعیت ازدواج جوانان»،ص388، گزارش ملی جوانان، نشر سازمان ملی جوانان، سال 1381هـ تهران.

[۲] پناهی، علی احمد، همسرداری، ص 77، سال چاپ: 1391هـ، ناشر: دفتر نشر معارف (وابسته به نهاد نمایندگی مقام رهبری در دانشگاه)، تهران.

Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوه‌شپېتمه برخه)
Next Article شین‌تو دین (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD1 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.