Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه‌پنځوسمه برخه)
اسلامي تمدن چهارشنبه _27 _اگست _2025AH 27-8-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه‌پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه‌پنځوسمه برخه)
د عربي خوش‌نویسۍ هنر
د هغو ښکلو او زړه‌راښکونکو هنرونو له جملې چې د مسلمانانو له لوري اختراع او ابداع شوي یو یې د خوش‌نویسۍ او خطاطۍ هنر دی چې ښکلي او د ليدو وړ نمونې لري. د خوش‌نویسۍ هنر له ډېر دقت او لطافت څخه برخمن و او ډېر ظرافت، باریک‌بينۍ او مهارت ته یې اړتیا درلوده. مسلمانانو چې له ځانګړي استعداد او پیاوړی قابلیت څخه برخمن وو، د خوش‌نویسۍ هنر رامنځته کړ او وده یې ورکړه.
د عربي خوش‌نویسۍ هنر يو خالص اسلامي هنر ګڼل کېږي؛ ځکه چې د اسلام له لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي او له سپېڅلي کتاب قرآن کريم سره ژور تړاو لري. د قرآن کریم له نزول وړاندې په هېڅ ملت کې په هنري بڼه کلیمې نه وې لیکل شوې. سمه ده چې هر ملت ځانته بېله ژبه او د لیکنې بېلا بڼه درلوده؛ خو دغه ليکنې يوازې د بيان او توضیحاتو وسيلې وې او د معنا د لېږد لپاره د يو منطقي سمبول په توګه کارېدې.
خو سره له دې لکه څنګه چې عربي کلمه د قرآن کريم له نزول وروسته دغه مقام ته ورسېده او د قداست جامه يې واغوسته د نورو ملتونو د لیکلو سمبولونه هېڅکله د ښکلا پېژندنې هنري مقام ته نه و رسېدلي.[۱]
ډاکټر اسماعیل فاروقي وايي: «په ټولو تمدنونو لکه مېسوبوتاميا، عبريانو، هندووانو، يونانيانو، رومایانو او حتی پخپله عربو کې هېچا هڅه ونه کړه چې د خوش‌نویسۍ ارزښت کشف کړي. په دغو تمدنونو کې تر ننه لیکل يوه خامه او بې‌ظرافته چاره پاتې شوې ده، او هېڅ ځانګړې هنري پاملرنه ورته نه ده شوې.
په هند، بیزانس او مسيحي لوېديځ کې ليکنه يوازې د بيان او منطق وسيله وه او نقش يې يوازې د تجسمي هنرونو متمم ګڼل کېده. خو د اسلام په ظهور سره د کلمې پرمخ نوي افقونه پرانيستل شول او د هنري بيان د وسيلې په توګه راڅرګنده شوه.
په دې برخه کې د اسلامي تمدن نبوغ رښتیا هم بې‌ساری دی. عربي خط د اسلامي تزئيني هنر «عربیسک» په یوه مهمه څانګه بدل شو؛ تر دې چې پرته له دې چې فکري منځپانګې ته یې وګورو کولی شو یو خپلواک او بشپړ اسلامي هنري اثر یې وبولو.»[۲]
ډاکټر مصطفی عبدالرحیم هم ټینګار کوي چې عربي خط يوازنی هنر دی چې په بشپړ ډول عربي، خالص، سپېڅلی او د بهرنيو عناصرو له اغېزې پرته رامنځته شوی دی. ځينې ختيځ‌پوهانو هم ويلي دي: «که غواړې اسلامي هنر وپېژنې، نو نېغ په نېغه باید د عربي خوش‌نویسۍ هنر ته مخه کړې.»[۳]
همداراز معتبرې عربي منابع لکه «العقد الفريد»، «خلاصة الأثر»، «البداية والنهاية»، «الكامل»، «الفهرست»، «صبح الأعشى» او نورې په دې متفق دي چې عربي خط د مسلمانانو په اندازه هېڅکله د تمدن لرونکو ملتونو ترمنځ دومره پام، وده او هنري خلاقيت نه دی موندلی.[۴]
په لنډ وخت کې مسلمان هنرمند وتوانېد چې کلمه د اوریدو ترڅنګ، د لیدو وړ هم وګرځوي. همدا چې کلمه د ښکلا پېژندنې ډګر ته داخل شوه، نو بدلون او پرمختګ یې هم چټک شو. دا بهیر له تزييني هنر سره اوږه په اوږه روان و، بلکې آن تر هغې هم وړاندې شو. د دې دوو هنرونو ترمنځ نږدې او ژوره همکاري رامنځته شوه.
په دې اصيل هنر کې د مسلمانانو دقت، نوښت او تنوع له ورایه ښکاري. د عربي خطاطۍ بېلابېل ډولونه په لاندې ډول دي:
  • کوفي خط
  • نسخ خط
  • ثلث خط
  • اندلسي خط
  • رقعه خط
  • ديواني خط
  • تعليق (فارسي) خط
  • اجازه خط
له دې خطونو ګڼ شمېر نورې فرعي څانګې هم راوټوکېدې چې د خوش‌نویسۍ هنر یې لا غني، انعطاف‌پذیره او متحرک کړ؛ او د دې جوګه شو چې په هر ډول شرايطو او مناسبتونو کې خپل نقش ادا کړي.
د بېلګې په توګه له کوفي خط څخه د «کوفي مورق»، «کوفي مزهر»، «کوفي منحصر»، «کوفي معشق» (چې «مظفر» يا «موشح منشعب» هم بلل کېږي). په څېر څانګې راووتې. له ديواني خط څخه «جلي ديواني» او له ثلث خط څخه «جلي ثلث» خط رامنځته شو.[۵]
ځینې وختونه مسلمان هنرمند په يوه هنري تابلو کې څو ډوله خطونه يوځای سره کاروي، چې دا تنوع د اثر ښکلا او عظمت لا پسې زياتوي او د خوش‌نویسۍ هنر لا د پرمختګ او نوښت په لور سوق کوي. په دې هنر کې رقابت د دې لپاره و چې  بشپړ شي، ښه شي او د ښکلا تر ټولو لوړو پوړیو ته ورسېږي.
خو مسلمان هنرمند يوازې د تورو د بڼې په ښایسته کولو بسنه ونه کړه، بلکې تر دې هم يو ګام مخکې ولاړ؛ او هماغه توري يې پخپله د تزييني عناصرو په توګه وکارول.
په دې توګه د خوش‌نویسۍ تابلوګانې په تزييني اثارو بدل شوې. دا د حيرنتیا وړ حقيقت دی چې مسلمان هنرمند وکولای شول چې تورو ته په يو وخت دوه دندې ور وسپاري: د معنا څرګندول او تزيين! ورپسې يې تزييني نقش ته د اصلي مفهوم جامه ور واغوسته!
مسلمان هنرمند په دې خلاقیت هم قناعت ونه‌کړ؛ بلکې د حروفو پر مخ يې نوي دروازې پرانيستې. او حروف یې د تجسمي هنر لپاره په یوه وسيله بدل کړ.
دغو حروفو دومره ځواکمن بيان درلود چې کله به لیدونکي کومې تابلو ته په لومړي نظر ورکتل، نو داسې به يې انګېرله لکه د يو محسوس څيز انځور چې ويني؛ لکه يو مرغه، حيوان، مېوه يا فانوس. خو کله به چې دقيق شو، نو پوه به شو چې دا انځور بل څه نه، بلکې عربي کلمات او توري دي چې هنرمند په ډېر ښکلي هنر سره پېيلي دي.
جالبه دا چې زياتره وخت د دغو کلمو معناوو له ظاهري بڼې سره ژور تړاو درلود چې له دې څخه د مسلمان هنرمند د خلاقیت او ابتکار اوج څرګندېږي.[۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچينې:

[۱] – الفن الإسلامی التزام و ابتداع، ص: ۱۹۶.

[۲] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۰۹.

[۳] – هماغه ماخذ.

[۴] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۱۰، د «مصور الخط العربی» د ناجي زین‌الدین اثر، ص: ۳۱۵.

[۵] – الفن الإسلامی، التزام و ابتداع: ص: ۱۹۸–۱۹۹.

[۶] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۱۱.

Previous Articleقران تلپاتې معجزه (اوه وېشتمه برخه)
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه  پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورپنځوسمه برخه)

سه شنبه _26 _اگست _2025AH 26-8-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _13 _اگست _2025AH 13-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه) د…

نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه) د قران…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه) د اسلام له نظره…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD4 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.