لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
اوولسمه برخه
دویمه شبهه: حج د بتپرستۍ یوه بله بڼه ده
د شبهې تشریح:
د اسلام دښمنان وایي: د اسلام پیغمبر د حج او عمرې له لارې یوازې د بتپرستۍ شکل او بڼه بدله کړه، نه دا چې بتپرستي یې له منځه یوړه. دوی وایي: د اسلام پیغمبر خپلو اصحابو ته امر وکړ چې د کعبې شاوخوا (له ډبرو جوړ شوي بت) طواف وکړي، د صفا او مروه غرونو تر منځ منډې ووهي، شیطان د ډبرو په ویشتلو سره سنګسار کړي او حجر الاسود ښکل کړي؟
ځواب:
حج څه ډول د بتپرستۍ یوه بڼه کېدای شي؟! په داسې حال کې چې د حج موخه د خدای پاک د توحید لوړول او د شرک له منځه وړل دي. د بېلګې په توګه: د کعبې د جوړېدو هدف دا و چې شرک له منځه لاړ شي. لکه څرنګه چې لوی خدای فرمایي:
“وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا” ژباړه: «او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه» [۱]
له همدې امله د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له کعبې څخه د مشرکانو ټول بوتان وایستل او ابوبکر صدیق ته یې امر وکړ چې اعلان وکړي: “ألا يحج بعد العام مشرك” ــ «تر دې وروسته به هېڅ مشرک حج ته نه راځي». همداراز رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د مشرکانو هغه شرکي الفاظ چې هغوی به د کعبې شاوخوا د تلبیې پر مهال ویل، له منځه یوړل. [۲]
پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د طواف حکمت داسې بیان کړی دی: “الطَّوَافُ حَوْلَ الْبَيْتِ مِثْلُ الصَّلَاةِ إِلَّا أَنَّكُمْ تَتَكَلَّمُونَ فِيهِ، فَمَنْ تَكَلَّمَ فِيهِ فَلَا يَتَكَلَّمَنَّ إِلَّا بِخَيْرٍ”
ژباړه: «د کعبې شاوخوا طواف کول د لمانځه په څېر دی، له لمانځه سره یې یواځې توپیر دا دی چې په طواف کې تاسې خبرې کولی شئ، نو که څوک پکې خبرې کوي باید یوازې ښې او نیکې خبرې وکړي» [۳]
نو طواف د لمانځه په څېر دی خو توپیر یې دا دی چې کعبه یوازې د لمانځه او طواف لپاره یو جهت ټاکي، نه دا چې طواف او لمونځ په خپله د کعبې لپاره وي.
“إِنَّمَا جُعِلَ الطَّوَافُ بِالْبَيْتِ وَبِالصَّفَا وَالمَرْوَةِ وَرَمْيُ الْجِمَارِ لِإِقَامَةِ ذِكْرٍ الله عز وجل” ژباړه: «بېشکه د کعبې شاوخوا طواف، د صفا او مروه ترمنځ منډې ترړې، او رمی جمرات یوازې د الهي ذکر د پرځای کولو لپاره دي» [۴]
طواف کوونکی په خپل جسم سره د کعبې شاوخوا ګرځي؛ خو زړه او روح یې د الله دربار ته متوجه وي او پر ژبه او په زړه یې دا وینا جاري وي: «لبیک اللهم لبیک»؛ او موږ هېڅکله له چا نه دي اورېدلي چې ووايي: «لبیک یا کعبه لبیک». نو له دې څرګندیږي چې طواف د الله تعالی لپاره دی، نه د کعبې لپاره!
الله متعال مطلق حاکم او د دې کور مالک دی؛ هغه دا حق لري چې د خپل کور د شاوخوا طواف لپاره قواعد وټاکي. همداراز (تشبیه دې نه وي) هر حاکم ددې حق لري چې د خپلو سرتېرو د رسمګذشت لپاره یوه طریقه وټاکي. [۵]
موږ د حجرالاسود عبادت نه کوو؛ یوازې مینه ورسره کوو، درناوی یې کوو او ښکلوو یې، هاغسې لکه څه ډول چې خپل اولادونه او مېرمن ښکلوو. موږ خپل اولادونه او مېرمن ښکلوو خو آیا کله مو د هغوی عبادت کړی؟
موږ له حجرالاسود سره ځکه مینه کوو چې د الله رسول صلیاللهعلیهوسلم به مینه ورسره کوله. نو یو ملحد حق نه لري چې وپوښتي: “ولې له حجرالاسود سره مینه کوئ؟” ځکه ځواب به مو دا وي چې: دا زموږ شخصي عقیده ده، تاسې پورې اړه نه لري!
باید پوه شو چې حجرالاسود نه زیان رسوي او نه ګټه. لکه څنګه چې حضرت عمر فاروق رضیاللهعنه فرمایي: “عَنْ عُمَرَ أَنَّهُ جَاءَ إِلَى الْحَجَرِ فَقَبَّلَهُ فَقَالَ إِنِّى أَعْلَمُ أَنَّكَ حَجَرٌ لاَ تَنْفَعُ وَلاَ تَضُرُّ وَلَوْلاَ أَنِّى رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يُقَبِّلُكَ مَا قَبَّلْتُكَ” ژباړه: «زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه ګټه را رسولی شې او نه تاوان، که مې نه وای لیدلي چې د الله رسول صلیاللهعلیهوسلم دې ښکلوي، نو ما به هېڅکله نه وای ښکل کړې» [۶]
د حضرت عمر ددې خبرې معنا داده چې د حجرالاسود ښکلول یو تعبدي عمل دی، نه دا چې دا ډبره کوم تاثیر لري. هیڅوک باید داسې فکر ونه کړي چې یاده ډبره کومه فایده یا زیان رسوي.
په زړهپوري دا ده چې حتی د جاهلي عربو له لوري هم چې د شرک او بتپرستۍ بېلابېلې بڼې یې عملي کولې هیڅکله حجرالاسود ته د معبود په سترګه نه دي کتل شوي. [۷]
د صفا او مروې تر منځ د منډو ترړو حکمت دا دی چې یاد عمل د حضرت هاجرې او حضرت اسماعیل علیهماالسلام د تاریخي قربانۍ یاد تازه کوي، کله چې دوی د وچې دښتې پر غونډیو (صفا او مروه) کې قرار درلود، له سختې لوږې او تندې سره مخ و او مور یې (هاجره) د ژوند د اوبو د پیدا کولو لپاره د اضطراب او بېوسۍ په حالت کې د صفا او مروې تر منځ منډې وهلې.
نو ددې منډو ترړو حکمت دا دی چې نور انسانان هم باید د الله تعالی پر وړاندې خپله عاجزي، فقر، حاجت او توکل ښکاره کړي.[۸] همدارنګه انسان ته پر الله تعالی د توکل درس ورکوي
د رمي جمار یا د شیطان سنګسارول هم د حضرت ابراهیم علیهالسلام د هغه مبارک عمل یادونه ده کله چې شیطان د اطاعت په لار کې خنډ ورته جوړېده، نو شیطان یې په ډبرو وویشته. یاد عمل په انسان کې د شیطان پر ضد د مبارزې روحیه را ژوندي کوي، ځکه حاجي، چې کله حج ختم کړي او خپل کور ته راستون شي، نو یو ځل بیا د شیطان له تلپاتې وسوسو او دښمنیو سره مخامخ کېږي. نو پر ډبرو د شیطان ویشتل نوموړي ته وریادوي چې شیطان تلپاتې دښمن دی. “إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا” ژباړه: «بېشكه شیطان هم ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ» [۹]
لکه څه ډول چې عسکر د فیر یا هدف ویشتلو تمرین کوي، تر څو د جګړې پر مهال بریا تر لاسه کړي، پر ډبرو د شیطان ویشتل یو ډول تمرین دی. حاجي د دې سمبولیک تمرین په مرسته د شیطان پر ضد مبارزې ته چمتو کېږي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] سورۀ حج، آیه: ۲۶.
[۲] البخاري، محمد بن إسماعيل، صحیح البخاری، ج4، ص1709، کتاب التفسیر، سورة براءة التوبة، رقم الحدیث:4378، الطبعة: الأولى 1422هـ، الناشر: دار طوق النجاة.
[۳] ترمذي، حدیث: 960.
[۴] سنن ابوداود، حدیث: ۱۸۹۰.
[۵] غزالی، محمد، اسلام پاسخ میدهد، مخ118، ژباړه: محمود ابراهیمي، ناشر: آراس، چاپ کال: 1397هـ.
[۶] ابو داود، حدیث: ۱۸۷۵.
[۷] موسوعة بیان الإسلام«الرد علی الإفتراءات والشبهات»، تحت إشراف نخبة من کبار العلماء، ج13، ص231، الطبع: 2012م، دار نهضة مصر ـ جیزه ـ مصر.
[۸] https://almohaweron.comهل الحج فیه شعائر وثنیة؟ وهل الإسلام ـ نق.
[۹] سورۀ فاطر، آیه: ۶.