لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
پنځلسمه برخه
د حج د حکمت او فلسفې لنډیز او د حج په اړه د ځینو شکونو ځوابونه
د حج حکمت او فلسفه
د حج حکمتونه او فلسفې کولای شو له بېلابېلو اړخونو تر څېړنې لاندې ونیسو:
۱. د حج اخلاقي اړخ:
د حج تر ټولو مهمه فلسفه دا ده چې په انسانانو کې له اخلاقي پلوه بدلون راولي. د «احرام» مراسم انسان په بشپړ ډول له مادي ځانښودنو، ظاهري امتیازاتو، رنګارنګو جامو او زر او زور څخه راباسي او هغه کسان چې په عادي حالت کې د خیالي امتیازاتو، منصبونو او مډالونو دروند بار پر اوږو احساسوي، په ناڅاپي ډول له دغې بار څخه اوږې سپکوي او آرام ژوند ته داخلېږي.
۲. د حج سیاسي اړخ:
حج د مسلمانانو د صفونو د یووالي لپاره یو مؤثر عامل دی او د ملي تعصباتو، نژادپالنې او په جغرافیایي سرحدونو کې له بند پاتې کیدو سره مبارزه کوي. حج هغه وسیله ده چې د اسلامي هېوادونو د سیاسي وضعیت په اړه له یوه ځایه بل ځای ته خبرونه انتقالوي. بالاخره، حج د غلامۍ او استعمار د ځنځیرونو د ماتولو او د مسلمانانو د آزادۍ لپاره یو ځواکمن عامل دی.
۳. د حج فرهنګي اړخ:
د حج په ورځو کې د مسلمانانو د مختلفو قشرونو ترمنځ اړیکې او ناسته پاسته کولای شي د فرهنګي تبادلې او د افکارو د انتقال په برخه کې تر ټولو مؤثر عامل واوسي.
د حج لویه اجتماع په طبیعي او حقیقي ډول د ټولو مسلمانو قشرونو استازیتوب کوي (ځکه چې د کعبې زیارت کوونکي له ټولو قومونو، نژادونو او ژبو څخه چې مسلمانان پرې خبرې کوي، راټولېږي) نو له همدې امله په اسلامي روایتونو کې لولو چې د حج د ګټو له جملې یوه یې د اسلامي نړۍ هرې برخې ته د رسول الله صلیاللهعلیه وسلم د آثارو د خبرونو رسیدل دي.
۴. یووالی:
د حج تر ټولو حیرانوونکی او ژور حکمت دا دی چې انسان ته د وحدت او یووالي احساس ورکوي، هغه یووالی چې د اسلام په برکت د انسانیت تر اعلی مقامه رسېږي. حج کې عالم او بېسواده، کوچنی او لوی، ښځه او نر، تور او سپین ټول د یوه «مرکز» شاوخوا راټولیږي او د یوه قانون پر بنسټ ګډ حرکت کوي، په جوش راځي، ځغلي، کیني او پورته کېږي.
د اسلامي امت د بیلابیلو برخو د مسلمانانو ترمنځ د اتحاد او همغږۍ ټینګښت د حج له خورا مهمو موخو څخه شمېرل کیږي. مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو سیمو راټولیږي؛ عرب، افغان، ترک، چینایي، اندونیزیایي او نور سره اشنا کېږي، اوږه په اوږه د حج مناسک ادا کوي. دوی ټول ځانونه د یو بل دیني وروڼه او د حضرت آدم علیهالسلام اولاد ګڼي او یو بل ته د لوی یا کوچني په نظر نه ګوري.
۵. اقتصادي ګټې:
د هر ښار او هېواد خلک کولای شي د نورو هېوادونو له وارداتو او صادارتو څخه خبر شي او له دې لارې د سوداګرۍ او اقتصادي ګټو یوه لاره ومومي تر څو هم خپله ګټه تر لاسه کړي او هم خپلو دیني وروڼو ته اقتصادي ګټه ورسوي. الله تعالی فرمایي: “وَأذِنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِ… لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ” [۱] «او د حج اعلان وکړه د خلکو په منځ کې… د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي»
په متمدنو هېوادونو کې خلک هر کال د خپلو تولیداتو او توکي د معرفي کولو په موخه بېلابېل نندارتونونه جوړوي، حج هم د بدني عبادتو سربېره مالي عبادت هم ګڼل کېږي؛ یعنې د حلالې سوداګرۍ لپاره یو مناسب فرصت دی. حج د نړیوال نندارتون حیثیت لري، په دې نندارتون کې هر ملت خپل تولیدات او محصولات معرفي کوي. الله تعالی فرمایي:
“لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ” [۲] «پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چی د خپل رب څه فضل ولټوئ»
۶. بشپړ عبادت:
حج یو لوی عبادت او پر الهي نعمتونو شکر ایستل دي. له عبادت موخه بندګي، عاجزي او د خالق پر وړاندې د ذلت او فروتنۍ اظهار دی. دا عاجزي او تواضع په حج کې یو ځانګړی تمثیل او ظهور لري؛ حاجی د احرام په حالت کې په خاورې ککړ، مات شوی او زاری کوونکی ښکاري، خپل ځان د یوه کمزوري او پښېمانه مرید او غلام په څېر ښکاره کوی داسې غلام چې د خپل بادار په حضور کې ولاړ وي او له مولا څخه غواړي چې رحم پرې وکړي.
حاجي د عرفات په دښته کې په خپلو ګناهونو سخت پښېمانه وي، ځان د خپل رب د دروازې مخې ته غورځوي، ژاړي او زارۍ کوي، تر څو الله تعالی یې تېروتنې وبخښي او لطف پرې وکړي.
۷. حج؛ د شخصیتونو انقلاب:
هر هغه حاجي چې د سمون، اصلاح او بدلون په لټه کې وي نو له حج پرته بله بهتره مدرسه ورته نه شته؛ ځکه چې حج له ګناهونو څخه د لیرېوالي، د مقدسو ځایونو د لیدو او د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم او صحابهوو کرامو د ژوند او خاطرو د بیا راژوندي کېدو موده ده. دا موده د شخصیت د بدلون او انقلاب لپاره یو غور فرصت ګڼل کېږي.
۸. حج؛ د کوچني محشر دښته:
د حج له ښکاره ځانګړنو یوه یې دا ده چې موږ ته د قیامت د ورځې ژوندۍ صحنه را ښيي. هر حاجي په نیم لوڅ بدن، اندیښمن، وارخطا او سرګردانه له یوه ځایه بل ته هغسې روان وي لکه د قیامت په ورځ چې انسانان د حساب کتاب لپاره ولاړ وي. له همدې امله د «حج» سورت د قیامت د حالاتو په بیان سره شروع کېږي:
“يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ” [۳] «اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى»
همدارنګه د بقرې سورت هغه آیتونه چې د حج په اړه راغلي دي، د دې جملې په یادونه پای ته رسېږي:
“وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ”
یعنې: [۳] «او له الله نه وېریږئ، او پر دې پوه شئ چې یقینًا تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ»
اوس د حج ټولو حکمتونو ته په کتو ایا کوم بل داسې عبادت شته چې د حج ځای ونیسي؟ ایا یوازې د فقراو مرسته کول کولای شي دومره لوی اهداف ترلاسه کړي؟
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] سورت الحج، آیت ۲۶–۲۹.
[۲] سورت البقره، آیت ۱۹۸.
[۳] سورت الحج، آیت ۱.
[۴] سورت البقره، آیت ۲۰۳.