Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د حج حکمت، فلسفه او اسرار (پنځلسمه برخه)
اسلام شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار

پنځلسمه برخه

د حج د حکمت او فلسفې لنډیز او د حج په اړه د ځینو شکونو ځوابونه
د حج حکمت او فلسفه
د حج حکمتونه او فلسفې کولای شو له بېلابېلو اړخونو تر څېړنې لاندې ونیسو:
۱. د حج اخلاقي اړخ:
د حج تر ټولو مهمه فلسفه دا ده چې په انسانانو کې له اخلاقي پلوه بدلون راولي. د «احرام» مراسم انسان په بشپړ ډول له مادي ځانښودنو، ظاهري امتیازاتو، رنګارنګو جامو او زر او زور څخه راباسي او هغه کسان چې په عادي حالت کې د خیالي امتیازاتو، منصبونو او مډالونو دروند بار پر اوږو احساسوي، په ناڅاپي ډول له دغې بار څخه اوږې سپکوي او آرام ژوند ته داخلېږي.
۲. د حج سیاسي اړخ:
حج د مسلمانانو د صفونو د یووالي لپاره یو مؤثر عامل دی او د ملي تعصباتو، نژادپالنې او په جغرافیایي سرحدونو کې له بند پاتې کیدو سره مبارزه کوي. حج هغه وسیله ده چې د اسلامي هېوادونو د سیاسي وضعیت په اړه له یوه ځایه بل ځای ته خبرونه انتقالوي. بالاخره، حج د غلامۍ او استعمار د ځنځیرونو د ماتولو او د مسلمانانو د آزادۍ لپاره یو ځواکمن عامل دی.
۳. د حج فرهنګي اړخ:
د حج په ورځو کې د مسلمانانو د مختلفو قشرونو ترمنځ اړیکې او ناسته پاسته کولای شي د فرهنګي تبادلې او د افکارو د انتقال په برخه کې تر ټولو مؤثر عامل واوسي.
د حج لویه اجتماع په طبیعي او حقیقي ډول د ټولو مسلمانو قشرونو استازیتوب کوي (ځکه چې د کعبې زیارت کوونکي له ټولو قومونو، نژادونو او ژبو څخه چې مسلمانان پرې خبرې کوي، راټولېږي) نو له همدې امله په اسلامي روایتونو کې لولو چې د حج د ګټو له جملې یوه یې د اسلامي نړۍ هرې برخې ته د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌ وسلم د آثارو د خبرونو رسیدل دي.
۴. یووالی:
د حج تر ټولو حیرانوونکی او ژور حکمت دا دی چې انسان ته د وحدت او یووالي احساس ورکوي، هغه یووالی چې د اسلام په برکت د انسانیت تر اعلی مقامه رسېږي. حج کې عالم او بې‌سواده، کوچنی او لوی، ښځه او نر، تور او سپین ټول د یوه «مرکز» شاوخوا راټولیږي او د یوه قانون پر بنسټ ګډ حرکت کوي، په جوش راځي، ځغلي، کیني او پورته کېږي.
د اسلامي امت د بیلابیلو برخو د مسلمانانو ترمنځ د اتحاد او همغږۍ ټینګښت د حج له خورا مهمو موخو څخه شمېرل کیږي. مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو سیمو راټولیږي؛ عرب، افغان، ترک، چینایي، اندونیزیایي او نور سره اشنا کېږي، اوږه په اوږه د حج مناسک ادا کوي. دوی ټول ځانونه د یو بل دیني وروڼه او د حضرت آدم علیه‌السلام اولاد ګڼي او یو بل ته د لوی یا کوچني په نظر نه ګوري.
۵. اقتصادي ګټې:
د هر ښار او هېواد خلک کولای شي د نورو هېوادونو له وارداتو او صادارتو څخه خبر شي او له دې لارې د سوداګرۍ او اقتصادي ګټو یوه لاره ومومي تر څو هم خپله ګټه تر لاسه کړي او هم خپلو دیني وروڼو ته اقتصادي ګټه ورسوي. الله تعالی فرمایي: “وَأذِنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِ… لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ” [۱] «او د حج اعلان وکړه د خلکو په منځ کې… د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي»
په متمدنو هېوادونو کې خلک هر کال د خپلو تولیداتو او توکي د معرفي کولو په موخه بېلابېل نندارتونونه جوړوي، حج هم د بدني عبادتو سربېره مالي عبادت هم ګڼل کېږي؛ یعنې د حلالې سوداګرۍ لپاره یو مناسب فرصت دی. حج د نړیوال نندارتون حیثیت لري، په دې نندارتون کې هر ملت خپل تولیدات او محصولات معرفي کوي. الله تعالی فرمایي:
“لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ” [۲] «پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چی د خپل رب څه فضل ولټوئ»
۶. بشپړ عبادت:
حج یو لوی عبادت او پر الهي نعمتونو شکر ایستل دي. له عبادت موخه بندګي، عاجزي او د خالق پر وړاندې د ذلت او فروتنۍ اظهار دی. دا عاجزي او تواضع په حج کې یو ځانګړی تمثیل او ظهور لري؛ حاجی د احرام په حالت کې په خاورې ککړ، مات شوی او زاری کوونکی ښکاري، خپل ځان د یوه کمزوري او پښېمانه مرید او غلام په څېر ښکاره کوی داسې غلام چې د خپل بادار په حضور کې ولاړ وي او له مولا څخه غواړي چې رحم پرې وکړي.
حاجي د عرفات په دښته کې په خپلو ګناهونو سخت پښېمانه وي، ځان د خپل رب د دروازې مخې ته غورځوي، ژاړي او زارۍ کوي، تر څو الله تعالی یې تېروتنې وبخښي او لطف پرې وکړي.
۷. حج؛ د شخصیتونو انقلاب:
هر هغه حاجي چې د سمون، اصلاح او بدلون په لټه کې وي نو له حج پرته بله بهتره مدرسه ورته نه شته؛ ځکه چې حج له ګناهونو څخه د لیرېوالي، د مقدسو ځایونو د لیدو او د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم او صحابه‌وو کرامو د ژوند او خاطرو د بیا راژوندي کېدو موده ده. دا موده د شخصیت د بدلون او انقلاب لپاره یو غور فرصت ګڼل کېږي.
۸. حج؛ د کوچني محشر دښته:
د حج له ښکاره ځانګړنو یوه یې دا ده چې موږ ته د قیامت د ورځې ژوندۍ صحنه را ښيي. هر حاجي په نیم لوڅ بدن، اندیښمن، وارخطا او سرګردانه له یوه ځایه بل ته هغسې روان وي لکه د قیامت په ورځ چې انسانان د حساب کتاب لپاره ولاړ وي. له همدې امله د «حج» سورت د قیامت د حالاتو په بیان سره شروع کېږي:
“يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ” [۳] «اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى»
همدارنګه د بقرې سورت هغه آیتونه چې د حج په اړه راغلي دي، د دې جملې په یادونه پای ته رسېږي:
“وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ”
یعنې: [۳] «او له الله نه وېریږئ، او پر دې پوه شئ چې یقینًا تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ»
اوس د حج ټولو حکمتونو ته په کتو ایا کوم بل داسې عبادت شته چې د حج ځای ونیسي؟ ایا یوازې د فقراو مرسته کول کولای شي دومره لوی اهداف ترلاسه کړي؟
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] سورت الحج، آیت ۲۶–۲۹.

[۲] سورت البقره، آیت ۱۹۸.

[۳] سورت الحج، آیت ۱.

[۴] سورت البقره، آیت ۲۰۳.

Previous Articleنشنلیزم (څلورویشتمه برخه)
Next Article د حج حکمت، فلسفه او اسرار (شپاړلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه) امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه) سریزه:…

نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خلق عظیم» مظهر شپږمه او وروستۍ برخه  کامله الګو او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.