د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلورویشتمه برخه)
سبر او تقسیم (منفصل شرطي قیاس یا متصل)
د سبر تعریف او ډولونه:
سبر په لغت کې د تجربې، آزموینې او ازمېښت په معنا دی، او تقسیم د جلا کولو او تفریق مانا لري.
د اصولي اصطلاح له مخې:سبر د علت وړ صفاتو راټولولو ته وايي، چې په جلا ډول د ازمایلو لپاره یو له بله بېل کېږي. په پای کې، ځانګړي صفات ټاکل کېږي، او هغه صفات چې له علت سره تړاو نه لري، له بحثه ایستل کېږي.
د بیلګې په توګه:د خمر د حرمت په اړه نص شتون لري، خو که یو مجتهد ته د ټولو نشهوونکو موادو په اړه حدیث نه وي رسېدلی، یا سم پرې نه پوهېږي، نو هغه د سبر او تقسیم له لارې د نشهوونکو موادو د حرمت علت لټوي.
په دې موخه، هغه ممکن صفات راټول کړي او وڅېړي، چې یو یې د خمر د حرمت علت کېدای شي، لکه:
1. خمر د انګورو څخه جوړ شوی دی.
2. خمر مایع دی.
3. خمر مست کوونکی دی.
وروسته، د علت د شرطونو په پام کې نیولو سره، دا صفات ارزوي. لومړی صفت له دې امله لغوه کوي، چې ضعیف دی او د حکم علت نه شي کېدای. دویم صفت هم لغوه کوي، ځکه چې له حکم سره ذاتي اړیکه نه لري. خو درېیم صفت، یعنې مستوالی، پرېږدي، ځکه دا صفت له حکم سره څرګند ذاتي تړاو لري.
د سبر او تقسیم حالتونه:
سبر او تقسیم د نفی او اثبات د انحصار پر بنسټ دوه حالتونه لري:
1. محدود تقسیم (منحصر):که تقسیم یوازې د نفی او اثبات ترمنځ وي، نو دا یو حقیقي منفصل قیاس ګڼل کېږي.
د بېلګې په توګه، د علت د معلومولو لپاره ویل کېږي: دا صفت یا علت دی، یا علت نه دی. که تفکیک په سمه توګه ترسره شي، فقيه دقیقې پایلې ته رسېږي. که دا پروسه د شک یا ګمان پر بنسټ ترسره شي، اعتبار یې ځینو شرطونو پورې تړلی دی، لکه:
• صفت باید له حکم سره سمون ولري.
• علت باید په ځانګړي صفت کې محدود وي.
که علت یوازې یو وي، نو سبر او ازمایښت هماغه واحد صفت ته محدودېږي. که دا تقسیم یوازې د نفی او اثبات ترمنځ محدود نه وي، نو دا منتشر تقسیم بلل کېږي. دلته د نورو صفاتو احتمال هم شته، که څه هم مجتهد ترې ناخبره وي. دا ډول تقسیم معمولا د شک یا ظني دلیل پر بنسټ ولاړ وي.
1. د سبر او تقسیم د لارې حجیت:که له دې لارې یقین ترلاسه شي، نو دا یقین معتبر دی، او د شرعي حکم د استخراج لپاره کافی ګڼل کېږي، لکه څنګه چې د تنقیح مناط په مواردو کې کارول کېږي.
خو د ځینو حنفي اصولپوهانو په اند، د علت او حکم ترمنځ اړیکه باید د نص یا اجماع له لارې تایید شي. که دا تایید ترلاسه شي، نو اصل د نص یا اجماع له لارې ثابتېږي، نه یوازې د سبر او تقسیم له لارې.
ابن سبکي وايي:”د اهل سنتو ډېری خلک د سبر او تقسیم له لارې عمل کوي، ځکه دا طریقه د شرعي چارو په استنباط کې د ګمان پر اساس د عمل کولو معنا لري، او په شرعي چارو کې د غالب ګمان له مخې عمل کول لازم او مشروع دي.”