د حضرت عمر رضي الله عنه یو له مشهورو کرامتونو څخه د «یَا ساریة الجبل» ناره ده: «یوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه د جُمعې په خطبې کې يې دوه یا درې ځله وويل: “یا ساریة الجبل!” او وروسته یې خطبې ته دوام ورکړ. ټول حاضرین حیران شول چې دا بېربطه جمله د هغه مبارک په خوله څنګه راغله. حضرت عمر رضي الله عنه له عبدالرحمن بن عوف سره یې ځانګړې اړیکې درلودې. حضرت عبدالرحمن رضي الله عنه ترې وپوښتل: نن د خپلې خطبې په منځ کې دې د «يَا سَارِيَةُ الْجَبلَ» کلمه د کوم مقصد لپاره وويله؟ هغه د عراق د نهاوند په جهاد کې د یوه لښکر یادونه وکړه چې د پوځ قوماندان یې “سارية” نومیدی. ويې ويل: ما وليدی چې دغه لښکر د غره په لمنه کې په جګړه بوخت و او د دښمن عسکر له مخې او شا څخه ور روان وو او دوی له هغه څخه خبر نه وو. د دې حالت په ليدلو مې خپل ځان کنټرول نه کړ او ساريه ته مې نارې کړې، چې د غره خوا ته لاړ شي. څو ورځې وروسته کله چې د ساریه قاصد راغی، حالات یې بیان کړل او ویې ویل: موږ په جګړه بوخت وو، چې ناڅاپه مو د «یا ساریة الجبل» غږ واورېد. د دې غږ په اورېدو مو په غره کې پناه واخیسته او بریا مو وګټله.»
د حضرت عمر دا کرامت ډېرو علماوو په خپلو کتابونو کې ذکر کړی دی، په تېره بیا د خلفاء راشدین د کتاب لیکوال علامه عبدالشکور لکنوي رحمه الله دا کېسه د حضرت عمر د کرامت په برخه کې ذکر کړې ده.
حضرت اسید بن حضیر رضي الله عنه روایت کوي چې یوه شپه یې د بقرې سورت تلاوت کوه او آس یې څنګ ته تړلی و. ناڅاپه یې آس په حرکت پیل وکړ، کله چې هغه چُپ شو، آس هم ارام شو. کله چې یې بیا تلاوت پیل کړ، آس هم په حرکت پیل وکړ، کله چې غلی شو، آس هم حرکت پرېښود. [ځکه چې د هغه زوی یحیی د هغه څنګ ته ویده و] اسید وايي: زه وېریدم چې هغه تر پښو لاندې کړي. له همدې امله، زه پورته شوم او آس ته لاړم، ناڅاپه مې خپل د سر پورته د سايوان په څېر یو څه ولید، په هغې کې د څراغونو په څیر شیان وو، او هغه په فضا کې دومره لوړ شو چې ما نور نه لیدی. بل سهار زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او ومې ویل: اې د خدای رسوله! د تېرې شپې په نیمه شپه کې مې د قرآن کریم تلاوت کاوه په هغه ځايه کې چې زه خرما وچه وم، چې آس مې په حرکت پیل وکړ. کله چې زه چوپېدم، هغه به هم درېدی، او کله چې ما تلاوت کاوه هغه به هم په حرکت پيل کاوه، خو ما تلاوت پرېښود ځکه چې یحیی آس ته نږدې و او زه ویریدم چې هغه تر پښو لاندې کړي. په دې وخت کې، ما د سايوان په څېر یو څه ولید، په هغه کې د څراغونو په څیر شیان وو، او دا په فضا کې دومره لوړ شو چې ما نور نه لیدی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا ملائکې وې چې ستا قرائت یې اورېدل، او که تا تلاوت ته دوام ورکړی وای، نو تر سهاره پورې به د خلکو سترګو ته پاتې کېدل.»
په دې کې شک نشته چې کله هغه تلاوت کاوه پرښتې به راښکته کېدې. حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلکو هم دا پیښه لیدله.
عباد بن بشير او اسيد بن حضير رضي الله عنهما هغه کسان وو چې په توره شپه کې ورته رڼا ښکاره شوه. په صحیح حدیث کې راغلي دي چې دوی په توره شپه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضور څخه راتلل چې له دوی سره یوه رڼا وه چې لاره یې ورته روښانه کړې وه او کله چې دوی جلا شول، هغه رڼا هم په دوو برخو ووېشل شوه.
د سنن ابي داوود شارح ليکي: «دا خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيحو احاديثو کي ثابته شوې ده او دا د اهل سنتو يو له عزت څخه هم دی چي اهل سنت پرې ايمان لري.»