لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اته څلوېښتمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
اغېزمنې ویناوې
د حضرت مولانا ندوي د ويناوو يوه له مهمو ځانګړنو څخه د هغو حيرانوونکې او عجیبه اغېزه ده. دا چې مولانا ندوي د امت دردونه احساس کړي وو او ترې خبر وو، نو د هغه وجود له اضطراب او اندېښنې څخه ډک و. د ده له درده ډکې خبرې له داسې ټپي او دردېدلي زړه څخه راوتلې چې په اورېدونکو يې ډېره اغېزه کوله. مولانا د هرچا لپاره فکر کاوه او د هغه بلنه او اصلاح د مسلمانانو د ژوند ټول اړخونه پوښلي و؛ کله کله به یې د نړۍ له مختلفو منبرونو ټول مسلمان امت ته خطاب کاوه. کله به یې د عربي نړۍ له لاسه وتلی عزت او عظمت هغوی ته ور یاداوه او له قومي او نژادي تعصباتو څخه به یې منع کول او کله به یې هغوی د غربپالنې، عیش او عشرت له بدو پایلو څخه خبرو او کله به یې فکر کاوه چې څنګه په افریقايي هېوادونو کې اسلام خپور شي؟ او… او د پوهاند محمد واضح رشید ندوي د لیکنې له مخې په کلکته کې د ده په یوه وینا کې نیم ملیون خلکو شتون درلود او د هغه خبرې یې اورېدلې. په هر صورت، په عین حال کې چې هغه یو شخص و، یو امت ګڼل کېده؛ نوموړی د ندوي توب سره سره، نړیوال وو او د هغه خبرو هم پولې او سرحدونه له منځه وړي و.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي لیکي:« د مولانا ندوي ویناوې له داسې درد او فکر سره ګډې وې چې ټول اوریدونکي یې اغیزمن کول. په یوه وینا کې یې غوښتل چې وینا پای ته ورسوي، له ګڼې ګوڼې څخه یو غږ راغی چې ویل یې موږ اوس هم اورېدو ته چمتو یو، وینا ته دوام ورکړئ. هو، له کوزي څخه همغه شی راوځي چې پکې وي.
په حقیقت کې د مولانا د خبرو دغه حیرانوونکی اثر او اغېزه د هغه له دردمن او سوي زړه څخه سرچینه اخلي. مولانا د مسلمانانو لپاره د هڅو او هاند تر څنګ د غیر مسلمانانو لپاره هم فکر کاوه او غوښتل یې چې په یو ډول نه یو ډول د دوزخ له سوځوونکي اور څخه وژغورل شي؛ لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمل طریقه هم همدا وه چې د دعوت امت (کفار او مشرکین) لپاره ډېره په فکر او سوچ کې و . هغه نړیوال فکر، پټ درد او دردمن زړه چې حضرت مولانا درلود، د هغه ستر کارونه او سترې کارنامې یې یوازې د مسلمانانو لپاره نه وې ځانګړې کړې، بلکې د غیر مسلمانانو لپاره یې هم فکر کاوه او د هغوی د اصلاح لپاره یې هڅې کولې.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي لیکي:«په هر حال، مولانا ندوي دا د خپلو غیر مسلمو هیوادوالو یو حق ګڼلی و چې په ټولیزه توګه له دوی څخه بې پروا نه وي. د جماعت تبلیغ په لاره کې د هلو ځلو ترڅنګ یې غوښتنه وکړه چې داسې غونډې او سیمینارونه دې جوړ شي چې د مسلمانانو تر څنګ دې غیر مسلمانان هم پکې ګډون وکړي.
په دوام کې لیکي: حتی په دغو ویناوو کې چې غیرمسلمانانو هم پکې برخه اخیستې وه، د دوی یو لوړ پوړی سړی دریځ ته راغی او د احساساتو او مینې له څرګندولو وروسته یې وویل: مولانا، تاسو یوازې د مسلمانانو مال نه یاستئ، موږ هم احساس کوو چې پر تاسو حق لرو. موږ به تاسو ته په راتلونکي کې هم دلته د راتګ زحمت درکړو.
مولانا سید شرافت علي ندوي لیکي: د مولانا ندوي د لیکنو په لوستلو سره داسې احساسیږي چې هغه په یوه لوړ مقام کې دی او د زړه او دماغ په ټول قوت سره مخاطبینو ته خطاب کوي.
ادامه لري…