لیکوال: شکران "احمدي"
په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (اوومه برخه)
د حیض په وخت کې نظافت
دا د ښځو لپاره خورا مهمه ده چې په دې موده کې پاکوالی وساتي؛ ځکه چې د رحِم ترشحات د وینو ډک او ژر میکروب ته چمتو دی، او د رحم ميکروبجذبوَنه هم ډېره ده. او د خارجي محرکاتو له امله ژر ټپي کیږي.
قرآن کریم وايي: «يَسْئلُونَكَ عَنِ الْمَحِيْضِ، قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيْضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ». ژباړه: «د حیض په اړه ستا څخه پوښتنه کوي، ورته ووايه: هغه یوه ناروغي او اذيتي ده، نو له همدې امله اې نارینهو د حیض په حالت کې له ښځو څخه ډډه وکړئ تر څو چې دوی پاک شي.
حیض
ډاکټر عدنان شریف لیکي: حیض د میکروبونو د ودې لپاره تر ټولو ښه چاپیریال دی، د انسان په سالم بدن کې په ملیاردونو بې ضرره باکتریاوې او میکروبونه شتون لري. مګر په ځينو وختونو کې به ضرر لري لکه: د حیض په وخت کې جماع کول، چې کله ناکله د تناسلي سیسټم او د ادرار په مجاريو کې په مساوي توګه د نر او ښځې د سوزش او پړسوب لامل کیږي. سربېره پر دې چې ښځه د حیض په وخت کې له روحي، رواني او جسمي لحاظه د جماع لپاره چمتو نه وي او په نارینه او ښځینه کې د کمزوري او جنسي سوړوالي ډېری پېښې د حیض په وخت کې د جماع د رواني ستونزو پایله ده. ښځه د سړي کرونده ده. که هغه غواړي چې ځمکه يې ښه حاصل ولري، نو اړینه ده چې د هغه د ځمکې ځانګړتیاوې، غوښتنې او اړتیاوې په پام کې ونیسي.
او اکثره د رحم سرطان یا د کولمو سرطان د حیض په جریان کې د جماع له امله رامینځته کیږي.
د کالیفورنیا د طب په ښوونځي کې د یورولوژي کلینیکي او نظري پروفیسور ” ډونالډ سمیټ” د “جنرال یورولوژي” په کتاب کې ویلي چې “حاد اورتريت” (د ادرار د نل سخت پړسوب) اکثرا د جماع څخه وروسته پیښیږي. او په کسانو کې ليدل کيږی چې د حیض په جریان کې نږدېوالی کوي؛ ځکه چې د حیض په جریان کې د اندام میکروبي فلورا لوړه ده. ښايي په زرګونو نورې نيمګړتياوې هم وي چې تر اوسه موږ ته نه دي په ډاګه شوي، خو قرآن په لنډه توګه له دغو عیبونو څخه خبر کړي يو. له همدې امله د قرآن اعجاز له پېژندل شوي حالت څخه لوړه ده.
له څنګه چې قرآن کریم هم نهيه ځينې کړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د حیض په وخت کې د جماع کولو څخه د خاوند د منع کولو لپاره مالي جریمه ټاکلې او فرمایلي دي: «څوک چې د حیض په وخت کې جماع وکړي د سرو زرو نيم دینار دې صدقه کړي»
خانه (سنتول)
د اسلام یو بل تعلیمات “ختنه” دی چې مسلمانو کورنیو ته امر شوی چې ژر تر ژره خپل ماشومان ختنه کړي. ځکه چې دا ډیرې ګټې لري.
د ختنې ګټې
1. پاکول؛
2. زينت او ښايستوالی؛
3. د انساني پیدایښت ستاینه؛
4. د جنسي غريزی او شهوت تعديل؛
او بله خبره دا ده چې ختنه د اسلام کې د نظافت له سترو تدبيرونو څخه دی، چې انسان له ډېرو ناروغيو او شخړو څخه ژغوري.
ډاکټر صبري قباني په خپل کتاب “حياتنا الجنسية” کې د ختنې ځینې نورې ګټې هم ذکر کړې دي:
1. په سنت کولو(ختنه) سره انسان د غوړو ترشحاتو له شر څخه خلاصيږي چې د روحي او احساساتي درد سبب ګرځي او همدارنګه د بد بویي او تعفن مخه نيسي.
2. سنت کول د سرطان احتمال کموي او دا ثابته شوې چې سرطان په هغو خلکو کې ډېر عام دی چې سنت شوي ندي؛ خو په هغو هېوادونو کې چې ختنه کوي، دا ډول ناروغي ډېره نادره او په ندرت سره ليدل کېږي.
3. کله چې موږ ماشوم ژر سنت کړو، موږ هغه د شپې د ادرارو له ناروغۍ څخه ژغورلی دی.
4. سنت کول په لویانو کې د استمناء کثرت کموي.