د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډولونه
اهل سنت او معتزله ؤ هر یو (معروف او منکر) په جلا جلا ډولونو سره وېشلي دی؛ چې دلته یې موږ په لنډ ډول سره بیان کوو: د معتزلهؤ لید
معتزله د معروف په اړه وایي: معروف په دوه ډوله دی؛ واجب او مندوب، او امر کول په هغه باندې هم همدغه ډول دی؛ خو منکر دوی ته یو دی، او د هر منکر (څه حرام وي او څه مکروه) څخه نهی کول واجب دي.
قاضي عبدالجبار په دې اړه وایي: «معروف په دوه ډوله دی: یو واجب دی او بل واجب نه دی؛ نو واجب ته امر کول هم واجب دي، او نفل کارونو ته امر کول هم نفل دي. خو منکر ټول یو شان دي، چې د شرطونو د پوره کېدو په صورت کې د ټولو منکراتو نهی کول واجب دي.»
د قاضي عبدالجبار په دغه قول کې یو ټکی شته چې مهم دی، هغه دغه چې د منکر نهي کول هغه مهال واجب دي چې شرایط یې پوره وي. نو باید پوه شو چې معتزله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره کوم شرایط تعیین کړي دي، دا چې دا موضوع اوږده ده، او اهل سنت هم په ځینې شرایطو کې د معتزله ؤ سره موافق دي، نو دغه شرایط په تفصیل سره دلته راوړو:
1. د آمر بالمعروف او ناهي عن المنکر پوهه: دا چې امر کوونکی او نهي کوونکی پوه و اوسي چې کوم شئ منکر دی او کوم شئ معروف، تر څو د منکر څخه خلک منع کړي او معروف ته خلک وهڅوي.
2. باید منکر شتون ولري: یعني دا چې منکر هلته وي، نه دا چې فقط د هغه اسباب موجود وي، لکه: د شرابو پیالې او یا د سازونو آلات.
3. په دې پوه شي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر د لوی ضرر لامل نه ګرځي: که پوه شي او یا یې غالب ګمان پر دې وي چې د هغه نهي کول د شرابو څخه د قتل لامل ګرځي او یا نور، نو نهي او امر کول په هغه باندې واجب نه دي.
4. په دې پوه شي او یا یې غالب ګمان وي چې د هغه خبره اغېزه لري، که نه نو واجب نه دي.
5. په دې پوه شي او یا یې غالب ګمان وي چې د ده دغه کار د مالي یا جاني تاوان لامل نه ګرځي.
قاضي عبدالجبار په بل ځای کې وايي: « پوه شه چې امر بالمعروف څخه مقصود، د نېکو کارونو کول، او نهی عن المنکر څخه مراد د بدو کارونو له مینځه وړل دي. کله چې یو کار په اسانه توګه حل کېدای شي، صحیح نه ده چې په سختۍ سره هغه کار ترسره شي، او دا هغه کار دی چې د هغه پوهه په عقل او شریعت سره کیږي؛ د عقل له لحاظه هغه کار چې موږ یې په اسانۍ سره کولای شو صحیح نه ده چې په سخته توګه یې ترسره کړو، او د شریعت له لحاظه الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «و ان طائفتان من المؤمنین اقتتلوا فاصلحوا بینهما فان بغت احداهما علی الأخری فقاتلوا التي تبغي حتی تفيء الی أمر الله»؛ «که چیري دوې ډلې د مسلمانانو جګړه سره وکړي، د هغه دوو ډلو په مینځ کې سوله وکړئ؛ که چیري د هغو څخه یوې ډلې تعدي او تجاوز وکړ، نو د هغو سره جګړه وکړئ تر څو د خدای امر ته غاړه کښېږدي.» په دې آیت کې لومړی الله تعالی د اصلاح ذات البین دستور ورکړی دی، او په پای کې یې جګړې ته امر کړی دی.»
معتزله معتقد دي چې کله امر بالمعروف او نهي عن المنکر واجب شو، په هره توګه چې کیږي باید ترسره شي، فرق نه کوي چې په توره وي یا په بل شي باندې.
ټول معتزله (بغیر له اصم څخه) پر دې اتفاق لري چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر په قدرت، ژبې، لاس، تورې واجب دی، په هر ډول چې پر هغه باندي توان ولري.