لیکوال: شکران احمدي
عقیده او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغې رول (درېمه برخه)
په برخلیک ټاکونکو شېبو کې د عقیدې د څرګندېدو جلوې
رسول الله صلی الله علیه و سلم د حکیمانه طریقې او بېنظیره تربیوي اسلوب له لارې چې د عقیدې جوړښت یې د خپل کار بنسټ ګرځولی ؤ، د بې جوړې نسل په روزلو او جوړونه کې بریالی شو، هغه نسل چي د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو سترو او ژورو بدلونونو منشأ وګرزید، هغه نسل چې د «لا اله الا الله» الهام اخیستو سره او د کلکې عقیدې او ایمان په یو ځای کولو سره ـ چې د هر فضیلت سرچینه او د هر ذلت او خوارۍ څخه د خلاصون لامل ګرځېږي ـ د حیرانوونکو او عجایبو پېښو جوړوونکی شو؛ کوم چې د تاریخ په اوږدو کې بېجوړې او بېمثاله دي. هغوی د الله تعالی د الوهیت او عظمت په عقیده او په دې باور سره چې یوازینی قادر مطلق او حقیقي توانمند په نړۍ کی هغه دی، علم او قدرت یې، تدبیر او مشیئت یې، پاچاهي او جبروت یې، رحمت او مغفرت یې د هستۍ او د نړۍ په ټولو ذراتو باندي را چاپېره او هیڅ شئ د هغه د قدرت له کرښې څخه بهر نه دي.
هغوی ځانونه د الله بندګان، هغه بندګان چې ځان، زړه او روح یې د بادار په اختیار کې دی او هره لحظه د هغه د رضا په لټه او له قهر څخه یې په تېښته کې دي، دوی توانېدلي چې د اطاعت او بندګۍ، انقیاد او فرمان بردارۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ځان ورسوي، کله چې هغوی له ځان څخه راووتل او خپلې غوښتنې او ارزوګانې یې هېرې کړې، د نفسي هڅوونو او مادي شهواتو، طمعو او خواهشاتو څخه یې ځان خلاص کړ، او د حق تعالی د رضا څخه پرته یې بل شئ هدف نه ؤ ګرځولی، دوی وتوانېدل چې د تاریخ لاره بدله کړي او د بشریت لپاره نوی برخلیک رامنځته کړي.
هو! له داسي صفت سره به د حیرانتیا ځای نه وي، که انسانانو ته د سیرت کتابونه په داسي ډول وړاندې شي، چې د هغوی د قربانۍ او ځان تېرېدو، تقوی او پرهیزګارۍ، شجاعت او د هغوی د مېړاني له درسونو څخه ډک وي او د هغوی هغه حیرانوونکي بېلګې وړاندې کړي چې د دوی د قاطع اعتقاد او نه بدلېدونکی یقین ښکارندویي کوي.
په یقین سره، دغه د عقیدې او یقین قوت دی چې حنظله رضیاللهعنه د واده په شپه کې آرام نه پرېږدي او کله چې د تورو غږونه اوري، ژر ځان د جګړې ډګر ته رسوي او د شهادت جام نوشوي، او د فرشتو له خوا غسل ورکول کیږي. یا هغه بل صحابي چې داسي ګمان کوي چې د روح په پرواز او شهادت سره – که یې نصیب شي- د الله تعالی سره ملاقات او د جنت تلپاتي نعمتونه حاصلوي، له فرصته په استفادي یې هغه خرماوې چې په خوړلو یې مصروف ؤ، وغورځولې او د جنت د مینې په خاطر، په خوشحالۍ سره، د دښمن پر صفونو یرغل کوي او شهید کیږي.
همدارنګه د عقیدې زور دی چې «ماعز اسلمی» وروسته له زنا کولو د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم مجلس ته راولي او په مکرر اعتراف او پرله پسې توګه د حد د تطبیق غوښتنه کوي، داسې نه چې د محشر په ورځ کې د ګناه د بار او په ککړي لمني سره د الله تعالی دربار ته حاضر شي. همدارنګه دا ټېنګه عقیده وه چې ربعی بن عامر رضیاللهعنه ته یې داسې ځواک ورکړ چې وتوانېدی تر څو رستم فرخزاد، له خپل ځواک او دبدبې سره سره، بلکې جاهلیت یې له خپلو ټولو بې معنی ښکارندویني سره مسخره کړ او له لوړ افق او د ایمان په قوت او بشپړ ځواک او عزت سره د حق خبره د ټولو تر غوږونو پوري رسوي او ټول حیران او مبهوت کړي. آیا د حیرانتیا ځای نه دی کله چې عمرو بن عاص رضی الله عنه د هغه وخت له خلیفه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه څخه د مرستندویه ځواک غوښتنه کوي او خلیفه ددې پر ځای چې د لس زره یا پنځه زره کسانو پوځ چمتو کړي، یوازې د څلورو کسانو په لیږلو سره بسنه کوي.او باور لري چې د دې څلورو کسانو ایماني او عقیدوې ځواک د یوه لښکر کار ترسره کوي.
البته باید هیر نه کړو چې دا ډول انسانان له بشري ځانګړتیاوو څخه لېري نه ؤ او په ملایکو کې نه ؤ شامل شوي، او هغوی هیڅ وخت، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د دې وینا څخه چې «کل بني أدم خطاء» مستثنی نه وه، او ځینې وختونه، دوی له تېروتنو سره مخ شول او پر ځینو باندي د زنا، شرابو څښلو، غلا او داسی نور حدونه تطبیق شول او په ځینو مواردو کې د الهي سرزنش لاندې راغلل، لکه: «منکم من یرید الدنیا ومنکم من یرید الآخرة»؛ ژباړه: «داسې کسان ستاسو په منځ کې شته چې د دنیا غوښتونکي دي [یعنې د جګړې غنایم] او داسې کسان هم شته چې د آخرت [یعنې د الله رضا او اخروي انعام]غوښتونکي دي».
او همدارنګه آیت: «و مالكم اذا قیل لكم انفروا فی سبیل الله اثاقلتم إلی الأرض»؛ ژباړه: «ای مؤمنانو! کله چې تاسو ته ویل کیږي: د الله د لارې لپاره (جهاد) ته حرکت وکړی، ولي سستي کوئ او دنیا ته زړه ورکوئ؟»
خو سره له دې بشري خصوصیاتو، هغه څه چې هغوی یې له نورو جلا کړي وو اوپه چټکۍ سره به د ګناه له کولو څخه په خپل ځان کي سوځېدل او د الهی غضب د زغملو توان یی نه درلود، دا د هغوی کلکه عقیده او بې ساري یقین وو.