Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فیمنیزم»فمینیزم (یو ویشتمه برخه)
فیمنیزم شنبه _15 _جون _2024AH 15-6-2024AD

فمینیزم (یو ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابوریان عزیزي


فمینیزم (یو ویشتمه برخه)

 

 اسلام او د  مېرمنو د تعدد مسئله
 یو له هغو شبهاتو څخه چې فیمینیسټان یې د اسلام په اړه لري او اسلام د ښځو د حقونو په نه پاملرنې تورنوي، د مېرمنو د تعدد یا د څو ودونو مسله ده. فیمینیسټان هم تر ډيره د څو ودونو موضوع  په ګوته کوي او دا د ښځو پر وړاندې ظلم ګڼي او د اسلام دین د هغه  د بنسټ ایښودونکي په توګه معرفي کوي او په دې توګه د اسلام په وړاندې د برید دروازه پرانیزي او د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په نوم د غونډو په جوړولو سره ، د نیوکې ګوته د اسلام پر وړاندې غځوي او څه ډیر ځوانان په دې پروپاګند او تبلیغاتو دوکه شول او د اسلام له دښمنانو سره یو ځای شول.
 اوس مخکې له دې چې زوجاتو تعدد ته ورشو، تاریخ ته به یوه لنډه کتنه وکړو، چې آیا اسلام د تعدد او څو ودونو پدیده رامنځ ته کړې او ترویج کړې یې ده چې اوس یې ځواب ووایي او یا هم اسلام راغلی او مېرمنو د تعدد او څو ودونو لپاره یې قواعد او شرایط وضع کړل او دا مسئله یې منظمه کړله ترڅو د ستاینې او درناوی وړ وګرځي؟
 هغه کسان چې د واده د تاریخ په اړه لیکنې او څېړنې کوي، د انساني نظامونو د توپیرونو او اختلاف له مخې یې اعتراف کړی چې له اسلامه مخکې په ټولو زمانو کې، یعنې د یهودیت، عیسویت، عربو او غیر عربو په منځ کې څو ودونه موجود وو.  یهودیت دا پرته له کوم محدودیت څخه حلال اعلان کړی و او دا د یهودي پاچاهانو او پیغمبرانو په مینځ کې پراخه وه او د زاړه عهدنامې په سفرونو کې هیڅ داسې متن شتون نلري چې د دې ملتونو د پیغمبرانو ، لویانو یا عامو خلکو لپاره د کثرت واده منع کړي.
 په عیسوي نړۍ کې د دیني عالمانو او عامو خلکو ترمنځ تعدد واده شوی دی او د زاړه عهد نامې مقدس کتابونه چې د عیسویانو په مینځ کې ځانګړی اهمیت لري، هغه یې حلال بللی او هیڅ مخالفت یې نه دی ښودلی.  د انجیلونو په متنونو کې چې د عیسویانو په منځ کې عام وو، د څو واده د حرمت او ممانعت په اړه هیڅ شی نشته؛  بلکه، دا د« تیموزائوس» ته د «بولس» له لیک څخه معلومه شوه چې د دوی ترمنځ د څو ودونو اجازه وه.  د  “بولس”  لیک متن په لاندې ډول ده: «دا اړینه ده چې د کلیسا پاپ باید یوه ښځه ولري.» له دې لیک څخه دا معلومه شوه چې غیر پاپانو ته د څو ودونو اجازه ورکړل شوې وه، او هر هغه پاپ چې څو میرمنې ولري د هغه څخه  مذهبي جامې کښل کیدلې او یو عام سړی ګڼل کیده، او د معبد له کاهنانو څخه نه ګڼل کیده.
له تاریخي پلوه دا ثابته شوې ده چې په لرغونو عیسویانو کې داسې کسان هم وو چې له یوې نه زیاتې ښځې یې درلودې او د پخوانیو روحاني پلرونو په منځ کې هم داسې کسان وو چې ډیرې ښځې یې درلودې. پروفیسور عباس عقاد د واده د تاریخ په اړه د د ودونو د تاریخ له پوه “ویسټرمارک” څخه نقل کوي چې څو ودونو تر ۱۷ پیړۍ پورې د کلیسا د زرغون څراغ په ښودلو سره شتون درلود او په بې شمیره ډول تکرار شوی او د حکومت او کلیسا له کنټرول څخه بهر و.
 حتی د عیسویت او یهودیت څخه مخکې، د پیغمبرانو ترمنځ څو ودونه ثابت دي؛ لکه څنګه چې حضرت ابراهيم علیه السلام  له حضرت ساره او بي بي هاجر سره واده وکړ او حضرت يعقوب علیه السلام  د لایا او راحيل سره واده وکړ او په زوړ عهد کې راغلي دي چې له نښو څخه معلوميږي چې حضرت موسیٰ د يو صالح سړي لور سره يوه بله ښځه هم درلوده او د بني اسرائيلو د ډېرو انبياوو څو مېرمنې وې او دا هم معلومه ده چې حضرت سليمان عليه السلام ډېرې مېرمنې درلودې او د سفر الملک په سپېڅلي کتاب کې راغلي دي چې حضرت سلیمان علیه السلام ۷۰۰ مېرمنې او ۳۰۰ وینځې درلودې.
 نور قومونه لکه آتنيان، چينايان، بابليان، آشوريان، مصريان او داسې نورو څو ودونه بد نه ګڼل او د هغوی په منځ کې مشهور دود و.
 امام بخاري رحمه الله په صحیح بخاري کې راوړي دي چې حضرت سلیمان علیه السلام وفرمایل: (نن شپه به زه په خپلو سلو مېرمنو باندې وګرځم [له هغوی سره به مباشرت وکړم] تر څو هر یو به ماته یو زوی وزیږوي چې د خدای په لاره کې به جهاد کوي، پرښتې ورته وویل چې ان شاءالله ووایه. حضرت سلیمان علیه السلام دا کلمه هېره کړه، د شپې له ټولو سره مقاربت وکړ او هیڅ یوه یې ماشوم و نه زیږاوه؛ پرته له هغه چې یو عیب لرونکی ماشوم وزېږېد، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیث په دوام کې وایي: که حضرت سلیمان علیه السلام ان شاءالله ویلي وای، نه حانث کیده او هیله وه چې د هغه اړتیاوې به پوره شوې وای).
 د يو سړي له څو ښځو سره واده کول له اسلام څخه مخکې په نړۍ کې د ټولو مذهبونو له مخې روا بلل شوي وو.  د نړۍ په هر قوم کې، په عربو، هندوانو، مصريانو، بابليانو او داسې نورو کې دا رواج وو او د طبيعي اړتياوو له مخې، نن ورځ هم له دې حقيقت څخه څوک انکار نه شي کولى او په اوسني عصر کې د اروپا خلک د خپلو پلرونو په خلاف هڅه وکړه چې دا ناروا کړي، چې په پایله کې یې فحاشۍ رامنځ ته شوې، او په پای کې طبیعي قانون غالب شو، او اوس د هغه ځای بصیرت لرونکي  حکیمان او پوهان د هغه د ترویج پلویان دي.
ښاغلی« دیونپورټ» چې یو مشهور عیسوی ساینس پوه دی، د څو ودونو په ملاتړ کې د انجیل د ډیرو آیتونو له نقلولو وروسته لیکي:  “د دې آیتونو څخه چې څه روښانه کیږي نه یوازې دا چې څو واده یو ښه شی دی؛ بلکي خدای په هغه کي برکتونه جمع کړي دي.» همدارنګه،  “پدري ناکس” ، “جان میلټن”  او “اپزیک ټیلر”  په مثبتو الفاظو سره دا تایید کړه؛  همدارنګه د «ویدک» ښوونې د څو ودونو اجازه په غیر محدود ‌ډول ورکړې ده، تر دې حده چې يو سړي ته په عين وخت كې د لسو، ديارلسو او اووه ويشتو ښځو د كولو اجازه وركړل شوې ده.
« کرشن»، د هندوانو تر ټولو د درناوي وړ اوتار دې، سل میرمنې درلودې.  څوك چې د عفت او عصمت دين او قانون جوړول غواړي او د زنا مخنيوى يې ضروري ګڼي، له څو ودونو پرته بله چاره نه لري.  ځکه چې په دې صورت کې به د زنا دروازې بندې شي او دا چې په ځينو سيمو کې د ښځو شمېر د نارينه وو په پرتله زيات دی، نو د حل لاره هم په دې کې ده او که د څو ودونو اجازه ورنکړل شي، د فاحشو او حرفه یي ښځو شمېر به زيات شي؛ له همدې امله، په کومو هیوادونو کې چې څو واده منع دی، زنا ډیر عام دی. لکه څنګه چې د اروپا په څیر هیوادونو کې، چیرې چې څو ودونه منع دي ، پایله یې دا ده چې که ښځې وغواړي له خپلو ملګرو او یارانو سره ناروا جنسي اړیکې ولري، اجازه لري!  دا څه ډول ازادي ده چې واده پکې حرام او زنا روا وي؟!
 لنډه دا چې د څو ښځو رواج له اسلام څخه مخکې په غیر محدود ډول رایج  و، تر کومه چې د مذهبونو او هېوادونو له تاريخ څخه معلومېږي، هېڅ مذهب او قانون پرې هېڅ ډول بنديز نه دی لګولی، نه يهودانو، عيسويانو، نه هندوانو، آريايانو او نه زردشتيانو.
 د عربو او یهودانو تر منځ له کوم محدودیت او حدودو پرته تعدد پراخه وه او هر څومره چې یې زړه غوښتل ودونه یې کول، امام طبري وايي: په جاهلیت کې نارینه له لسو او یا له هغې څخه کمې ښځې ودولې.
 کله چې اسلام راغی او د وجود ډګر ته داخل شو، څو ودونه یې مباح اعلان کړل او د هغې د تنظیمولو لپاره یې قوانین وضع کړل او هغه بې نظمۍ ته یې د پای ټکی کېښود چې په بشري ټولنو کې عام  دود و.
 اسلامي شريعت په مسلمانو سړو باندې د څو ودونو کولو قانون نه دې فرض کړی. همدارنګه د مسلمانو ښځو لپاره لازمه نه ده چې له داسې سړي سره واده وکړي چې یوه یا څو ښځې ولري؛ بلکې اسلامي شريعت ښځو ته پوره حق ورکړی دی چې که په هغې کې کومه ګټه وويني نو هغه دې ومني او که په هغې کې کوم خير نه ويني نو په خپل پوره اختيار سره دې رد کړي.
 په پورتنیو حوالو سره ګرانو لوستونکو ته څرګنده شوه چې اسلام د کثرت نکاح نظام نه دی رامینځته کړی او نه دا چې اسلام په مسلمانانو باندې دا میرمنو تعدد تحمیل کړی دی؛ مګر نور آسماني مذهبونه؛  د یهودیت او عیسویت په څیر، چې د نورو پیغمبرانو لخوا رالیږل شوي، د اسلام له پیدایښت څخه مخکې څو ودونه روا ګڼل شوی و، او نور مذهبي آئینونه لکه بت پرستانو او د اور عبادت کونکو دا تعدد روا ګڼلی و.
Previous Articleد افتخاري فاتحینو په ښوونه او روزنه کې د رباني علماوو رول
Next Article قرباني؛ حقیقت، اهمیت او د هغه مسایل (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (درېیمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.